• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هبت الله افغانانو ته: مه وارخطا کيږئ افغانستان به په پرمختللي اقتصادي هېواد بدل شي

۲۹ وری ۱۴۰۳ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۲:۱۹ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ وری ۱۴۰۳ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۴، ۰۲:۰۲ GMT+۱

د طالبانو مشر چې تېر اختر کې یې ویلي و اقتصاد پخپله جوړ کړئ اوس پر افغانانو غږ کوي چې «مه وارخطا کېږئ، پر کانونو کار روان دی او افغانستان به پر اقتصادي هېواد بدل شي.» هغه له عالمانو او سوداګرو سره ليدنه کې بیا ويلي، اختلاف ته باید زمینه برابره نه شي او د دوی فرمانونه ومنل شي.

افغانستان انټرنشل – پښتو ته د رسېدلي مکتوب له مخې ملا هبت الله اخونزاده تېره دوشنبه د کندهار ولایت مقام په حرم سرای کې له سوداګرو، جیدو عالمانو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې او کانونو ریاست له مسوولینو سره د اختر مبارکۍ په ليدنه کې دا خبرې کړې دي.

هغه د عالمانو او سوداګرو د رول په ستایلو سره ویلي چې خپلمنځي اختلاف ته باید لار برابره نه شي او د دوی «فرمانونه عملي او اطاعت» یې وشي.

ښاغلي اخوندزاده د تېر اختر پیغام کې هم د خپلمنځي ستونزو پر نه پیدا کېدو ټینګار کړی و او هم یې ویلي و، چې «خپل اقتصاد او هېواد» پخپله جوړ کړئ.

خو په دې ناسته کې طالب مشر د کانو سپړلو ته په اشاره افغانانو ته په خطاب کې وايي: «ټولو هیوادوالو ته ډاډ ورکوم او مه وارخطا کېږئ؛ مشکل ختمېږي موږ په اوسني اقتصادي وضعیت کښي په هیواد کښي زیات معادنونه او زخایر لرو، د هغوی د استخراج له پاره کار رشوع دئ. افغانستان به د یوه زورېديل حالت څخه راوزي او په یوه پرمختليل اقتصادي هیواد به بدل سي.»

د طالبانو واکمنېدو سره چې د افغانستان بانکي سیستم له نړۍ سره اړیکي نه لري او افغان زېرمې هم کنګل شوې، طالبانو د خپلو اړتیاوو پوره کولو لپاره د کانونو اېستلو ته مخه کړې ده.

د طالبانو د کانونو او پټروليم وزارت نږدې دوه اونۍ مخکې وویل، د افغانستان په بېلا-بېلو سېمو کې د ۲۰۰ کوچنيو او ۱۵ لويو کانونو د استخراج چارې روانې دي.

خو طالبان د دې کانونو د قراردادونو په هکله مالومات او له هغو ترلاسه شوي عاید د مصرف لارې له چا سره نه شریکوي.

همدا وجه ده چې د دې کانونو د استخراج په هکله افغانان اندېښنې لري او په دې باور دي چې د کانونو اړوند سیمو کې هم خلکو ته کوم لومړني خدمتونه نشته.

له نږدې دوو کلونو راهیسې چې د کانونو سپړل روان دي بیا هم د ادوند سیمو د خلکو په اقتصاد کې کوم مثبت بدلون نه دی راغلی او په افغانستان کې د بې کارۍ او بې وزلۍ کچه نوره هم زیاتېږي.

د جورج ډبلیو بوش انستیتوت هم د روانې اپرېل میاشتې په دویمه یوه څېړنه کې وویل، چې د طالبانو مشران او غړي په داسې حال د افغانستان له طبیعي زېرمو خپل خوند اخلي چې ۹۰ سلنه افغانان بې وزله او خوارځواکي دي او څلور میلیونه ښځې او ماشومان له سختې لوږې سره مخ دي.

پانګونې ته د سوداګرو هڅول

خو ملا هبت الله اخوند چې باور لري د کانونو سپړلو سره به افغانستان پر اقتصادي هېواد بدل کړي وروستۍ ناسته کې پر سوداګر او پانګوالو غږ کړی چې پر طبيعي زېرمو سربېره صنعت او کرنه کې پانګونه وکړي.

خو په افغانستان کې سوداګر او پانګوال د طالبانو پر ادارو د کار د ځنډېدو او د خندونو جوړولو تورونه لګوي.

دوی وخت نا وخت په کابل کې د ملا برادر په شمول له ځینې چارواکو او ان کندهار کې له ملا هبت الله سره لیدلي.

په دې غونډه کې هم سوداګرو د مالياتو د مراحلو د پروسې اسانه کول، د صنعت په برخه کې د ځمکو لپاره د سندونو ورکول، بهرنيو سوداګرو ته د ويزو د ستونزو حلول، پر لویو لارو د ترانسپورټې شرکتونو کنټرول او يو شمېر نورې غوښتنې کړې دی.

د طالبانو مشر هم دوی ته د ستونزو د حل ډاډ ور کړی دی.

د طالبانو مشر په دغو خبرو کې دا هم ویلي چې د دوی حکومت یوازې د دې ډلې نه دی، بلکې د ټولو افغانانو دی او هر کار وړ کس پکې کار کولی شي.

خو پر طالبانو نیوکې دا دي چې په بیا واکمنېدو سره یې ډېر متخصص کسان له دندو لرې کړل، پر ځای یې ملایان وګومارل او دا لړۍ لا هم روانه ده.

د نجونو پر زدکړو او د ښځو پر کار بندیز او د متخصصو کسانو له دندو لرې کول هغه څه دي چې د طالپانو په واکمنېدو سره یې بهر ته د افغانانو کډوالي ور سره زیاته شوې ده.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

د کندوز_مزار پر لویه لار په ټرافیکي پېښه کې پنځه کندهاري مېله‌وال مړه شوي دي

۲۹ وری ۱۴۰۳ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۴، ۰۶:۰۳ GMT+۱

په کندهار کې د طالبانو سیمه‌ایز چارواکي وايي، د کندوز ـ مزار پر لویه لاره په ټرافیکي پېښه کې مړه شوي پنځه کسان د یوې کورنۍ غړي وو.

په کندهار کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي، د سه شنبې په ورځ د (وري ۲۷مه) د کندوزـ مزار پر لویه لاره پنځه کندهاري مېله‌وال په یوه ترافیکي پېښه کې مړه شوي دي.

له کندهار څخه سیمه‌اېزو خبریالانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې دغه کندهاري مېله‌وال د یوې کورنۍ غړي دي.

د کندهار د سیمه‌ایزو خبریالانو په خبره په مړه شویو کسانو کې درې کسان ورونه، یو د همدې درې کسانو اوښی او یو بل مړ شوی کس یې هم له نږدې خپلوانو څخه و.

د اختر په رخصتیو کې ډېری کسان د افغانستان له سویل په ځانګړي توګه کندهار څخه د افغانستان شمالي ولایتونو ته سفرونه کوي.

خو ډېری وختونه یوشمېر مېله‌وال د بې احتیاطۍ له امله په ترافیکو پېښو کې مړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کندهار د میرویس روغتون له لوري په خپور شوي راپور کې راغلي، چې د اختر په ورځو کې په دغه ولایت کې د ټرافیکو پېښو له امله دوه کسان مړه او ۱۴۹ کسان ټپیان شوي دي.

نجیبې نوري د افغان مېرمنو د ازادۍ په هیله خپل ۱۵۴ ورځینی سمندري سفر پای ته ورساوه

۲۹ وری ۱۴۰۳ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۴، ۰۴:۲۸ GMT+۱

نجیبه نوري او د هغې سره د بېلابېلو هېوادونو ملې ملګرې د «اوشن ګلوب» لوبو کې له ګډون وروسته خپل هغه سفر چې ۱۵۴ ورځې وړاندې یې پیل کړی و، پای ته ورساوه. هغه وایي، په دغه ننګونکي سفر کې یې وښوده چې افغان نجونې هم کولای شي ځانونه اغېزناکې او زړورې ثابتې کړي.

اغلې نوري د لومړي ځل لپاره د اوشن ګلوب سیالیو په دویم پړاو کې سفر وکړ.

هغې په فبرورۍ میاشت کې په خپله فیسبوک پاڼه کې د دغه سفر په اړه ولیکل:« خوشحاله یم، چې په دغه نه باورېدونکي سفر کې چې ټولې نړۍ ته یې لرم، د نجونو د زده‌کړو مهم پیغام له ځانه سره لېږدوم.»
هغې زیاته کړه:« د افغانستان په ښایسته غرونو کې رالویه شوې او د میدن په بېړۍ چلولو کې له تمې خلاف او زړه راښکوونکی سفر کوم.»

100%

میدن فکټور د اډوارز ټریسي بېړۍ نوم دی. هغې په ۱۹۸۹-۱۹۹۰ کال کې «د ویتنبرد د نړۍوالو سیالیو بهیر» کې د هغې بېړۍ مشري کوله، چې ټولې کارکوونکې یې مېرمنې وې.

د ټولو مخالفتونو او جنسیتي توپیر سره، سره ټریسي او د هغې ډلې د ټولو سختو شرایطو په منلو د نړۍ د بېړۍ چلولو په سیالیو کې دویم مقام ګټلی و.
دا د بېړۍ چلولو سیالیو کې د مېرمنو لپاره تر ټولو سخت پیل و.
له هغې وروسته میدن چې اوس‌مهال یې په نوم دغه سازمان هم جوړ شوی، د نجونو د ځواکمنولو لپاره په ټوله نړۍ کې په یو ستر بنسټ بدل شوی او له نړۍوالو څخه د نجونو د زده‌کړو لپاره پیسې راټولوي.

100%

هغې د میدن په بېړۍ کې یوه سپینه دړه په لاس کې نیولې، چې په کې لیکل شوي: «نوروز مبارک، د افغانستان او د هېواد د مېرمنو د ازادۍ په هیله.»
نجیبه نوري په قوم هزاره او د افغانستان د بامیانو ولایت اوسېدونکې ده، چې دا مهال کډواله شوې.

هغې په کډوالۍ کې دا موکه موندلې، چې د بېلابېلو هېوادونو له مېرمنو سره ګډ سفر وکړي؛ خو د هغې په شان نورې نجونې په افغانستان کې په ډېرې سختۍ سره کولای شي له کوره بهر لاړې شي او د زده‌کړو او کار کولو حق هم نه لري.
د میدن بېړۍ د هغو ۱۴ بېړیو څخه یوه وه، چې د سپټمبر په ۱۰مه یې خپل سفر له بریټانیا څخه پیل کړ.

دغې بېړۍ ۴۳ زره کیلو مټره لار ووهله او د پنځمې بېړۍ په توګه وروستۍ کرښې ته ورسېده.

محمد شفیع رستمي د پاریس د ۲۰۲۴ پارالمپیک لوبو کې د ارزوونکي جواز ترلاسه کړ

۲۸ وری ۱۴۰۳ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۴، ۲۲:۲۴ GMT+۱

د افغانستان د تکوانډو ملي فدراسیون وایي، چې شفیع رستمي د پاریس په پارالمپیک سیالیو کې د افغانستان یوازینی ارزونکی استازی وټاکل شو.

د افغانستان د تکواندو ملي فدراسیون د سې شنبې په ورځ (د وري ۲۸مه) په خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي، چې استاد محمد شفیع رستمي د پاریس د ۲۰۲۴ پارالمپیک سیالیو کې د هېواد یوازینی استازی ټاکل شوی دی.

د پاریس المپیک او پارا المپیک سیالی د ۲۰۲۴ اوړي کې په پاریس کې ترسره کیږي؛ د فرانسې پلازمېنه د درېیم ځل لپاره د دې سیالیو د کوربه په توګه غوره شوې ده.

د المپیک سیالي د اسد له څلورمې شروع کیږي او د اسد تر شلمې دوام کوي.

دې سیالیو کې به ۱۰ زره ۵۰۰ ورزشکاران، ۳۲ سپورټونو کې لوبیږي، چې په ۳۲۹ سیالیو کې به مډالونه وویشل شي.

د پارالمپیک لوبې به د سنبلې په ۶مه پیل او د سنبلې تر ۱۷مې نېتې پورې په ۲۲څانګو کې د ۴۴۰۰ ورزشکارانو په ګډون ترسره شي او ورزشکاران به په ۵۴۹ څانګو کې د مډالونو لپاره سیالي وکړي.

د مقاومت جبهه وايي، چې په کابل کې یې پنځو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

۲۸ وری ۱۴۰۳ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۹:۰۹ GMT+۱

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې په نوم د طالبانو مخالفې وسلوالې ډالې اعلان وکړ، چې د طالبانو د امنیتي ځواکونو په موټر باندې د دغې ډلې د ځواکونو په حمله کې درې کسان وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

دغې جبهې پر خپلې اېکس پانې لیکلی، چې دا برید د سې شنبې په ماښام د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د پروان سې په سیمه کې شوی دی.

د دغه برید د ویډیو په خپرولو سره دغې جبهې ویلي، چې د طالبانو رینجر موټر یې په نښه کړی دی.

د طالبانو مخالفې وسله والې ډلې په داسې حال کې په کابل ښار کې د نوي برید اعلان وکړ، چې د ازادۍ جبهې هم پرون په کابل کې د طالبانو پر اهدافو چریکي بریدونه پیل کړل.

دغې ډلې ویلي وو، چې د روژې په میاشت کې به خپل بریدونه ودروي.

تر اوسه طالبانو د یاد برید په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د ایران د زعفران د شورا غړی: زموږ له ضعفه په ګټنې افغانستان په خپل نوم زموږ زعفران صادروي

۲۸ وری ۱۴۰۳ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۵۴ GMT+۱

د ایران د زعفران د ملي شورا یوه غړي ويلي، چې د دغه هېواد د زعفران صادراتي بازار مو د کمزوري مديريت له امله په دواړو لاسونو افغانستان ته ورکړی دی.

علي حسیني د دې ادعا په کولو سره چې «افغانستان له ۲۰ ټنو څخه کم زعفران تولیدوي او ۷۰ ټنه صادروي» وویل: «د ایران زعفران له هغه ځایه صادریږي.»

ایسنا خبري اژانس د سې شنبې په ورځ د (وري ۲۸مه) د ښاغلي حسيني له قوله راپور ورکړی، چې د زعفرانو عمده واردونکي ایران، افغانستان، متحده عربي امارت، هسپانيه او چين دي.

په دې معنا چې افغانستان د ایران د صادراتو بازار نیولی او د ایرن زعفران هند، سعودي عربستان او امريکا ته صادروي.

د هغه په ​ خبره؛ پخوا د نړۍ تر ٩٠ سلنې زيات د زعفرانو توليدول له ایران څخه وو؛ خو اوس دغه فيصدي کمه شوې ده؛ ځکه په ايران کې د زعفرانو توليد کم شوى او بيه يې د پنځو مياشتو په پرتله څلور برابره لوړه شوې ده.

د دغه راپور له مخې؛ ښاغلي حسیني وویل، چې د زعفرانو د بیې لوړېدل ښايي تولیدونکو او بزګرانو ته ګټه ورسوي؛ خو په یوه وخت کې به ایران خپل بازارونه او پېرېدونکي له لاسه ورکړي.

د ایران د زعفرانو د ملي شورا دغه غړی زیاته کړه: «ایران په نړۍ کې د زعفرانو لومړی تولیدوونکی دی؛ خو افغانستان، هند، یونان، مراکش او هسپانیه هم د تولید ډګر ته داخل شوي دي.»

ايسنا په خپل خبر کې ليکي، چې نوموړي دې ته په اشارې سره چې د ايران زعفران له هېواد څخه صادرېږي او بيا د نورو هېوادونو په نوم صادرېږي وويل: «هند له ايران څخه د زعفرانو د پېرلو لپاره درنه تعرفه ورکوي له همدې امله ايراني زعفران افغانستان ته داخلېږي او بيا د افغانستان په نوم دغه زعفران هند ته ځي.»

ښاغلي حسیني زیاته کړه، چې د زعفرانو د تولید او بسته بندۍ په برخه کې پر ستونزو سربېره د صادراتو په برخه کې هم له خنډونو سره مخ دي او حکومت باید د صادراتو دغه خنډونه لرې کړي.

هغه ټینګار وکړ، چې حکومت باید د کرنیزو محصولاتو صادرونکي د مالیې له ورکړې معاف کړي.

ښاغلي حسیني وویل: «موږ باید پلټنې وکړو ترڅو معلومه کړو چې ستونزه چیرته ده او ولې تولید کم شوي دي.»

د ایران د زعفرانو د ملي شورا غړي ویلي، چې په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ کلونو کې په هر هېکټار ځمکه کې له ۶ تر ۷ کیلو زعفران تولیدېدل؛ خو اوس دغه شمېر دوه کیلو ته رسېدلی دی.

هغه زياته کړه: « په هر متر مربع ځمکه کې بايد يو ګرام وچ زعفران توليد شي؛ خو اوسمهال په هر هکتار کې ٢٠٠ ملي ګرامه توليدېږي. که چيري بزګران وکولای شي له هر هېکټار څخه له ۶ تر ۷ کیلو زعفران وکري، موږ کولای شو له نړۍ سره سیالي وکړو.»