• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسوشیټډ پرېس: طالبان د ګرځندویانو د راجلبولو لپاره د ګرځندوی مدیریت روزنیز کورس جوړوي

۱۱ غویی ۱۴۰۳ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۴، ۲۲:۱۷ GMT+۱

اسوشیټډ پرېس خبري اژانس په یوه راپور کې لیکلي، چې طالبان په افغانستان کې د ګرځندوی د ودې لپاره د ګرځندوی د مدیریت کورسونه جوړوي.

د دغه راپور له مخې؛ په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې د ګرځندویانو شمېر ډېر شوی او تېر کال دغه شمېر اووه زره کسانو ته رسیدلی دی.

دغه راپور د ګرځندویانو د زیاتوالي لامل د تاوتریخوالي د کچې کمیدل او له نورو هېوادونو لکه متحده عربي اماراتو سره د افغانستان د هوايي اړیکو زیاتوالی ګڼي.

په ورته وخت کې د ګرځندوی شرکتونو اعلانونه او د "نا معمول" ګرځنده ځای په توګه د افغانستان نومول سیلانیان دې ته راجذب کړي چې له افغانستان څخه لیدل وکړي.

د دغه خبري اژانس د شمېرو له مخې؛ د بهرنيو سيلانيانو شمېر په ۲۰۲۱ کال کې ۶۹۱ تنه و، چې دا شمېر په ۲۰۲۲کال کې دوه زره او ۳۰۰تنو ته لوړه شوې ده.

همدا راز تېر کال اووه زره بهرنیانو افغانستان ته سفر کړی دی.

په کابل کې د طالبانو د ګرځندوی د دفتر مشر محمد سعید ویلي، چې چینایان په افغانستان کې د دوی د نږدېوالي او زیات نفوس له امله د بهرنیو سیلانیانو لویه ډله جوړوي.

هغه وویل: «هغوی ماته وویل چې نه غواړي پاکستان ته لاړ شي ځکه چې دا خطرناکه ده او پر هغوی به برید وشي. جاپانیانو هم دا راته وویل. دا زموږ لپاره ښه دی."

راپور زیاتوي، سره له دې چې افغانستان ته د سیلانیانو لېوالتیا شته، خو د دوی لپاره د ویزې ترلاسه کول سخت او ګران کار دی.

په داسې حال کې چې د طالبانو له راتګ وروسته ډېرو هېوادونو له افغانستان سره اړیکې پرې کړې او هېڅ هېواد د دغې ډلې حکومت په رسمیت نه پېژني، افغانستان ته سفر

اوږدمهاله اداري طرزالعملونو ته اړتیا لري.

په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو د ګرځندوې مدیریت په روزنیزو ټولګیو کې ښځې نشته.

د طالبانو یوه چارواکي وویل: «دا یو خواشینونکی حالت دی. ښځې هم لېواله دي چې په دې ټولګیو کې ګډون وکړي، خو د حکومت له بدلون سره پالیسي بدله شوې او ښځې نور نشي کولایزده کړو ته دوام ورکړي.»

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

په برېتانیا کې افغان ټولنیز فعال فهیم ځاځي د برېتانیا شاهي جایزه تر لاسه کړه

۱۱ غویی ۱۴۰۳ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۵۳ GMT+۱

په انګلستان کې یوه افغان ټولنیز فعال فهیم ځاځي د انګلستان د شاهي کورنۍ معتبره جایزه "د برېتانوي امپراتورۍ غړی" تر لاسه کړه.

ښاغلی فهیم چې په انګلستان کې د افغانانو لپاره یوه خېریه ټولنه هم پر مخ وړي، پر خپل فیسبوک لیکلي: "ډېر خوښ یم او ویاړم چې د انګلستان د شاه له خوا زما د ټولنیز خدمت په اړه د برېتانوي امپراتورۍ غړی (MBE) جایزه راکړه".

دغه مراسم چې د برېتانیا د شاهي وینزر په ماڼۍ کې جوړ شوي وو، ښاغلي فهیم پکې له وطني جامو او لونګۍ سره ګډون کړی و.

د برېتانیا د شاه د دفتر په حواله یو شمېر سیمه ییزو رسنیو خبر ورکړی، چې یاده جایزه د شهزادګۍ ان له لوري نوموړي ته ورکړل شوې ده.

100%

ښاغلی فهیم د برېتانیا په والسال کې د افغانانو د یوې خیریه ټولنې بنسټګر او مشر دی، چې د خېر ښیګڼې په کارونو کې ونډه اخلي.

د "برېتانوي امپراتورۍ غړی" جایزه د انګلستان له معتبرو شاهي جایزو څخه ده، چې هر کال یې شاهي کورنۍ یو شمېر نوموتو اشخاصو ته ورکوي.

د سږني کال لومړۍ جایزه افغان ټولنیز فعال فهیم ځاځي ته ورکړل شوه.

د طالبانو ملاتړی قوماندان حمید خراسانی څلورم واده کوي

۱۱ غویی ۱۴۰۳ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۳۴ GMT+۱

د طالبانو د بدري عملیاتي قطعې قوماندان حمید خراساني افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې د څلورم واده مراسم به يې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ په کابل ښار کې ترسره شي.

د طالبانو د دغه جنجالي قوماندان د واده د بلنې يو کارت افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی او ټاکل شوې، چې د همدې اونۍ د پنجشنبې په ورځ به د نوموړي قومندان د واده مراسم ترسره شي.

حمید خراساني افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې دا یې څلورم واده.

د طالبانو په ډله کې څو وادونه یوه عامه خبره ده.

وروسته له هغه چې دغې ډلې په ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې د افغانستان واک تر لاسه کړ، د طالبانو ډېرو غړو دویم او درېیم ودونه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده هم په یوه فرمان کې د دغې ډلې غړي له څو ودونو له کولو منع کړي وو.

په هغه وخت کې ویل شوي وو، چې د طالبانو د مشرانو څو وادونه «د دښمنانو د نیوکو لامل کیږي.»

په هرات کې پر لمونځ کوونکو وسله وال برید له کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوی دی

۱۱ غویی ۱۴۰۳ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۱۵ GMT+۱

اسلامي جمعیت ګوند، امرالله صالح، ریچارډ بېنټ او په کابل کې د ترکیې سفارت د هرات ولایت په امام زمان جومات کې پر لمونځ کوونکو وسله وال برید غندلی دی.

اسلامي جمعیت ګوند د سې شنبې په ورځ (د غویي ۱۱مه) پر خپل اېکس لیکلي؛ دا برید د دې ښکارندویي کوي، چې افغانستان د ترهګرو په امن ځاله بدله شوې دی.

اسلامي جمعیت دغه راز ویلي، چې پر افغانستان د طالبانو د حاکمیت دوام د دې لامل شوی، چې په هېواد کې ترهګریز فعالیتونه زیات شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د تېر جمهوري دولت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح بیا د هرات ولایت د برید په غبرګون ویلي؛ دا وروستی برید نه دی، چې پرې ماتم ونیول شي؛ خو پر وړاندې یې قیام کېدای شي.
نوموړی وایي: "طالب د شیعه ګانو مشروعیت، حیثیت او منزلت په نښه کړی او داعش ډلې یې جسم."
له دې سره؛ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي هم په خپل اېکس کې د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې پر لمونځ کوونکو یاد ترهګریز برید غندلی دی.
ریچارډ بېنټ ویلي، چې ټول افغانان په ارامۍ کې د عبادت کولو حق لري او باید له ډار پرته د سولې لپاره دعا وکړي.
په کابل کې د ترکیې سفارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه پېښه غندلې ده.
په اعلامیه کې راغلي: "په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې د امام زمان پر جومات د برید له امله ګڼ شمېر بې ګناه ملکي وګړي وژل شوي، مونږ په هر ډول ترهګرۍ لعنت وایو."
تر دې وړاندې یوناما، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي روغې جوړې شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله هم د هرات ولایت د شیعه مذهبو پر جومات برید غندلی دی.
دغه پېښه تېره شپه د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په اندېشه ښارګوټې کې د امام زمان جومات پر لمونځ کوونکو د موټر سایکل سپرو د ډزو له امله رامنځته شوه، چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د یادولو ده، چې تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستې.

نيوزيلنډ له افغانستان سره د ټېسټ لوبې د کولو خبر ورکړ

۱۱ غویی ۱۴۰۳ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۳۲ GMT+۱

د نيوزيلنډ کرېکټ بورډ خبر ورکړ، چې دوی به د سپپټمبر په مياشت کې د افغان لوبډلې سره ټېسټ لوبه کوي. نيوزيلنډ وروسته تر هغه د افغانستان سره د لوبو کولو خبر ورکړ، چې اسټرليا د افغانستان سره د ۲۰ اوريز لوبو لوبلړۍ لغوه اعلان کړه.

د نيوزيلنډ کرېکټ بورډ وياند ريچارډ بوک د سې شنبې په يوې خبري کنفرانس کې وويل، چې د «بورډ او لوبغاړو اتحاديې» له مشورو وروسته یې د افغانستان سره د لوبې پرېکړه کړې.

ريچارډ زياتوي: « زموږ ګډ نظر دا و، چې د افغان لوبډلې سره د لوبو پرېکون په افغانستان کې هېڅ بدلون نه راولي.»

نوموړي ويلي، چې د خبرو او تفاهم لارې باید خلاصي وساتل شي او د بدلون لپاره ملاتړ ته دوام ورکول شي.

د نيوزيلنډ کرېکټ بورډ د افغانستان سره د سپټمبر په مياشت کې د ټېسټ لوبې د مشخص ځای په اړه جزیيات ورنه کړل.

دا په داسي حال کې ده، چې د کرېکټ په نړۍوال شل اوريز جام کې افغان لوبډله په لومړۍ لوبه کې هم له نيوزيلنډ سره مخ ده.

نيوزيلنډ د افغان لوبډلې سره پر داسې مهال د لوبې کولو خبر ورکوي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسي کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل اسټرليا درې ځله د افغان لوبډلې سره لوبې لغوه اعلان کړې.

نړۍوال کرېکټ څارونکو په خپلو تبصرو کې د افغانستان د کرېکټ حالت په وروستيو کلونو کې د شهرت د زياتوالي تر کچې بللی او اندېښنه یې ښودلې، چې طالبان په دغه هېواد کې ورزش ته د ښځو پر تګ بنديز لګولی.

طالبانو په خوست کې درې تنه په عام محضر کې په درو ووهل

۱۱ غویی ۱۴۰۳ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۱۵ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې د سې شنبې په ورځ (د غويي ۱۱مه) اعلان وکړ، چې په خوست ولایت کې یې درې تنه په عام محضر کې د درغلیو او نامشروع جنسي اړیکو په تور په درو وهلي دي. دغې محکمې ویلي، چې درې واړه تورن کسان د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو په حضور کې د ۳۹ درو وهل شوي دي.

د محکمې د خبرپاڼې له مخې؛ له دغو کسانو څخه یو یې په دوه کاله بند او دوه نور یې په شپږ میاشتې بند محکوم شول.

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې د دغو کسانو د سزا حکم د خوست ولايت د ښاري ابتداييه محکمې د عامه امنيت رياست د پرېکړې پر بنسټ نافذ شوى دى.

دې محکمې یوه اونۍ وړاندې په خوست ولایت کې پنځه تنه د غلا او "اخلاقي فساد" په تور په ۳۹ درو محکوم کړل.

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان د بشري حقونو ریکارډ ته کتنه کړې او په دې کتنه کې د طالبانو د ډلې له خوا د جسمي مجازاتو د تطبیق په اړه اندېښنه څرګنده شوې ده.

په دې غونډه کې د نړۍوالې ټولنې یو شمېر استازو له طالبانو وغوښتل، چې ژر تر ژره په افغانستان کې د جسمي مجازاتو او اعدام لړۍ ودروي.

د طالبانو ډلې تر دې مخکې هم څو - څو ځله ټینګار کړی، چې د «شریعت د احکامو» پر بنسټ خلکو ته سزا ورکوي.