• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یونېسف: په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې څه باندې ۱۲ میلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري

۹ غویی ۱۴۰۳ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۵۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۰ غویی ۱۴۰۳ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۴، ۰۰:۲۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق مسوولان وايي، په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د ۱۲،۳ میلیونه ماشومانو په ګډون ۲۳،۷ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. یونېسف ويلي، چې په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د اړتیا وړ له ۱،۴ مليارد ډالرو مرستې څخه ۳۵ سلنه یې برابرې شوې دي.

دغه سازمان د یکشنبې په ورځ (د غويي ۹مه) په افغانستان کې د بشري وضعت په اړه د روان کال د مارچ میاشتې نوی راپور خپور کړ.

په دغه راپور کې راغلي، چې اوږدې جګړې، د اقلیم بدلون، اقتصادي ځوړه او د بې کارۍ زیاتوالی په افغانستان کې د بېوزلۍ د ډېرېدو اصلي لاملونه دي.

د دغه راپور له مخې، د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د شري ناروغۍ ۱۴ زره او ۵۷۰ شکمنې پېښې او ۷۱ مړینې ثبت شوې دي.

یونېسف وايي؛ په دغو ناروغانو کې څه باندې ۱۱ زره یې ماشومان دي، چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي او تر ۶۰۰۰ډېر یې ښځې دي.

په دغه راپور کې په بېلابېلو ولايتونو کې د وروستيو اورښتونو د زيانونو يادونه هم شوې ده او ويل شوي دي، چې د روان کال د مارچ مياشتې په ٢٩مه او ٣٠مه سختو اورښتونو له ١٥٠٠ جريبه ډېره کرنيزه ځمکه ويجاړه کړې او تر ٥٠٠ زيات کورونه يې ويجاړ کړي دي.

یونېسف وايي، چې د روان کال په مارچ میاشت کې په بشري پروګرامونو کې د ښځو د ونډې او د هغوی د محدودولو په تړاو ۱۷ پېښې ثبت شوې وې.

دغه سازمان له خپلو بشري همکارانو غوښتي، چې په افغانستان کې د ښځینه کار کوونکو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ماشومانو د ژغورنې سازمان په افغانستان کې د ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښمن و، چې له پاکستانه راستانه شوي ۲۵۰ زره افغان ماشومان د خوړو او سرپناه له کمښت سره مخ دي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

طالبان: په تېرو درېیو ورځو کې د سېلابونو راوتلو له امله ۱۱ کسان مړه او ژوبل شوي

۹ غویی ۱۴۰۳ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۴، ۰۹:۵۸ GMT+۱

د طالبانو پېښو ته د رسېدو وزارت وايي، په تېرو درېیو ورځو کې د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د سېلابونو راوتو او چټکو ورښتونو له امله اته تنه مړه او درې تنه ژوبل شوي. دغه وزارت وايي، دغو سېلابونو د مرګ ژوبلې تر څنګ مالي زیانونه هم اړولي دي.

د طالبانو پېښو ته رسېدو وزارت ویاند جانان سایق رسنیو ته په استول شوي ویډیویي کلیپ کې ویلي چې د غوايي‌ میاشتې له شپږمې نېټې تر دې مهاله د سېلابونو راوتو او چټکو بارانونو له امله د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د سر او مال زیان اوښتی.

ښاغلی جانان سایق وايي: «کندهار، نورستان، بادغیس، غور، ننګرهار، میدان وردګ، هرات، سمنګان، پنجشیر، لغمان، کونړ، بغلان، کندوز، سرپل او پروان ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو او چټکو بارانونو له امله اته کسان مړه شوي او درې تنه نور ژوبل دي.»

سایق وايي؛ د۱۴۰ کورنو د ویجاړېدو تر څنګ شل جریبه کرنیزه ځمکه اوبو وړې او شاوخوا دېرش څاروي هم مړه شوي دي.

نوموړی وايي، د تېرو درېیو ورځو پر مهال د سېلابونو له امله شل کیلومټره سړکونه هم ویجاړ شوي دي.

د طالبانو پېښو ته د رسېدو وزارت ویاند جانان سایق وايي؛ په راتلونکو څو ورځو کې هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د بارانونو د ورېدو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی، نوموړي له خلکو غوښتي چې د سېندونو له څنډو لرې پاتې شي.

د افغانستان په ټولو ولایتونو کې به د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین پیل شي

۹ غویی ۱۴۰۳ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۴، ۰۸:۵۳ GMT+۱

له «پولیو څخه پاک افغانستان» موسسې نن یکشنبه د (غوايي نهمه) په ایکس پاڼه لیکلي چې سبا د دوشنبې په ورځ د (غوايي لسمه) به په ټولو ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ واکسین پیل شي. دغې موسسې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په دغه پروګرام کې ماشومانو ته (ویټامین اې) هم په پام کې نیول شوي.

له «پولیو څخه پاک افغانستان» موسسې خلکو ته سپارښتنه کړې چې خپلو ماشومانو ته د ویټامین اې لرونکي خواړه ورکړي چې له دغې ناروغۍ وژغورل شي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ او سیمې په کچه هغه دوه هېوادونه دي چې د پولیو په له منځه وړلو کې لا هم نه دي بریالي شوي.

د روغتیا نړېوال سازمان تر دې مخکې ویلي و چې له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل او د خلکو پراخ تګ راتګ په افغانستان کې د پولیو د خپرېدو ګواښ زیاتوي.

تېر او وړم کال په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ مثبتې پېښې ثبتې شوې او طالبانو ویلي وو چې د پولیو د مخنیوي په موخه به نوي مرکزونه جوړوي. خو داسې ښکاري چې طالبان لا هم د دغې ناروغۍ په مخنیوي پاتې راغلي.

روسیه: د طالبانو په رسمیت پېژندل د ګډ حکومت په جوړولو پورې تړلې موضوع ده

۹ غویی ۱۴۰۳ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۴، ۰۸:۱۴ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وايي، د طالبانو په رسمیت پېژندنه د یوه ټولګډونه حکومت په جوړېدو پورې اړه لري. میخایل ګالوزین وايي؛ داسې ټولګډونه حکومت ته اړتیا ده چې د افغانستان د ټولو «قومونو، مذهبونو او سیاسي ګوندونو» استازي په کې ونډه ولري.

د روسي رسنیو د راپور له مخې، میخایل ګالوزین چې د جمعې په ورځ ازبکستان ته تللی، ویلي: «مسکو له طالبانو سره یوازې خپلې سوداګریزې اړیکې ساتي.»

د ریانووستي خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د افغانستان په اړه د امریکا پر سیاستونو هم نیوکه کړې ده.

نوموړي په ۱۴۰۰ل کال کې له افغانستان څخه د امریکا وتلو ته په اشاره سره وویل: «هغوی په حقیقت کې د افغانستان خلک په ډاګ پرېښودل.»

روسيې هم د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمت نه دي پېژندلي ، خو له دغې ډلې سره اړیکې لري او په مسکو کې یې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارلی دی.

د دې تر څنګ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د وري په میاشت کې وویل، چې د ترهګرو سازمانونو له لیست څخه د طالبانو د ایستلو موضوع تر غور لاندې ده.

طالبان: په هرات کې د زلزلې زیانمنو کورنیو ته ۴۰ جوړ شوي کورونه ور وسپارل شول

۹ غویی ۱۴۰۳ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۴، ۰۷:۴۵ GMT+۱

د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه د دغه ولایت د صرافانو ټولنې له لوري د کورونو جوړولو او سپارلو په لړ کې د زنده جان په ولسوالۍ کې ۴۰ کورونه زیانمنو ته سپارلي. دا د زلزلې هغه زیانمن شوي خلک دي چې د ژمي سړې هوا شپې او ورځې یې په خیمو کې تېرې کړې.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون نن یکشنبه د (غوايي نهمه) په ایکس پاڼه لیکلي چې دغه ۴۰ کورونه په هرات ولایت کې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د هرات صرافانو ټولنې له لوري د زنده جان ولسوالۍ زلزله ځپلو ته سپارل شوي.

د دغه خبر له مخې چې د هرات صرافانو په دغو ۴۰ کورونو ۲۰ میلیونه افغانۍ لګښت کړی.

تېره اوونۍ هرات کې ځايي طالب چارواکو ويلي وو، چې زلزله ځپلو ته د کورونو او ودانیو جوړولو چارې اوس هم روانې دي او په خبره یې چې په نږدې راتلوونکي کې به د روغتیایي مرکزونو او ښوونځیو په ګډون تر زرو پورې کورونه جوړ شي.

خو په هرات کې د تېر ۱۴۰۲ کال د تلې په ۱۵مې پرله پسې زلزلو زرګونه هراتیان بې کوره کړي چې د مني او ژمي څه باندې پنځه میاشتې یې په سړه هوا، سیلۍ او واوره کې تر خیمو او څادرونو لاندې تېرې کړې.

په هرات ولایت کې له زلزله ځپلو سره د مرستې کمیسیون طالب چارواکو د ژمي په سر کې ویلي و، چې شاوخوا څلور زره کورونه د جوړیدو په حال کې دي چې ۹۰ سلنه چارې یې بشپړې شوې دي خو د هرات زلزله ځپلي د طالبانو داسې خبرې نمایشي بولي او وايي چې د دوی زیاته برخه لا هم بې کوره دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په هرات ولایت کې د تېرې تلې میاشتې په ۱۵مه په پرله پسې زلزلو کې تر ۱۴۰۰ډېر کسان مړه شوي او ۱۱ زره نور ټپیان شوي وو.

د دې ترڅنګ په دغو زلزلو کې څه باندې اته زره کورونه په بشپړه توګه ویجاړ او د ١٧ زره کورونو ځینې برخې ویجاړې شوې وې.

د طالبانو کډوالو وزارت: له پاکستان او ایرانه نږدې ۲۰۰۰ افغان کډوال راستانه کړل شوي

۹ غویی ۱۴۰۳ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۴، ۰۷:۲۲ GMT+۱

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له ایرانه تر زرو ډیر افغان کډوال په جبرې توګه او خپله خوښه هېواد ته راستانه شول. دغه وزارت وايي، له پاکستانه هم نږدې زر تنه په جبري ډول هیواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، د غوايي میاشتې په اوومه نېټه د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې ۱۰۲۲ تنه افغان کډوال هېواد ته راستانه شول.

یاد وزارت د اسلام کلا د سرحدي امریت د معلومات پر بنسټ لیکلي، چې، تازه راستانه شوي کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړېوال سازمان ته ورپيژندلي.

همدارنګه د کډوال وزارت وايي، د ایران له لوري په راستنو شویو کډوالو کې اووه تنه بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي چې په هرات کې د کورنیو موندلو په موخه د وارچایلډ موسسې ته ور سپارل شوي.

بل خوا د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې،‌ تېره ورځ د پاکستان حکومت له لوري ۸۲۵ افغان کډوال په جبري توګه له یاد هېواده ایستل شوي.

د کډوالو وزارت وايي، دغه افغان کډوال د کندهار د سپین بولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو هېواد ته راستانه شوي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې په تازه راستانه شویو افغان کډوالو کې ۲۳ تنه هغه بندیان هم شامل و چې د پاکستان په زندانونو کې ساتل کېدل.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د هغو افغان کډوالو د اوسېدو موده د دوو نورو میاشتو لپاره وغځوله، چې د کډوالو نړېوالې عالي کمیشنرۍ له لوري ورته کارتونه ورکړل شوي.

د جمعې په ورځ د پاکستان کابینې د پي‌او‌ار کارت لرونکو کډوالو د استوګنې د اعتبار موده د چنګاښ میاشتې تر لسمې نېټې پورې وغځوله.