• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: اوکرایني بې پیلوټه الوتکو د روسیې د تېلو پر ډیپو او د بریښنا پر مرکزونو برید کړی

۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۴، ۲۱:۱۵ GMT+۱

کییف کې یوې استخباراتي سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې اوکراین د شنبې په ورځ سهار وختي د روسیې پر اتو سیمو د لسګونو «اوږده واټن ویشتونکو بې پیلوټه الوتکو» برید کړی، چې د تیلو یوه ډیپو او د برېښنا درې مرکزونه یې په نښه کړي دي.

دغه برید د روسیې د دفاع وزارت له خوا تایید شوی دی.

اوکراین چې د وو کلونو راهیسې د روسیې د یرغل وروسته د جګړې په ډګر بدل شوی، په دې وروستیو کې له سخت فشار سره مخامخ دی. دغه هیواد هڅه کوي چې د بې پیلوټه الوتکو په کارولو سره دننه په روسیې کې د تېلو د تصفیه کولو او د انرژۍ تاسیساتو په نښه کړي او په دې توګه پر کرملین فشار راوړي.

یوې اوکرایني سرچینې د ټولنیزو رسنیو ویډیوګانو په حواله وویل: «لږ تر لږه درې د برېښنا سب سټیشنونه او یوه د تېلو ډیپو په نښه شوي، او په کې اور لګیدلی دی. د اور لمبې په بېلابېلو سیمو کې ښکاري.»

سرچینې وویل، چې دا تاسیسات د روسیې د نظامي صنعتي تولیداتو د ملاټړ لپاره کار کوي او له همدې امله په نښه شوي دي.

د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې د اوکراین ۵۰ بې پیلوټه الوتکې یې په نښه کړي دي، چې ۲۶یې په بلګراد، ۱۰یې په براینسک، اته یې په کرسک، او پاتې نورې یې په بیلابیلو سیمو کې نسکورې شوي دي.

د روسیې د بلګوراد سیمې والي، ویاچیسلف ګلادکوف ویلي، چې د برید په پایله کې دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د سیمې والي تایید کړې، چې برید د تېلو او د انرژۍ تاسیسات په نښه کړي دي.

هغه وويل: «هوایي دفاعي ځواکونو الوتکه وویشتله، خو د الوتکې د لوېدو په پایله کې د تېلو یو ټانکر اور واخیست.»

ښاغلي ګلادکوف ویلي، چې لا معلومه نه ده چې پېښه کې څوک ژوبل شوي که نه.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

امریکا د دوه جیټ الوتکو چې په مصنوعي ځیرکتیا او انساني پیلوټ سمبال وې، سیالي ترسره کړه

۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۴، ۲۰:۲۶ GMT+۱

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویلي، چې په دې تمریني سیالۍ کې دوو ایف- ۱۶ جیټ الوتکو په ساعت کې تر ۱۲۰۰ کیلومتره سرعت سره الوتنې ترسره کړې او له یو بل سره یې سیالي وکړه. د یوې الوتکې پیلوټ انسان او بلې یې د مصنوعي څیرکتیا پر مټ پرواز کاوه.

د امریکا د دفاع وزارت ویلي،‌ چې دغه سيالۍ يې د تېر کال په سپټمبر مياشت کې ترسره کړې وې.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د څیړنېزو پروژو اژانس په دې وروستیو کې په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې د مصنوعي ځیرکتیا سره د یوې جیټ الوتکې او د انسان پیلوټ ترمنځ هوای سیالي «د فضایي صنعت په تاریخ کې یوه د بدلون شیبه» ده.

دا سیالۍ، چې په کالیفورنیا کې د اډوارډز هوايي ځواک په اډه کې شوې، د مصنوعي ځیرکتیا د پرمختګ او په عصري جګړې کې د دې مصنوعي ځیرکتیا کارول پر لور یو مهم ګام دی.

د متحده ایالاتو دفاعي څیړنیزو پروژو اژانس له لوري خپاره شوي عکسونه، ښیي چې یوه ایف-۱۶ جیټ الوتکه چې په مصنوعي ځیرکتیا سمباله ده له هغې الوتکې سره چې پیلوټ یې انسان دی د تمرین په حال کې دي.

د امریکا د دفاع وزارت له لوري د دغې سیالی په اړه لا ډیر جزییات نه دي خپاره شوي.

د رویټرز څیړنه: د چین د دودیزو درملو غوښتنه هر کال د میلیونونو خرو د وژلو لامل کیږي

۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۸:۱۱ GMT+۱

رویټرز د څارویو د ساتنې د ملاتړو ډلو او د وترنری متخصصینو له قوله لیکلي، چې د چین دودیزو درملو غوښتنه په افریقا کې هر کال د ملیونونو خرو د وژلو لامل کیږي.

دغه څېړنیز راپور کې د چین د دولتي رسنیو په حواله لیکل شوي، چې د خره د پوستکي د هر ۵۰۰ ګرامو بیه ۴۲۰ ډالرو ته رسېدلې ده.

رویټرز خبري اژانس په خپل تحقیقاتي راپور کې لیکلي، چې په چین د خرو د پوستکي څخه اخېستل شوي کلاژن چې دودیز درمل ترې جوړیږي او په چین کې ورته تقاضا لا ډیره شوې، په افریقا کې د خرو د لویې وژنې لامل شوې ده.

کلاژن د یو پروټین نوم دی چې د بېلابېلو موجوداتو غمبرو کې شتون لري. کلاژن د مخ او بدن د ښکلا او ځوان ساتلو اړینه سرچینه ده. چین د خره د پوستکي کلاژن څخه یو ډول دودیز درمل جوړوي چې د 'ای جیایو' په نوم یادیږي.

په وروستيو کلونو کې په چين کې د 'ای جیایو' غوښتنه ډېره شوې ده.

د دې دوديز درملو د غوښتنې د زياتوالي لامل د شتمنۍ زیاتوالی، د چین د دودیزو درملو د محبوبیت زیاتیدل او د شرکتونو له خوا د درملو بازارموندنې په شان بېلا بېلو عواملو پورې اړه لري.

له بلې خوا، افريقا چې په نړۍ کې د خرو تر ټولو زيات نفوس لري، د چين د 'ای جیایو' صنعت لپاره عمده سرچينه ګرځېدلې ده.

د خرو د پوستکي تقاضا په ټوله افریقا کې د دې حیوان د وژلو د زیاتوالي لامل شوې ده.

رویټرز په خپل راپور کې لیکلي دي چې د خرو وژل د نجونو او ماشومانو پر ژوند مستقیم اغیز کوي.

د رویټرز موندنې ښیې چې میلیونونه نجونې او ماشومان د درنو بار وړلو لپاره خره کاروي، او د خرو ډله ایزه وژنه په کلیوالو ټولنو کې نجونې او میرمنې دې ته اړ باسي چې اوږد واټن پلي ووهي.

روغتیا پوهانو خبرداری ورکړی، چې په لویه کچه د خرو وژل روغتیا ته خطر پېښوي.

دوی وايي، د خرو وژل او د پوستکي لېږدولو بهیر د ناروغیو په خپرېدو کې مرسته کولای شي.

د څارویو د حقونو ډلو او نړیوالو سازمانونو د خرو او د هغو ټولنو د ساتنې لپاره د بیړني اقدام غوښتنه کړې چې پر دوی تکیه دي.

د افریقایي اتحادیې د فبرورۍ په میاشت کې، په ټوله قاره کې د پوستکي سوداګرۍ لپاره د خرو په وژلو بندیز ولګاوه، خو د دې بندیز پلي کول ستونزمن ښکاري ځکه چې په افریقایي ټولنو کې د پراخې بې وزلۍ له امله د خرو د پوستکي ناقانونه تجارت عام دی.

د امریکا د استازو مجلس به نن د اوکراین او اسراییلو له پاره د مرستې کڅوړې ته رایه ورکړي

۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۲۴ GMT+۱

د جمهوري غوښتونکو تر کنټرول لاندې د متحده ایالاتو د استازو مجلس د شنبې په ورځ د ۹۶ ملیارد ډالرو په ارزښت د اوکراین، اسراییل او ټایوان له پاره د امنیتي مرستو کڅوړې ته رایه ورکوي، او تمه کیږي چې دغه مرستې تصویب کړي.

د مرستو دغه کڅوړه څه باندې دوه میاشتې وړاندې د امریکا د سنا مجلس له خوا تصویب شوې وه.

د امریکا ولسمشر جو بایډن او د سنا مجلس د لږکیو مشر میچ مک‌کونل، په پرله پسې توګه د استازو مجلس له مشر مایک جانسن نه غوښتنه کوله چې دغه مرستې رای اچونې ته وړاندې کړي.‌ د امریکا د سنا مجلس د ډیموکراټانو تر کنټرول لاندې دی.

دغه مرستې د استازو په مجلس کې ځکه رای اچونې ته نه وړاندې کیدې، چې د دغې مجلس ځینو سخت دریځو غړو د مرستو له تصویب سره مخالفت کاوه او غوښتل یې، چې دغه پیسې د امریکا د سرحدونو د امنیت او ځینو نورو چارو له پاره ولګول شي.

جانسن پدې اونۍ کې د سخت دریځو غړو پر ګواښونو سترګې پټې کړي او دغه مرستې یې د رای اچونې له پاره وړاندې کوي. په دغو مرستو کې ۶۰.۸۴ میلیارده ډالر یې اوکراین ته ورکول کیږي، چې اوسمهال د روسیې د دوه کلن یرغل سره د مبارزې په برخه کې له ستونزه سره مخامخ دی.

په همدې کڅوړه کې د اسراییل، ټایوان او ارام سمندرګي کې د متحدینو لپاره مرستې هم شاملې دي. په همدې حال کې په یادې کڅوړه کې په امریکا کې پر چینايي ټولنیزې شبکې ټیک ټاک بندیز لګول او اوکراین ته د روسیې د ضبط شوو شتمنیو احتمالي لیږد هم شامل دی.

د پاکستان توغندیز پروګرام ته د الو برابرولو په تور امریکا پر څلورو کمپنیو بندیز ولګاوه

۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۳:۴۸ GMT+۱

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د پاکستان توغندیز پروګرام ته وسایلو برابرولو له امله د چین پر دریو او د بیلاروس پر یوه کمپنۍ بندیز ولګاوه. دغه وزارت په اعلامیه کې وايي، دغو کمپیونو د پاکستان د لرواټنه توغندیو په ګډون د دغه هېواد د بالستیک توغندیو پروګرام ته اړین مواد برابر کړي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت پرون په خپله وېپاڼه کې د دغو څلورو خصوصي کمپنیو په هکله مفصل مالومات خپاره کړي چې د پاکستان د توغندیو برخې ادارو ته کوم ډول مواد برابروي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د دغه هېواد رسنیو ته نن ویلي، چې د امریکا له نویو بندیزونو مالومات نه لري، خو زیاتوي چې واشنګټن پخوا هم بې ثبوته دا ډول ګامونه پورته کړي دي.

د پاکستان د توغندیز پروګرام په مقابل کې د امریکا نوي اقدامات په داسې مهال دي چې د اسلام اباد چارواکي وايي، دا هېواد ور سره د ترهګرۍ په ګډون په مختلفو امنیتي برخو کې مرستې کوي.

ټي ټي پي د پاکستان استخباراتي اداره د طالبانو د مشر د سلاکار پر وژلو تورنه کړه

۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۲:۲۳ GMT+۱

د پاکستاني طالبانو غوځنګ یا ټي ټي پي د پاکستان استخباراتي اداره د بلوچستان په مرکز کوټه کې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده سلاکار په وژلو تورنوي. محمد عمر جان اخوندزاده چې د کوچني‌اختر لپاره کوټې ته تللی و، تېره پنجشنبه د پښتون اباد په نوي کلي کې د وسلوالو له خوا ووژل شو.

تر اوسه کومې ډلې د ښاغلی اخوندزاده د وژلو مسوولیت نه دی منلی.

د پاکستان طالبانو تحريک نن په يوه اعلامیه کې د نوموړي پر وژل کېدو خواشني ښيي او پړه یې پر پاکستاني استخباراتو اچوي.

دا دله وایي، د پاکستان استخباراتدا ډول پېښې پر «نامعلوم ډولو» تاوانوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بې له دې چې د محمد عمر جان اخونزاده د وژل کېدو ځای ته اشاره وکړي، د نوموړي ترور یې غندلی.

محمد عمر جان د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اوسېدونکی، په قوم توخی او د عنایت الله مشهور په غبرګي اخونزاده زوی و.

د هغه پلار او بيا وروسته خپله محمد عمرجان په کوټه کې له کلنو راهيسي د جومات امامت درلود، په همدې سېمه کې يې لويه ديني مدرسه او د تصوف په برخه کې يې سلګونه موريدان او شاګردان درلوده.

هغه د جمعې په ورځ د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې په خپل کلي او پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو.

چې د جنازې مراسيمو ته یې د طالبانو يو شمېر مشران هم ورغلي وه.