• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسراییل: ایران ۱۸۵ بې پیلوټه الوتکې، ۳۶ کروز او ۱۱۰ له ځمکې ځمکې ته توغندي را ویشتلي

۲۶ وری ۱۴۰۳ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۴، ۰۵:۳۷ GMT+۱

نيويارک ټايمز د اسرایيلي چارواکو له قوله ليکلي دي چې ایران ۱۸۵ ډرون، ۳۶ کروز او ۱۱۰ له ځمکې څخه ځمکې ته ويشتونکي توغندي د اسرایيل پر لور توغولي دي. تر دې وړاندې د ایران سپاه پاسداران ويلي و، چې پر اسراییل یې ۱۵۰ بې پیلوټه الوتکې او توغندي ور ویشتلي دي.

تر دې وړاندې د ایران سپاه پاسداران امریکا ته خبرداری ورکړی چې «د ایران پر ګټو د برید هر ډول ملاتړ او ګډون ته به پرېکنده او پښېمانونکی ځواب ورکړي. امریکا د اسراییل د ناوړه کړنو مسووله ده او که یې مخه ونه نیول شي، باید پایلې یې ومني.»

ها خوا این‌بي‌سي ټلویزیون خبر ورکړی چې د امریکا ولسمشر بایډن اندېښمن دی چې د اسراییل لومړی وزیر بن یمین نتانیاهو به امریکا یوې پراخې جګړې ته ورګډه کړي.

این‌بي‌سي د دریو باخبرو سرچینو په حواله ویلي چې جو بایډن په شخصي توګه خپله اندېښنه څرګنده کړې چې د اسراییل لومړی وزیر هڅه کوي متحده ایالات په پراخه کچه جګړې ته ورګډ کړي.

د سرچینې په وینا، واشنګټن اندېښمن دی چې اسراییل به له دې پرته چې په پایلو یې فکر وکړي د ایران پر ضد ګام پورته کړي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي ويلي، که اسراییل پوځي ګام واخلي، سخت ځواب به ورکړي.

په ملګرو ملتو کې د ایران استازي امیر سعید اروانی انتونیو ګوټرش ته په یو لیک کې لیکلي: «که د اسراییل رژیم یو ځل بیا پوځي اقدام وکړي، د ایران ځواب به یقیناً پیاوړی او پرېکنده وي.»

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

پر اسراييل د ایران بریدونو ته نړېوال غبرګونونه

۲۶ وری ۱۴۰۳ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۴، ۰۴:۴۶ GMT+۱

د ملګرو ملتونو سرمنشي، امریکا، اروپايي اتحادیې، جرمني، کاناډا، برېتانیا، فرانسې او سعودي عربستان تر اوسه پورې د ایران له لوري پر اسراییل د بې پيلوټه الوتکو او توغندیز بریدونه غندلي او دا یې د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره ګواښوونکي بللي.

تېره شپه ناوخته د ایران رسینو د دغه هیواد د سپاه پاسداران ځواکونو له لوري په خپره شوې خبرپانه خبر ورکړی چې ایران پر اسراییل باندې په دمشق کې د دوی پر کونسلګرۍ د برید په غچ کې د اسراییل پر خاوره د بې پیلوټه ډرون الوتکو او توغندیو بریدونه کړي.

اسراييلو رسنیو ويلي، تر ۲۰۰ پورې توغندي او بې پیلوټه الوتکې د ایران له لوري د دوی پر لور توغول شوې چې ډیری هغه یې په هوا کې شنډې کړې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي پر اسراییل د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه غندلي. انتونیو ګوټریش وویل چې نور نه سیمه او نه نړۍ د بلې جګړې توان لري.

هغه د اسراییل او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

د امریکا ولسمشر اعلان وکړ چې پر اسراییل باندې د ایران د برید په اړه یې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت له ټیم سره غونډه وکړه.

په دې غونډه کې د سي ای اې مشر ویلیم برنز د برید په اړه جوبایډن ته راپور ورکړی.

بایډن ټینګار وکړ چې اسراییل د امریکا له "کلک" ملاتړ برخمن دی.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې چارواکي جوزف بوریل پر اسراییل د ایران برید د نه منلو وړ بللی او غندلی یې دی.

ښاغلي بوریل وویل چې پر اسراییل د ایران برید د کړکېچ د بې ساري زیاتوالي او د سیمې امنیت ته ستر ګواښ دی.

د جرمني صدراعظم اولاف شولتز پر اسراییل د ایران بریدونه غیر مسوولانه او په بشپړه توګه بې انصافه وبلل او ویې ویل: «موږ د اسراییل تر څنګ ولاړ یو او په ټولو مسایلو به له خپلو متحدانو سره خبرې وکړو.»

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی چې پر اسراییل د ایران "بې پروا" بریدونه به په منځني ختیځ کې کړکېچ لا پسې زیات کړي.

ډیویډ کامرون په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې دا کړکېچ د هیچا په ګټه نه دی او له ایرانه یې وغوښتل چې دغه کړکېچ ودروي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر پر اسراییل د ایران برید غندلی او د پوځي تاو تریخوالي د زیاتېدو په اړه یې خبرداری ورکړی.

د فرانسې بهرنیو چارو وزیر سټیفن سیجورنای په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې ایران په بې ساري اقدام سره د بې ثباتۍ په لور یو نوی ګام پورته کړی او د پوځي تاوتریخوالی د زیاتیدو ګواښیې منلی دی.

هغه د اسراییل د امنیت په برخه کې د فرانسې پر ژمنتیا ټینګار وکړ.

د کاناډا لومړي وزیر پر اسراییل د ایران برید په کلکه وغانده او له اسراییل سره یې د خپل هېواد پر پیوستون ټینګار وکړ. جسټن ټروډو وویل د اکټوبر په اوومه په اسراییل باندې د حماس د برید نه وروسته د ایران بریدونه به سیمه نوره هم بې ثباته کړي او تلپاتې سوله به نوره هم ستونزمنه کړي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د اسراییل پر ضد د ایران د برید په غبرګون کې په سیمه کې د پوځي کړکیچ د زیاتوالي او د هغې د ناسمو پایلو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه او پر ټولو خواوو یې غږ وکړ چې له زغم څخه کار واخلي.

تر اوسه پورې لا پر اسراییل د ایران د بریدونو د زیان په اړه کره شمیرې نه دي خپرې شوې خو اسراييل ګواښ کړی چې د ایران د دغو بریدونه ځواب به ورکړي.

امریکا له اسراییل غوښتي چې د ایران د بریدونو له ځوابي برید وړاندې دې اسراییل امریکا ته خبر ورکړي.

اسراییل: موږ د چمتووالي په لوړه کچه کې یو

۲۵ وری ۱۴۰۳ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۴، ۲۲:۴۹ GMT+۱

د اسراییلو د پوځ ویاند په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه هېواد او متحدین یې (امریکا، بریتانیا، فرانسه او ځینې نور هېوادونه) په خپل ټول توان سره د اسراییلو د دفاع لپاره کار کوي.

دانیل هاګاري زیاته کړه، چې د اسراییلو دفاعي او د برید وړتیاوې د چمتووالي په کچه کې دي.

اسراییل وايي، چې د ایران څو ډرون الوتکې یې په سوریه او جوردن کې ویشتې.

په سوریه او اردن په فضا کې د ایران یو شمېر بې پیلوټه الوتکې او توغندي ویشتل شوي دي

د اسراییلو چینل ۱۲ نومې رسنۍ راپور ورکړی، چې ایران ۱۰۰ بې پیلوټه الوتکې او کروز توغندي توغولي چې ځینې یې د سوریې او اردن په خاوره کې ویشتل شوي دي.

ځینو رسنیو خبر ورکړی، چې د امریکا دفاعی سیستم په عراق او اردن کې د ایران د بې پیلوټه الوتکو په کشفولو او له منځه وړلو بوخت دی.

د دغو راپورونو له مخې، ایراني بې پیلوټه الوتکې د سوریې د ختیځ په اسمان کې لیدل شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د سوریې د پوځ د سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې سوریې د پلازمینې او اصلي اډو په شاوخوا کې د روسیې له خوا جوړ شوي د "پانتسیر" دفاعي سیسټمونه ځای پر ځای کړي دي.

رسنیو اسراییل پر اسمان د لسګونو اسرايیلي جنګي الوتکو د الوتنې خبر هم ورکړی دی.

الحدث شبکه: برتانوي جنګي الوتکې د ایران د بې پیلوټه الوتکو د ویشتلو لپاره الوتنې کوي

د الحدث خبری رسنۍ راپور ورکړی، چې د انګلستان جنګی الوتکو له قبرس څخه د اسراییلو په لور د اسلامی جمهوریت د بې پیلوټه الوتکو د نسکورولو لپاره الوتنې کړي دي.

بریتانیا پر اسراییلو د ایران برید په کلکه غندلی دی

د برتانیې لومړي وزیر ریشي سوناک په یوه پیغام کې پر اسراییلو د اسلامي جمهوریت «بې پروا برید» په «تر ټولو سختو الفاظو» غندلی او ویلي یې دي، چې دغه بریدونه په سیمه کې د کړکیچ او بې ثباتۍ د زیاتیدو خطر رامنځ ته کوي.

سوناک وویل، «ایران یو ځل بیا وښودله چې غواړي په خپل انګړ کې ګډوډي رامنځته کړي.

هغه ټینګار وکړ چې انګلستان به د اردن او عراق په ګډون د اسراییلو او د هغه د ټولو سیمه ایزو ملګرو دفاع ته دوام ورکړی.

د برتانیې د صدراعظم په پیغام کې ویل شوي دي: «موږ له خپلو متحدینو سره کار کوو چې وضعیت ارام کړو او د کړکیچ د لا زیاتیدو مخه ونیسو. "هیڅوک نه غواړي چې نورې وینې وبهیږي."

ای بي سي نیوز راپور ورکړی، چې امریکايي چارواکي په دې باور دي، چې د ایران حکومت له ایران، عراق، سوریې، لبنان او یمن څخه تر ۵۰۰ پورې بې پیلوټه الوتکې او توغندي توغوي.

نتانیاهو: اسراییل به د ایران برید ته ځواب ورکړي

۲۵ وری ۱۴۰۳ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۴، ۲۲:۲۵ GMT+۱

د اسراییل لومړي بنیامین نتانیاهو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې اسراییل به د ایران بریدونو ته ځواب ورکړي. العربیه شبکې راپور ورکړی چې ایران د لسګونو بې پیلوټه الوتکو سربیره په اسراییلو یو شمیر کروز توغندي هم توغولي چې په راتلونکو دوو ساعتونو کې به اسراییلو ته ورسیږي.

هغه زیاته کړې، چې د اسراییلو دفاعي سیسټمونه د هر ډول احتمال پر وړاندې ځای پرځای شوي دي او د دفاع او برید دواړو لپاره چمتو دي.

د اسراییلو لومړي وزیر له دغه هیواده د امریکا، بریتانیا، فرانسې او ځینو نورو هېوادونو د ملاتړ یادونه هم کړې ده.

د ایران بې پیلوټه الوتکې او توغندي کله اسراییل ته رسیږي؟

العربیه شبکې راپور ورکړی چې ایران د لسګونو بې پیلوټه الوتکو سربیره په اسراییلو یو شمیر کروز توغندي هم توغولي چې په راتلونکو دوو ساعتونو کې به اسراییلو ته ورسیږي.

د اسراییلو چینل ۱۲ نومې رسنۍ په ورته وخت کې خبر ورکړی، چې ایران د اسراییلو په لور د بې پیلوټه الوتکو سربیره څو کروز توغندي هم توغولي دي. دغه رسنۍ ویلي، چې د ایراني توغندیو او بې پیلوټه الوتکو شمیر ۱۰۰ ته رسیږي.

100%

دغه رسنۍ وړاندوینه کړې چې د ایران له خوا توغول شوې بې پیلوټه الوتکې به په سیمه ییز وخت د شپې په دوه نیمو بجو اسراییلو ته ورسیږي.

د اردن او عراق غبرګون

د اردن هوايي ځواک اعلان کړی، چې هر ډول بې پیلوټه الوتکه چې د دوی فضايي حریم ته ننوځي، دوی یې ویشتلو ته چمتو دي.

په ورته وخت کې د اردن رسمي رسنیو په دغه هېواد کې د بیړني حالت اعلان کړی دی.

د عراق د ترانسپورت وزیر هم د دغه هیواد د هوایی حریم د تړلو اعلان وکړ.

بل خوا، پر اسراییل د ایران برید سره هم‌مهاله، د اسراییلو پوځ اعلان کړی، چې د دغه هېواد په شمال کې د حزب الله د بې پیلوټه الوتکې د الوتنې له امله یې په لبنان کې د حزب الله ډلې پر څو مرکزونو د جنګي الوتکو او توغندیو بریدونه کړي دي. حزب الله د ایران له ملاتړه برخمنه ډله ده.‌

د ایران او اسراییل د کړکیچ له امله د امریکا ولسمشر خپله رخصتي په نیمایي کې پریښوده

لکه څنګه چې د ایران او اسراییلو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی، سپینې ماڼۍ اعلان وکړ، چې جو بایډن به د شنبې په ورځ، د رخصتیو له پوره کیدو وړاندې، واشنګټن ته راستون شي.

سپینې ماڼۍ ته له ستنیدو وروسته به جوبایډن د خپل ملي امنیت له ټیم سره په منځني ختیځ کې د پرمختګونو په اړه سلا مشورې وکړي.

سپاه پاسداران: په اسراییلو کې مو پر ځینو هدفونو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو برید کړی

۲۵ وری ۱۴۰۳ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۴، ۲۱:۵۴ GMT+۱

سپاه پاسداران وايي، پر اسراییلو یې د لسګونو توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په واسطه برید کړی دی.

سپاه پاسداران په یوه اعلامیه کې لیکلي چې د اسراییلو "جنایتونو" په ځواب کې د سپاه پاسداران هوايي ځواک په لسګونو توغندي او بې پیلوټه الوتکو سره د اسراییل دننه ځینې هدفونه په نښه کړي.

ایراني رسنیو پر اسراییل "د سپاه پاسداران د بې پیلوټه الوتکو د پراخو عملیاتو" خبر ورکړی

د ایران د اسلامی جمهوریت خبری اژانس په اسراییلو کې د ځینو هدفونو پر وړاندې د ایران د سپاه پاسداران د بې پیلوټه الوتکو د پراخو عملیات اعلان کړی.

رویټرز خبري اژانس د عراقي امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې لسګونه بې پیلوټه الوتکې لیدل شوي چې له ایران څخه د اسراییلو پر لور د عراق په فضا کې الوتنې کوي.

د اسرائیلو دفاع وزارت: ایران د اسرائیلو پر لور بې پیلوټه الوتکې ویشتلي دي

د اسراییلو د دفاع وزارت تایید کړه چې ایران له خپلې خاورې څخه د دغه هېواد خاورې ته د بې پیلوټه الوتکو یوه ډله لیږلې ده.

د اسرائیلو د دفاع وزارت ویلي: دا الوتکې به څو ساعتو کې د اسراییلو خاورې ته ورسیږي.

دغه وزارت ویلي، چې د اسرايیلو پوځ او هوايي ځواک به د یو منظم پروګرام له مخې دغو بریدونو ته ځواب ورکړي.

رویټرز خبري اژانس د عراقي امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې لسګونه بې پیلوټه الوتکې لیدل شوي چې له ایران څخه د اسراییلو پر لور د عراق په فضا کې الوتنې کوي.

د اسرائیلو دفاع وزارت: ایران د اسرائیلو پر لور بې پیلوټه الوتکې لیږلې دي

د اسراییلو د دفاع وزارت تایید کړه چې ایران له خپلې خاورې څخه د دغه هېواد خاورې ته د بې پیلوټه الوتکو یوه ډله لیږلې ده.

د اسرائیلو د دفاع وزارت ویلي: دا الوتکې به څو ساعتو کې د اسراییلو خاورې ته ورسیږي.

دغه وزارت ویلي، چې د اسرايیلو پوځ او هوايي ځواک به د یو منظم پروګرام له مخې دغو بریدونو ته ځواب ورکړي.

د رپوټونو له مخې، اسراییل غزې ته د ځینو بشري مرستو د ورتلو اجازه نه ورکوي

۲۵ وری ۱۴۰۳ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۴، ۲۱:۱۸ GMT+۱

د واشنګټن پوسټ امریکايي ورځپاڼې د راپور له مخې، اسراییل د طبي توکو، برق وسایلو او ان چاکلیټو په شان بشري مرستو ته اجازه نه ورکوي چې غزې ته ولیږدول شي.

واشنګټن پوسټ ورځپانې له ۲۵مرستندویه ډلو، د ملګرو ملتونو له ادارو او مرستندویه هېوادونو سره تماس نیولی او غزې ته یې د مرستو د رسولو د پروسې په اړه پوښتنې ترې کړي دي. دغو ادارو ویلي، چې د خوړو، اوبو او کمپلو له پاره د اسراییلي چارواکو د اجازې اخیستو ته اړتیا نشته. خو د هغو مرستو په اړه اجازه اخیستل کیږي، چې د اسراییل له خوا یې د ردیدو احتمال وي، لکه د مخابراتو تجهیزات او روغتیايي یا د سرپناه توکي.

په فلسطین کې د ناروې د کډوالو ادارې ویاندې شینا لو وویل: "زه فکر کوم چې دا وضعیت بې ساری دی. مرستندویه ادارې هیڅ کله دې ته نه وې مجبورې شوې چې په داسې یو وضعیت کې مرستې ورسوي.»

اسراییل اجازه نه ورکوي چې مرستندویه ادارې غزې ته په عملیاتونو کې کاریدونکي انستیزي، چاکلیټ، یو ډول کلچې، امسا، د روغتونونو لپاره جنراتورونه، د زیږون طبي وسایل، د بریښنا رسولو تجهیزات او د سولر تختې ولیږدوي.

د فلسطین د اشغال شویو سیمو لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي جیمي مک ګولډریک په وینا، په سرحدي بندرونو کې د محدود شمیر سکن ماشونو او د لڼډو کاري ساعتونو له امله، د مرستو رسولو بهیر ورو پر مخ روان دی.

ښاغلي ګولډریک زیاته کړه: «تاسو به فکر کوئ چې له پنځه نیمو میاشتو کړکیچ وروسته به اوس د مرستو د رسولو لپاره یو سیسټم جوړ شوی وي، خو داسې نه ده، مونږ مجبوره یو چې له دغو ستونزو سربیره مرستې ورسوو.»

د اسراییلو پوځي اداره چې په غزه کې د مرستو د همغږۍ مسولیت لري، د مرستو د محدودولو په اړه خپاره شوي رپوټونه "دروغ" بولي او وايي چې په لویه کچه غزې د بشري مرستو د ننوتلو اجازه ورکوي، خو د امنیتي ارزونې وروسته.

اسراییل د اکتوبر له میاشتې راهیسې پر غزې پوځي عملیات پیل کړي دي. حماس پر اسراییل د اکټوبر په ۷مه برید وکړ او شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل.

د اسراییل جګړې له پیل څخه تر اوسه ۳۳ زره او ۶۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

جګړې د غزې ۸۵٪نفوس د خوړو، پاکو اوبو او درملو د شدید کمښت سره مخامخ کړی دی.