• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایراني چارواکي وايي، چې افغانستان ته د ایران د شترمرغ په صادراتو کې زیاتوالی راغلی

۱۲ غویی ۱۴۰۳ - ۱ می ۲۰۲۴، ۱۶:۳۸ GMT+۱

ايراني چارواکي وايي د شترمرغ لومړۍ محموله د همدې کال په غويي مياشتي کې د ایران له دوغرون بندر له لارې هرات ته صادره شوې. د دې صادراتو بیه اووه میلیارد ریال اټکل شوې ده.

په رضوي خراسان کې د تایباد وترنري څانګې مشر حسن ازریان د چهارشنبې په ورځ د (غويي ۱۲مه) د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا ته وویل، چې په دې صادراتو کې ۱۰۰ یو میاشتني شترمرغ چرګان شامل دي، چې هر یو یې ۷۰۰ ګرامه وزن لري.

حسن ازریان ټینګار وکړ، چې افغانستان ته د دوغرون په پوله د شترمرغ په صادراتو کې هېڅ ډول بندیز نه شته.

د تايباد د وترنري شبکې مشر وايي؛ تمه ده، چې سږ کال افغانستان ته د شترمرغ صادرات د تېرو کلونو په پرتله زيات شي.

دغه ایراني چارواکي د افغانستان هوا د شترمرغ د نسل لپاره مناسبه وبلله او ویې ویل، چې په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې د دې مرغانو نسل زیات شوی دی.

ایراني چارواکو تر دې وړاندې افغانستان ته د چرګانو او مرغانو د صادراتو د زیاتوالي خبر ور کړی و.

د شمېرو له مخې؛ ایران په ۱۴۰۲ کال کې افغانستان ته شاوخوا ۱۴۸ زره تخمي چرګي صادر کړي دي.

تر دې مخکې طالب چارواکو ويلي وو، چې په تېر هجري لمریز کال کې له ایران سره د دغې ډلې د سوداګرۍ ارزښت له یو نیم میلیارد ډالرو څخه زیات شوی دی.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

د دوبۍ په نړۍوال کلي سوداګریز او فرهنګي نندارتون کې افغانستان دویم مقام وګاټه

۱۲ غویی ۱۴۰۳ - ۱ می ۲۰۲۴، ۱۵:۲۴ GMT+۱

د دوبۍ په ګلوبل ویلیج یا نړۍوال کلي سوداګریز او کولتوري نندارتون کې د لومړي ځل لپاره افغانستان دویم مقام خپل کړ.

په ګلوبل ویلج کې د افغانستان د څانګې مشر میرخان مقري وايي، چې دغه سوداګریز نندارتون هر کال د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې پرانستل کېږي او د لسګونو هېوادونو په ګډون شپږ میاشتې دوام کوي.

د نوموړي په خبره؛ په تېرو دوو لسیزو کې دا لومړی ځل دی، چې افغانستان دویم مقام ته رسېدلی دی.

هغه وویل: " دا زموږ د ټولو افغانانو او افغانستان لپاره ویاړ دی، چې یو جنګ ځپلی هېواد دې د نړۍ په کچه یو نندارتون کې دویم مقام تر لاسه کوي".

د ښاغلي مقري په وینا؛ په دغه نندارتون کې د افغانستان تولیدات؛ لکه لاسي صنایع، موسیقي، هنري پارچې، افغاني کالي، وچې او تازه مېوې، قیمتي کاڼي، ګاڼې، او خواړه نندارې او پلور ته وړاندې شوي دي.

په عرب اماراتو کې د ګلوبل ویلج په سوداګریز او کولتوري نندارتون تر ۳۵۰۰ زیاتو سوداګرو د ۹۳ کولتورونو په استازولۍ ۲۷ څانګې پرانیستې دي.

د طالبانو د مشر په امر د دې ډلې له کورنیو چارو وزارت سیمرغ موټر ټولېږي

۱۲ غویی ۱۴۰۳ - ۱ می ۲۰۲۴، ۱۴:۰۷ GMT+۱

د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د یوه فرمان له مخې د دې ډلې له کورنیو چارو وزارت سیمرغ موټر ټولېږي او بیا د نوموړي ځانګړې قطعې ته سپارل کېږي. په ورته وخت د بلخ د والي وياند وايي، چې په دغه ولایت کې د سيمرغ ګاډو د ټولو لړۍ پيل شوې او کورونیو چارو وزارت ته به وسپارل شي.

حاجي زيد د چهار شبنې په ورځ وویل، چې په بلخ کې يې د کورنيو چارو وزارت اړوند ۵ سېمرغ ګاډي له نظامي ادارو او کسانو ټول کړي دي.

ښاغلی زيد په خپل اېکس کې زیاتوي، چې د دې ګاډو د ټولو لړۍ د هبت الله اخوندزاده په امر او د بلخ د والي یوسف وفا په جدي سپارښتنه روانه ده.

نوموړي وايي: «يوازي د دوی د نظام اړوند سېمرغ ګاډي راټولېږي او هغو دولتي مسولين او ملکي کسان، چې په شخصي سرمايه یې رانيولي له هغو يې نه اخلي.»

د حاجي زيد په خبره، چې په بلخ کې د دې موټرانو د راټولو لړۍ لا هم دوام کوي.

يوې سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم یې واخيستل شي افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وويل، چې دغه موټران به وروسته له کورنيو چارو وزارت څخه د هبت الله اخونزاده د امنيت ځانګړي قطعې او مقام ته وسپارل شي.

هڅه مو وکړه، چې په هېواد کې د دې موټران د شمېر په اړه اړه د کورنيو چارو وزارت او ذبیح الله مجاهد نظر واخلو؛ خو هغوی جواب ونه وايه.

انډیپنډنټ: طالبانو چې یو وخت مخابراتي شبکې له منځه وړلې اوس پرې پانګونه کوي

۱۲ غویی ۱۴۰۳ - ۱ می ۲۰۲۴، ۱۲:۴۶ GMT+۱

بریتانوۍ ورځپاڼه انډیپنډنټ وايي، طالبانو یو وخت مخابراتي شبکې له امريکا او نورو نړیوالو ځواکونو سره د موبايل د سيګنالونو له لارې «د ترهګریزو خوځښتونو» په معلومولو کې په همکاري تورنولې او هغوی ته یې ګواښ کاوه یا یې په نښه کولې، خو اوس د دې شبکو په مختلفو برخو کې پانګونه کوي.

د تېر نظام له ړنګېدو مخکې د اترا ادارې ویلی و، چې د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د طالبانو د ګواښ له امله د شپې لخوا د مخابراتي شبکو فعالیتونه بندېږي.

طالبانو په حکومت پورې تړلې سلام مخابراتي شبکه خپل نظام هدف اعلان کړی و او د افغانستان په مختلفو ولایتونو په تېره لرې پرتو سیمو کې یې د مخابراتي شبکو پایې یا مټې په بمونو الوځولې.

خو پر افغانستان له بیا واکمنېدو سره دغې ډلې په مخابراتي شبکو پام زیات کړی دی او د فورجي په ګډون یې په بېلابېلو برخو کې پانګونې کوي.
د طالبانو د مخابراتو وزارت له انډیپنډنټ سره په خبرو کې ویلي، چې یوازې په تېرو دوو کلونو کې دوه میلیونه نوي سیم کارتونه وېشل شوي او د پېرودونکو شمېر مخ په ډېرېدو دی.
د دغه وزارت ویاند عنايت الله الکوزي ویلي، چې د طالبانو حکومت د مخابراتو پر سکټور سل ميليونه ډالره لګولي او سلګونه مخابراتي مټې یا پایې یې په بشپړ ډول رغولې دي.
نوموړي دغه راز ویلي، چې په افغانستان کې اوسمهال ۲۲،۷ میلیونه فعال سیم کارتونه شته.
ښاغلي الکوزي له انډیپنډنټ سره په خبرو کې زیاته کړې ده، چې له دغو فعالو سیمکارتونو ۱۰ میلیونه یې د اړیکو نیولو او پاتې نور یې د موبایل انټرنیټ لپاره استفاده کیږي.
له دې سره، د طالبانو د سوداګرۍ وزارت بیا ویلي، چې په هېواد کې د ټليفونونو واردات ډېر شوي دي.
ددغه وزارت په خبره، په ۲۰۲۳ کال کې ۱۸۹۵ ټنه ټلیفونونه افغانستان ته وارد شوي، په داسې حال کې چې دغه شمېر په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا ۱۵۸۴ ټنه و.
د راپورونو له مخې، اوس وخت کې ډېری طالبان د ټلیفونونو په ځانګړې توګه بیا د ایفونونو پیرودونکي دي.
د دوی په باور ایفون ټلیفونونه تر سامسونګ ښه امنیت لري.
سره له دې چې طالبان له نوې ټکنالوژۍ سره څه نا څه بلد شوي دي او د نوې ټکنالوژۍ د استفادې لپاره لیوالتیا هم لري، خو له بلې خوا بیا پر عامو خلکو محدودیتونه زیاتوي.
د عامو وګړو په ځانګړي توګه د ځوانانو د ټلیفونونو څارل، د انځورونو په اخیستو بندیزونه، د موسیقۍ د اورېدو منع کېدل هغه څه دي چې ډېری افغانان ترې شکایت کوي.

په غزني کې سېلابونو د يوې تاریخي کلا دېوال او یو شمېر تاریخي ابدې ویجاړې کړې

۱۱ غویی ۱۴۰۳ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۴، ۲۳:۳۰ GMT+۱

د غزني د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولین وايي، چې وروستيو بارانونو او اورښتونو د يوې تاريخي کلا د دېوال یوه برخه ویجاړ کړې.

طالب مسولينو ويلي، چې سېلابونو په دې ولایت کې يو شمېر نوري تاريخي ابدې هم زيانمني کړې دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندي باختر اژانس نن سې شنبه د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د مسولينو له قوله ليکلي، چې وروستيو اورښتنو د غزني د تاريخي کلا اوه متره مربع دېوال ړنګ کړی دی.

د همدې خبر له مخې؛ بارانونو او سېلابونو په غزني کې ګڼ مالي او ځاني زيانونو هم اړولي دي؛ خو د زيان او تلفاتو د شمېر په اړه نور جزيیات نه دي شریک شوي.

چارواکو د سېلابونو له امله د زيانمونو تاريخي ابدو د نومونو، سېمو او همدې کلا په اړه هم نور جزيیات نه دي ورکړي.

تر دې وړاندي طالب چارواکو ويلي وو، چې وروستيو بارانونو او سېلابونو د ځاني زيان ترڅنګ، سړکونه، ښوونځي، روغتيايي مرکزونه، مدرسې او د عامو خلګو په سلګونه مېنې هم ويجاړي کړي دي.

اسوشیټډ پرېس: طالبان د ګرځندویانو د راجلبولو لپاره د ګرځندوی مدیریت روزنیز کورس جوړوي

۱۱ غویی ۱۴۰۳ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۴، ۲۲:۱۷ GMT+۱

اسوشیټډ پرېس خبري اژانس په یوه راپور کې لیکلي، چې طالبان په افغانستان کې د ګرځندوی د ودې لپاره د ګرځندوی د مدیریت کورسونه جوړوي.

د دغه راپور له مخې؛ په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې د ګرځندویانو شمېر ډېر شوی او تېر کال دغه شمېر اووه زره کسانو ته رسیدلی دی.

دغه راپور د ګرځندویانو د زیاتوالي لامل د تاوتریخوالي د کچې کمیدل او له نورو هېوادونو لکه متحده عربي اماراتو سره د افغانستان د هوايي اړیکو زیاتوالی ګڼي.

په ورته وخت کې د ګرځندوی شرکتونو اعلانونه او د "نا معمول" ګرځنده ځای په توګه د افغانستان نومول سیلانیان دې ته راجذب کړي چې له افغانستان څخه لیدل وکړي.

د دغه خبري اژانس د شمېرو له مخې؛ د بهرنيو سيلانيانو شمېر په ۲۰۲۱ کال کې ۶۹۱ تنه و، چې دا شمېر په ۲۰۲۲کال کې دوه زره او ۳۰۰تنو ته لوړه شوې ده.

همدا راز تېر کال اووه زره بهرنیانو افغانستان ته سفر کړی دی.

په کابل کې د طالبانو د ګرځندوی د دفتر مشر محمد سعید ویلي، چې چینایان په افغانستان کې د دوی د نږدېوالي او زیات نفوس له امله د بهرنیو سیلانیانو لویه ډله جوړوي.

هغه وویل: «هغوی ماته وویل چې نه غواړي پاکستان ته لاړ شي ځکه چې دا خطرناکه ده او پر هغوی به برید وشي. جاپانیانو هم دا راته وویل. دا زموږ لپاره ښه دی."

راپور زیاتوي، سره له دې چې افغانستان ته د سیلانیانو لېوالتیا شته، خو د دوی لپاره د ویزې ترلاسه کول سخت او ګران کار دی.

په داسې حال کې چې د طالبانو له راتګ وروسته ډېرو هېوادونو له افغانستان سره اړیکې پرې کړې او هېڅ هېواد د دغې ډلې حکومت په رسمیت نه پېژني، افغانستان ته سفر

اوږدمهاله اداري طرزالعملونو ته اړتیا لري.

په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو د ګرځندوې مدیریت په روزنیزو ټولګیو کې ښځې نشته.

د طالبانو یوه چارواکي وویل: «دا یو خواشینونکی حالت دی. ښځې هم لېواله دي چې په دې ټولګیو کې ګډون وکړي، خو د حکومت له بدلون سره پالیسي بدله شوې او ښځې نور نشي کولایزده کړو ته دوام ورکړي.»