• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو وزیر چینایي کمپنۍ ته د افغانستان په کانونو د پانګونې لپاره شرط کېښود

۱۰ غویی ۱۴۰۳ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۴، ۰۴:۰۵ GMT+۱

د طالبانو د کانونو وزارت وايي چې د مس عینک کان وروسته ایم‌سي‌سي شرکت غواړي د افغانستان «په نورو لویو کانونو کې پانګونه وکړي.» شهاب الدین دلاور وايي، طالبان به هغه مهال له دغه شرکت سره هوکړه وکړي چې افغانستان کې دننه د کانونو د پروسس په برخه کې لا زیاته پانګونه وکړي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د یکشنبې په ورځ د (غوايي نهمه) په ایکس پاڼه لیکلي چې د ایم‌سي‌سي شرکت مشر په کابل کې د طالبانو د کانونو له وزیر شهاب الدین دلاور سره وکتل.

دغه چینایي شرکت یو له سترو شرکتونو څخه دی چې د مسو، سربو او جست د استخراج او پروسس په برخه کې فعالیت کوي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، دغه شرکت لېواله دی چې د افغانستان په لویو کانونو په ځانګړې توګه د مسو، سربو او جست په کانونو کې پانګونه وکړي.

دلاور د دغه شرکت د لیوالتیا د هرکلي تر څنګ د دغه شرکت مشر ته د باميانو، غور او کندهار د سربو او جست کانونو په اړه معلومات ورکړل.

هغه وویل: «که چیرې شرکت د اسلامي امارت د شرایطو سره سم مني چې پروسس باید په افغانستان کې ترسره شي، موږ همکارۍ ته چمتو یو، که نه نو له هیواد څخه بهر د اومو موادو صادرولو او پروسس ته اجازه نه ورکول کیږي.»

ایم‌سي‌سي دولتي شرکت شاوخوا دوه لسیزې وړاندې د عینک د مسو کان د استخراج امتیاز ترلاسه کړ، خو له هغه وخت راهیسې یې د امنیتي دلایلو له امله د کان استخراج نه دی پیل کړی.

طالبانو په وار وار د نړۍ د دغه ستر کان د استخراج د پيل غوښتنه کړې، خو چينايي کمپنۍ له دغه کار ډډه کړې او په دې اړه يې وضاحت نه دى خپور کړى.

د طالبانو د کانونو وزارت ویلي چې د یکشنبې په ورځ د غونډې په ترڅ کې دلاور د ایم‌سي‌سي شرکت ته «د عینک د مسو کان د فعالیتونو د ګړندي کولو» لپاره اړینې لارښوونې وکړې.

طالب چارواکو په وار وار ویلي چې په افغانستان کې د بهرنیو کمپنیو د پانګونې لپاره امنیتي شرایط برابر شوي دي، خو ظاهراً دا ډاډ ورکوونکي بیانونه، هغو چینايي شرکتونو د منلو وړ نه دي چې حکومت یې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

۵

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

•
•
•

نور کیسې

د هواپوهنې اداره: د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو اټکل شوی

۹ غویی ۱۴۰۳ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۴، ۱۹:۴۰ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د هوا پوهنې ادارې په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې د غويي میاشتې تر لسمې نېټې به د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې شړکنده بارانونه، واورې او ورسره د زورورو سېلابونو د راوتو اټکل هم کېږي.

د دغو اټکلونو له مخې؛ به د باران کچه له ۱۵ تر ۷۰ ملي مترو پورې وي او ورسره د توندو بادونو د راوتلو وړاندوینه هم شوې ده.
په وروستیو اوونیو کې د افغانستان ځینې ولایتونه د سختو ورښتونو او سېلابونو بهېدلو شاهدان وو، چې خلکو ته یې د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.
د چاپیریال ساتنې کارپوهان وایي، په افغانستان کې دوامداره وچکالۍ، بې وخته ورښتونه، وارورې او سېلابونه د اقلیمي بدلون پایلې دي، چې په افغانستان کې یو په یو راڅرګندېږي.
بل خوا د طالبانو تر کنټرول لاندې پېښو ته د رسېدو وزارت وايي، په تېرو درېیو ورځو کې د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د سېلابونو راوتو او چټکو ورښتونو له امله اته تنه مړه او درې تنه ژوبل شوي.

دغه وزارت وايي؛ دغو سېلابونو د مرګ ژوبلې تر څنګ مالي زیانونه هم اړولي دي.

د طالبانو پېښو ته رسېدو وزارت ویاند جانان سایق رسنیو ته په استول شوي ویډیویي کلیپ کې ویلي چې د غوايي‌ میاشتې له شپږمې نېټې تر دې مهاله د سېلابونو راوتو او چټکو بارانونو له امله د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د سر او مال زیان اوښتی.

ښاغلی جانان سایق وايي: «کندهار، نورستان، بادغیس، غور، ننګرهار، میدان وردګ، هرات، سمنګان، پنجشیر، لغمان، کونړ، بغلان، کندوز، سرپل او پروان ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو او چټکو بارانونو له امله اته کسان مړه شوي او درې تنه نور ژوبل دي.»

سایق وايي؛ د۱۴۰ کورنو د ویجاړېدو تر څنګ شل جریبه کرنیزه ځمکه اوبو وړې او شاوخوا دېرش څاروي هم مړه شوي دي.

نوموړی وايي، د تېرو درېیو ورځو پر مهال د سېلابونو له امله شل کیلومټره سړکونه هم ویجاړ شوي دي.

د طالبانو پېښو ته د رسېدو وزارت ویاند جانان سایق وايي؛ په راتلونکو څو ورځو کې هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د بارانونو د ورېدو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی، نوموړي له خلکو غوښتي چې د سېندونو له څنډو لرې پاتې شي.

ملا هبت الله د کندهار د امنیتي حوزه امرینو ته: په خپلو ساحو کې د "خوارجو" دقیقه پلټنه وکړئ

۹ غویی ۱۴۰۳ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۴، ۱۹:۲۹ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل - پښتو د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوند زاده هغه غږیز کلیپ تر لاسه کړی، چې پکې نوموړی د کندهار د حوزو له امرینو سره خبرې کوي. په دغه غږیز کلیپ کې د لومړۍ حوزې امر ملا هبت الله ته وايي: "شیخ صاحب که څه امر خدمت وي، زه په اوله حوزه کې یم".

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې ملا هبت الله د مخابرې له لارې د کندهار د حوزو له امرینو، د قرارګاو او یو شمېر نورو وسله والو سره خبرې کړي دي.

په غږیز کلیپ کې د لسمې حوزې امر ملا هبت الله څخه پوښتي: "ژوند ښه په خېر دی؟ څه مشکلات خو به نه وي؟".

په یاد غږیز کلیپ کې د امنیتي حوزو امرین ملا هبت الله د امنیت او ګزمې ډاډ ورکوي.

سرچینه زیاتوي، چې ملا هبت الله ټولو مسوولینو ته هدایت کړی، چې په خپلو سیمو کې د مخالفینو جدي پلټنه وکړي.

په ورته وخت کې نوموړي دا هم ویلي، چې که چېرې کوم طالب چارواکی د امنیتي حوزو د امرینو په دندو کې لاسوهنه کوي؛ نو سم له واره دې موضوع د نوموړي له دفتر سره شریکه شي.

تر اوسه د مخابرې له لارې د ملا هبت الله د مکالمې په اړه طالبانو په رسمي ډول رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو مشر د مخابرې له لارې د طالبانو له یو شمېر امنیتي مسوولینو سره خبرې کوي او غږ یې رسنیز کیږي.

ملا هبت الله د کندهار د امنیتي حوزو له مسوولینو سره پر داسې مهال خبرې کوي، چې په دې وروستیو کې په کندهار کې د بې پېلوټه الوتکو ګرځېدل زیات شوي دي.

تر اوسه په رسمي ډول هېڅ هېواد هم دا نه ده منلې، چې ګواکې دا الوتکې د دوی دي؛ خو د طالبانو یو شمېر چارواکو بیا ویلي، چې د افغانستان په اسمان کې بې پېلوټه الوتکې د امریکا اړوند دي.

په کندهار کې د داعش - خراسان ډلې له وروستي برید وروسته طالبانو په کندهار کې امنیتي څار زیات کړی او د سیمې اوسېدونکي وايي، چې د تالاشۍ پوستې هم زیاتې شوي دي.

په هرات ولایت کې د ۱۱۷ میلیون ډالرو په ارزښت د پاشدان بند د پاتې چارو پرانیسته وشوه

۹ غویی ۱۴۰۳ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۳۰ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د هرات ولایت په کرخ ولسوالۍ کې د پاشدان بند د پاتې چارو پرانیسته وکړه.

ملا عبدالغني برادر د دې بند په پرانیست غونډه کې ویلي، چې په هېواد کې اوږدمهاله جګړې، سیاسي او اقتصادي بې ثباتي او اقلیمي بدلون د دې لامل شوی و، چې افغانستان له ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره مخ شي.

نوموړي دا خبرې په داسې حال کې مطرح کړې، چې دغې ډلې په تېرو څه باندې شلو کلونو کې په ترهګریزو کړنو سره د ټولو پراختیایي او اقتصادي پروژو مخه نیوله.

دا پروژه چې د ۱۱۷ میلیون ډالرو په ارزښت جوړیږي، چې پکې زرګونو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول کاري فرصتونه برابریږي.
د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ملا برادر له قوله لیکلي، چې دغې ډلې د هېواد په کچه د ټولو هغو بندونو ارزونه کړې چې کارونه یې نیمګړي پاتې وو.
ملا برادر د پاشدان بند پروژه د هرات ولایت لپاره مهمه او حیاتي وبلله او زیاته یې کړه، چې دغه پروژه به په ښه کیفیت او وخت سره بشپړه شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې پروژې سره به په هېواد کې ۵۴ میلیونه متر مکعب اوبه ذخیره او ۱۳ زره هېکټاره ځمکه خړوبه شي.

د یادولو وړ ده، چې د دې بند د جوړولو چارې د افغان انجنیرانو له لوري پر مخ وړل کېږي او په بشپړېدو سره به یې دوه میګاواټه برېښنا هم تولید شي.
که څه هم د طالبانو له خوا د ورته پروژو په پلې کېدو سره زرګونو کسانو ته د کاري فرصتونو د جوړېدو ژمنه کیږي، خو زرګونه ځوانان د وزګارۍ له امله هېواد پریږدي.

هرات کې د ۱۶ میلیونه ډالرو په لګښت د درملو یوه خصوصي فابریکه پرانیستل شوه

۹ غویی ۱۴۰۳ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۵۳ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون په هرات ښار کې د "افغان مېډیسن" په نوم د درملو د یوې خصوصي فابریکې د پرانیستلو اعلان وکړ.

د درمل جوړولو دغه فابریکه د ۱۶ میلیونه ډالرو په لګښت جوړه شوې او د یکشنبې په ورځ د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال یې پرانیسته وکړه.

د دې فابریکې مسوولین وايي، چې په دغه شرکت کې به څه باندې دوه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د دغه درمل جوړونې شرکت د پرانیستې په مراسمو کې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او په هرات کې د دې ډلې والي او یو شمېر سوداګرو هم حضور درلود.

افغانستان ته ډېری درمل د هند، پاکستان او ایران په ګډون له نورو هېوادونو واردېږي.

د مقاومت جبهه وايي؛ په کابل کې یې یو طالب جنګیالی وژلی دی

۹ غویی ۱۴۰۳ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۴، ۱۳:۲۷ GMT+۱

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي ،چې د دوی ځواکونو په کابل کې د طالبانو پر یوه موټر د برید په ترڅ کې د دغې ډلې یو غړی وژلی او دوه طالب جنګیالي یې ټپیان کړي دي. طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ملي مقاومت جبهې ویلي، چې د یکشنبې په ورځ (د غويي ۹ مه) د ماسپښین شاوخوا یې د کابل د اتمې امنیتي حوزې اړوند ورزشي لوبغالي ته څېرمه د طالبانو په یوه موټر برید کړی.

د ډزو غږونه په هغه ویډیو کې اورېدل کیږي، چې د دې ډلې د رسنیو لخوا خپره شوې ده.

دغه جبهه وايي چې په دې بريد کې ملکي وګړو او د دوى ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.