• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نړیوال جام ته یو ګام؛ د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې عراقۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه

۷ غویی ۱۴۰۳ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۱:۲۶ GMT+۱تازه شوی: ۷ غویی ۱۴۰۳ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۲:۴۷ GMT+۱

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې له عراق سره مخامخ شوه. دا لوبه په تایلنډ کې ترسره شوه او د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې عراق ته د ۵-۳ په توپیر ماتې ورکړه. له دې سره افغانستان نړیوال جام ته د لار موندلو هیله مندي پیدا کړه.

د جمعې په لوبه کې د افغانستان لپاره مهران غلامي دوه ګولونه، اکبر کاظمي، فرزاد محمودي او جاوید صفري یو یو ګول وکړ.

د فوټسال نړیوال جام ته د لار موندلو لپاره افغانستان باید د قرغزستان او ویتنام ترمنځ د لوبې له ګټونکي سره لوبه وکړي.

که افغانستان د یکشنبې په ورځ لوبه وګټي نو د فوټسال نړیوال جام ته به لاره ومومي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د ښځو کرېکټ ملي لوبډلې پخوانۍ مشرې له کرېکټ سره مخه ښه وکړه

۶ غویی ۱۴۰۳ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۴۴ GMT+۱

د پاکستان د ښځو کرېکټ ملي لوبډلې پخوانۍ کپتانې بسمه معروف نن ناڅاپه له دې لوبې سره مخه ښه وکړه. د نوموړې له تقاعد هممهاله له ویسټ انډیز څخه په خپل کور کې له درېیو پرلپسې ماتو وروسته د پاکستان د ښځو کرېکټ لوبډلې شورا منحل شوه.

بسمه معروف نن د خپل تقاعد خبر په خپرولو سره خپل اېکس کې لیکلي، چې په کرېکټ کې ۱۷ کلن سفر ورته یوازې سپورت نه بلکې د هیلو پوره کېدو او له محدودیتونو سره د پرمختګ ځای و.

د پاکستان کرېکټ بورډ د بسمه معروف د تقاعد د خبر خپرولو سره ویلي، چې مېرمن معروف لومړنۍ یو ورځنۍ لوبه پر ۲۰۰۶ کال د هند او په ۲۰۰۹ کال کې شل اوره لوبه د ایرلنډ په مقابل کړې وه.

د بورډ د معلوماتو له مخې؛ دې پخوانۍ کپتانې د پاکستان لپاره په ۲۷۶ نړۍوالو لوبو کې ګډون کړی دی.

بسمه معروف د ۳۳ پنځوسیزو په ګډون د ۶۲۶۲ نړۍوالو منډو په جوړولو سره تر بلې هرې پاکستانۍ کرېکټرې د ډېرو منډو ریکارډ خپل کړی دی.

د بسمه معروف دا ناڅاپي تقاعد د ویسټ انډیز د ښځو کرېکټ لوبډلې له خوا په خپل کور کې پاکستانۍ لوبډلې ته له پرلپسې ماتو وروسته دی.

د پاکستان کرېکټ بورډ د خپلې لوبډلې د ناسمو لوبو له امله د ښځو کرېکټ لوبډلې غوراوي کمېټه منحل کړه.

د پاکستان او ویسټ انډیز په سیالیو کې درې پرلپسې لوبې ویسټ انډیز ګټلې او لوبلړۍ یې په خپل نوم کړې ده.

د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ کې نن اټک انرژي او استقلال لوبډلو لوبې وګټلې

۵ غویی ۱۴۰۳ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۲۷ GMT+۱

د افغانستان فوټبال فدراسيون وايي، چې د فوټبال اتلانو لیګ درېیم پړاو سياليو کې نن د هرات اټک انرژي لوبډلې د هرات له سرخ پوشان لوبډلې څخه او د کابل استقلال لوبډلې د بلخ ولایت د موج ساحل لوبډلې څخه لوبې وګټلې.

دغه سيالۍ د افغانستان د کورني سوداګريز فوټبال تر ټولو لوړه کچه لوبې دي، چې په کابل کې تر سره کيږي.

د افغانستان فوټبال فدراسيون د معلوماتو له مخې؛ نن چهار شنبه په کابل کې د فوټبال د پيل شويو سياليو پر مهال د هرات اټک انرژي لوبډلې د هرات له سرخ پوشان لوبډلې څخه ۱ د صفر او د کابل استقلال لوبډلې د بلخ ولایت د موج ساحل لوبډلې څخه ۲ د ۱ په مقابل کې لوبې وګټلې.

د افغانستان فوټبال فدراسيون وايي، چې د افغانستان فوټبال د اتلانو لیګ درېیم پړاو په دغو سيالیو کې ۱۲ لوبډلو برخه اخيستې او يوه میاشت به دوام وکړي.

د فوټبال دغه سيالۍ د کابل په نړۍوال لوبغالي کې شروع دي، چې د مسوولينو په خبره شاوخوا ۱۲ بهرني لوبغاړي هم پکې لوبيږي.

د فوټبال فدراسیون مسولين وايي، چې په دې سياليو کې د نيجريا، ایران او پاکستان مطرح لوبغاړي هم شته.

د یادونې وړ ده، چې د دې سيالیو د پرون سې شبنې لومړۍ لوبه د کندهار عينو مېنې لوبډلې ۴ د صفر په مقابل کې د فارياب سرسبز یاشلر لوبډلې څخه او دویمه لوبه د فراه ابومسلم لوبډلې ۶ د صفر په مقابل کې له فارياب خراسان لوبډلې څخه ګټلې وې.

تېر کال د فوټبال د دغه ليګ اتلولي د هرات اټک انرژي لوبډلې په خپل نوم کړې وه.

د ای سي سي نوې درجه بندي: محمد نبي او بابر اعظم خپل مقامونه ساتلي دي

۵ غویی ۱۴۰۳ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۴، ۱۳:۰۲ GMT+۱

د کرېکټ نړیوالې شورا د نارينه وو کرېکټ په تازه درجه بندۍ کې د يو ورځنيو لوبو الراونډرانو کې افغان لوبغاړي محمد نبي او د يو ورځنیو لوبو په توپوهنکو کې پاکستاني لوبغاړي بابراعظم خپل لومړي مقامونه ساتلي دي.

د کرېکټ نړیوالې شورا نن د يو ورځينو او شل اوره لوبو تازه درجه بندۍ کې ويلي، چې د يو ورځنیو لوبو په توپوهنکو کې پاکستانی لوبغاړی بابراعظم پر خپل مخکني لومړي مقام، هندی لوبغاړی شبمین ګیل دويم او ویرات کولي په دريم ځای پاتې دي.

د اي سي سي د معلوماتو له مخي، د الراونډرانو په يو ورځنيو لوبو کې افغان لوبغاړی محمد نبي خپل لومړی ځای ساتلی، بنګلدېشی لوبغاړی شکېب الحسن دویم، د سريلانکا لوبغاړی سکندر رضا دریم، د فافوا نیو ګینیا لوبغاړی اسدالله ولا څلورم او افغان لوبغاړی راشد خان په پنځم ځای کې دي.

تازه درجه بندۍ کې د نيوزيلنډ چپ لاسي توپ وهونکي چپمن او د پاکستان تېز توپ اچوونکي شاهين اپريدي د پام وړ پرمختګ کړی دی.

د اي سي سي د معلوماتو له مخي، د نيوزيلنډ چپ لاسي توپ وهونکي چپمن د پاکستان په وړاندي په يوه لوبه کې په ۴۲ توپونو ۸۷ منډي جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړي هم وتاکل شو.

د دوی په خبره، چې په همدې ۲۰ اوره لوبو سره چپمن د کرېکټ په تازه درجه بندۍ کې ۱۲ درجې پرمختګ کړی او ۳۳ مقام يې خپل کړی.

د کرېکټ د نړیوالي شورا په همدې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پاکستان تېز توپ اچوونکيشاهين اپريدي له نيوزيلنډ سره په يوه شل اوره لوبه کې درې لوبغاړی سوځولي او ۱۳ منډې يې ورکړز وې، چې په دې سره د کرېکټ په تازه درجه بندۍ کې دوې درجې مخ ته شوی او ۱۷م ځای یې خپل کړی دی.

د کرېکټ نړیوالې شورا په دې تازه درجه بندۍ کې د شل اوره لوبو په توپ وهونکو کې هندی لوبغاړی سوریاکمار یادو لومړۍ، د انګلنډ فاهیل سالټ دویم او پاکستانی لوبغاړی محمد رضوان په دريم ځای کي دي.

‏ګلبدین نایب نهم افغان لوبغاړی شو، چې په روان ای‌پي‌اېل کې به ولوبېږي

۵ غویی ۱۴۰۳ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۴، ۰۴:۳۱ GMT+۱

افغان الراونډر ګلبدین نایب په روان ۲۰۲۴کال ای‌پي‌اېل کې د ډیلي کپیټل لوبډلې له‌خوا واخیستل شو. د خبرونو له مخې، ښاغلي نایب په روان ای‌پي‌اېل کې د ډیلي کپیټل سره قرارداد هم لاسلیک کړی او ډېر ژر به له دغې لوبډلې سره یوځای شي.

د راپورونو له مخې، ګلبدین نایب د اسټرالیایي الراونډر مېچل مارش پر ځای دغې لوبډلې ته غوره شوی.

مېچل مارش د ټپي کېدو له امله له ای‌پي‌اېل بهر شوی دی.

ګلبدین نایب نهم افغان لوبغاړی دی، چې د ۲۰۲۴کال ای‌پي‌اېل کې به ولوبېږي.
تر دې وړاندې راشدخان، عظمت الله عمرزی او نوراحمد لکڼوال په ګجرات لوبډله کې، محمدنبي په ممبیي اېنډینز کې، رحمان الله ګربز او الله محمد غضنفر په کلکته لوبډله کې، نوین الحق په لکهنو لوبډله کې او فضل حق فاروقي په حیدراباد لوبډله کې لوبېږي.
مجیب ځدراڼ هم د کلکتې لوبډلې له‌خوا پېرل شوی و؛ خو د ټپي کېدو له امله هغه د الله محمد غضنفر سره بدل شو.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د ۲۰۲۴ کال په اسیايي جام کې وروستي پړاو ته بریالۍ شوه

۴ غویی ۱۴۰۳ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۴، ۰۴:۳۷ GMT+۱

د افغانستان ملي لوبډله د ۲۰۲۴ کال د فوټسال په اسیايي جام کې تېره شپه د څلورم ګروپ په وروستۍ لوبه کې له بحرین سره مخامخ شوه. په دغې لوبه کې د افغانستان دریو لوبغاړو د ګولونو په وهلو دا بری خپل کړ.

په دغې مهمې لوبه کې د افغانستان لوبغاړو فرزاد محمودي، اکبر کاظمي او مهران غلامي د خپلو ګولونو په وهلو سره، ٢-٣ بحرین لوبډلې ته ماته ورکړه او د څلورو امتیازونو په خپلولو سره یې د لوبو وروستي پړاو ته لار وموندله.

افغانستان په لومړۍ نیمه پایلوبه کې خپله لوبه په ١-٢ وبایلله؛ خو په دویمې نیمه پایلوبه کې یې دوه نور ګولونه ووهل او د ایران په وړاندې د ٠-٤ د کویټ په بایللو سره په څلورم ګروپ کې دویمه لوبډله شوه چې بل پړاو ته یې لاره پرانیستله.

د افغانستان لوبډله په وروستي پړاو کې باید له تاجکستان سره ولوبیږي. او ایران به د قرغزستان پر وړاندې لوبه کوي.