• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران د اسیا جام د فوټسال سیالیو په لومړۍ لوبه کې افغانستان ته ماته ورکړه

۳۰ وری ۱۴۰۳ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۴، ۱۴:۱۱ GMT+۱

ایران فوټسال ملي لوبډلې د تایلند په بنکاک کې نن افغان ملي لوبډلې ته ۳ پر ۱ ماتې ور کړه. افغانستان او ایران د اسیا فوټسال ملتونو جام سیالیو په ډي ګروپ کې دي. دا د دې ګروپ لومړنۍ لوبه وه چې افغانستان پکې ماته وخوړه.

ایران په لومړۍ نیمایي کې یو ګول وهلی و، چې افغانستان بیا په دویمه نیمایي کې دغه ګول جبران کړ، خو د نورو ګولونو فرصت ورته برابر نشو.
د افغانستان له لوري مهران غلامي ګول وکړ.
ټاکل شوې چې د افغانستان دویمه لوبه به له کویټ او دریمه لوبه به له بحرین سره راتلونکې اونۍ د شنبې او دوشنبې په ورځ ترسره شي.
د اسیا فوټسال ملتونو جام سیالۍ د ټایلنډ په کوربتوب د اسیا د شپاړلسو غوره لوبډلو په ګډون سره تېره ورځ پیل شو.
د افغانستان فوټبال فدراسیون د مارچ په ۲مه د ۲۰۲۴ فوټسال اسیا جام او له هغې وړاندې د څلور اړخیز (NSDF) فوټسال سیالیو په موخه د فوټسال ملي لوبډلې ۱۸ کسیز نوملړ اعلان کړ.
ددغه نوملړ له مخې، علی رضا جعفري، محمد جواد صفري، علی احمد محسني، علی اصغر رسولي، اکبر کاظمي، مهدي نوروزي، رضا حسین پور، فرزاد محمودي، مهران غلامي، بهمن ګرګیج، امید قنبري، محمد مرادي، حسین محمد، سید مجتبی حسیني، علی جعفري، حسن‌ حسني، ناصر تیموري او میثم فیضي په دې ټیم کې شامل دي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د سوداګریزو جوازونو د ورکړې په برخه کې ۸ شرطونه لغو کړل
۱

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د سوداګریزو جوازونو د ورکړې په برخه کې ۸ شرطونه لغو کړل

۲

نېشن‌سول موسسې د افغان ښځو د حقونو فعالې زرقه یفتلي ته د «ممکن راتلونکي» جایزه ورکړې

۳

کېت کېلوګ: امریکا باید د طالبانو د واکمنۍ د بدیل لپاره افغان سیاسي جریانونه وارزوي

۴

د افغانستان له جګړې تر مکسیکو؛ د سي‌ای‌اې دوو وژل شوواجنټانو پټه کیسه

۵

د پاکستان د پوځ او استخباراتو چارواکو د طالبانو د مخالفو وسله‌والو ډلو له مشرانو سره لیدلي