اکسپرېس ټربیون: د افغان کډوالو د اېستلو دویمې لړۍ لپاره پوره چمتووالی نیول شوی دی

پاکستانۍ رسنۍ اکسپرېس ټربیون راپور ورکړی، چې د افغان کډوالو د اېستلو دویمې لړۍ لپاره د پاکستان حکومت له‌خوا بشپړ چمتوالی نیول شوی. د پاکستان حکومت د ټاکل شوي ضرب الاجل له ختمېدو یوه ورځ تېرېږي او ویل کېږي، چې حکومت د دغې لړۍ پیلولو لپاره بشپړ چمتووالی لري.