په برېتانیا کې افغان ټولنیز فعال فهیم ځاځي د برېتانیا شاهي جایزه تر لاسه کړه

په انګلستان کې یوه افغان ټولنیز فعال فهیم ځاځي د انګلستان د شاهي کورنۍ معتبره جایزه "د برېتانوي امپراتورۍ غړی" تر لاسه کړه.

په انګلستان کې یوه افغان ټولنیز فعال فهیم ځاځي د انګلستان د شاهي کورنۍ معتبره جایزه "د برېتانوي امپراتورۍ غړی" تر لاسه کړه.
ښاغلی فهیم چې په انګلستان کې د افغانانو لپاره یوه خېریه ټولنه هم پر مخ وړي، پر خپل فیسبوک لیکلي: "ډېر خوښ یم او ویاړم چې د انګلستان د شاه له خوا زما د ټولنیز خدمت په اړه د برېتانوي امپراتورۍ غړی (MBE) جایزه راکړه".
دغه مراسم چې د برېتانیا د شاهي وینزر په ماڼۍ کې جوړ شوي وو، ښاغلي فهیم پکې له وطني جامو او لونګۍ سره ګډون کړی و.
د برېتانیا د شاه د دفتر په حواله یو شمېر سیمه ییزو رسنیو خبر ورکړی، چې یاده جایزه د شهزادګۍ ان له لوري نوموړي ته ورکړل شوې ده.

ښاغلی فهیم د برېتانیا په والسال کې د افغانانو د یوې خیریه ټولنې بنسټګر او مشر دی، چې د خېر ښیګڼې په کارونو کې ونډه اخلي.
د "برېتانوي امپراتورۍ غړی" جایزه د انګلستان له معتبرو شاهي جایزو څخه ده، چې هر کال یې شاهي کورنۍ یو شمېر نوموتو اشخاصو ته ورکوي.
د سږني کال لومړۍ جایزه افغان ټولنیز فعال فهیم ځاځي ته ورکړل شوه.


د طالبانو د بدري عملیاتي قطعې قوماندان حمید خراساني افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې د څلورم واده مراسم به يې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ په کابل ښار کې ترسره شي.
د طالبانو د دغه جنجالي قوماندان د واده د بلنې يو کارت افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی او ټاکل شوې، چې د همدې اونۍ د پنجشنبې په ورځ به د نوموړي قومندان د واده مراسم ترسره شي.
حمید خراساني افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې دا یې څلورم واده.
د طالبانو په ډله کې څو وادونه یوه عامه خبره ده.
وروسته له هغه چې دغې ډلې په ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې د افغانستان واک تر لاسه کړ، د طالبانو ډېرو غړو دویم او درېیم ودونه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده هم په یوه فرمان کې د دغې ډلې غړي له څو ودونو له کولو منع کړي وو.
په هغه وخت کې ویل شوي وو، چې د طالبانو د مشرانو څو وادونه «د دښمنانو د نیوکو لامل کیږي.»

اسلامي جمعیت ګوند، امرالله صالح، ریچارډ بېنټ او په کابل کې د ترکیې سفارت د هرات ولایت په امام زمان جومات کې پر لمونځ کوونکو وسله وال برید غندلی دی.
اسلامي جمعیت ګوند د سې شنبې په ورځ (د غویي ۱۱مه) پر خپل اېکس لیکلي؛ دا برید د دې ښکارندویي کوي، چې افغانستان د ترهګرو په امن ځاله بدله شوې دی.
اسلامي جمعیت دغه راز ویلي، چې پر افغانستان د طالبانو د حاکمیت دوام د دې لامل شوی، چې په هېواد کې ترهګریز فعالیتونه زیات شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د تېر جمهوري دولت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح بیا د هرات ولایت د برید په غبرګون ویلي؛ دا وروستی برید نه دی، چې پرې ماتم ونیول شي؛ خو پر وړاندې یې قیام کېدای شي.
نوموړی وایي: "طالب د شیعه ګانو مشروعیت، حیثیت او منزلت په نښه کړی او داعش ډلې یې جسم."
له دې سره؛ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي هم په خپل اېکس کې د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې پر لمونځ کوونکو یاد ترهګریز برید غندلی دی.
ریچارډ بېنټ ویلي، چې ټول افغانان په ارامۍ کې د عبادت کولو حق لري او باید له ډار پرته د سولې لپاره دعا وکړي.
په کابل کې د ترکیې سفارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه پېښه غندلې ده.
په اعلامیه کې راغلي: "په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې د امام زمان پر جومات د برید له امله ګڼ شمېر بې ګناه ملکي وګړي وژل شوي، مونږ په هر ډول ترهګرۍ لعنت وایو."
تر دې وړاندې یوناما، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي روغې جوړې شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله هم د هرات ولایت د شیعه مذهبو پر جومات برید غندلی دی.
دغه پېښه تېره شپه د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په اندېشه ښارګوټې کې د امام زمان جومات پر لمونځ کوونکو د موټر سایکل سپرو د ډزو له امله رامنځته شوه، چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د یادولو ده، چې تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستې.

د پاکستان لومړۍ ډیجیټل مېنه یا ښارګوټی د پښتونخوا په هریپور کې د اتو میلیاردو روپیو یا نږدې ۲۹ میلیونه ډالرو په لګښت جوړېږي. د دې مېنې د جوړېدو لپاره نن د پاکستان د ځانګړې ټیکنالوجۍ زونونو ادارې او د پښتونخوا د معلوماتي ټیکنالوجۍ بورډ ترمنځ تړون لاسلیک شو.
د پاکستان دولتي رادیو وايي؛ د پاکستان ډیجیټل ښار په نوم دا په دغه هېواد کې لومړنی ډیجیټل ښارګوټی دی، چې تر ۲۰۲۶ کال به بشپړ شي.
په دې ښارګوټي کې فعالې کمپنۍ به تر لسو کلونو له مالیې ور کولو معاف وي.
دا مېنه پر ۱۱ اېکړه ځمکه جوړېږي او تر څلور زرو لومړنۍ کمپنۍ یا سټارټپ پکې کار پیلولی شي.
د ځانګړې پانګونې برخه کې سهولت برابروونکې شورا د هڅو په مټ دې ښارګوټي ۳۰ سلنه کار لا د مخه شوی دی.

د نيوزيلنډ کرېکټ بورډ خبر ورکړ، چې دوی به د سپپټمبر په مياشت کې د افغان لوبډلې سره ټېسټ لوبه کوي. نيوزيلنډ وروسته تر هغه د افغانستان سره د لوبو کولو خبر ورکړ، چې اسټرليا د افغانستان سره د ۲۰ اوريز لوبو لوبلړۍ لغوه اعلان کړه.
د نيوزيلنډ کرېکټ بورډ وياند ريچارډ بوک د سې شنبې په يوې خبري کنفرانس کې وويل، چې د «بورډ او لوبغاړو اتحاديې» له مشورو وروسته یې د افغانستان سره د لوبې پرېکړه کړې.
ريچارډ زياتوي: « زموږ ګډ نظر دا و، چې د افغان لوبډلې سره د لوبو پرېکون په افغانستان کې هېڅ بدلون نه راولي.»
نوموړي ويلي، چې د خبرو او تفاهم لارې باید خلاصي وساتل شي او د بدلون لپاره ملاتړ ته دوام ورکول شي.
د نيوزيلنډ کرېکټ بورډ د افغانستان سره د سپټمبر په مياشت کې د ټېسټ لوبې د مشخص ځای په اړه جزیيات ورنه کړل.
دا په داسي حال کې ده، چې د کرېکټ په نړۍوال شل اوريز جام کې افغان لوبډله په لومړۍ لوبه کې هم له نيوزيلنډ سره مخ ده.
نيوزيلنډ د افغان لوبډلې سره پر داسې مهال د لوبې کولو خبر ورکوي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسي کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل اسټرليا درې ځله د افغان لوبډلې سره لوبې لغوه اعلان کړې.
نړۍوال کرېکټ څارونکو په خپلو تبصرو کې د افغانستان د کرېکټ حالت په وروستيو کلونو کې د شهرت د زياتوالي تر کچې بللی او اندېښنه یې ښودلې، چې طالبان په دغه هېواد کې ورزش ته د ښځو پر تګ بنديز لګولی.

د طالبانو سترې محکمې د سې شنبې په ورځ (د غويي ۱۱مه) اعلان وکړ، چې په خوست ولایت کې یې درې تنه په عام محضر کې د درغلیو او نامشروع جنسي اړیکو په تور په درو وهلي دي. دغې محکمې ویلي، چې درې واړه تورن کسان د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو په حضور کې د ۳۹ درو وهل شوي دي.
د محکمې د خبرپاڼې له مخې؛ له دغو کسانو څخه یو یې په دوه کاله بند او دوه نور یې په شپږ میاشتې بند محکوم شول.
د طالبانو ستره محکمه وايي، چې د دغو کسانو د سزا حکم د خوست ولايت د ښاري ابتداييه محکمې د عامه امنيت رياست د پرېکړې پر بنسټ نافذ شوى دى.
دې محکمې یوه اونۍ وړاندې په خوست ولایت کې پنځه تنه د غلا او "اخلاقي فساد" په تور په ۳۹ درو محکوم کړل.
په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان د بشري حقونو ریکارډ ته کتنه کړې او په دې کتنه کې د طالبانو د ډلې له خوا د جسمي مجازاتو د تطبیق په اړه اندېښنه څرګنده شوې ده.
په دې غونډه کې د نړۍوالې ټولنې یو شمېر استازو له طالبانو وغوښتل، چې ژر تر ژره په افغانستان کې د جسمي مجازاتو او اعدام لړۍ ودروي.
د طالبانو ډلې تر دې مخکې هم څو - څو ځله ټینګار کړی، چې د «شریعت د احکامو» پر بنسټ خلکو ته سزا ورکوي.