• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان کې د اول ځل لپاره ډیجیټل مېنه جوړېږي

۱۱ غویی ۱۴۰۳ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۵۴ GMT+۱

د پاکستان لومړۍ ډیجیټل مېنه یا ښارګوټی د پښتونخوا په هریپور کې د اتو میلیاردو روپیو یا نږدې ۲۹ میلیونه ډالرو په لګښت جوړېږي. د دې مېنې د جوړېدو لپاره نن د پاکستان د ځانګړې ټیکنالوجۍ زونونو ادارې او د پښتونخوا د معلوماتي ټیکنالوجۍ بورډ ترمنځ تړون لاسلیک شو.

د پاکستان دولتي رادیو وايي؛ د پاکستان ډیجیټل ښار په نوم دا په دغه هېواد کې لومړنی ډیجیټل ښارګوټی دی، چې تر ۲۰۲۶ کال به بشپړ شي.
په دې ښارګوټي کې فعالې کمپنۍ به تر لسو کلونو له مالیې ور کولو معاف وي.

دا مېنه پر ۱۱ اېکړه ځمکه جوړېږي او تر څلور زرو لومړنۍ کمپنۍ یا سټارټپ پکې کار پیلولی شي.

د ځانګړې پانګونې برخه کې سهولت برابروونکې شورا د هڅو په مټ دې ښارګوټي ۳۰ سلنه کار لا د مخه شوی دی.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

پاکستان او ترکيې د دفاعي همکاريو د لا پراختيا ژمنه وکړه

۱۱ غویی ۱۴۰۳ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۱:۱۸ GMT+۱

د پاکستان د دفاع وزير او د ترکيې د ځمکنيو ځواکونو قومندان په ليدنه کې د دوه اړخيزو دفاعي همکاريو د لا پراخوالي ژمنه وکړه. خواجه محمد اصف له ترکیې جنرال سیلکوک بایراکتراوغلو سره د دواړو هېوادو د ځواکونو ترمنځ د اړيکو پر قوي کېدو هم خبرې کړې دي.

د پاکستان راډيو وايي، دغو دوو پوځي چارواکو په اسلام اباد کې سره ولیدل.

راډيو په خپل خبر کې د خواجه اصف له قوله زياتوي، چې نوموړي د دفاعي هکاريو زياتول د دوه اړخيزو اړیکو یو مهم اړخ بللی او ويلي يې دي، چې ګډ پوځي تمرينونه او پوځي روزنه پکې شامله ده.

د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو له پاکستاني چارواکو وغوښتل، چې د افغان خبریالانو لاسنیوی وکړي

۱۱ غویی ۱۴۰۳ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۴، ۰۵:۵۰ GMT+۱

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې ګڼو خبریالانو او د خبریالانو ټولنو په یوه خوله پر پاکستاني چارواکو غږ کړی، چې دغلته دې د مېشتو افغان کډوالو خبریالانو لاسنیوی وکړي او د هغوی په خوندیتوب کې دې له هیڅ راز مرستې او همکارۍ ډډه نه کوي.

دغو خبریالانو او بنسټونو پرون دوشنبه د (غويي ۱۱مه) په اسلام اباد کې جوړې شوې غونډې ته وویل، هغه افغان کډوال چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته پاکستان ته کډه شوي په بد اقتصادي او امنیتي وضعیت کې ژوند کوي او د نړۍوالې ټولنې مرستې او همکارۍ ته سترګې په لار دي.
ویناوالو وویل، دغه خبریالان چې نورو هېوادونو ته د تګ لپاره په تمه دي د سخت اقتصادي وضعیت او په پاکستان کې د پولیسو د ځورولو سره مخامخ دي.

دوی ویل، چې د ګڼو خبریالانو د ویزو موده ختمه شوې او د جبري شړلو سره مخامخ دي.

هغوی په خپلو خبرو کې زیاته کړه، که هر یو خبریال له دغه هېواده ایستل کېږي؛ نو د طالبانو له ګواښونو او ان د وژلو سره مخامخ کېدای شي.
ویناوالو له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې د دغو خبریالانو په اېستلو کې دې پاملرنه وکړي او د هغوی د کډوالۍ د غوښتنلیکونو بهیر دې چټک کړي.
کله چې په ۲۰۲۱ کال کې طالبانو پر افغانستان واګې ټینګې کړې؛ نو ګڼو خبریالانو د ځان خوندي کولو په موخه پاکستان ته مخه کړه او دغلته د سختو شپو ورځو په تېرولو سره یې شاوخوا دوه کاله تېر کړل.
د ځینو شمېرو له مخې، لا هم شاوخوا ۲۰۰ افغان خبریالان د خپلو کورنیو سره د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې بې برخلیکه پراته دي او هره ګړۍ په زوره له دغه هېواده د شړلو او ځورولو سره مخامخ دي.
راپور کې راغلي، چې دغه افغان خبریالان تر ډېره بې کاره دي او د پاکستان د ویزو د نه درلودو په ګډون ګڼې ټولنیزې او اقتصادي ستونزې لري.

د پاکستان تحریک انصاف سرپرست: که د خپل حق غوښتنه کوو ادارې زموږ پر ضد دسیسې جوړوي

۱۰ غویی ۱۴۰۳ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۴، ۲۰:۴۶ GMT+۱

د پاکستان د پارلمان غړی او د تحریک انصاف ګوند مشر ګوهر خان وايي، چې که دوی د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کوي؛ د پاکستان یو شمېر ادارات یې پر وړاندې قضیې جوړوي او دوی له ستونزو سره مخ کوي.

نوموړي د کومې ځانګړې ادارې نوم نه دی اخیستی؛ خو له دې وړاندې د عمران خان په ګډون د تحریک انصاف ګڼو مشرانو د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې تورنې کړې وې، چې په سیاسي چارو کې مداخله کوي.

ګوهر خان نن په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې د پاکستان ادارې دې په ځان کې بدلون راولي او د دې پر ځای چې په دوی پسې قضیې جوړې کړي؛ ښه به دا وي، چې مجرمانو ته سزاوې ورکړي.

نوموړي ویلي، چې د ګوند د غړو اړوند اکثره جوړې شوې قضیې په عدلي ارګانونو کې دوی ګټلې دي.

ګوهر خان زیاته کړې ده، چې د پاکستان په قانون کې د مرستیال لومړي وزیر چوکۍ نه شته؛ خو د پاکستان ولسمشر په خپل سر د مرستیال لومړي وزیر چوکۍ جوړه کړې ده.

وروسته له هغې چې د شهباز شریف په مشرۍ د عمران خان د حکومت پر وړاندې ایتلاف جوړ شو او د هغه حکومت یې را وپرځاوه، د تحریک انصاف ګوند ګڼ غړي په یو شمېر قضایاو کې زندان ته ولېږل شول.

د دغه ګوند مشر عمران خان او مرستیال شاه محمود قریشي لا هم په زندان کې دي او د ټاکنو په تړاو یې نا اهله اعلان کړي دي.

شهباز شریف: د پاکستان او سعودي عربستان د اقتصادي اړیکو یو نوي فصل پیل شوی

۱۰ غویی ۱۴۰۳ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۴۲ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف ويلي، چې د پاكستان او سعودي عربستان په اقتصادي اړیکو کې یو نوي فصل پیل شوی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارت حجم د پام وړ زيات شوی دی.

د پاکستاني رسنیو د رپوټ له مخې؛ هغه دغه څرګندونې د سعودي عربستان د تجارت له وزير ماجد الكسبي سره په رياض كې د نړۍوال اقتصادي کنفرانس په څنډه كې په یوه لیدنه کې کړي دي.

لومړي وزیر شریف ویلي، چې د پاكستان خصوصي پانګونې شورا بهرنۍ پانګونې ته د ودې وركولو او پانګه‌والو ته د اسانتياو برابرولو له پاره په بشپړه توګه فعاله ده.

د سعودي د تجارت وزیر هم ویلي،‌ چې د دغه هېواد د وليعهد محمد بن سلمان د هدایت له مخې پاکستان د پانګونې او تجارت په برخه کې د سعودي لومړیتوب دی.‌

نوموړي ویلي، چې تر راتلونكې یو تر يو نيم كال پورې د دوه اړخيزه اقتصادي او تجارتي اړيكو د زياتولو لپاره موخې ټاكل شوې دي.

د سعودي د تجارت وزير وويل، چې د سعودي د سوداګريزو ټولنو يو پلاوی به ډېر ژر د پاکستان ته سفر وکړي وکړي.

امریکا او برېتانیا پر حماس غږ کړی، چې د اسراییل د اوربند وړاندیز ومني

۱۰ غویی ۱۴۰۳ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۰۹ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د دوشنبې په ورځ له حماس څخه وغوښتل، چې د غزې په جګړه کې د اوربند او د دغې فلسطیني وسله والې ډلې له خوا د نیول شویو اسراییلي یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره دې د اسراییل وړاندیز ژر تر ژره ومني.

تمه وه، چې د حماس مذاکره کوونکي د دوشنبې په ورځ په قاهره کې له قطري او مصري منځګړو سره وویني؛ تر څو د اوربند هغه وړاندیز ته ځواب ووايي، چې اسراییل د اونۍ په پای کې وړاندې کړی و.

بلېنکن د سعودي په پلازمینه ریاض کې د نړۍوال اقتصادي کنفرانس په یوه غونډه کې وویل: "حماس ته د اسراییل وړاندیز بیخي ډېر سخاوتمندانه دی."

هغه وویل: "یوازینی ډله چې د غزې د خلکو او اوربند ترمنځ ولاړه ده هغه حماس دی. دوی باید د اوربند په اړه پرېکړه وکړي او دا پرېکړه باید ژر تر ژره وکړي. زه هیله مند یم چې دوی به سمه پرېکړه وکړي."

یوه سرچینه چې د خبرو اترو په جریان کې ده وايي، چې د اسراییل د وړاندیز له مخې؛ د شاوخوا ۱۳۰ یرغمل شویو له ډلې د ۴۰ کسانو په بدل کې به په اسراییل کې یو شمېر بندي فلسطینیان خوشې شي.

د دایمي اوربند په اړه د حماس غوښتنې ته د اسراییل ځواب دا دی، چې په غزه کې به د "دوامداره ارامۍ دوره" رامنځته کیږي.

د اکټوبر په اوومه په سویلي اسراییل کې د حماس په برید کې ټول ۲۵۳ کسان یرغمل نیول شوي وو او شاوخوا ۱۲۰۰ اسراییلیان هم وژل شوي وو.

د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا؛ اسراییل په غزه کې د بشپړې محاصرې په پلي کولو او د هوايي او ځمکني برید په په ترسره کولو سره شاوخوا ۳۴ زره ۵۰۰ فلسطینیان وژلي دي.