• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په هرات ولایت کې د ۱۱۷ میلیون ډالرو په ارزښت د پاشدان بند د پاتې چارو پرانیسته وشوه

۹ غویی ۱۴۰۳ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۳۰ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د هرات ولایت په کرخ ولسوالۍ کې د پاشدان بند د پاتې چارو پرانیسته وکړه.

ملا عبدالغني برادر د دې بند په پرانیست غونډه کې ویلي، چې په هېواد کې اوږدمهاله جګړې، سیاسي او اقتصادي بې ثباتي او اقلیمي بدلون د دې لامل شوی و، چې افغانستان له ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره مخ شي.

نوموړي دا خبرې په داسې حال کې مطرح کړې، چې دغې ډلې په تېرو څه باندې شلو کلونو کې په ترهګریزو کړنو سره د ټولو پراختیایي او اقتصادي پروژو مخه نیوله.

دا پروژه چې د ۱۱۷ میلیون ډالرو په ارزښت جوړیږي، چې پکې زرګونو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول کاري فرصتونه برابریږي.
د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ملا برادر له قوله لیکلي، چې دغې ډلې د هېواد په کچه د ټولو هغو بندونو ارزونه کړې چې کارونه یې نیمګړي پاتې وو.
ملا برادر د پاشدان بند پروژه د هرات ولایت لپاره مهمه او حیاتي وبلله او زیاته یې کړه، چې دغه پروژه به په ښه کیفیت او وخت سره بشپړه شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې پروژې سره به په هېواد کې ۵۴ میلیونه متر مکعب اوبه ذخیره او ۱۳ زره هېکټاره ځمکه خړوبه شي.

د یادولو وړ ده، چې د دې بند د جوړولو چارې د افغان انجنیرانو له لوري پر مخ وړل کېږي او په بشپړېدو سره به یې دوه میګاواټه برېښنا هم تولید شي.
که څه هم د طالبانو له خوا د ورته پروژو په پلې کېدو سره زرګونو کسانو ته د کاري فرصتونو د جوړېدو ژمنه کیږي، خو زرګونه ځوانان د وزګارۍ له امله هېواد پریږدي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

۵

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

•
•
•

نور کیسې

هرات کې د ۱۶ میلیونه ډالرو په لګښت د درملو یوه خصوصي فابریکه پرانیستل شوه

۹ غویی ۱۴۰۳ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۵۳ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون په هرات ښار کې د "افغان مېډیسن" په نوم د درملو د یوې خصوصي فابریکې د پرانیستلو اعلان وکړ.

د درمل جوړولو دغه فابریکه د ۱۶ میلیونه ډالرو په لګښت جوړه شوې او د یکشنبې په ورځ د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال یې پرانیسته وکړه.

د دې فابریکې مسوولین وايي، چې په دغه شرکت کې به څه باندې دوه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د دغه درمل جوړونې شرکت د پرانیستې په مراسمو کې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او په هرات کې د دې ډلې والي او یو شمېر سوداګرو هم حضور درلود.

افغانستان ته ډېری درمل د هند، پاکستان او ایران په ګډون له نورو هېوادونو واردېږي.

د مقاومت جبهه وايي؛ په کابل کې یې یو طالب جنګیالی وژلی دی

۹ غویی ۱۴۰۳ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۴، ۱۳:۲۷ GMT+۱

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي ،چې د دوی ځواکونو په کابل کې د طالبانو پر یوه موټر د برید په ترڅ کې د دغې ډلې یو غړی وژلی او دوه طالب جنګیالي یې ټپیان کړي دي. طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ملي مقاومت جبهې ویلي، چې د یکشنبې په ورځ (د غويي ۹ مه) د ماسپښین شاوخوا یې د کابل د اتمې امنیتي حوزې اړوند ورزشي لوبغالي ته څېرمه د طالبانو په یوه موټر برید کړی.

د ډزو غږونه په هغه ویډیو کې اورېدل کیږي، چې د دې ډلې د رسنیو لخوا خپره شوې ده.

دغه جبهه وايي چې په دې بريد کې ملکي وګړو او د دوى ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

یونېسف: په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې څه باندې ۱۲ میلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري

۹ غویی ۱۴۰۳ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۵۷ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق مسوولان وايي، په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د ۱۲،۳ میلیونه ماشومانو په ګډون ۲۳،۷ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. یونېسف ويلي، چې په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د اړتیا وړ له ۱،۴ مليارد ډالرو مرستې څخه ۳۵ سلنه یې برابرې شوې دي.

دغه سازمان د یکشنبې په ورځ (د غويي ۹مه) په افغانستان کې د بشري وضعت په اړه د روان کال د مارچ میاشتې نوی راپور خپور کړ.

په دغه راپور کې راغلي، چې اوږدې جګړې، د اقلیم بدلون، اقتصادي ځوړه او د بې کارۍ زیاتوالی په افغانستان کې د بېوزلۍ د ډېرېدو اصلي لاملونه دي.

د دغه راپور له مخې، د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د شري ناروغۍ ۱۴ زره او ۵۷۰ شکمنې پېښې او ۷۱ مړینې ثبت شوې دي.

یونېسف وايي؛ په دغو ناروغانو کې څه باندې ۱۱ زره یې ماشومان دي، چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي او تر ۶۰۰۰ډېر یې ښځې دي.

په دغه راپور کې په بېلابېلو ولايتونو کې د وروستيو اورښتونو د زيانونو يادونه هم شوې ده او ويل شوي دي، چې د روان کال د مارچ مياشتې په ٢٩مه او ٣٠مه سختو اورښتونو له ١٥٠٠ جريبه ډېره کرنيزه ځمکه ويجاړه کړې او تر ٥٠٠ زيات کورونه يې ويجاړ کړي دي.

یونېسف وايي، چې د روان کال په مارچ میاشت کې په بشري پروګرامونو کې د ښځو د ونډې او د هغوی د محدودولو په تړاو ۱۷ پېښې ثبت شوې وې.

دغه سازمان له خپلو بشري همکارانو غوښتي، چې په افغانستان کې د ښځینه کار کوونکو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ماشومانو د ژغورنې سازمان په افغانستان کې د ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښمن و، چې له پاکستانه راستانه شوي ۲۵۰ زره افغان ماشومان د خوړو او سرپناه له کمښت سره مخ دي.

طالبان: په تېرو درېیو ورځو کې د سېلابونو راوتلو له امله ۱۱ کسان مړه او ژوبل شوي

۹ غویی ۱۴۰۳ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۴، ۰۹:۵۸ GMT+۱

د طالبانو پېښو ته د رسېدو وزارت وايي، په تېرو درېیو ورځو کې د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د سېلابونو راوتو او چټکو ورښتونو له امله اته تنه مړه او درې تنه ژوبل شوي. دغه وزارت وايي، دغو سېلابونو د مرګ ژوبلې تر څنګ مالي زیانونه هم اړولي دي.

د طالبانو پېښو ته رسېدو وزارت ویاند جانان سایق رسنیو ته په استول شوي ویډیویي کلیپ کې ویلي چې د غوايي‌ میاشتې له شپږمې نېټې تر دې مهاله د سېلابونو راوتو او چټکو بارانونو له امله د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د سر او مال زیان اوښتی.

ښاغلی جانان سایق وايي: «کندهار، نورستان، بادغیس، غور، ننګرهار، میدان وردګ، هرات، سمنګان، پنجشیر، لغمان، کونړ، بغلان، کندوز، سرپل او پروان ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو او چټکو بارانونو له امله اته کسان مړه شوي او درې تنه نور ژوبل دي.»

سایق وايي؛ د۱۴۰ کورنو د ویجاړېدو تر څنګ شل جریبه کرنیزه ځمکه اوبو وړې او شاوخوا دېرش څاروي هم مړه شوي دي.

نوموړی وايي، د تېرو درېیو ورځو پر مهال د سېلابونو له امله شل کیلومټره سړکونه هم ویجاړ شوي دي.

د طالبانو پېښو ته د رسېدو وزارت ویاند جانان سایق وايي؛ په راتلونکو څو ورځو کې هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د بارانونو د ورېدو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی، نوموړي له خلکو غوښتي چې د سېندونو له څنډو لرې پاتې شي.

د افغانستان په ټولو ولایتونو کې به د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین پیل شي

۹ غویی ۱۴۰۳ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۴، ۰۸:۵۳ GMT+۱

له «پولیو څخه پاک افغانستان» موسسې نن یکشنبه د (غوايي نهمه) په ایکس پاڼه لیکلي چې سبا د دوشنبې په ورځ د (غوايي لسمه) به په ټولو ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ واکسین پیل شي. دغې موسسې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په دغه پروګرام کې ماشومانو ته (ویټامین اې) هم په پام کې نیول شوي.

له «پولیو څخه پاک افغانستان» موسسې خلکو ته سپارښتنه کړې چې خپلو ماشومانو ته د ویټامین اې لرونکي خواړه ورکړي چې له دغې ناروغۍ وژغورل شي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ او سیمې په کچه هغه دوه هېوادونه دي چې د پولیو په له منځه وړلو کې لا هم نه دي بریالي شوي.

د روغتیا نړېوال سازمان تر دې مخکې ویلي و چې له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل او د خلکو پراخ تګ راتګ په افغانستان کې د پولیو د خپرېدو ګواښ زیاتوي.

تېر او وړم کال په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ مثبتې پېښې ثبتې شوې او طالبانو ویلي وو چې د پولیو د مخنیوي په موخه به نوي مرکزونه جوړوي. خو داسې ښکاري چې طالبان لا هم د دغې ناروغۍ په مخنیوي پاتې راغلي.