د ترکیې پولیس وايي، له ۳۰ څخه زیات افغان کډوال یې نیولي

تېره ورځ ناوخته د (وري ۲۸مه) د ترکیې پولیسو په چناق قلعه ښار کې د استوګنې له اسنادو پرته د ۳۳ افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړی. پولیسو ویلي، چې د دغه هېواد د ځواکونو په عملیاتو کې یې یو بل کس د «انساني قاچاق» په تور نیولی دی.