هغه هیله څرګنده کړه، چې طالبان به د ایران د اوبو د حقابې ورکولو د تامین بهیر ته دوام ورکړي.
د ايسکا د خبر له مخې، چې ښاغلي سلاجقه د چهار محل او بختيار ښارونو ته د خپل سفر پر مهال د چاپېريال ساتنې ادارې د سترو پاليسو په اړه وويل: « موږ له تيرو کلنو راهيسې د اوبو د سرچينو مديريت ته ډېره پاملرنه نه ده کړې.»
هغه زیاته کړه، له افغانستان څخه د راغلو اوبو اندازه د ایران څخه د وتلو اوبو په اندازه ده، ځکه هر کال شاوخوا ۱۰ مليارډه متره مکعب اوبه له ایران څخه وځي، چې د منځنۍ اندارې ورته مقدار دی.
د دغه راپور له مخې ښاغلي سلاجقه وویل: «موږ هڅه وکړه، چې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ د اوبو د مسلې په برخه کې له ګاونډیو هېوادونو سره موافقتنامې، اړيکې او خبرې اترې وکړو.»
هغه وویل ځینې هیوادونه، چې نه غواړی دګاونډیو هیوادونو ترمنځ اړیکې ښې شی، د اوبو مسله د هیوادونو ترمنځ د اختلافاتو د رامنځته کولو وسیله ګرځوی؛ خو ایران له خپلو قانوني صلاحیتونو څخه په استفادې سره هڅه کوي، چې دغه مسایل تعدیل او خپل د اوبو حقوق تر لاسه کړي.
د ایسکا نیوز د راپور له مخې، ښاغلی سلاجقه د ایران د اوبو د حق په اړه وویل، د افغانستان له واکمنو چارواکو سره مفصلې ناستې او ګڼې خبرې اترې شوې، د اوبو حقابه او چاپېریال مسایل له نورو ژمنو جلا شوي دي.
د ایران د ولسمشر مرستیال زیاته کړهبحث پر دې و، چې د افغانستان په بندونو کې د اوبو اندازه دې کچې ته رسېدلې چې باید خوشې شي او طالبانو هم دغه اوبه خوشې کړي.
ښاغلي سلاجقه دا هم وویل، چې د طالبانو یو پلاوی ایران ته په سفر راځي او په راتلونکو غونډو کې به دا مسایل تعقیب او د شته تړونونو پر بنسټ د حقونو د تامین په اړه خبرې وشي.
هغه خبرداری ورکړ چې "که ایران پر اسراییل بریدونه زیات کړي، امریکا به هم په دې کړکېچ کې ښکېله شي".
بایډن د شنبې په شپه پر اسراییل د ایران برید بې ساری وباله او زیاته یې کړه، چې د حماس او حزب الله په ګډون د خپلو نیابتي ډلو له کلونو ملاتړ وروسته، د ایران حکومت په مستقیمه توګه اسراییل په نښه کړل.
هغه د نړۍ له نقشې څخه د اسراییل د ړنګولو لپاره د ایران د حکومت هوډ ته اشاره وکړه او ویې ویل؛ که تهران د اسراییل پرضد خپلو بریدونو ته زور ورکړي، د امریکا پښه به هم په دغه جګړې ته راښکته شي.
بایډن لیکلي: «اسراییل په منځني ختیځ کې زموږ قوي متحد دی. دا د تصور وړ نه ده، چې موږ به د دې هېواد د دفاعي توان د کمزوري کېدا په صورت کې د دفاع اقدام ونه کړو."
تر دې مخکې جوبایډن له اسراییل غوښتي وو، چې د ایران وروستیو بریدونو ته ځواب ور نه کړي او دا چې هېواد یې پر ایران د اسراییل په برید کې د ګډون اراده نه لري.
د اسراییل لومړي وزیر د چهارشنبې په ورځ د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر ته وویل، چې اسراییل به د ایران د بریدونو ځواب ورکړي او د خپلو متحدینو په مشوره به په خپلواکه توګه عمل وکړي.
اسرايیلي سرچینو ویلي دي، چې د اسراییل ځواب به شاید محدود وي او موخه یې له ایران سره د جګړې پراخول نه دي.
دا اندېښنه هم شته، چې د اسراییل نوی ځواب به د ایران د ځوابي بریدونو لامل شي.
ایراني چارواکو ګواښ کړی چې د اسراییل د نوي برید پر وړاندې به پرېکنده او پراخ ځواب ورکړي. د اسراییل ټولو متحدینو له دغه هېواده غوښتي، چې د ځواب له ورکولو دې ډډه وکړي؛ ځکه په دې سره په سیمه کې د تاوتریخوالي کچه لوړیږي او منځنی ختیځ به په یوې بلې جګړې کې ښکېل شي.
د اسراییل او ایران تر منځ کړکیچ وروسته له هغې زیات شو، چې په دمشق کې د ایران کونسلګري د اسراییل له خوا په نښه او د سپاه پاسداران د یو شمېر غړو په ګډون یې د کونسلګرۍ یو شمېر ډېپلوماټان ووژل.
ایران په ځوابي برید کې پر اسراییل د توغندیو او ډرون الوتکو برید وکړ، چې په نړۍوال کچ یې پراخ غبرګون لاره.
که خپل تاریخ ته وګورو، افغان مېرمنو په فعال ملي سیاست کې تل څرګنده ونډه لرله، دا زموږ د نسل ستونزه ده، چې یا ترې خبر نه یو، یا مو دا خبرې هېرې کړې دي او یا نویو راتپل شویو ایډیولوژیو ورسره پردي کړي یو.
راځئ، د بېلګې په دود څه هغه افغان مېرمنې او تاریخي پېښې وپېژنو، چې مېرمنې يې اصلي اتلانې او د پېښې یې د تاریخ زرینې پاڼې دي.
هرکله چې د افغان ـ انګریز جګړو پرمهال فکر و خبرې کوو، تر هرڅه لومړی مو د میوندۍ ملالې دا ټپې تر ذهنونو او غوږونو رارسیږي، چې:
خال به د یار له وینو کېږدم
چې شینکي باغ کې سور ګلاب وشرموینه
که په میوند کې شهید نه شوې
خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه
د میوند جګړه ۱۸۸۰ میلادي کې پېښه شوه، د افغاني محاظ لښکر مشر ملي اتل غازي محمد ایوب خان و، سوبه افغانانو وکړه او انګریز مات شو، ګڼ افغان مبارزین شهیدان شول، خو ولې ملاله او د هغې لنډۍ د دې سترې حماسې تر ټولو مشهوره او ځلنده روایت دی؟
ځکه د میوند جګړه هغه مهال بریا ته ورسېده، چې ملالې او نورو افغان مېرمنو غازیان په جوش راوستل او د وطن په ننګ یې وننګول. ملي جنډه ملالې هسکه کړه او سنګر ته اوبه او خواړه افغان ملالیو ورسول.
جانانه جنګ ته ځان تیار کړه
سنګر ته پاس به اوبه زه درخېژومه
ولې افغان عاطفي مېرمنې د استقلال جګړو ته تللې او خپل نارینه یې هم هڅول؟ ځکه جګړه سپېڅلې وه، حماسه وه، ویاړ وه او مېړانه وه، هغه مهال هېڅ افغان بل افغان نه واژه ، جګړه یوازې د انګریز پر ضد وه او بس. جګړه د وطن د پت او دافغان مېرمنې د عزت او شرافت جګړه وه.
په افغان ــــ انګریز جګړو کې ملالۍ یوازې نه وه، ګڼې نورې پیاوړې مېرمنې د تاریخ په زرینو کرښو کې تلپاتې دي، چې هرې یوې یې حماسې پنځولي او که افغان لیکوال و شاعران ورته کیني، نو له هرې یوې به ګڼې شهکار حماسې وپنځوي:
غازي سرداره :
يا به پرنګ له ملکه باسو
يا به خو به ږدو پر خپل وطن باندې سرونه
د ميوند په جګړه کې يوه بله زړوره مېرمنغـازي بی بی سرداره نورزۍ ده. د میوند د جګړې پر ورځ د اور او وینو په دغه ډګر کې ځينې افغان زړورې مېرمنې هم ليدل کېږي، چې ځينو يې تږیو جنګياليو ته اوبه ورکولې او ځينو يې کارتوس و باروت ور لېږدول همدارنګه ځينو يې د جنګياليو د مورال او جرئت لپاره حماسي لنډۍ او ترانې ويلې. غازي سرداره په خپل کور کې وه او د کلي لس مېرمنو ته يې دنده ورکړې وه،چې د ميوند جنګيالو ته ډوډۍ او خواړه پاخه کړي. لا لمر نه و پرېوتی، چې د خپل کلا پر برج پورته شوه او د ميوند د جګړې ننداره يې کوله، ناڅاپه يې پام شو چې غازيانو د دښمن د توپونو او وسلو د شدت له امله ناچاره په شا شوي او خپلو سنګرونو ته پناه وړي. غازي سردارې دا سخته شېبه پخپلو سترګو ليده، نو ریې زغم پای ته ورسېد، خپلې کلا ته دننه شوه، وسله يې راواخيسته، خپل سر يې په پړوني وتاړه او د جګړې ډګر ته يې ځان ورساوه. غازي سردارې غازيانو ته د دوښمن پر وړاندې کلک مورال ورکړ، کله چې لمر په لوېدو و، د انګریزان مات شول اوژوندیو پاتې شویو یې تېښته پیل کړه. ماښام مهال چې غازي سرداره د جګړې له ډګره بېرته راستنېده، د دښمن يو ميل وسله او يو آس يې له ځان سره د غنيمت په توګه کلا ته راوړل. دغه وسله تر ډېرې مودې د هغې له کورنۍ او اولادې سره د يو سپېڅلي يادګار په توګه ساتل کېده او د نوموړې افغان مېرمنې د زړورتيا يو نښه وه.
غازي ادې د غازي ادې اصلي نوم الماسه او دکټواز سلېمانخېله وه، مشرانو به له نازه الماسۍ بلله، خا وند یې حبیب نومیده چې دکلي خلکو حبیب اکا باله ، دالماسۍ او حبیب اکا یوازې یو زوی و چي ښایسته نومېده ، ځکه نوالماسه ادې په کلي کي کشرانو د ښایسته خان مور بلله.
انګرېزانو چي په ۱۲۹۴ هـ ق کال پرپېواړ برید وکړ غازي ادې په دغه جنګ کي برخه اخیستې ده، دتور پوړني پلو به یې تر ملا راتاو کړي وو، چاړه به يې په ملا کې ټومبلې وه اوبه به ېې په ژیو کي دغازیانو سنګرونو ته رسولې او کله به یې په ګوډو کي نینې وروړلې ، کله به داسي پېښه شوه چي په کوم سنګر کې به دغازیانو جبه خانه لږ سوه الماسۍ وه چې پر خپلو اوږو به یې دوی ته ګولۍ او باروت رسول .
دپیواړ په جنګ کي ددې مېړه حبیب اکا او ځوان زوی ښایسته خان دواړه شهېدان شول، تر دې ورځې روسته دې مېړنۍ افغانې دځوانیمرګ زوی ښایسته خان کتاروزمه تر ملا وتړله ، دهغه نامراده توپک یې غاړي ته واچاوه او دغازیانو په صف کي دیوه صفاهی په توګه ودرېدله . له دغي ورځي څخه دالماسۍ وسلواله مبارزه پيل سوله، دې ښه نښان ویشت او دغلیم وتلي سپاره یې په وینو رنګول، دلوګر دخوشۍ ، چا رآسیاب او سنګ نوشتي په جنګونو کي یې په ډېره مېړانه برخه واخیستله او د دې مېړاني او له ننګه ډکو خبرو ډېر ځوانان خونړ یو جنګونو ته لمسول .
الماسۍ د جګړو پرمهال په غازي ادې مشهوره سوې وه او عمر یې شپېتو کالو ته نژدې و، چې ځان يې دغازي محمد جان خان لښکر ته ورساوه . دقلعه قاضي په غزا کي دغازې ادې توري او شهامت او بې ساري مېړاني پر غازیانو باندي د کوډو په شان اغېزه وکړ او دپرنګیانو پوځ یې ماتي ته اړ یوست.
په دې جنګ کي دغازي ادې نوم په ټول لښکر کي په توره او شهامت ولاړ، پخواتر دې یوازي پکتیاوالو او کټه وازیو پېژندله خو تردې روسته دا دټول لښکر غازي ادې شوه .
وایي جرنیل محمد جان خان غازي چي دغازي ادې داتوره اوجهاد ولید، دایې خپل حضور ته وروغوښتله او یو آس یې وروباښه او ورته ویې ویل : ته پلی جهاد کوې له پېواړه تر دې ځایه دې ټول مزلونه پلي وهلي دي او په ټولو جنګو کې دې پرپښو غزا کړې ده داآس واخله لږ څه به هوساشې، پروړه او اوربشي به یې زما د کمند سپاهیان در رسوي.
غازي ادې دجرنیل له پېرزویني څخه کورودانی ووایه خو آس یې ونه مانه او یې ویل : ( زه به مېړه او زوی ته په کوم مخ ورځم، دوی به وایې تاتر موږ پوري مزل پرپښو نه شووهلای، پرآس سپره راغلې، زه دا پېغور نه منم ).
په قلعه قاضي کي چي پرنګیان مات سول، غازې ادې چي دجرنیل محمدجان خان غازي له پوځونو سره د کروغ دغره له خوامخ پر کابل را روانه وه، دالنډۍ به یې ویلې:
توره کوئ بری به خپل کرئ
که بری نه وځوانان تل په تورو مرینه
توري په خرچ وهئ خوانانو !
وطن مو خپل دئ په سرو وینو یې ساتو نه
چوڼۍ په توپو نه ړنګیږي
غازي ځلمیان یې په توپکو ړنګوینه
جنګ دکابل په جوش راغلی
ځوانان څنګلي لګوي کابل ګټینه
دغازي محمدجان خان پوځونه چي واصل آباد ته راورسېدل په دغه وخت کي دغازي محمد عثمان خان ساپي لښکري پر اسمايي غره راښکاره شوې، پرنګیانو دهغو خواته مخه وګرځوله چي ځانونه شېر پور ته ورسوي.
غازي محمد جان خان خپل پوځونه پردووبر خوو وېشل ، یو پوځ یې دتخت شاه دغره نیولو ته وګماره اوبل پوځ یې وګماره چي د آسمايي دغره پرکلا برید وکړي. غازي ادې هم په دغه دوهم پوځ کې وه.
دالله اکبر ږغ یې دغلیمانو زړونه لړزول او دغازیانو ویني یې پر جوش راستلې .
په جګړه کې یو افغان غازي قیام الدین خان تره کی ویلي دي: موږ پر کلا په ډېر جوش برید وکړغازي ادې دمخ په صفونو کي وه .
درې سوه ګامه به کلا ته پاته وه چي غازي ادې ولګېدله و موږ چي پرراغلو داپرته وه تر ټټر او خولې یې ویني بهېدلې او په دغه حال کي یې هم دالله اکبر ږغ په خوله کي واوغالباً دغه ږغ سره یې ساوختله.
بي بي مهرو
د کابل د خلکو تر منځ د یوې بلې اتلې نوم هم مشهور دی، چې هغه بي بي مهرو ده، دا مېړنۍ ښځه د افغان انګریز دوهمې جګړې پر مهال له خپل خاوند عزیز خان سره یوځای د واده په شپه چې د انګریزانو په وړاندې د کابلي غازیانو له سرتاسري پاڅون سره هممهاله و، د دې پرځای چې د بخت تخت ته ورشي، نو له خپل غازي خاوند سره یې یوځای ملا وتړله او دواړه له پاڅونوالو سره ملګري شول، روایت دا دی، چې دواړه زوم او ناوې په دغې ملي غزا کې شهیدان شول. د بي بي مهرو زیارت اوس د کابل د خلکو د احترام او درناوي وړ دی.