• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سیډني په یو پلورنځي کې یو بریدګر د شپږو کسانو له وژلو وروسته په ډژو ویشتل شوی دی

۲۵ وری ۱۴۰۳ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۹:۱۰ GMT+۱

هغه بریدګر چې د اسټرلیا د سیډني ښار په یو پلورنځي کې یې شپږ کسان په چاقو وواژه د شنبې په ورځ د بونډي سیمې د ساحل په څنډو کې د پولیسو له خوا په داسې حال کې په ډزو ووژل شو چې سلګونه کسان د پیښې له ځایه د تیښتې په حال کې وو.

د پولیسو په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې بریدګر د یو پولیس افسر له خوا وروسته له هغه په ډزو ووژل شو چې په دغه پلورنځي کې یې په پیریدونکو برید وکړ.

د نیو ساوت ویلز سیمې د پولیسو یو کمېشنر کیرن ویب یوې خبري غونډې ته ویلي، چې په وژل شویو شپږو کسانو کې پنځه ښځې شاملې دي. د پولیسو په خبره په دغه برید کې د یو نهه میاشتني ماشوم په ګډون، اته کسان ژوبل شوي او د درملنې له پاره روغتون ته لیږدول شوي دي.

ښاغلي ویب وویل، چې په دې مرحله کې پولیس په دې باور نه دي چې دا برید له ترهګرۍ سره تړاو لري.

د اسټرلیا لومړي وزیر انتوني البانیز ویلي، چې تر اوسه د دغه سړي د برید د انګیزې په اړه څه نه دي ویل شوي.

هغه یوې خبري غوڼډې ته وویل: "دا د تاوتریخوالي یو وحشتناک عمل و، په بې توپیره توګه بې ګناه خلک په نښه شوي چې د شنبې په ورځ د خریداری لپاره تللي."

هغه زیاته کړه: "نن شپه د ټولې اسټرالیا د خلکو دعاوې د دې ناوړه پیښې له قربانیانو سره دي."

اسټرالیا، چې شاوخوا ۲۶ میلیونه نفوس لري، د وسلو او چاقو لپاره د نړۍ ترټولو سخت قوانین لري، او د شنبې د ورځې په څیر بریدونه په کې په نادره توګه ترسره کیږي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

د ترکيې د کورنيو چارو وزارت د کوچني اختر په ورځو کې شاوخوا ۱۲۰۰ کډوال نيولي دي

۲۵ وری ۱۴۰۳ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۹:۰۴ GMT+۱

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلي کایا اعلان کړی، چې د دغه هېواد پولیسو د کوچني اختر په ورځو کې شاوخوا ۱۲۰۰ "ناقانونه" کډوال نیولي دي.

ښاغلي کایا وویل، چې د اپریل له ۶ مې څخه تر ۱۰مې پورې په ټول هېواد کې د «کالکان ۱۹» په نوم عملیاتو کې یو زرو ۱۱۷ کسان نیول شوي دي.

د ترکیې د اناتولې خبري اژانس د دغه هېواد د کورنیو چارو د وزیر په حواله راپور ورکړی چې ټول بندیان به د اداري پړاونو له ترسره کیدو وروسته سمدستي خپل هېواد ته واستول شي.

یرلي کایا د ترکیې خلکو ته په خطاب کې وویل، چې د هېواد امنیتي ځواکونه د "ناقانونه کډوالو" په وړاندې خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.

د نیول شویو کسانو هویت تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.

په ترکيه کې د کډوالو ډیری غړي سورياييان، ايرانيان او افغانان دي. ترکیه اروپا ته د ایراني او افغان کډوالو د تګ یوه له مهمو لارو څخه ده.

شهباز شریف: په پاکستان کې د ترهګرۍ تر ختمېدو پورې به مبارزه روانه وي

۲۵ وری ۱۴۰۳ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۴:۴۴ GMT+۱

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د بلوچستان نوشکۍ کې د نهو کسانو وژل کېدو ته په غبرګون کې وویل، په پاکستان کې به د ترهګرۍ تر ختمېدو د دوی مبارزه روانه وي. تېره ورځ نوشکۍ کې مسافر له موټره ښکته شوي او وروسته په ډزو وژل شوي دي.

پاکستان لومړي وزیر دا پېښه غندلو ترڅنګ د ترسره شوې پېښې راپور غوښتی دی.

هغه ژمنه وکړه، چې ددې ترهکریزې پېښې عاملینو ته به سزا ورکړل شي.

په همدې حال کې د پاکستان د خلکو ګوند یا پیپلز پارټۍ مشر بلاول بهټو زرداري په خپله ټولنیز رسنۍ اېکس کې دا پېښه غندلي ده او د بلوچستان اعلی وزیر ته سپارښتنه کړې ده، چې ددې بې ګناه خلکو قاتلین دې قانون منګولو ته وسپاري.

نوموړي ټینکار کړی، څوک چې په بلوچستان کې د بې ګناه خلکو وېنه تویوي هغوي د بلوچستان پرمختګ دوښمنان دي.

په ورته وخت کې د پاکستان د بلوچستان ایالت اعلی وزیر په خپلې ټولنیز رسنۍ اېکس کې لیکلي، چې اته تنه بې ګناه مزدوران په داسې حال کې چې تفتان ته روان وو، د بلوچستان په نوشکي کې ووژل شول.

د راپورونو له مخې، په وژل شویو کسانو کې ۹ یې د پنجاب اوسېدونکي دي.
ویل کېږي، دغه کسان په یو بس موټر کې د بلوچستان له مرکز کوېټې څخه د ایران تفتان په لور روان وو چې ناپېژاندو کسانو له ګاډي ښکته کړي او بیا یې پرې ډزې کړې دي.
ورته مهال پاکستاني پولیسو ویلي، چې د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
لاتراوسه د دغې پېښې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

د پاکستاني پوځ په عملیاتو کې د ټي ټي پي یو قومندان او په مقابل کې دوه پوځیان ووژل شول

۲۵ وری ۱۴۰۳ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۲:۵۶ GMT+۱

د پاکستان پوځ وايي، د پښتونخوا بونېر کې یې د پاکستاني طالبانو یو قومندان وژلی او ۲ وسلوال یې ټپي کړي. په مقابل کې ۲ پوځیان هم وژل شوي پاکستاني طالبانو هم منلې چې په رباني مشهور قومندان سلیم وژل شوی. دغه قومندان د پاکستان مطلوبو کسانو کې و او پر سر یې ۵۰ لکه روپۍ انعام اېښی و.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه عملیات نن د اسخباراتي معلوماتو پر بسنټ کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي د عملیاتو پرمهال قومندان سلیم رباني ووژل شو او دوه نور وسلوال ټپیان شول.

د پاکستان د پوځ پر وینا سلیم رباني په یو شمیر بریدونو کې لاس درلود او د دوی امینتي ادارو ته خطرناکو کسانو په نوملړ کې و، چې د نیولو په بدل کې یې پنځوس لکه کلدارې انعام ټاکل شوی و.

د پاکستان پوځ ویلي، چې تر هغې به جګړه کوي، ترڅو په ټول هېواد کې د ترهګرو ځالي له منځه یوسي.

بلخوا د پاکستان د تحریک طالبان پاکستان خپرباڼه کې تایید کړې ده، چې د عملیاتو پرمهال د دوی یو قومندان سلیم رباني وژل شوی او په مقابل کې یې دوه پاکستاني پوځیان هم وژلي دي.

په دې وروستیو کې د پاکستاني طالبانو بریدونو زور اخیستی، خو د نامعلو دلایلو له امله پاکستاني طالبان د تېر څېر د بریدونو خبرونه له رسنیو نه شریکوي.

د تحریک طالبان پاکستان مشر مفتي نور ولي په تېر اختریز پېغام کې د پاکستان پر پوځ غږ کړی و، چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او دوی ته دې تسلیم شي.

مفتي نور ولي ادعا کړې وه، چې په تېر یو کال کې ۴۰۰۰ نوي جنګیالي ورسره یوځای شوي دي.

ایمل ولي خان: د پاکستان ۸۰ فیصده بودیجه پر دفاع مصرفیږي، خو د هیچا دفاع نه کیږي

۲۵ وری ۱۴۰۳ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۱:۱۷ GMT+۱

د عوامي نشنل ګوند د خیبر پښتونخوا ایالتي مشر او د پاکستان په مشرانو جرګه کې تازه ټاکل شوي سناتور ایمل ولي خان پرون په چارسده کې خبریالانو ته وویل، چې د پاکستان پوځ دفاعي بودېجه دې کمه شي. ایمل ولی خان وايي د هېواد ۸۰ فیصده بودیجه په دفاع کې مصرفیږي؛ خو د هیچا دفاع نه کیږي.

عوامي نشنل ګوند په ټولنیزه رسنۍ اېکس کې د سناتور ایمل ولي خان د څرګندونو جزیات خپاره کړي دي.

ایمل ولي خان وايي د پاکستان په لومړیتوبونو کې دې بدلون راشي.

دی وايي په پاکستان کې بې روزګاري هغه وخت ختمېدلی شي، چې د اټم بم د ساتلو پرځای کارخونې جوړولو ته لومړیتوب ورکړل شي.

نوموړی زیاتوي: «که د امریکا د غلامۍ پر ځای د هېواد لپاره فکر وکړو؛ نو زموږ اقتصادي بحران به ختم شي.»

دی وايي، د پاکستان پراختیايي بودېجې ۸۰ څخه ۹۰ فیصده دې په پر ولسي پراختايي پروژو ولګول شي.

نوموړی ټینکار سره وايي، په پاکستان کې ټولې ستونزې حل کېدای شي، خو یوازې په لومړیتوبونو پورې اړه لري.

په وروستیو کالونو کې په پاکستان کې د توکو قیمتونو لوړېدل، د دغه هېواد د وګړو ژوند سخت کړی دی، چې په دې اړه یې شکایتونه ورځ تربلې په زیاتېدو دي.

د راپورونو پر بنسټ د شهباز شریف په مشرۍ حکومت د مالیه وزارت راروانه بودېجه کې د پاکستان د پوځ کلنۍ دفاعي بودېجه ۱۶ فیصده لوړه کړې ده.

یو شمیر پاکستاني کارپوهان وايي د پاکستان پوځ د جګړې سره لاس او ګرېوان دی نو په دې وخت کې دغه هېواد اړ دی، چې دفاعي بودېجه لوړه کړي.

امریکا منځني ختیځ ته نور سرتیري استوي

۲۴ وری ۱۴۰۳ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۴، ۲۲:۱۳ GMT+۱

دوو جګپوړو امریکایي چارواکو د جمعې په ورځ امریکايي رسنیو ته ویلي، چې هېواد یې منځني ختیځ ته نور سرتیري لیږي ترڅو په اسراییل یا لویدیځ باندې د ایران د احتمالي برید لپاره چمتووالی ونیسي.

دغو چارواکو ویلي دي، چې امریکا په عراق او سوریه کې د دې هېواد په اډو د ایران د برید د احتمال په اړه اندیښمنه ده.

د امریکايي رسنیو د راپور له مخې، یوه امریکايي چارواکي د جمعې په ورځ (د وري ۲۴مه) وویل، چې په سیمه کې د دغه هېواد د ځواکونو او ګټو د خوندیتوب لپاره دغه اقدامات ترسره کېږي.

په سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسراییل له برید او د ایران د اوو پوځي سلاکارانو له وژل کېدو وروسته، ایراني چارواکو پرله پسې توګه اسراییل ته د غچ اخیستنې ګواښونه کړي دي.

ایران اسراییل د دغه برید مسوول ګڼي، که څه هم تر اوسه اسراییل د دغه برید مسوولیت نه دی منلی، خو اسراییلي مشرانو خبرداری ورکړی، چې د ایران له لوري هر ډول پوځي اقدام ته به ځواب ورکړي.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د پنجشنبې په شپه خبرداری ورکړ چې « هر هغه چا ته به سزا ورکو چې موږ ته زیان ورسوي او یا هم موږ ته د زیان رسولو اراده ولري.»

نتانیاهو خپلې امنیتي کابینې ته وویل: «ایران له کلونو راهیسې زموږ پر ضد هم په مستقیم او هم د خپلو نیابتي ډلو له لارې فعالیت کوي؛ له همدې امله اسراييل د ايران او د هغه د نیابتي ډلو په وړاندې دفاعي او يرغليز فعالیت کوي.»