دغې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي، چې عزت الله ځواب دوه ورځې وړاندې له خولې وینې ګرځولې دي او یوه سترګه یې شدیده ژوبله شوې ده.
سرچینه زیاتوي: "له بیګا راهیسي د هغه وضعیت لا ډېر خراب شوی، د سترګې زخمونه یې لا ژور شوي او له بېګا راهیسې یې دوه ځلې بیا د وینو استفراق کړی دی".
د سرچینې په خبره؛ نوموړی دا مهال د کابل په قصبه کې د کورنیو چارو وزارت اړوند یې توقیف خانې کې زنداني دی، چې په شدید ډول شکنجه شوی دی.
یاده سرچینه وايي، چې ځواب له خپلې کورنۍ سره له تېرو څلورو میاشتو را په دې خوا نه دي لیدلي.
په ورته وخت کې د عزت الله ځواب یو نېږدې دوست د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې دوی هم د نوموړي له نازک صحي وضعیت څخه خبر شوي او څو ځله یې له طالب چارواکو وغوښتل چې نوموړی روغتون ته بوځي؛ خو طالبانو یې غوښتنه نه ده منلې.
نوموړي زیاته کړه: "دا خو په زوره د یوه انسان وژل دي، هره ورځ یې وهې، شکنجه کوې او بیا حتا ډاکتر ته یې هم نه بیايې، دا کوم انصاف او اسلام دی؟"
هڅه مو وکړه، چې د عزت الله ځواب د کورنۍ له غړو سره اړیکه وکړو؛ خو هغوی په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
عزت الله ځواب مخکې له دې، چې د طالبانو له خوا زنداني شي له رواني ستونزو کړېده او په دوامداره توګه یې درمل کارول؛ خو د طالبانو له خوا پرې درمل هم بند شوي دي.
د مینې مجلې د بنسټګر او مسوول مدیر عزتالله ځواب زوی د تېر کال د سلواغې په ۵مه ویلي وو؛ پلار یې له کابله ننګرهار ته پر لار څو ساعته ورک و؛ خو وروسته یې له یوې بلې شمېرې په ټېلیفوني خبرو کې ورته وویل، چې طالبانو نیولی دی.
عزت الله ځواب د خپلو طنزیه او منتقدانه شعرونو له امله په پښتني ټولنه کې مشهور دی.
د عزت الله ځواب زوی عطاالله ځواب خپل فیسبوک کې لیکلي، چې پلار یې د مینې مجلې د نوې ګڼې د چاپ د ډیزان لپاره جلال اباد ته روان و، چې د څو ساعتونو لپاره نادرکه شو.
عزتالله ځواب د ننګرهار ولايت اوسیدونکی دی؛ خو د جمهوریت له پرځېدو وروسته کابل ته کډه شوی دی او د مینې مجلې پر چاپ سربېره مازیګر کتابپلورنځی هم لري.
مینه مجله چې تر ډېره ادبي او هنري مطالب پکې خپرېږي په ځوانانو کې ډېر محبوبیت لري.
دا مجله په ۱۳۸۱ کال کې پیل شوې او د جمهوریت پر مهال د اقتصادي ستونزو له امله د څه وخت لپاره تړل شوې او بیا پیل شوه.
عزت الله ځواب پر مینه مجله سربېره شاعري هم کوي، چې تر ډېره پکې د ټولنې منفي اړخونو ته ګوتې نیسي.
نوموړي د تېر جمهوريت پر مهال په لیکنو او د شعر په ژبه پر حکومت هم سختې نیوکې کولې او بندي شوی هم و.
تر اوسه پورې لا طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.