• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا او برېتانیا پر حماس غږ کړی، چې د اسراییل د اوربند وړاندیز ومني

۱۰ غویی ۱۴۰۳ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۰۹ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د دوشنبې په ورځ له حماس څخه وغوښتل، چې د غزې په جګړه کې د اوربند او د دغې فلسطیني وسله والې ډلې له خوا د نیول شویو اسراییلي یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره دې د اسراییل وړاندیز ژر تر ژره ومني.

تمه وه، چې د حماس مذاکره کوونکي د دوشنبې په ورځ په قاهره کې له قطري او مصري منځګړو سره وویني؛ تر څو د اوربند هغه وړاندیز ته ځواب ووايي، چې اسراییل د اونۍ په پای کې وړاندې کړی و.

بلېنکن د سعودي په پلازمینه ریاض کې د نړۍوال اقتصادي کنفرانس په یوه غونډه کې وویل: "حماس ته د اسراییل وړاندیز بیخي ډېر سخاوتمندانه دی."

هغه وویل: "یوازینی ډله چې د غزې د خلکو او اوربند ترمنځ ولاړه ده هغه حماس دی. دوی باید د اوربند په اړه پرېکړه وکړي او دا پرېکړه باید ژر تر ژره وکړي. زه هیله مند یم چې دوی به سمه پرېکړه وکړي."

یوه سرچینه چې د خبرو اترو په جریان کې ده وايي، چې د اسراییل د وړاندیز له مخې؛ د شاوخوا ۱۳۰ یرغمل شویو له ډلې د ۴۰ کسانو په بدل کې به په اسراییل کې یو شمېر بندي فلسطینیان خوشې شي.

د دایمي اوربند په اړه د حماس غوښتنې ته د اسراییل ځواب دا دی، چې په غزه کې به د "دوامداره ارامۍ دوره" رامنځته کیږي.

د اکټوبر په اوومه په سویلي اسراییل کې د حماس په برید کې ټول ۲۵۳ کسان یرغمل نیول شوي وو او شاوخوا ۱۲۰۰ اسراییلیان هم وژل شوي وو.

د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا؛ اسراییل په غزه کې د بشپړې محاصرې په پلي کولو او د هوايي او ځمکني برید په په ترسره کولو سره شاوخوا ۳۴ زره ۵۰۰ فلسطینیان وژلي دي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

د سکاټلنډ لومړي وزیر حمزه یوسف له خپلې دندې استعفا وکړه

۱۰ غویی ۱۴۰۳ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۳۸ GMT+۱

د سکاټلنډ لومړي وزیر حمزه یوسف له یو کال او یوې میاشت دندې وروسته استعفا وکړه. دغه پاکستاني نژاد سیاستوال تېره اوونۍ له شنه ګوند سره د سکاټلنډ ملي ګوند ایتلافي حکومت نسکور کړ او د روانې اوونۍ په پای کې به پارلمان کې د نه باور له رایې سره مخامخ شي.

ښاغلي یوسف د دوشنبې په ورځ د غويي په لسمه په یوه خبري غونډه کې د سکاټلنډ د ملي ګوند له مشر او د سکاټلنډ د لومړي وزیر له څوکۍ خپله استعفا اعلان کړه.

هغه وویل تر څو چې بل څوک نه وي ټاکل شوی تر هغه به خپلې دندې ته دوام ورکړي.

تېره اونۍ حمزه یوسف د خپل ګوند او سکاټلنډ شنه تر منځ واکمن ایتلاف ختم کړ.

دا احتمال چې ښاغلی یوسف به د سکاټلنډ په پارلمان کې د نه باور په رایه کې بریالی شي، ډېر کم و.

ښاغلي یوسف وویل:" زه چمتو نه یم چې د خپلو ارزښتونو او اصولو تجارت وکړم او یا یوازې د واک د ساتلو لپاره له یو چا سره تجارت وکړم."

حمزه یوسف د تېر کال په مارچ میاشت کې د نیکولا سټرجن له استعفا وروسته واک ته ورسید.

نوموړی پاکستانی نژاد دی او له یوولسو کلونو راهیسې په سکاټلینډ کې په سیاست کې ښکیل دی.

د سکاټلنډ ملي ګوند له انګلستان څخه د خپلواکۍ غوښتونکي دي.

په یوه اونۍ کې ترکیې د ادیرنه په ښار کې تر ۴۰۰ زیات کډوال نیولي دي

۱۰ غویی ۱۴۰۳ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۴، ۱۱:۵۲ GMT+۱

ترکي رسنیو د ادیرنه د سیمه ییزو چارواکو له خولې لیکلي، چې په تېره یوه اوونۍ کې په دغه ښار کې د استوګنې له اسنادو پرته ۴۶۸ پناه غوښتونکي نیول شوي دي. د راپورونو له مخې د ترکیې پولیسو په ګډو عملیاتو کې ۱۸ تنه د «انساني قاچاق» په تور نیولي دي.

د دغه هېواد چارواکو دا هم ویلي، چې تېره اوونۍ اووه شکمن موټر یې درولي، چې په پایله کې یې دغه پناه غوښتونکي نیول شوي دي.

د راپورونو له مخې، نیول شوي پناه غوښتونکي د ادیرنه د کډوالۍ ادارې ته سپارل شوي او ۱۸ نور تورن کسان محکمې ته وړاندې شوي دي.

رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د پولیسو د ګډو عملیاتو په پایله کې اووه موټر چې کډوال یې لېږدول، نیول شوي دي.

تېره میاشت د دغه ښار سیمه ییزو چارواکو د افغانستان او پاکستان څه باندې زر کډوال د اوسېدو له اسنادو پرته ونیول.

په تیرو میاشتو کې د ترکیې پولیسو په بېلابېلو ښارونو کې د کډوالو د پیژندلو، نیولو او په زوره د شړلو لپاره پراخ عملیات پیل کړي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۴ میلادي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د دغه هېواد د ساحلي ساتونکو له خوا ۱۵ زره او ۸۱۶ کډوال نیول شوي او د دغه هېواد په سواحلو کې د کډوالۍ په بېلابېلو پېښو کې ۲۸ کډوال مړه شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سعودي عربستان ته ورسېد

۱۰ غویی ۱۴۰۳ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۴، ۰۹:۳۰ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن منځني ختیځ ته د خپل سفر په لومړي پړاو کې سعودي عربستان ته ورسېد. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې ښاغلی بلېنکن به د سعودي عربستان له چارواکو سره د غزې او د سعودي عربستان او اسراییل ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو په اړه خبرې وکړي.

له ریاض څخه به ښاغلی بلېنکن اردن او اسراییل ته سفر وکړي، او په غزه کې به د ناوړه بشري وضعیت د ښه کولو پر هڅو تمرکز وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلی بلېنکن به د خپل سفر په ترڅ کې غزې ته د بشري مرستو د زیاتولو په اړه هم خبرې وکړي.

منځني ختیځ ته د انتوني بلېنکن تر سفر مخکې، د امریکا ولسمشر جوبایډن د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره د غزې په اړه په ټیلیفون خبرې کړې وې.

سپینې ماڼۍ د یکشنبې په ورځ وویل چې جوبایډن په ټیلیفوني خبرو کې د غزې په سرحدي ښار رفح باندې د اسراییل د احتمالي برید په اړه خپل واضح دریځ تکرار کړ.

واشنګټن ویلي چې د مناسب او باوري بشري پلان پرته به د رفح ښار د عملیاتو ملاتړ ونه کړي.

سرچینې: د خیبرپښتونخوا په ټانګ کې د یوه قاضي د راخلاصون په عملیاتو کې ۱۰ تنه وژل شوي

۱۰ غویی ۱۴۰۳ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۴، ۰۷:۳۱ GMT+۱

سرچینې وايي، د خیبرپښتونخوا په ټانګ ولسوالۍ کې د وسله والو له لوري د یوه یرغمل شوي قاضي د راخلاصون په عملیاتو کې اته وسله وال او دوه تنه د امن کمیټې کسان وژل شوي. دغه عملیات تېره شپه پاکستاني پوځ او ځايي امن کمیټې د ټانګ په رزینده ناله سیمه کې کړي.

د باوري سرچینو د معلوماتو له مخې چې پاکستاني پوځ او د ځايي امن کمیټې کسانو په ټانګ ولسوالۍ کې د وسله والو له لوري د یوه تښتول شوي قاضي د خلاصون لپاره د پلټنې عملیات کړي چې په پایله کې یې قاضي را خلاص کړل شوی او په جګړه کې اته وسله وال او دوه تنه د امن کمیټې کسان وژل شوي.

د پاکستان پوځ هم د عملیاتو د خبر تر څنګ وسله والو د ور اوښتي سر زیان خبره کړې او وايي پوځ ته زیان نه دی اوښتی.

په سیمه کې خپلواک خبریال او د حالاتو څارونکي لال وزیر افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل چې، دغه عملیات تېره شپه ۱۲ بجې د خیبرپښتونخوا ټانګ ولسوالۍ په رزینده ناله سیمه کې شوي او د یرغمل شوي قاضي د خلاصون لپاره د پوځ او وسله والو تر منځ سخته جګړه هم شوې.

د شاکرالله په نوم قاضي دوه ورځې وړاندې د خیبرپښتونخوا په ټانګ کې د ټي ټي پي وسله والو له لوري تښتول شوی و او د هغه یوه ويډیو یې خپره کړه چې نوموړي د پاکستان له حکومته د هغه د خلاصون غوښتنه پکې کړې وه.

د پاکستان پوځ د قاضي د خلاصون په اړه رسمآ څه نه دي ويلي خو سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي چې قاضي شاکرالله روغ رمټ خپل کور ته رسېدلی.

لا هم د پاکستان مرکزي حکومت او یا د خيبرپښتونخوا ایالتي حکومت د یاد قاضي د خلاصون په اړه څه نه دي ویلي.

د هامبورګ د پارلمان غړی: جرمني باید سپاه پاسداران د ترهګریزو سازمانونو په لیست کې شامل کړي

۱۰ غویی ۱۴۰۳ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۴، ۰۵:۳۰ GMT+۱

ایران الاصله ډانیال ایلخاني پور د هامبورګ ایالت د پارلمان غړي په بریلین کې د ایراني سندر غاړي توماج صالحي په ملاتړ چې په ایران کې په اعدام محکوم شوی و، د ایرانیانو په اع‍تراضیه غونډه ګډون وکړ. نوموړی وايي، جرمني باید سپاه پاسداران د ترهګریزو سازمانونو په لیست کې شامل کړي.

ښاغلي ایلخاني پور د یکشنبې په ورځ د (غوايي نهمه) له ایران انټرنشنل سره په خبرو کې د ایران د سپاه پاسداران نوم د ترهګریزو سازمانونو په لیست کې د شاملولو لپاره د جرمني پر حکومت د فشارونو د زیاتولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

کوثر افتخاري د ښځو د انقلاب، ژوند، آزادۍ، د توماج صالحي د ملاتړ لپاره په برلین کې د جرمني میشتو ایرانیانو په اعتراضیه غونډه کې ایران انټرنشنل سره په خبرو کې وویل چې سړکونو ته په راوتلو سره به ایرانیان اجازه ورنکړي چې د ایران حکومت زموږ د عزیزانو او لاریون کوونکو ژوند واخلي.

هغه د آزادۍ لپاره د ښځو د پاڅون د غږ د خپرولو لپاره له ایرانه بهر د ایرانیانو د هلو ځلو اغېزمنتیا ته په اشارې سره زیاته کړه، د نورو هېوادونو خلک دې د ایران د سیاستونو په وړاندې د ایرانیانو د اعتراض غږ واوري.

ایرانیان د شنبې او یکشنبې په ورځو کې د نړۍ په بېلابېلو ښارونو کې د توماج صالحي د اعدام پر ضد د اعتراض لپاره راټول شوي وو.

لاریون کوونکو د ښاغلي صالحي د خلاصون د غوښتنې تر څنګ د ایران له حکومته وغوښتل چې د اعدام د حکمونو صادرول او د هغوی د اعدامولو مخه ونیسي.

توماج صالحي تېر کال لړم میاشت کې له يو کال نه زيات بند تېرولو وروسته په ضمانت خوشې شو. خو د لیندۍ میاشتي په نهمه نېټه بېرته په بابل ښار کې ونیول شو او بیرته د اصفهان زندان ته ولیږدول شو.

د ایران حکومت دغه سندغاړی چې د ښځې، ژوند ازادۍ د احتجاجي غورځنګ ملاتړی و، له خاورې سره په خیانت تورن کړی.

د ایران حکومت دغه سندرغاړي ته د اعدام سزا اورولې ده، خو ویلي یې دي چې تورن د استیناف غوښتنه کولی شي.