• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایا ریښتیا؛ «ښځه یا د کور ده یا د ګور؟» زموږ تاریخ او فرهنګ څه وايي؟

۲۹ وری ۱۴۰۳ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۴۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۰۷ GMT+۰

که خپل تاریخ ته وګورو، افغان مېرمنو په فعال ملي سیاست کې تل څرګنده ونډه لرله، دا زموږ د نسل ستونزه ده، چې یا ترې خبر نه یو، یا مو دا خبرې هېرې کړې دي او یا نویو راتپل شویو ایډیولوژیو ورسره پردي کړي یو.

راځئ، د بېلګې په دود څه هغه افغان مېرمنې او تاریخي پېښې وپېژنو، چې مېرمنې يې اصلي اتلانې او د پېښې یې د تاریخ زرینې پاڼې دي.

هرکله چې د افغان ـ انګریز جګړو پرمهال فکر و خبرې کوو، تر هرڅه لومړی مو د میوندۍ ملالې دا ټپې تر ذهنونو او غوږونو رارسیږي، چې:

خال به د یار له وینو کېږدم

چې شینکي باغ کې سور ګلاب وشرموینه

که په میوند کې شهید نه شوې

خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه

د میوند جګړه ۱۸۸۰ میلادي کې پېښه شوه، د افغاني محاظ لښکر مشر ملي اتل غازي محمد ایوب خان و، سوبه افغانانو وکړه او انګریز مات شو، ګڼ افغان مبارزین شهیدان شول، خو ولې ملاله او د هغې لنډۍ د دې سترې حماسې تر ټولو مشهوره او ځلنده روایت دی؟

ځکه د میوند جګړه هغه مهال بریا ته ورسېده، چې ملالې او نورو افغان مېرمنو غازیان په جوش راوستل او د وطن په ننګ یې وننګول. ملي جنډه ملالې هسکه کړه او سنګر ته اوبه او خواړه افغان ملالیو ورسول.

جانانه جنګ ته ځان تیار کړه

سنګر ته پاس به اوبه زه درخېژومه

ولې افغان عاطفي مېرمنې د استقلال جګړو ته تللې او خپل نارینه یې هم هڅول؟ ځکه جګړه سپېڅلې وه، حماسه وه، ویاړ وه او مېړانه وه، هغه مهال هېڅ افغان بل افغان نه واژه ، جګړه یوازې د انګریز پر ضد وه او بس. جګړه د وطن د پت او دافغان مېرمنې د عزت او شرافت جګړه وه.

په افغان ــــ انګریز جګړو کې ملالۍ یوازې نه وه، ګڼې نورې پیاوړې مېرمنې د تاریخ په زرینو کرښو کې تلپاتې دي، چې هرې یوې یې حماسې پنځولي او که افغان لیکوال و شاعران ورته کیني، نو له هرې یوې به ګڼې شهکار حماسې وپنځوي:

غازي سرداره :

يا به پرنګ له ملکه باسو

يا به خو به ږدو پر خپل وطن باندې سرونه

 د ميوند په جګړه کې يوه بله زړوره مېرمنغـازي بی بی سرداره نورزۍ ده. د میوند د جګړې پر ورځ د اور او وینو په دغه ډګر کې ځينې افغان زړورې مېرمنې هم ليدل کېږي، چې ځينو يې تږیو جنګياليو ته اوبه ورکولې او ځينو يې کارتوس و باروت ور لېږدول همدارنګه ځينو يې د جنګياليو د مورال او جرئت لپاره حماسي لنډۍ او ترانې ويلې. غازي سرداره په خپل کور کې وه او د کلي لس مېرمنو ته يې دنده ورکړې وه،چې د ميوند جنګيالو ته ډوډۍ او خواړه پاخه کړي. لا لمر نه و پرېوتی، چې د خپل کلا پر برج پورته شوه او د ميوند د جګړې ننداره يې کوله، ناڅاپه يې پام شو چې غازيانو د دښمن د توپونو او وسلو د شدت له امله ناچاره په شا شوي او خپلو سنګرونو ته پناه وړي. غازي سردارې دا سخته شېبه پخپلو سترګو ليده، نو ریې زغم پای ته ورسېد، خپلې کلا ته دننه شوه، وسله يې راواخيسته، خپل سر يې په پړوني وتاړه او د جګړې ډګر ته يې ځان ورساوه. غازي سردارې غازيانو ته د دوښمن پر وړاندې کلک مورال ورکړ، کله چې لمر په لوېدو و، د انګریزان مات شول اوژوندیو پاتې شویو یې تېښته پیل کړه. ماښام مهال چې غازي سرداره د جګړې له ډګره بېرته راستنېده، د دښمن يو ميل وسله او يو آس يې له ځان سره د غنيمت په توګه کلا ته راوړل. دغه وسله تر ډېرې مودې د هغې له کورنۍ او اولادې سره د يو سپېڅلي يادګار په توګه ساتل کېده او د نوموړې افغان مېرمنې د زړورتيا يو نښه وه.

غازي ادې
د غازي ادې اصلي نوم الماسه او دکټواز سلېمانخېله وه، مشرانو به له نازه الماسۍ بلله، خا وند یې حبیب نومیده چې دکلي خلکو حبیب اکا باله ، دالماسۍ او حبیب اکا یوازې یو زوی و چي ښایسته نومېده ، ځکه نوالماسه ادې په کلي کي کشرانو د ښایسته خان مور بلله.

انګرېزانو چي په ۱۲۹۴ هـ ق کال پرپېواړ برید وکړ غازي ادې په دغه جنګ کي برخه اخیستې ده، دتور پوړني پلو به یې تر ملا راتاو کړي وو، چاړه به يې په ملا کې ټومبلې وه اوبه به ېې په ژیو کي دغازیانو سنګرونو ته رسولې او کله به یې په ګوډو کي نینې وروړلې ، کله به داسي پېښه شوه چي په کوم سنګر کې به دغازیانو جبه خانه لږ سوه الماسۍ وه چې پر خپلو اوږو به یې دوی ته ګولۍ او باروت رسول .

دپیواړ په جنګ کي ددې مېړه حبیب اکا او ځوان زوی ښایسته خان دواړه شهېدان شول، تر دې ورځې روسته دې مېړنۍ افغانې دځوانیمرګ زوی ښایسته خان کتاروزمه تر ملا وتړله ، دهغه نامراده توپک یې غاړي ته واچاوه او دغازیانو په صف کي دیوه صفاهی په توګه ودرېدله . له دغي ورځي څخه دالماسۍ وسلواله مبارزه پيل سوله، دې ښه نښان ویشت او دغلیم وتلي سپاره یې په وینو رنګول، دلوګر دخوشۍ ، چا رآسیاب او سنګ نوشتي په جنګونو کي یې په ډېره مېړانه برخه واخیستله او د دې مېړاني او له ننګه ډکو خبرو ډېر ځوانان خونړ یو جنګونو ته لمسول .

الماسۍ د جګړو پرمهال په غازي ادې مشهوره سوې وه او عمر یې شپېتو کالو ته نژدې و، چې ځان يې دغازي محمد جان خان لښکر ته ورساوه . دقلعه قاضي په غزا کي دغازې ادې توري او شهامت او بې ساري مېړاني پر غازیانو باندي د کوډو په شان اغېزه وکړ او دپرنګیانو پوځ یې ماتي ته اړ یوست.

په دې جنګ کي دغازي ادې نوم په ټول لښکر کي په توره او شهامت ولاړ، پخواتر دې یوازي پکتیاوالو او کټه وازیو پېژندله خو تردې روسته دا دټول لښکر غازي ادې شوه .

وایي جرنیل محمد جان خان غازي چي دغازي ادې داتوره اوجهاد ولید، دایې خپل حضور ته وروغوښتله او یو آس یې وروباښه او ورته ویې ویل : ته پلی جهاد کوې له پېواړه تر دې ځایه دې ټول مزلونه پلي وهلي دي او په ټولو جنګو کې دې پرپښو غزا کړې ده داآس واخله لږ څه به هوساشې، پروړه او اوربشي به یې زما د کمند سپاهیان در رسوي.

غازي ادې دجرنیل له پېرزویني څخه کورودانی ووایه خو آس یې ونه مانه او یې ویل : ( زه به مېړه او زوی ته په کوم مخ ورځم، دوی به وایې تاتر موږ پوري مزل پرپښو نه شووهلای، پرآس سپره راغلې، زه دا پېغور نه منم ).

په قلعه قاضي کي چي پرنګیان مات سول، غازې ادې چي دجرنیل محمدجان خان غازي له پوځونو سره د کروغ دغره له خوامخ پر کابل را روانه وه، دالنډۍ به یې ویلې:

توره کوئ بری به خپل کرئ

که بری نه وځوانان تل په تورو مرینه

توري په خرچ وهئ خوانانو !

وطن مو خپل دئ په سرو وینو یې ساتو نه

چوڼۍ په توپو نه ړنګیږي

غازي ځلمیان یې په توپکو ړنګوینه

جنګ دکابل په جوش راغلی

ځوانان څنګلي لګوي کابل ګټینه

دغازي محمدجان خان پوځونه چي واصل آباد ته راورسېدل په دغه وخت کي دغازي محمد عثمان خان ساپي لښکري پر اسمايي غره راښکاره شوې، پرنګیانو دهغو خواته مخه وګرځوله چي ځانونه شېر پور ته ورسوي.

غازي محمد جان خان خپل پوځونه پردووبر خوو وېشل ، یو پوځ یې دتخت شاه دغره نیولو ته وګماره اوبل پوځ یې وګماره چي د آسمايي دغره پرکلا برید وکړي. غازي ادې هم په دغه دوهم پوځ کې وه.

دالله اکبر ږغ یې دغلیمانو زړونه لړزول او دغازیانو ویني یې پر جوش راستلې .

په جګړه کې یو افغان غازي قیام الدین خان تره کی ویلي دي: موږ پر کلا په ډېر جوش برید وکړغازي ادې دمخ په صفونو کي وه .

درې سوه ګامه به کلا ته پاته وه چي غازي ادې ولګېدله و موږ چي پرراغلو داپرته وه تر ټټر او خولې یې ویني بهېدلې او په دغه حال کي یې هم دالله اکبر ږغ په خوله کي واوغالباً دغه ږغ سره یې ساوختله.

بي بي مهرو

د کابل د خلکو تر منځ د یوې بلې اتلې نوم هم مشهور دی، چې هغه بي بي مهرو ده، دا مېړنۍ ښځه د افغان انګریز دوهمې جګړې پر مهال له خپل خاوند عزیز خان سره یوځای د واده په شپه چې د انګریزانو په وړاندې د کابلي غازیانو له سرتاسري پاڅون سره هممهاله و، د دې پرځای چې د بخت تخت ته ورشي، نو له خپل غازي خاوند سره یې یوځای ملا وتړله او دواړه له پاڅونوالو سره ملګري شول، روایت دا دی، چې دواړه زوم او ناوې په دغې ملي غزا کې شهیدان شول. د بي بي مهرو زیارت اوس د کابل د خلکو د احترام او درناوي وړ دی.

100%

د جګړې په ډګر کې د ګڼو داسې نورو معلومو او نومورکیو اتلو مېرمنو د حضور ګڼې کیسې د افغانستان په هره سیمه کې پاتې دي. چې ښايي د ملي حماسو په توګه راټولې شي.

په سیاسي، فکري او فرهنګي عرصه کې هم د استقلال د جګړې، د مشروطیت نهضت او ملي مبارزې ډګر د مېرمنو له حضور څخه تش نه دی.

  • پخپله د اعلیحضرت غازي شاه امان الله ویاړلې مور سراج الخواتین سرور سلطانه بېګم چې د خپل مشروطه غوښتونکي او ځوان زوی کلک ملاتړ یې کاوه، د مشروطیت نهضت په اړه ګڼ څېړونکي په دې باور دي، چې د دغې مدبرې او ځواکمنې شاه مېرمنې ( ملکې) اراده او هوډ و، چې په دربار کې یې مشروطیت ضد دسیسې شنډې کړې او ځوان شاه امان الله یې له ګواښونو وژغوره. که د دغې مېرمنې مېړانه او تدبیر نه وای، ځوان غازي او مشروطه غوښتونکي ملګري یې د هېواد د سیاسي خپلواکۍ د بېرته ګټلو تر درشله نه رسېدل.
  • پیاوړې ملکه ثریا خو نو ټول پېژنئ، چې د افغانستان د خپلواکۍ ګټونکي پاچا اعلیحضرت غازي امان الله د بریاوو تر شا یې پیاوړی حضور همیشه احساسیږي. ملکه ثریا د ستر مشروطه غوښتونکي علامه محمود طرزي لور، د ارشادالنسوان بنسټ اېښوونکې، د مېرمنو د نهضت سرلارې او د روښانتیا، ویښتیا او بدلون بلنده ډېوه وه. د ښځو د زده کړو، روغتیا، مدني حقونو، ژورنالیزم، ټولنیز حضور او سیاسي ارادې راپیلوونکې دغه مېرمن د افغانستان د استقلال په کلونو کې د ګڼو روښانفکري نهضتونو په سر کې ولاړه وه.
100%
  • مېرمن اسما رسمیه طرزي د علامه محمود طرزي مېرمن او د شاه مېرمن ثریا مور پخپله یوه لوستې، مدبره او فعاله مېرمن وه، د علامه طرزي، شاه امان الله غازي، شاه مېرمن ثریا او نورو مشروطه غوښتونکیو د فعالیتونو په بریا کې یې ونډه د پام وړ ده.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

څېړنه: افغان مېرمنې شخصي کاروبار غواړي خو پانګه او د بازار محدودیتونه ورته خنډ دي

۲۹ وری ۱۴۰۳ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۵۵ GMT+۱

د ملګروملتونو پرمختايي اداره وايي؛ د طالبانو حاکمیت کې چې پر ښځو د کار بندیز لګېدلی افغان مېرمنو شخصي کاروبار ته مخه کړې؛ خو پانګه او د خپل تولید لپاره بازار نه لري.

د یو اېن ډي پي په سروې کې ګډونوالو د کاروالو ښځو له ۷۰ سلنې ډېرو دا هم ویلي، چې د طالبانو محدودیتونه د دوی د کاروبار خنډ دي او له نارینه محرم پرته مارکېټ ته تللی نه شي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې دا څېړنه نن خپره شوې او رویټرز خبري اژانس ورته کتنه کړې ده.

دې ادارې ته د ۳۱۰۰ هغو مېرمنو له ډلې چې ځان ته یې کار برابر کړی ۴۱ سلنه سره یې په پور متکي دي؛ خو په دوی کې پنځه سلنه ویلي چې د بانک یا مالي موسسې له لارې یې د کار لپاره پیسې ترلاسه کړې، نورو تر ډېره د خپلوانو دوستانو یا کورنۍ پر پیسو تکیه کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې یو غړی سټېفن رودریګوس وايي؛ افغانې مېرمنې د افغانستان د کورنۍ په ځان بساینه کې له ډېر وخت را هیسې محرکه قوه ده او د محلي اقتصاد په خوندیتوب کې مهم رول لري.

نوموړی وايي، د ځان بسیا افغانستان لپاره د مېرمنو نړۍوال ملاتړ پکار دی.

طالبانو رسما د ښځو پر کاربندیز نه دی لګولی؛ خو د دوی د مختلفو کارونو بندولو سره یې ښځې بې کاره کړې، لکه؛ د سینګارتونونو بندول یا هم له محرم پرته کار ته د دوی د تګ مخنیوی.

د طالبانو دې او ورته نورو قیوداتو سره په افغانستان کې د ښځو د کار کچه لا ټیټه شوې چې پر ۲۰۲۱ کال واک ته د دوی تر رسېدو مخکې هم ټیټه وه.

د خبریالانو مرکز د طالبانو له بند څخه د ازادي راډیو د خبریال د خلاصون غوښتنه وکړه

۲۹ وری ۱۴۰۳ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۴۳ GMT+۱

د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي چې د ازادي راډیو خبریال حبیب الرحمان تاثیر دې پرته له کوم قید او شرطه خوشې کړي.

دغه مرکز په یوې اعلامیه کې لیکلي، چې د طالبانو د استخباراتو ادارې ښاغلی تاثیر د وري په ۱۸مه، په غزني کې نیولی او بندي کړی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د چهارشنبې په ورځ (د وري ۲۹مه) په خپله اعلامیه کې د دغه خبریال نیول کېدل غندلي دي.

دغه مرکز د سرچینو په حواله ویلي چې د طالبانو د استخباراتو مامورینو د ښاغلي تاثیر د نیولو پر مهال د هغه ټلیفون په ګډون د هغه ټول توکي ضبط کړي دي.

د خبريالانو د مرکز د اعلاميې له مخې؛ حبيب الرحمان تاثير د ازادۍ راډيو لپاره د ځينو سيمه ييزو راپورونو د چمتو کولو په تور نيول شوى دى.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دغو راپورونو د محتوا په اړه څه نه دي ویلي.

دغه مرکز په غزني کې د یوې ځايي سرچینې له خولې لیکلي، چې ښاغلی تاثیر درې ورځې وړاندې د طالبانو د استخباراتي برخې زندان ته لېږدول شوی او دوسیه یې د دغې ډلې محکمې ته استول شوې ده.

سرچينو زياته کړې، چې دغه خبريال تر نيول کېدو مخکې د طالبانو تر فشار لاندې و او د خبريالانو او سيمه ييزو چارواکو له ګډې ډلې څخه يې نوم هم لرې شوى و.

د افغانستان د خبريالانو مرکز د دغه خبريال پر نيولو او بندي کېدو د خواشينۍ په څرګندولو سره له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره دې خوشې کړي.

ازادي راډیو د دغه خبریال د نیول کېدو په اړه تر اوسه په رسمي ډول غبرګون نه دی ښودل شوی.

د ازادي راډیو مرکزي دفتر په چک جمهوریت کې دی او له هغه ځایه د افغانستان لپاره خپرونې جوړوي او خپروي.

د ۱۴۰۱کال د لېندۍ په میاشت کې طالبانو د «طالبانو پر ضد د پروپاګند» له امله د دغې رسنۍ راډیویي خپرونې او دوه میاشتې وروسته یې پسې ویب پاڼه هم بنده کړه.

طالبانو په میدان وردګو کې يو کس ته د غلا په تور ۳۹ دُرې تعزيري سزا ورکړې

۲۹ وری ۱۴۰۳ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۲۶ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې د میدان وردګو په سيداباد ولسوالۍ کې یې د لومړنۍ محکمې د حکم پر بنسټ یو کس ته د «غلا» په تور په عام محضر کې تعزيري سزا ورکړې.

دغې محکمې نن چهارشنبه په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې دغه کس یې د طالبانو د قضايي مسوولینو او خلکو په حضور کې ۳۹ دُرې وهلی دی.

په اعلاميه کې راغلي، چې د سید اباد ولسوالۍ د طالبانو ولسوال او د دې ولایت د امربالمعروف ادارې د شکايتونو مسوول خلکو ته د «اسلامي نظام د بقا او معاشرې د اصلاح» اړوند هم څرګندونې کړې دي.

په اعلاميه کې د دې کس د هويت په اړه نور جزيیات نه دي ورکول شوي.

طالبانو د همدې وري میاشتي پر ۱۴مه په کندهار کې درېيو کسانو ته، پر ۱۵مه په خوست کې دوو کسانو او په ۱۸مه نېټه په لوګر ولایت کې يې د يوې ښځې په ګډون شپږو کسانو ته هم په عام محضري کې تعزيري سزاوې ورکړې دي.

په همدې مهال د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په خپل اختریز پیغام کې یو ځلې بیا د شرعي حدودو پر پلې کولو ټینګار کړی او هغه یې د ظلم په مخنیوي کې د مظلومانو د ملاتړ غوره بېلګه یاده کړې ده.
هغه له طالبانو غوښتي، چې د شریعت په نافذولو کې دې رغنده ونډه واخلي.

په وروستیو کې په عام محضر کې د طالبانو له‌خوا د سزا ورکړه، د بشري حقونو ملاتړو سازمانونو اندېښنې زیاتې کړې دي او د طالبانو دغه حکمونه له نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شوي دي؛ خو طالبانو نه یوازې دا چې د نړۍوالو دغه غبرګونونه او غوښتنې یې په پام کې نه دي نیولې، بلکې دغه غوښتنې او غبرګونونه یې د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه یاده کړې ده.

طالبان: د کابل د سید جمالدين افغان ښارګوټي ځمکه دولتي نه، بلکي شخصي ده

۲۹ وری ۱۴۰۳ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۴:۲۲ GMT+۱

د طالبانو عدليې وزارت په يوه اعلامیه کې وايي؛ د کابل په بګرامیو ولسوالۍ کې د سید جماالدین افغان ښارګوټي ځمکه دولتي نه بلکي شخصي بللې ده. طالبان وايي، چې دا ځمکه پخوا ثبت شوط وه؛ خو تر څېړنو وروسته مالومه شوه، چې خصوصي ده او محکمه کې پرېکړه د خلکو په ګټه وشوه.

د طالبانو عدليې وزارت نن په اعلاميه کې زیاتوي، چې د سید جمالدين افغان ښارګوټي ۱۱۸۸ جريبه ځمکه د۸۸۸ ګڼې کادستري ټوټه کې شامله او د کادستر په سندونو کې د امارتي ځمکو په عنوان ثبت وه.

د دوی په خبره، د اسنادو تر کتلو وروسته د «ځمکو د عصب د مخنيوي کميسون د پلاوي، مفتيانو او محکمې» تر پرېکړې وروسته دعوه د خلکو په ګټه تمامه شوې.

طالبانو په ټولو ولایتونو کې د ځمکو د عصب د مخنيوي کميسونونه جوړي کړي او د غصب څخه د خلاصون په نوم يې په يو شمېر ولایتونو کې ښارګوټي، ودانۍ او کورونه وران کړي دي.

د طالبانو د عدليې سرپرست وزير عدالحکيم شرعي، د طالبانو د قضاياو مشر احسان الله وثيق او د دې کمېسون مشر د ۲۰۲۳ کال په وروستۍ مياشتي کې ويلي و، چې په ټول افغانستان کې ۱۱ سوه زره جريبه جمکه له غصب څخه خلاصه کړې ده.

د عدليې سرپرست وزير عبدالحکیم شرعي شپږ ورځي وړاندي به کابل کې يوې غونډي ته وویل، په افغانستان کې هغه غصب چې د تېرې ادارې د حاکمیت په ۲۰ کلونو کې شوی، په تاریخ کې ساری نه لري.

خو پر طالب مشرانو تور دی، چې واک ته په رسېدو که له یوې خوا ځینې ځمکې له غصب خلاصوي، خو پخپله بیا دوی د دولتي ځمکو په غصب کې تر ټولو لوی لاس د دوی دی.

څه موده مخکې د هلمند نهر سراج کې یو شمېر سرچینو او اوسیدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله د ځانګړو ځواکونو قوماندان عبدالاحد طالب د مدرسې او جومات په نوم درې سوه جریبه دولتي او د کښت ځمکه بې له «دولتي» قرارداد څخه ولکه کړې او په څنګ کې یې ور سره دوکانونه هم جوړ کړي دي.
له دې سره، د یو شمېر راپورونو له مخې د طالبانو د دفاع وزارت مرستیال ملا فاضل اخوند هم د کندهار زاړه ښار ناريج کلا ته څېرمه يوه لويه هدیره او دولتي ځمکه غصب کړې، چې شخصي مېنه او دوکانونه يې پرې جوړه کړي دي.

هبت الله افغانانو ته: مه وارخطا کيږئ افغانستان به په پرمختللي اقتصادي هېواد بدل شي

۲۹ وری ۱۴۰۳ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۲:۱۹ GMT+۱

د طالبانو مشر چې تېر اختر کې یې ویلي و اقتصاد پخپله جوړ کړئ اوس پر افغانانو غږ کوي چې «مه وارخطا کېږئ، پر کانونو کار روان دی او افغانستان به پر اقتصادي هېواد بدل شي.» هغه له عالمانو او سوداګرو سره ليدنه کې بیا ويلي، اختلاف ته باید زمینه برابره نه شي او د دوی فرمانونه ومنل شي.

افغانستان انټرنشل – پښتو ته د رسېدلي مکتوب له مخې ملا هبت الله اخونزاده تېره دوشنبه د کندهار ولایت مقام په حرم سرای کې له سوداګرو، جیدو عالمانو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې او کانونو ریاست له مسوولینو سره د اختر مبارکۍ په ليدنه کې دا خبرې کړې دي.

هغه د عالمانو او سوداګرو د رول په ستایلو سره ویلي چې خپلمنځي اختلاف ته باید لار برابره نه شي او د دوی «فرمانونه عملي او اطاعت» یې وشي.

ښاغلي اخوندزاده د تېر اختر پیغام کې هم د خپلمنځي ستونزو پر نه پیدا کېدو ټینګار کړی و او هم یې ویلي و، چې «خپل اقتصاد او هېواد» پخپله جوړ کړئ.

خو په دې ناسته کې طالب مشر د کانو سپړلو ته په اشاره افغانانو ته په خطاب کې وايي: «ټولو هیوادوالو ته ډاډ ورکوم او مه وارخطا کېږئ؛ مشکل ختمېږي موږ په اوسني اقتصادي وضعیت کښي په هیواد کښي زیات معادنونه او زخایر لرو، د هغوی د استخراج له پاره کار رشوع دئ. افغانستان به د یوه زورېديل حالت څخه راوزي او په یوه پرمختليل اقتصادي هیواد به بدل سي.»

د طالبانو واکمنېدو سره چې د افغانستان بانکي سیستم له نړۍ سره اړیکي نه لري او افغان زېرمې هم کنګل شوې، طالبانو د خپلو اړتیاوو پوره کولو لپاره د کانونو اېستلو ته مخه کړې ده.

د طالبانو د کانونو او پټروليم وزارت نږدې دوه اونۍ مخکې وویل، د افغانستان په بېلا-بېلو سېمو کې د ۲۰۰ کوچنيو او ۱۵ لويو کانونو د استخراج چارې روانې دي.

خو طالبان د دې کانونو د قراردادونو په هکله مالومات او له هغو ترلاسه شوي عاید د مصرف لارې له چا سره نه شریکوي.

همدا وجه ده چې د دې کانونو د استخراج په هکله افغانان اندېښنې لري او په دې باور دي چې د کانونو اړوند سیمو کې هم خلکو ته کوم لومړني خدمتونه نشته.

له نږدې دوو کلونو راهیسې چې د کانونو سپړل روان دي بیا هم د ادوند سیمو د خلکو په اقتصاد کې کوم مثبت بدلون نه دی راغلی او په افغانستان کې د بې کارۍ او بې وزلۍ کچه نوره هم زیاتېږي.

د جورج ډبلیو بوش انستیتوت هم د روانې اپرېل میاشتې په دویمه یوه څېړنه کې وویل، چې د طالبانو مشران او غړي په داسې حال د افغانستان له طبیعي زېرمو خپل خوند اخلي چې ۹۰ سلنه افغانان بې وزله او خوارځواکي دي او څلور میلیونه ښځې او ماشومان له سختې لوږې سره مخ دي.

پانګونې ته د سوداګرو هڅول

خو ملا هبت الله اخوند چې باور لري د کانونو سپړلو سره به افغانستان پر اقتصادي هېواد بدل کړي وروستۍ ناسته کې پر سوداګر او پانګوالو غږ کړی چې پر طبيعي زېرمو سربېره صنعت او کرنه کې پانګونه وکړي.

خو په افغانستان کې سوداګر او پانګوال د طالبانو پر ادارو د کار د ځنډېدو او د خندونو جوړولو تورونه لګوي.

دوی وخت نا وخت په کابل کې د ملا برادر په شمول له ځینې چارواکو او ان کندهار کې له ملا هبت الله سره لیدلي.

په دې غونډه کې هم سوداګرو د مالياتو د مراحلو د پروسې اسانه کول، د صنعت په برخه کې د ځمکو لپاره د سندونو ورکول، بهرنيو سوداګرو ته د ويزو د ستونزو حلول، پر لویو لارو د ترانسپورټې شرکتونو کنټرول او يو شمېر نورې غوښتنې کړې دی.

د طالبانو مشر هم دوی ته د ستونزو د حل ډاډ ور کړی دی.

د طالبانو مشر په دغو خبرو کې دا هم ویلي چې د دوی حکومت یوازې د دې ډلې نه دی، بلکې د ټولو افغانانو دی او هر کار وړ کس پکې کار کولی شي.

خو پر طالبانو نیوکې دا دي چې په بیا واکمنېدو سره یې ډېر متخصص کسان له دندو لرې کړل، پر ځای یې ملایان وګومارل او دا لړۍ لا هم روانه ده.

د نجونو پر زدکړو او د ښځو پر کار بندیز او د متخصصو کسانو له دندو لرې کول هغه څه دي چې د طالپانو په واکمنېدو سره یې بهر ته د افغانانو کډوالي ور سره زیاته شوې ده.