عبدالله عبدالله: پر اسراییل د ایران برید "دفاعي" اقدام و

د ملي مصالحې د عالي شورا پخوانی رییس وایي، چې اسراییلو ته د ایران ځواب د دغه هیواد د حاکمیت د نقضولو په وړاندې یو "دفاعي" اقدام و.

د ملي مصالحې د عالي شورا پخوانی رییس وایي، چې اسراییلو ته د ایران ځواب د دغه هیواد د حاکمیت د نقضولو په وړاندې یو "دفاعي" اقدام و.
عبدالله عبدالله پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي، چې د اسراییلو له خوا په غزه کې د بې ګناه فلسطینیانو د وژلو دوام او د ماشومانو، ښځو، د نړۍوالو موسسو د کارکوونکو، ډاکټرانو او مرستندویه کارکوونکو په نښه کول په سیمه ایزه او نړیواله کچه د ناورین او ترینګلتیاوو اصلي لامل دی.ښاغلی عبدالله همداراز زیاتوي: "اسراییلو په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ په برید سره ټول نړۍوال قوانین نقض کړي دي."د ملي مصالحې د عالي شورا پخوانی رییس عبدالله عبدالله وایي، چې افغانستان له ایران سره ګډ دیني، تاریخي او فرهنګي اړیکي لري او اوسمهال د میلیونونو افغانانو کوربهتوب کوي.د نوموړي په وینا، د ایران پروړاندې د اسراییلو هر ډول اقدام کولی شي، چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سولې او امنیت مستقیمې اغیزې ولري.ایران تېره شپه په اسراییلو د څه باندې درې سوه بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه وکړل.که څه هم اسراییل وایي، چې ۹۹ سلنه بې پیلوټه الوتکې او توغندي یې په سوریه او ځينو نورو هېوادونو کې موخې ته له رسېدو مخکې شنډ کړي دي، خو د ایران دغو بریدونو نړۍ حیرانه کړې ده او له پراخو غبرګونو سره هم مخامخ شوي دي.


د ایټالیا د لومړي وزیر جورجیا میلوني دفتر ویلي، دغه هیواد، چې د جي ۷ ډلې مشري پر غاړه لري، پر اسراییل د ایران د برید په اړه یې د اوو سترو اقتصادي قدرتونو یوه ویډیو غونډه بللې چې د یکشنبې په ورځ د ګرنویچ پر وخت په ۰۲:۰۰ بجو ترسره کیږي.
په دې غوڼډه کې به د ایران د برید په اړه بحث وشي.
د اپریل په لومړۍ نېټه په دمشق کې د ایران پر سفارت د اسراییلو د مشکوکو هوايي برید په ځواب کې د ایران دغه برید، د پراخې سیمه ییزې جګړې ګواښ راپورته کړی دی.
د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو برید ته داوو سترو اقتصادي قدرتونود همغږي ډیپلوماتیک ځواب ورکولو ژمنه کړې ده. نوموړي دغه برید غندلی دی. د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تاجاني ویلي، چې هیله لري چې د اسراییلو حکومت د دغه برید په ځواب کې زغم وښيي.
ښاغلي تاجاني یوې ایټالیايي رسنۍ ته ویلي: "هیله لرم چې پر تل ابیب ښه احساس غالب شي ځکه چې دوی اوس پوځي بریا ترلاسه کړې ده."
هغه زیاته کړه: "زه هیله لرم چې د اسراییلو په دې پوځي بریا سره دوی دا مسله نوره اوږده نه کړي." هغه دې حقیقت ته اشاره وکړه، چې د ایران له خوا په اسراییلو توغول شوي توغنديو او بې پیلوټه الوتکو ډیری برخه خپلو موخو ته له رسیدو وړاندې رانسکورې شوي دي.
د اوو سترو اقتصادي قدرتونو په ډله کې، متحده ایالات، کاناډا، ایټالیا، بریتانیا، فرانسه، جرمني او جاپان شامل دي.

د پاکستان اېکسپریس ټرېبیون ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د افغانستان په اړه د سیمه ییزې تماس ډلې وړاندیز د ځینو هېوادونو د حضور پر سر د ګډون کوونکو هېوادونو تر منځ د اختلاف له امله له خنډ سره مخامخ شوی دی.
د دغې رسنۍ په وینا؛ پاکستان په دغه ډله کې د هند له ګډون سره مخالفت کړی دی.
د افغانستان په اړه د دوحې له کنفرانس وروسته د فبرورۍ په میاشت کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش له خوا د سیمه ییزې تماس ډلې د جوړولو وړاندیز شوی و.
د دې وړاندیز اصلي محور د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل وو، هغه اقدام چې طالبانو په وار وار رد کړی دی.
پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون د ډیپلوماتیکو سرچینو په حواله ویلي، چې دغه وړاندیز د ځینو هېوادونو د شاملولو پر سر د اختلاف له کبله ځنډول شوی دی.
پاکستان په سیمه ایزه ډله کې د هند له ګډون سره مخالفت کوي؛ ځکه چې په دې وروستیو کې یې له طالبانو سره اړیکې ترینګلې شوې دي، خو هند په وروستیو میاشتو کې له کابل سره خپل اړیکي نسبتا پراخې کړي دي.
د یوې سیمه ییزې ډلې د جوړولو وړاندیز د ملګرو ملتونو د پراخو هڅو یوه برخه وه، چې له طالبانو سره په تعامل کې همغږي رامنځ ته کړي.
د ایکسپریس ټریبیون د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو یو پلاوی ډېر ژر کابل ته ځي، چې د دوحې د کنفرانس پایلې تعقیب کړي او له طالبانو وغواړي چې خپل نړیوال مکلفیتونه پوره کړي.
د دوحې غونډه د فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه د انتونیو ګوتریش په کوربه توب د ۲۵ هېوادونو د استازو او د افغانستان د مدني ټولنې په ګډون د طالبانو له حضور پرته جوړه شوې وه.

د طالبانو بهرنيو چارو وزارت په يوې خبرپاڼه کې پر اسراييلو د ایران هوايي بریدونه «دفاعي او مشروع اقدامات» بللي دي. طالبانو په خبرپاڼه کې د نړۍ پر هېوادونو ږغ کړی، چې د «اسراييل د حکومت د جنايتونو درولو» په موخه خپلي هڅې ګړندۍ کړي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه د (وري ۲۶مه) پر اسراییل د ایران بريد ته په اشارې ويلي، چې اسراييل د سېمې د يو شمېر «هېوادونو د حريم د نقضولو او ناامنيو د پراخولو» هڅه کوي.
د ایران او اسراييلو ترمنځ مخامخ کړکېچ هغه مهال زيات او د خبرونو سرټکي جوړ شول، کله چې تېره شپه سپاه پاسدارانو پر اسراييل د لسګونو توغنديو او بې پيلوټه الوتکو د بريدونو خبر ورکړ.
سپاه پاسداران په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د اسراییل «جنایتونو» په ځواب کې د سپاه پاسداران هوايي ځواک په لسګونو توغندي او بې پیلوټه الوتکو سره د اسراییل دننه ځینې هدفونه په نښه کړي.
طالبانو بهرنيو چارو وزارت تر دې بريدونه وروسته په خپله خبرپاڼه کې ليکلي: «اسراییل حکومت د خپلو جناياتونو په دوام د اپرېل پر لومړۍ نېټه د ټولو ديپلوماتيکو نورمونو خلاف د سوریې پلازمېنه دمشق کې د ايران سفارت کونسلۍ څانگه په نښه کړه، چې په ځواب کې يې ایران تېره شپه مشروع دفاعي اقدامات ترسره کړل.»
طالبانو په خپله خبرپاڼه کې ويلي، چې د اسراييل له لوري په غزه کې د فلسطينيانو د نسل وژنې هڅه په سېمه کې د ناامنيو د زياتېدو په مانا ده.
د ایران وسله والو ځواکونو لوی درستیز ویلي، چې د اسراییل پر ضد عملیات پای ته رسېدلي او د دغو عملیاتو د دوام اراده نه لري.
محمد باقري وویل: «دغه عملیات یو خبرداری و، خو د ایران په وړاندې د هر ګام غبرګون به ډیر لوی وي.»
پر اسراييل د ایران تر بريد وروسته د اسراییلو لومړي وزير بنیامین نتانیاهو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې اسراییل به د ایران بریدونو ته ځواب ورکړي.

د پاکستان او هند د بهرنیو چارو وزارتونو پر اسراییل د ایران د بریدونو په اړه په جلا جلا خپرو شوېو خبرپاڼو کې ویلي چې، دواړه لوري دې له زغم څخه کار واخلي او د دښمنۍ له پراخېدو دې مخنیوی وکړي. تېره شپه ایران پر اسراییل تر درې سوه زیات ډرون، کروز او له ځمکې ځمکې ته توغندي ویشتلي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د یک شنبي په ورځ د (وري ۲۶مه) له غرمې مخکې پر اسراییل د ایران د برید په اړه دیوې خپرې شوې خبرپاڼې له لارې په منځني ختیځ کې د روانو حالاتو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې، پاکستان په منځني ختیځ کې له میاشتو راهیسې روان کړکېچ ته د یوې ژورې اندېښنې په توګه ګوري، «پاکستان په سیمه کې د دښمنۍ د پراخېدو د مخنیوي په اړه غزه کې د اوربند لپاره د نړېوالو هڅو پر اړتیا ټینګار کوي.»
خبرپاڼه کاږي چې، پاکستان د ۲۰۲۴ د اپریل په دویمه نېټه د ایران پر کونسلګرۍ د برید خطرونو ته د یوې لویې شخړې په توګه اشاره کړې وه.
د پاکستان د بهرینو چارو وزات وایي، د نن ورځې کړکېچ د ډیپلوماسۍ د ماتېدو پایلې ښيي.
پاکستان پر اسراییل د ایران برید ته په اشاره وايي، په اوس وخت کې د وضیعت عادي کولو او د سولې ټینګښت لپاره خورا جدي ګامونو ته اړتیا ده.
پاکستان پر دواړو لوریو غږ کړی چې له زغم څخه کار واخلي او د تاوتریخوالي کمولو په لور هڅې وکړي.
همدارنګه د هند بهرنیو چارو وزارت پر اسراییل د ایران د برید په اړه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي،« موږ د اسراییل او ایران ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه چې په سیمه کې سوله او امنیت ګواښي، جدي اندېښمن یو.»
په وینا پاڼه کې راغلي: «موږ د سملاسي تاوتریخوالي کمولو، زغم او له تاوتریخوالي څخه د وتلو او د ډیپلوماسۍ لارې ته د راستنېدو غوښتنه کوو.»
د هند بهرنیو چارو وزارت زیاتوي، «موږ په سیمه کې حالات له نږدې څارو. زموږ سفارتونه د هندي ټولنې سره نږدې تماس کې دي. په سیمه کې د امنیت او ثبات ساتل حیاتي دي.»
خو تر دې دمه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اسراییل د ایران د برید په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د ایران وسله والو ځواکونو لوی درستیز ویلي، چې د اسراییل پر ضد عملیات پای ته رسېدلي او د دغو عملیاتو د دوام اراده نه لري. محمد باقري وویل: «دغه عملیات یو خبرداری و، خو د ایران په وړاندې د هر ګام غبرګون به ډیر لوی وي.»
د ایرنا د راپور له مخې هغه وویل چې د برید لامل یې د اسراییل د برید ځواب و چې دوی ته سره کرښه وه او دوی یې زغم نه درلود.
د ایران دغه پوځي چارواکي څرګنده کړه: «اسراییل چې په دمشق کې زمونږ کونسلګرۍ په نښه کړه او زمونږ حقوقی سلاکاران چې د سوریې د حکومت په بلنه په دغه هیواد کې موجود وو په نښه کړل، دا له سرو کرښو تېرېدل وو چې د اسراییل له دوو یا درېیو هیوادونو پرته. نورو ټولو هیوادونو وغانده.»
د ایران وسله والو ځواکونو لوی درستیز زیاته کړه: «موږ هڅه وکړه چې دغه عملیات د یوه خبرداري په ډول وي، د ولسي وګړو مرکزونه په نښه نه شي او موږ په کلکه له خپلې خاورې دفاع ته چمتو یو.»