• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان او هند په منځني ختیځ کې د روانو کړکېچنو حالاتو په اړه اندېښنه ښودلې

۲۶ وری ۱۴۰۳ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۴۸ GMT+۱

د پاکستان او هند د بهرنیو چارو وزارتونو پر اسراییل د ایران د بریدونو په اړه په جلا جلا خپرو شوېو خبرپاڼو کې ویلي چې، دواړه لوري دې له زغم څخه کار واخلي او د دښمنۍ له پراخېدو دې مخنیوی وکړي. تېره شپه ایران پر اسراییل تر درې سوه زیات ډرون، کروز او له ځمکې ځمکې ته توغندي ویشتلي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د یک شنبي په ورځ د (وري ۲۶مه) له غرمې مخکې پر اسراییل د ایران د برید په اړه دیوې خپرې شوې خبرپاڼې له لارې په منځني ختیځ کې د روانو حالاتو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې، پاکستان په منځني ختیځ کې له میاشتو راهیسې روان کړکېچ ته د یوې ژورې اندېښنې په توګه ګوري، «پاکستان په سیمه کې د دښمنۍ د پراخېدو د مخنیوي په اړه غزه کې د اوربند لپاره د نړېوالو هڅو پر اړتیا ټینګار کوي.»

خبرپاڼه کاږي چې، پاکستان د ۲۰۲۴ د اپریل په دویمه نېټه د ایران پر کونسلګرۍ د برید خطرونو ته د یوې لویې شخړې په توګه اشاره کړې وه.

د پاکستان د بهرینو چارو وزات وایي، د نن ورځې کړکېچ د ډیپلوماسۍ د ماتېدو پایلې ښيي.

پاکستان پر اسراییل د ایران برید ته په اشاره وايي، په اوس وخت کې د وضیعت عادي کولو او د سولې ټینګښت لپاره خورا جدي ګامونو ته اړتیا ده.

پاکستان پر دواړو لوریو غږ کړی چې له زغم څخه کار واخلي او د تاوتریخوالي کمولو په لور هڅې وکړي.

همدارنګه د هند بهرنیو چارو وزارت پر اسراییل د ایران د برید په اړه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي،« موږ د اسراییل او ایران ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه چې په سیمه کې سوله او امنیت ګواښي، جدي اندېښمن یو.»

په وینا پاڼه کې راغلي: «موږ د سملاسي تاوتریخوالي کمولو، زغم او له تاوتریخوالي څخه د وتلو او د ډیپلوماسۍ لارې ته د راستنېدو غوښتنه کوو.»

د هند بهرنیو چارو وزارت زیاتوي، «موږ په سیمه کې حالات له نږدې څارو. زموږ سفارتونه د هندي ټولنې سره نږدې تماس کې دي. په سیمه کې د امنیت او ثبات ساتل حیاتي دي.»

خو تر دې دمه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اسراییل د ایران د برید په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

د ایران وسله والو ځواکونو لوی درستیز: عملیات پای ته رسیدلي، پر اسراییل برید 'یو خبرداری' و

۲۶ وری ۱۴۰۳ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۴، ۰۹:۲۹ GMT+۱

د ایران وسله والو ځواکونو لوی درستیز ویلي، چې د اسراییل پر ضد عملیات پای ته رسېدلي او د دغو عملیاتو د دوام اراده نه لري. محمد باقري وویل: «دغه عملیات یو خبرداری و، خو د ایران په وړاندې د هر ګام غبرګون به ډیر لوی وي.»

د ایرنا د راپور له مخې هغه وویل چې د برید لامل یې د اسراییل د برید ځواب و چې دوی ته سره کرښه وه او دوی یې زغم نه درلود.

د ایران دغه پوځي چارواکي څرګنده کړه: «اسراییل چې په دمشق کې زمونږ کونسلګرۍ په نښه کړه او زمونږ حقوقی سلاکاران چې د سوریې د حکومت په بلنه په دغه هیواد کې موجود وو په نښه کړل، دا له سرو کرښو تېرېدل وو چې د اسراییل له دوو یا درېیو هیوادونو پرته. نورو ټولو هیوادونو وغانده.»

د ایران وسله والو ځواکونو لوی درستیز زیاته کړه: «موږ هڅه وکړه چې دغه عملیات د یوه خبرداري په ډول وي، د ولسي وګړو مرکزونه په نښه نه شي او موږ په کلکه له خپلې خاورې دفاع ته چمتو یو.»

د ایران د پارلمان مشر پر اسراییل برید یو 'غاښ ماتوونکی ځواب' بللی دی

۲۶ وری ۱۴۰۳ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۴، ۰۸:۰۷ GMT+۱

د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف پر اسراییل باندې د ایران برید یوه «کلکه څپېړه، درس ورکونکی او پښېمانونکی ځواب.» بللی. هغه زیاته کړه چې دا پوځي برید «د ملګرو ملتونو د منشور سره سم» شوی.

د ایران د پارلمان غړو چې د خپلو څوکیو مخې ته راښکته شوي وو، د «مرګ پر اسراییل»، «سلام دې وي د اسلام په جنګیالیو»، «زموږ په رګونو کې وینه زموږ رهبر ته ډالۍ ده» او «اې د ازادۍ رهبره، موږ چمتو یو موږ چمتو» شعارونه ورکول.

هاخوا د فلسطین حماس ډلې پر اسراییل د ایران برید یو طبیعي حق بللی.

حماس په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ برید ته په اشارې وویل چې پر اسراییل د ایران برید یې د دغه هیواد «طبیعي حق او مناسب ځواب» بللی دی.

حماس ویلي دي چې دغه ډله د اسراییل د بریدونو په وړاندې د «د سیمې د هیوادونو او ولسونو طبیعي حق» باندې ټینګار کوي.

د اسراییل دفاع وزیر: جګړه لا پای ته نه ده رسېدلې

۲۶ وری ۱۴۰۳ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۴، ۰۷:۲۴ GMT+۱

د اسراییل د دفاع وزیر یواو ګالانټ د ایران له توغندیزو او ډرون بریدونو وروسته د حالاتو ارزونې پر مهال وویل: «تېره شپه ټولې نړۍ ولیدل چې ایران څوک دی، موږ د هر ډول سناریو لپاره ځیرک او چمتو یو.» هغه ټینګار وکړ چې جګړه لا پای ته نه ده رسېدلې.

دغه اسراييلي چارواكی وايي، د ايران د بريدونو مهارول اغېزمن و او ایله څو كسان ټپيان شوي.

نوموړي د یکشنبې په سهار له قوماندانانو سره د وضعیت د ارزونې په پای کې وویل: «نن شپه پر اسراییل د سلګونو توغندیو او ډرون بریدونه وشول. د اسراییلو پوځ دغه بریدونه په ډاډمن ډول شنډ کړل.»

د اسراییل د دفاع وزیر زیاته کړه: «موږ له امریکایانو او خپلو نورو ملګرو سره په ګډه وتوانیدو چې اسراییل ته ډېر لږ زیان ورسیږي. یوه ډیره اغېزمنه لاسته راوړنه چې اسراییلي پوځ په بې ساري ډول لاسته راوړله.»

ګالانټ وویل: «ټولې نړۍ تېره شپه ولیدل چې ایران څوک دی، یو ترهګر رژیم چې له ۱۵۰۰ کیلومتره لیرې واټن څخه یې پر اسراییل بریدونه کوي او هڅه کوي چې خپلې ټولې نیابتي ډلې فعالې کړي. خو نړۍ دا هم لیدلي چې د ایتلافي ځواک څه دی، امریکا او نورو هېوادونو څنګه له اسراییل سره یو ځای ودرېږي او دغه بریدونه په بې ساري ډول شنډوي او دروي.»

پر اسراییل د ایران د تېرې شپې د بریدونو په اړه د بن یمین نتنیاهو له څو ساعتو وروسته په لومړی غبرګون کې ویلي، د توغندیو مخه یې نیولې او شنډ کړي یې دي، او جګړه به دوی ګټي.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر اسراییل د ایران د توغندیو او ډرون بریدونو په اړه په لومړي غبرګون کې په ایکس پاڼه لیکلي: «د توغندیو مخه مو نیولې او شنډ کړي مو دي، او جګړه به موږ ګټو.»

اسراییل: ایران ۱۸۵ بې پیلوټه الوتکې، ۳۶ کروز او ۱۱۰ له ځمکې ځمکې ته توغندي را ویشتلي

۲۶ وری ۱۴۰۳ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۴، ۰۵:۳۷ GMT+۱

نيويارک ټايمز د اسرایيلي چارواکو له قوله ليکلي دي چې ایران ۱۸۵ ډرون، ۳۶ کروز او ۱۱۰ له ځمکې څخه ځمکې ته ويشتونکي توغندي د اسرایيل پر لور توغولي دي. تر دې وړاندې د ایران سپاه پاسداران ويلي و، چې پر اسراییل یې ۱۵۰ بې پیلوټه الوتکې او توغندي ور ویشتلي دي.

تر دې وړاندې د ایران سپاه پاسداران امریکا ته خبرداری ورکړی چې «د ایران پر ګټو د برید هر ډول ملاتړ او ګډون ته به پرېکنده او پښېمانونکی ځواب ورکړي. امریکا د اسراییل د ناوړه کړنو مسووله ده او که یې مخه ونه نیول شي، باید پایلې یې ومني.»

ها خوا این‌بي‌سي ټلویزیون خبر ورکړی چې د امریکا ولسمشر بایډن اندېښمن دی چې د اسراییل لومړی وزیر بن یمین نتانیاهو به امریکا یوې پراخې جګړې ته ورګډه کړي.

این‌بي‌سي د دریو باخبرو سرچینو په حواله ویلي چې جو بایډن په شخصي توګه خپله اندېښنه څرګنده کړې چې د اسراییل لومړی وزیر هڅه کوي متحده ایالات په پراخه کچه جګړې ته ورګډ کړي.

د سرچینې په وینا، واشنګټن اندېښمن دی چې اسراییل به له دې پرته چې په پایلو یې فکر وکړي د ایران پر ضد ګام پورته کړي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي ويلي، که اسراییل پوځي ګام واخلي، سخت ځواب به ورکړي.

په ملګرو ملتو کې د ایران استازي امیر سعید اروانی انتونیو ګوټرش ته په یو لیک کې لیکلي: «که د اسراییل رژیم یو ځل بیا پوځي اقدام وکړي، د ایران ځواب به یقیناً پیاوړی او پرېکنده وي.»

پر اسراييل د ایران بریدونو ته نړېوال غبرګونونه

۲۶ وری ۱۴۰۳ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۴، ۰۴:۴۶ GMT+۱

د ملګرو ملتونو سرمنشي، امریکا، اروپايي اتحادیې، جرمني، کاناډا، برېتانیا، فرانسې او سعودي عربستان تر اوسه پورې د ایران له لوري پر اسراییل د بې پيلوټه الوتکو او توغندیز بریدونه غندلي او دا یې د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره ګواښوونکي بللي.

تېره شپه ناوخته د ایران رسینو د دغه هیواد د سپاه پاسداران ځواکونو له لوري په خپره شوې خبرپانه خبر ورکړی چې ایران پر اسراییل باندې په دمشق کې د دوی پر کونسلګرۍ د برید په غچ کې د اسراییل پر خاوره د بې پیلوټه ډرون الوتکو او توغندیو بریدونه کړي.

اسراييلو رسنیو ويلي، تر ۲۰۰ پورې توغندي او بې پیلوټه الوتکې د ایران له لوري د دوی پر لور توغول شوې چې ډیری هغه یې په هوا کې شنډې کړې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي پر اسراییل د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه غندلي. انتونیو ګوټریش وویل چې نور نه سیمه او نه نړۍ د بلې جګړې توان لري.

هغه د اسراییل او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

د امریکا ولسمشر اعلان وکړ چې پر اسراییل باندې د ایران د برید په اړه یې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت له ټیم سره غونډه وکړه.

په دې غونډه کې د سي ای اې مشر ویلیم برنز د برید په اړه جوبایډن ته راپور ورکړی.

بایډن ټینګار وکړ چې اسراییل د امریکا له "کلک" ملاتړ برخمن دی.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې چارواکي جوزف بوریل پر اسراییل د ایران برید د نه منلو وړ بللی او غندلی یې دی.

ښاغلي بوریل وویل چې پر اسراییل د ایران برید د کړکېچ د بې ساري زیاتوالي او د سیمې امنیت ته ستر ګواښ دی.

د جرمني صدراعظم اولاف شولتز پر اسراییل د ایران بریدونه غیر مسوولانه او په بشپړه توګه بې انصافه وبلل او ویې ویل: «موږ د اسراییل تر څنګ ولاړ یو او په ټولو مسایلو به له خپلو متحدانو سره خبرې وکړو.»

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی چې پر اسراییل د ایران "بې پروا" بریدونه به په منځني ختیځ کې کړکېچ لا پسې زیات کړي.

ډیویډ کامرون په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې دا کړکېچ د هیچا په ګټه نه دی او له ایرانه یې وغوښتل چې دغه کړکېچ ودروي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر پر اسراییل د ایران برید غندلی او د پوځي تاو تریخوالي د زیاتېدو په اړه یې خبرداری ورکړی.

د فرانسې بهرنیو چارو وزیر سټیفن سیجورنای په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې ایران په بې ساري اقدام سره د بې ثباتۍ په لور یو نوی ګام پورته کړی او د پوځي تاوتریخوالی د زیاتیدو ګواښیې منلی دی.

هغه د اسراییل د امنیت په برخه کې د فرانسې پر ژمنتیا ټینګار وکړ.

د کاناډا لومړي وزیر پر اسراییل د ایران برید په کلکه وغانده او له اسراییل سره یې د خپل هېواد پر پیوستون ټینګار وکړ. جسټن ټروډو وویل د اکټوبر په اوومه په اسراییل باندې د حماس د برید نه وروسته د ایران بریدونه به سیمه نوره هم بې ثباته کړي او تلپاتې سوله به نوره هم ستونزمنه کړي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د اسراییل پر ضد د ایران د برید په غبرګون کې په سیمه کې د پوځي کړکیچ د زیاتوالي او د هغې د ناسمو پایلو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه او پر ټولو خواوو یې غږ وکړ چې له زغم څخه کار واخلي.

تر اوسه پورې لا پر اسراییل د ایران د بریدونو د زیان په اړه کره شمیرې نه دي خپرې شوې خو اسراييل ګواښ کړی چې د ایران د دغو بریدونه ځواب به ورکړي.

امریکا له اسراییل غوښتي چې د ایران د بریدونو له ځوابي برید وړاندې دې اسراییل امریکا ته خبر ورکړي.