د خبریالانو مرکز د طالبانو له بند څخه د ازادي راډیو د خبریال د خلاصون غوښتنه وکړه

د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي چې د ازادي راډیو خبریال حبیب الرحمان تاثیر دې پرته له کوم قید او شرطه خوشې کړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي چې د ازادي راډیو خبریال حبیب الرحمان تاثیر دې پرته له کوم قید او شرطه خوشې کړي.
دغه مرکز په یوې اعلامیه کې لیکلي، چې د طالبانو د استخباراتو ادارې ښاغلی تاثیر د وري په ۱۸مه، په غزني کې نیولی او بندي کړی دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د چهارشنبې په ورځ (د وري ۲۹مه) په خپله اعلامیه کې د دغه خبریال نیول کېدل غندلي دي.
دغه مرکز د سرچینو په حواله ویلي چې د طالبانو د استخباراتو مامورینو د ښاغلي تاثیر د نیولو پر مهال د هغه ټلیفون په ګډون د هغه ټول توکي ضبط کړي دي.
د خبريالانو د مرکز د اعلاميې له مخې؛ حبيب الرحمان تاثير د ازادۍ راډيو لپاره د ځينو سيمه ييزو راپورونو د چمتو کولو په تور نيول شوى دى.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د دغو راپورونو د محتوا په اړه څه نه دي ویلي.
دغه مرکز په غزني کې د یوې ځايي سرچینې له خولې لیکلي، چې ښاغلی تاثیر درې ورځې وړاندې د طالبانو د استخباراتي برخې زندان ته لېږدول شوی او دوسیه یې د دغې ډلې محکمې ته استول شوې ده.
سرچينو زياته کړې، چې دغه خبريال تر نيول کېدو مخکې د طالبانو تر فشار لاندې و او د خبريالانو او سيمه ييزو چارواکو له ګډې ډلې څخه يې نوم هم لرې شوى و.
د افغانستان د خبريالانو مرکز د دغه خبريال پر نيولو او بندي کېدو د خواشينۍ په څرګندولو سره له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره دې خوشې کړي.
ازادي راډیو د دغه خبریال د نیول کېدو په اړه تر اوسه په رسمي ډول غبرګون نه دی ښودل شوی.
د ازادي راډیو مرکزي دفتر په چک جمهوریت کې دی او له هغه ځایه د افغانستان لپاره خپرونې جوړوي او خپروي.
د ۱۴۰۱کال د لېندۍ په میاشت کې طالبانو د «طالبانو پر ضد د پروپاګند» له امله د دغې رسنۍ راډیویي خپرونې او دوه میاشتې وروسته یې پسې ویب پاڼه هم بنده کړه.