د طالبانو لوړپوړی چارواکی په بېلابېلو برخو کې متخصص کسان او عصري علوم جدي اړتیا بولي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت معین ویلي، عصري علوم جدي اړتیا ګڼي او ټینګار یې وکړ، چې په بېلابېلو برخو کې متخصصو کسانو ته اړتیا ده. محمد نبي عمري ویلي، په افغانستان کې د سیاسي نظام د جوړېدو لپاره یوازې د طالبانو حضور بسنه نه کوي.