د برېتانیا هوایي او سمندري ځواکونه له منځني ختیځه ددغه هېواد د وګړو د تخلیې لپاره چمتو شوي

پر اسراییل د ایران د برید د احتمال په ډېرېدو، د برېتانیا هوایي او سمندري ځواکونه له منځني ختیځه د دغه هېواد د وګړو د اېستلو لپاره چمتو شوي دي. ډېلي میل د برېتانیا د دفاع وزیر له خولې لیکلي، هېواد یې په سیمه کې د خپلو اوسېدونکو سره د مرستې لپاره چمتو دی.