د هواپوهنې اداره: په ۱۴ ولایتونو کې نن د سختو ورښتونو، تالندې او سېلابونو د راوتو اټکل شوی

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې اداره وایي، چې په ۱۴ ولایتونو کې یې نن چهارشنبه (د وري ۲۹مه) د سختو ورښتونو، تالندې او سېلابونو د راوتو اټكل کړی دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې اداره وایي، چې په ۱۴ ولایتونو کې یې نن چهارشنبه (د وري ۲۹مه) د سختو ورښتونو، تالندې او سېلابونو د راوتو اټكل کړی دی.
د طالبانو د هواپوهنې اداره وایي، چې نن په هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، پکتیکا، خوست، پکتیا، غزني، بامیان، دایکندي، ارزګان او غور ولایتونو کې یې د سختو ورښتونو، تالندې او سېلابونو د راوتو اټکل کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې وروستیو ورښتونو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
له بل پلوه د طالبانو پېښو ته د رسېدو وزارت ویاند ویلي، چې وروستيو سېلابونو ۶۶ کسان مړه کړي او ۳۶ نور يې ټپيان کړي دي.
ملا جانان سایق وايي، همدغو سېلابونو کې ۶۰۰ څاروی تلف شوي او ۱۲۳۶ کورنه هم ویجاړ شوي دي.
دغه وزارت په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې لیکلي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارو په یوې ناسته کې ډاډ ورکړی چې له سېلاب ځپلو سره یې د بېړنیو اړتیاوو له پوره کولو وروسته د دوی لپاره دایمي کورونه هم جوړ کړي.

د افغانستان د تکوانډو ملي فدراسیون وایي، چې شفیع رستمي د پاریس په پارالمپیک سیالیو کې د افغانستان یوازینی ارزونکی استازی وټاکل شو.
د افغانستان د تکواندو ملي فدراسیون د سې شنبې په ورځ (د وري ۲۸مه) په خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي، چې استاد محمد شفیع رستمي د پاریس د ۲۰۲۴ پارالمپیک سیالیو کې د هېواد یوازینی استازی ټاکل شوی دی.
د پاریس المپیک او پارا المپیک سیالی د ۲۰۲۴ اوړي کې په پاریس کې ترسره کیږي؛ د فرانسې پلازمېنه د درېیم ځل لپاره د دې سیالیو د کوربه په توګه غوره شوې ده.
د المپیک سیالي د اسد له څلورمې شروع کیږي او د اسد تر شلمې دوام کوي.
دې سیالیو کې به ۱۰ زره ۵۰۰ ورزشکاران، ۳۲ سپورټونو کې لوبیږي، چې په ۳۲۹ سیالیو کې به مډالونه وویشل شي.
د پارالمپیک لوبې به د سنبلې په ۶مه پیل او د سنبلې تر ۱۷مې نېتې پورې په ۲۲څانګو کې د ۴۴۰۰ ورزشکارانو په ګډون ترسره شي او ورزشکاران به په ۵۴۹ څانګو کې د مډالونو لپاره سیالي وکړي.

په ننګرهار ولايت کې د طالبانو د امنيه قوماندانۍ ویاند عبدالبصير زابلی وایي، چې دا پېښه د سې شنبې په ورځ (د وري ۲۸مه) د خوږیانو ولسوالۍ په دروازګي سیمه کې شوې ده او له امله یې یوه ماشوم مړ شوی او درې نور ټپيان شوي دي.
د نوموړي په وینا؛ پېښه د موټر چلوونکو د بې غورۍ له امله رامنځته شوې او د پېښې عاملین هم له سیمې تښتېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د طالبانو د ترافیکو مدیریت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي وو، چې په تېره یوه اونۍ کې په ۱۰۲ ټرافیکي پېښو کې ۵۰ کسان مړه شوي او ۱۸۵ نور ټپیان دي.
د ترافیکو مدیریت د معلوماتو له مخې؛ په مړو شویو کې ۲۹ تنه نارینه، ۸ښځې او ۱۳ ماشومان دي.
د یادولو ده، چې د موټر او موټرسایکل چلوونکو له لوري د ترافیکي اصولو په پام کې نه نیول، ګړندی تګ او د ماشومانو له لوري د وسایطو چلول د ترافیکي پېښو د رامنځته کېدو لاملونه بلل کیږي.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې په نوم د طالبانو مخالفې وسلوالې ډالې اعلان وکړ، چې د طالبانو د امنیتي ځواکونو په موټر باندې د دغې ډلې د ځواکونو په حمله کې درې کسان وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.
دغې جبهې پر خپلې اېکس پانې لیکلی، چې دا برید د سې شنبې په ماښام د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د پروان سې په سیمه کې شوی دی.
د دغه برید د ویډیو په خپرولو سره دغې جبهې ویلي، چې د طالبانو رینجر موټر یې په نښه کړی دی.
د طالبانو مخالفې وسله والې ډلې په داسې حال کې په کابل ښار کې د نوي برید اعلان وکړ، چې د ازادۍ جبهې هم پرون په کابل کې د طالبانو پر اهدافو چریکي بریدونه پیل کړل.
دغې ډلې ویلي وو، چې د روژې په میاشت کې به خپل بریدونه ودروي.
تر اوسه طالبانو د یاد برید په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د ګلبدین حکمتیار پر وړاندې د طالبانو له خوا د بندیزونو له لګولو وروسته د هغه زوی حبیب الرحمان حکمتیار له خپل پلار سره د طالبانو چلند د پیغمبر پر وړاندې د کفارو له چلند سره پرتله کړ.
د نوموړي په وینا؛ دا په داسې حال کې ده چې طالبان تر اوسه هم د ښځو د زده کړو د حرام او حلال په اړه ستونزه لري.
ښاغلي حکمتیار د سې شنبه په ورځ (د وري ۲۸مه) په خپل اېکس کې لیکلي: «د قریشو کفارو سره له دې چې حضرت محمد ص د هغوی له خدای څخه انکار کاوه، بیا هم کلونه وزغملو، طالبان یو افغان مسلمان هم زغملی نه شي، ان د مشورې وړ یې نه ګڼي څه دا چې په پرېکړو کې یې شریک کړي.»
د ګلبدین حکمتیار زوی دا نیوکې یوه ورځ وروسته له هغې وکړې، چې طالبانو د حزب اسلامي د مشر حکمتیار پر سیاسي غونډو او ویناو بندیز ولګاوه.
حبیب الرحمان حکمتیار لیکلي: «اوس زه او ټول پوهیږو چې طالب په ټول عمر کې یو کتاب هم په ازاده توګه نه دی لوستی او دا ددې لامل شوی چې دوی فکر وکړي په هر څه پوهیږي.»
د نوموړي په وینا؛ طالبان خپل ځان ډاکټر، انجنیر، سوداګر، اقتصاد پوه، څارنوال، حقوق پوه، منجم، معدن پوه او خیاط ګڼي.
ښاغلی حکمتیار باور لري: «له همدې امله دا بیچاره ګان تر اوسه هم د نجونو د زده کړو د حلال او حرام، د اساسي قانون د درلودو او د کار اهل کار ته سپارلو برخه کې ستونزې لري.»
په دې وروستیو کې د طالبانو او اسلامي حزب ترمنځ ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي.
تېره ورځ د طالبانو یو شمېر غړي په افغانستان کې د امریکا د فعاله حضور په اړه د ښاغلي حکمتیار د وروستیو څرګندونو له امله د نوموړي کور ته ورغل او تر دې وروسته یې د هغه سیاسي کتنې او ویناوې منع کړې.
په وروستي مورد کې طالبانو نوموړی له هغه کور څخه هم واېسته چې پخواني ولسمشر اشرف غني د سولې له هوکړه لیک وروسته ورکړی و.
طالبانو وويل، چې دا کور د دفاع وزارت ملکیت دی.
د یادولو ده، چې طالبانو د سې شنبه په ورځ په اسلامي حزب پورې اړوند د بریا راډیو ټلویزیون خپرونې هم بندې کړې.

د ایران د زعفران د ملي شورا یوه غړي ويلي، چې د دغه هېواد د زعفران صادراتي بازار مو د کمزوري مديريت له امله په دواړو لاسونو افغانستان ته ورکړی دی.
علي حسیني د دې ادعا په کولو سره چې «افغانستان له ۲۰ ټنو څخه کم زعفران تولیدوي او ۷۰ ټنه صادروي» وویل: «د ایران زعفران له هغه ځایه صادریږي.»
ایسنا خبري اژانس د سې شنبې په ورځ د (وري ۲۸مه) د ښاغلي حسيني له قوله راپور ورکړی، چې د زعفرانو عمده واردونکي ایران، افغانستان، متحده عربي امارت، هسپانيه او چين دي.
په دې معنا چې افغانستان د ایران د صادراتو بازار نیولی او د ایرن زعفران هند، سعودي عربستان او امريکا ته صادروي.
د هغه په خبره؛ پخوا د نړۍ تر ٩٠ سلنې زيات د زعفرانو توليدول له ایران څخه وو؛ خو اوس دغه فيصدي کمه شوې ده؛ ځکه په ايران کې د زعفرانو توليد کم شوى او بيه يې د پنځو مياشتو په پرتله څلور برابره لوړه شوې ده.
د دغه راپور له مخې؛ ښاغلي حسیني وویل، چې د زعفرانو د بیې لوړېدل ښايي تولیدونکو او بزګرانو ته ګټه ورسوي؛ خو په یوه وخت کې به ایران خپل بازارونه او پېرېدونکي له لاسه ورکړي.
د ایران د زعفرانو د ملي شورا دغه غړی زیاته کړه: «ایران په نړۍ کې د زعفرانو لومړی تولیدوونکی دی؛ خو افغانستان، هند، یونان، مراکش او هسپانیه هم د تولید ډګر ته داخل شوي دي.»
ايسنا په خپل خبر کې ليکي، چې نوموړي دې ته په اشارې سره چې د ايران زعفران له هېواد څخه صادرېږي او بيا د نورو هېوادونو په نوم صادرېږي وويل: «هند له ايران څخه د زعفرانو د پېرلو لپاره درنه تعرفه ورکوي له همدې امله ايراني زعفران افغانستان ته داخلېږي او بيا د افغانستان په نوم دغه زعفران هند ته ځي.»
ښاغلي حسیني زیاته کړه، چې د زعفرانو د تولید او بسته بندۍ په برخه کې پر ستونزو سربېره د صادراتو په برخه کې هم له خنډونو سره مخ دي او حکومت باید د صادراتو دغه خنډونه لرې کړي.
هغه ټینګار وکړ، چې حکومت باید د کرنیزو محصولاتو صادرونکي د مالیې له ورکړې معاف کړي.
ښاغلي حسیني وویل: «موږ باید پلټنې وکړو ترڅو معلومه کړو چې ستونزه چیرته ده او ولې تولید کم شوي دي.»
د ایران د زعفرانو د ملي شورا غړي ویلي، چې په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ کلونو کې په هر هېکټار ځمکه کې له ۶ تر ۷ کیلو زعفران تولیدېدل؛ خو اوس دغه شمېر دوه کیلو ته رسېدلی دی.
هغه زياته کړه: « په هر متر مربع ځمکه کې بايد يو ګرام وچ زعفران توليد شي؛ خو اوسمهال په هر هکتار کې ٢٠٠ ملي ګرامه توليدېږي. که چيري بزګران وکولای شي له هر هېکټار څخه له ۶ تر ۷ کیلو زعفران وکري، موږ کولای شو له نړۍ سره سیالي وکړو.»
