د اسراییل حکومت د ایران د بالستیک او کروز توغندیو له کبله خپلو پوځي اډو ته د زيات زیان اړولو ادعا رد کړې او ویلي یې دي، چې یوازې يې یوه هوايي اډه لږ زیانمنه شوې ده.
دا بریدونه په تیرو څلویښتو کلونو کې د ایران او اسراییل تر منځ لومړنۍ مستقیمه نښته وه.
فایننشل ټایمز لیکي، چې تر دې شخړې مخکې د اسراییل او ایران اړیکې د ایران د لوړ پوړو پوځي او اټومي ساینس پوهانو تر وژلو او د اسراییل په سېمو کې د ایران د نيابتي ډلو تر بریدونو پورې محدودې وې.
د سپاه پاسداران قوماندان حسین سلامي وویل، چې د شنبې ورځې بریدونو د ایران او اسراییل ترمنځ پوځي معادلات بدل کړل.
هغه وویل له دې وروسته به د ایران په ګټو او چارواکو باندې د اسراییل هر ډول بريد به د اسراييل په خاوره کې د ایران له غبرګون سره مخامخ شی.
اسراییل ویلي دي، چې په مناسب وخت کې به په خپله خاوره د ایران د بریدونو ځواب ورکړي.
امریکايي رسنیو د اسراییلي سرچینو په حواله ویلي، چې پر ایران د ځوابي برید احتمال ډېر دی.
امريکا او نورو لويديځو هيوادونو، چې له اسراییل سره یې د ۱۲۰ بالستیک توغنديو، ۳۰ کروز توغنديو او ۱۷۰ ډرون الوتکو په شنډولو کې مرسته کړې، د نتانیاهو له حکومته غوښتي، چې له غچ اخيستو ډډه وکړي.
امريکا او کاناډا ټينګار وکړ، چې د دې سترې حملې شاتګ د اسراييل لپاره ستراتيژيکه بريا ده او د ایران لوړ دفاعي ځواک يې وښود.
هغه وويل: «د اخوندانو له نظره دغه ماموريت بريالى و، ځکه هغوى وتوانېدل، چې د ايران له خاورې اسرایيل ته ماتې ورکړي. دا په داسې حال کې ده، چې دوی د پخواني شاه له وخته جنګي الوتکې لري او تر اسراییل کم هوايي دفاعي ځواک لري.»
وروسته له هغه، چې د ایران راکټونه او بې پیلوټه الوتکې په نښه او يا له منځه یو وړل شوې، د ایران دفاع وزارت، سپاه پاسداران او د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ،چې په دمشق کې د دوی پر کونسلګرۍ د اسراییل د برید په اړه د دوی غبرګون پای ته رسېدلی دی.
دوی ګواښ کړی، چې که اسراییل غچ واخلي، د ایران غبرګون به پراخ او پرېکنده وي.
د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره په لیدنه کې په منځني ختیځ کې له ښکېلو خواوو د زغم غوښتنه وکړه.
ښاغلي السوډاني دا هم وویل چې هیواد یې د جګړې د پراخېدو د مخنیوي لپاره د هڅو ملاتړ کوي.
دا لیدنه په داسې حال کې کیږي چې اسراييل د ایران د بريد د ځواب ورکولو په اړه رايه اچونه کوي او په ورته وخت کې واشنګټن او د تل ابيب اروپايي ملګري پر اسرایيل غږ کوي چې له زغمه کار واخلي.
د عراق هوايي حریم، چې د واشنګټن او تهران له ملګرو دی، د ایران د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو اصلي لاره وه چې د دې اونۍ په پیل کې یې اسراییل په نښه کړل.
د عراق لومړي وزیر وویل: «موږ د ولسي وګړو په ځانګړې توګه پرښځو او ماشومانو هر ډول فشار ردوو او د نړیوالو قوانینو او ډیپلوماټیکو ماموریتونو د درناوي لپاره د ژمنو ملاتړ کوو.»
امریکايي ولسمشر دا هم ویلي، چې امریکا د اسراییل امنیت او په غزه کې د جګړې پای ته رسولو ته ژمنه ده.
جوبايډن وويل امريکا د اوربند تړون ته ژمنه ده چې له مخې به يې د حماس له خوا يرغمل شوي کسان بېرته راستانه شي او نورو سيمو ته به د جګړې د پراخېدو مخه ونيسي.
بایډن همداراز له داعش سره د مبارزې او د عراق او امریکا تر منځ ستراتیژیک تړون ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د واشنګټن او بغداد تر منځ همکاري ډیره مهمه ده.
د عراق صدراعظم واشنګټن ته د خپل سفر په ترڅ کې د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع له وزیر لوید اسټین سره هم وکتل.
امریکا په عراق کې ۲۵۰۰ سرتیري لري چې له داعش سره په مبارزه کې له دغه هیواد سره مرسته کوي.