په کونړ او فراه ولایتونو کې د وروستیو ورښتونو له امله ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې د وروستیو ورښتونو له امله په فراه ولایت کې پنځه او په کونړ ولایت کې څلور کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې د وروستیو ورښتونو له امله په فراه ولایت کې پنځه او په کونړ ولایت کې څلور کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
په کونړ ولایت کې د پېښو پر وړاندې د طالبانو د مبارزې مدیریت وايي، چې په دغه ولایت کې د سېلابونو او ورښتونو له امله ۶ کسانو ته د مرګ ژوبلې سربېره خلکو ته مالي زیانونه هم اوښتې دي.
په کونړ ولایت کې د پېښو پر وړاندې د طالبانو د مبارزې مدیر احسان الله وویل، چې د دغه ولایت په دانګام، اسمار، شیګل، ناړۍ، غازي اباد، مره ورې، نرنګ، چپې درې، پیج او شلتن ولسوالیو او مرکز اسداباد کې د پرله پسې سېلابونو او ورښتونو له امله ۴ کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.
د هغه په وینا، دغو سېلابونو تر دې دمه په کونړ ولایت کې۳۰۶ کورونه ویجاړ کړي، ۱۴۲ څاروي یې له منځه وړي او ۶۴ کیلومتره سړک، دوه جوماته، یوه مدرسه، دوه ښوونځي، ۲۳ سربندونه، ۱۸ پلچکونه او ۳۵۶ جریبه کرنیزې ځمکې او فصلونه یې هم زیانمن کړي دي.
د یوه بل خبر له مخې، په فراه ولایت کې هم د پرله پسې ورښتونو او سېلابونو له امله ۵ کسان مړه شوي او ۲۰۳ څاروي تلف شوي دي.
په فراه ولایت کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د طالبانو د مبارزې مشر مولوي محمد اسراییل سیار ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز او ټولو ولسوالیو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو له کبله ۵ کسان وژل شوي، ۲۰۳ څاروي له منځه تللي، ۹۵ کورونه او ۴۳۸۰ جریبه کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې دي.
له بل پلوه د طالبانو پېښو ته د رسېدو وزارت ویاند ویلي، چې وروستيو سېلابونو ۶۶ کسان مړه کړي او ۳۶ نور يې ټپيان کړي دي.
دغه وزارت ویلي، په دغو سېلابونو کې ۶۰۰ څاروی تلف شوي او ۱۲۳۶ کورنه هم ویجاړ شوي دي.
دغه وزارت په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارو په یوې ناسته کې ډاډ ورکړی؛ چې له سېلاب ځپلو سره د بېړنیو اړتیاوو له پوره کولو وروسته به د دوی لپاره دایمي کورونه جوړ کړي.