• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نتانیاهو: اسراییل به د ایران برید ته ځواب ورکړي

۲۵ وری ۱۴۰۳ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۴، ۲۲:۲۵ GMT+۱

د اسراییل لومړي بنیامین نتانیاهو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې اسراییل به د ایران بریدونو ته ځواب ورکړي. العربیه شبکې راپور ورکړی چې ایران د لسګونو بې پیلوټه الوتکو سربیره په اسراییلو یو شمیر کروز توغندي هم توغولي چې په راتلونکو دوو ساعتونو کې به اسراییلو ته ورسیږي.

هغه زیاته کړې، چې د اسراییلو دفاعي سیسټمونه د هر ډول احتمال پر وړاندې ځای پرځای شوي دي او د دفاع او برید دواړو لپاره چمتو دي.

د اسراییلو لومړي وزیر له دغه هیواده د امریکا، بریتانیا، فرانسې او ځینو نورو هېوادونو د ملاتړ یادونه هم کړې ده.

د ایران بې پیلوټه الوتکې او توغندي کله اسراییل ته رسیږي؟

العربیه شبکې راپور ورکړی چې ایران د لسګونو بې پیلوټه الوتکو سربیره په اسراییلو یو شمیر کروز توغندي هم توغولي چې په راتلونکو دوو ساعتونو کې به اسراییلو ته ورسیږي.

د اسراییلو چینل ۱۲ نومې رسنۍ په ورته وخت کې خبر ورکړی، چې ایران د اسراییلو په لور د بې پیلوټه الوتکو سربیره څو کروز توغندي هم توغولي دي. دغه رسنۍ ویلي، چې د ایراني توغندیو او بې پیلوټه الوتکو شمیر ۱۰۰ ته رسیږي.

100%

دغه رسنۍ وړاندوینه کړې چې د ایران له خوا توغول شوې بې پیلوټه الوتکې به په سیمه ییز وخت د شپې په دوه نیمو بجو اسراییلو ته ورسیږي.

د اردن او عراق غبرګون

د اردن هوايي ځواک اعلان کړی، چې هر ډول بې پیلوټه الوتکه چې د دوی فضايي حریم ته ننوځي، دوی یې ویشتلو ته چمتو دي.

په ورته وخت کې د اردن رسمي رسنیو په دغه هېواد کې د بیړني حالت اعلان کړی دی.

د عراق د ترانسپورت وزیر هم د دغه هیواد د هوایی حریم د تړلو اعلان وکړ.

بل خوا، پر اسراییل د ایران برید سره هم‌مهاله، د اسراییلو پوځ اعلان کړی، چې د دغه هېواد په شمال کې د حزب الله د بې پیلوټه الوتکې د الوتنې له امله یې په لبنان کې د حزب الله ډلې پر څو مرکزونو د جنګي الوتکو او توغندیو بریدونه کړي دي. حزب الله د ایران له ملاتړه برخمنه ډله ده.‌

د ایران او اسراییل د کړکیچ له امله د امریکا ولسمشر خپله رخصتي په نیمایي کې پریښوده

لکه څنګه چې د ایران او اسراییلو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی، سپینې ماڼۍ اعلان وکړ، چې جو بایډن به د شنبې په ورځ، د رخصتیو له پوره کیدو وړاندې، واشنګټن ته راستون شي.

سپینې ماڼۍ ته له ستنیدو وروسته به جوبایډن د خپل ملي امنیت له ټیم سره په منځني ختیځ کې د پرمختګونو په اړه سلا مشورې وکړي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

سپاه پاسداران: په اسراییلو کې مو پر ځینو هدفونو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو برید کړی

۲۵ وری ۱۴۰۳ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۴، ۲۱:۵۴ GMT+۱

سپاه پاسداران وايي، پر اسراییلو یې د لسګونو توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په واسطه برید کړی دی.

سپاه پاسداران په یوه اعلامیه کې لیکلي چې د اسراییلو "جنایتونو" په ځواب کې د سپاه پاسداران هوايي ځواک په لسګونو توغندي او بې پیلوټه الوتکو سره د اسراییل دننه ځینې هدفونه په نښه کړي.

ایراني رسنیو پر اسراییل "د سپاه پاسداران د بې پیلوټه الوتکو د پراخو عملیاتو" خبر ورکړی

د ایران د اسلامی جمهوریت خبری اژانس په اسراییلو کې د ځینو هدفونو پر وړاندې د ایران د سپاه پاسداران د بې پیلوټه الوتکو د پراخو عملیات اعلان کړی.

رویټرز خبري اژانس د عراقي امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې لسګونه بې پیلوټه الوتکې لیدل شوي چې له ایران څخه د اسراییلو پر لور د عراق په فضا کې الوتنې کوي.

د اسرائیلو دفاع وزارت: ایران د اسرائیلو پر لور بې پیلوټه الوتکې ویشتلي دي

د اسراییلو د دفاع وزارت تایید کړه چې ایران له خپلې خاورې څخه د دغه هېواد خاورې ته د بې پیلوټه الوتکو یوه ډله لیږلې ده.

د اسرائیلو د دفاع وزارت ویلي: دا الوتکې به څو ساعتو کې د اسراییلو خاورې ته ورسیږي.

دغه وزارت ویلي، چې د اسرايیلو پوځ او هوايي ځواک به د یو منظم پروګرام له مخې دغو بریدونو ته ځواب ورکړي.

رویټرز خبري اژانس د عراقي امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې لسګونه بې پیلوټه الوتکې لیدل شوي چې له ایران څخه د اسراییلو پر لور د عراق په فضا کې الوتنې کوي.

د اسرائیلو دفاع وزارت: ایران د اسرائیلو پر لور بې پیلوټه الوتکې لیږلې دي

د اسراییلو د دفاع وزارت تایید کړه چې ایران له خپلې خاورې څخه د دغه هېواد خاورې ته د بې پیلوټه الوتکو یوه ډله لیږلې ده.

د اسرائیلو د دفاع وزارت ویلي: دا الوتکې به څو ساعتو کې د اسراییلو خاورې ته ورسیږي.

دغه وزارت ویلي، چې د اسرايیلو پوځ او هوايي ځواک به د یو منظم پروګرام له مخې دغو بریدونو ته ځواب ورکړي.

د رپوټونو له مخې، اسراییل غزې ته د ځینو بشري مرستو د ورتلو اجازه نه ورکوي

۲۵ وری ۱۴۰۳ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۴، ۲۱:۱۸ GMT+۱

د واشنګټن پوسټ امریکايي ورځپاڼې د راپور له مخې، اسراییل د طبي توکو، برق وسایلو او ان چاکلیټو په شان بشري مرستو ته اجازه نه ورکوي چې غزې ته ولیږدول شي.

واشنګټن پوسټ ورځپانې له ۲۵مرستندویه ډلو، د ملګرو ملتونو له ادارو او مرستندویه هېوادونو سره تماس نیولی او غزې ته یې د مرستو د رسولو د پروسې په اړه پوښتنې ترې کړي دي. دغو ادارو ویلي، چې د خوړو، اوبو او کمپلو له پاره د اسراییلي چارواکو د اجازې اخیستو ته اړتیا نشته. خو د هغو مرستو په اړه اجازه اخیستل کیږي، چې د اسراییل له خوا یې د ردیدو احتمال وي، لکه د مخابراتو تجهیزات او روغتیايي یا د سرپناه توکي.

په فلسطین کې د ناروې د کډوالو ادارې ویاندې شینا لو وویل: "زه فکر کوم چې دا وضعیت بې ساری دی. مرستندویه ادارې هیڅ کله دې ته نه وې مجبورې شوې چې په داسې یو وضعیت کې مرستې ورسوي.»

اسراییل اجازه نه ورکوي چې مرستندویه ادارې غزې ته په عملیاتونو کې کاریدونکي انستیزي، چاکلیټ، یو ډول کلچې، امسا، د روغتونونو لپاره جنراتورونه، د زیږون طبي وسایل، د بریښنا رسولو تجهیزات او د سولر تختې ولیږدوي.

د فلسطین د اشغال شویو سیمو لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي جیمي مک ګولډریک په وینا، په سرحدي بندرونو کې د محدود شمیر سکن ماشونو او د لڼډو کاري ساعتونو له امله، د مرستو رسولو بهیر ورو پر مخ روان دی.

ښاغلي ګولډریک زیاته کړه: «تاسو به فکر کوئ چې له پنځه نیمو میاشتو کړکیچ وروسته به اوس د مرستو د رسولو لپاره یو سیسټم جوړ شوی وي، خو داسې نه ده، مونږ مجبوره یو چې له دغو ستونزو سربیره مرستې ورسوو.»

د اسراییلو پوځي اداره چې په غزه کې د مرستو د همغږۍ مسولیت لري، د مرستو د محدودولو په اړه خپاره شوي رپوټونه "دروغ" بولي او وايي چې په لویه کچه غزې د بشري مرستو د ننوتلو اجازه ورکوي، خو د امنیتي ارزونې وروسته.

اسراییل د اکتوبر له میاشتې راهیسې پر غزې پوځي عملیات پیل کړي دي. حماس پر اسراییل د اکټوبر په ۷مه برید وکړ او شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل.

د اسراییل جګړې له پیل څخه تر اوسه ۳۳ زره او ۶۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

جګړې د غزې ۸۵٪نفوس د خوړو، پاکو اوبو او درملو د شدید کمښت سره مخامخ کړی دی.

د ایران او اسراییل کړکېچ؛ ایران د هرمز په تنګي کې یوه اسراییلي بیړۍ نیولې ده

۲۵ وری ۱۴۰۳ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۴، ۲۰:۳۲ GMT+۱

د ایران وسله والو ځواکونو د هرمز په تنګي کې یوه بیړۍ نیولې ده.د اسراییل د پوځ راډیو ویلي، چې دا بیړۍ د یو اسراییلي شرکت پورې اړه لري. د ام اس سي په نوم نیول شوې بیړۍ چې کانټینرونه لیږدوي، مصر ته روانه وه او ۲۰ فلیپیني کارکوونکي په کې سپاره وو.

العربیه رسنۍ د خپلو سرچینو له قوله لیکلي: «ایران په سوریې او لبنان کې د سپاه پاسداران د قومندانانو د وژلو په ځواب کې دغه بیړۍ نیولې ده.»

دغې رسنۍ څو شیبې وروسته دغه خبر چې پر اېکس خپور شوی و، لرې کړی دی.

د ایران او اسراییل شخړې ته په کتو ځینو هېوادونو له خپلو وګړو غوښتي چې ایران، اسراییل او د غزې لویدیځ ته دې سفر نه کوي.

کاناډا او فنلنډ له خپلو وګړو غوښتي چې ایران او اسراییل ته له سفر کولو ډډه وکړي. د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد وګړو ته خبرداری ورکړی چې اسراییل، غزې او لویدیځې غاړې ته له هر ډول سفر ډډه وکړي.

د فنلند د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې اعلامیه کې له خپلو وګړو غوښتي چې ایران ته سفر ونه کړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په تهران کې د دغه هېواد د سفارت د کارکوونکو کورنۍ په اسراییل د ایران له خوا د برید د ګواښ له امله له ایران څخه وتلي دي.

تر دې مخکې د فرانسې دیپلوماتانو هم په ایران کې د دې هېواد له سفارت څخه وتلي دي.

اتریش هم له خپلو اتباعو غوښتي چې له ایران څخه ووځي.

وروسته له هغه چې د هرمز تنګي کې د اسراییل اړوند د یوې بیړۍ د نیولو خبر خپور شو، د اسراییل د پوځ ویاند خبرداری ورکړ چې «تهران به د کړکېچ د زیاتېدو پایلې وویني.»

دانیل هاګاري وویل: «موږ د ایران له لوري د هر ډول احتمالي برید په وړاندې چمتو یو.

بل خوا دهالنډ کي ال ام هوايي شرکت، د ایران او اسراییل پر اسمانونو خپلې الوتنې تر بلې خبرتیا پورې وځنډولې.

همدا راز، د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت څو ساعته مخکې اعلان وکړ چې په تهران کې به د یکشنبې په ورځ خپل سفارت د احتیاطي تدابیرو په موخه وتړي.

د جرمني د هوايي چلند فدرالي ادارې هم هوايي شرکتونو ته خبرداری ورکړی چې په ایران په فضا کې د ملکي الوتکو د ویشتلو احتمال شته.

د ایران او اسراییل تر منځ د کړکېچ له زیاتېدو وروسته د تهران په ازاد بازار کې د یو امریکايي ډالر بیه ۶۶زره تومانو ته رسیدلې ده.

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې سپاه پاسداران تایید کړې چې د هرمز تنګي کې یې د پرتګال تر بیرغ لاندې له اسراییل سره تړلې سوداګریزه بیړۍ نیولې ده.

د سیډني په یو پلورنځي کې یو بریدګر د شپږو کسانو له وژلو وروسته په ډژو ویشتل شوی دی

۲۵ وری ۱۴۰۳ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۹:۱۰ GMT+۱

هغه بریدګر چې د اسټرلیا د سیډني ښار په یو پلورنځي کې یې شپږ کسان په چاقو وواژه د شنبې په ورځ د بونډي سیمې د ساحل په څنډو کې د پولیسو له خوا په داسې حال کې په ډزو ووژل شو چې سلګونه کسان د پیښې له ځایه د تیښتې په حال کې وو.

د پولیسو په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې بریدګر د یو پولیس افسر له خوا وروسته له هغه په ډزو ووژل شو چې په دغه پلورنځي کې یې په پیریدونکو برید وکړ.

د نیو ساوت ویلز سیمې د پولیسو یو کمېشنر کیرن ویب یوې خبري غونډې ته ویلي، چې په وژل شویو شپږو کسانو کې پنځه ښځې شاملې دي. د پولیسو په خبره په دغه برید کې د یو نهه میاشتني ماشوم په ګډون، اته کسان ژوبل شوي او د درملنې له پاره روغتون ته لیږدول شوي دي.

ښاغلي ویب وویل، چې په دې مرحله کې پولیس په دې باور نه دي چې دا برید له ترهګرۍ سره تړاو لري.

د اسټرلیا لومړي وزیر انتوني البانیز ویلي، چې تر اوسه د دغه سړي د برید د انګیزې په اړه څه نه دي ویل شوي.

هغه یوې خبري غوڼډې ته وویل: "دا د تاوتریخوالي یو وحشتناک عمل و، په بې توپیره توګه بې ګناه خلک په نښه شوي چې د شنبې په ورځ د خریداری لپاره تللي."

هغه زیاته کړه: "نن شپه د ټولې اسټرالیا د خلکو دعاوې د دې ناوړه پیښې له قربانیانو سره دي."

اسټرالیا، چې شاوخوا ۲۶ میلیونه نفوس لري، د وسلو او چاقو لپاره د نړۍ ترټولو سخت قوانین لري، او د شنبې د ورځې په څیر بریدونه په کې په نادره توګه ترسره کیږي.

د ترکيې د کورنيو چارو وزارت د کوچني اختر په ورځو کې شاوخوا ۱۲۰۰ کډوال نيولي دي

۲۵ وری ۱۴۰۳ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۹:۰۴ GMT+۱

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلي کایا اعلان کړی، چې د دغه هېواد پولیسو د کوچني اختر په ورځو کې شاوخوا ۱۲۰۰ "ناقانونه" کډوال نیولي دي.

ښاغلي کایا وویل، چې د اپریل له ۶ مې څخه تر ۱۰مې پورې په ټول هېواد کې د «کالکان ۱۹» په نوم عملیاتو کې یو زرو ۱۱۷ کسان نیول شوي دي.

د ترکیې د اناتولې خبري اژانس د دغه هېواد د کورنیو چارو د وزیر په حواله راپور ورکړی چې ټول بندیان به د اداري پړاونو له ترسره کیدو وروسته سمدستي خپل هېواد ته واستول شي.

یرلي کایا د ترکیې خلکو ته په خطاب کې وویل، چې د هېواد امنیتي ځواکونه د "ناقانونه کډوالو" په وړاندې خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.

د نیول شویو کسانو هویت تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.

په ترکيه کې د کډوالو ډیری غړي سورياييان، ايرانيان او افغانان دي. ترکیه اروپا ته د ایراني او افغان کډوالو د تګ یوه له مهمو لارو څخه ده.