شهباز شریف: د پاکستان او سعودي عربستان د اقتصادي اړیکو یو نوي فصل پیل شوی

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف ويلي، چې د پاكستان او سعودي عربستان په اقتصادي اړیکو کې یو نوي فصل پیل شوی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارت حجم د پام وړ زيات شوی دی.

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف ويلي، چې د پاكستان او سعودي عربستان په اقتصادي اړیکو کې یو نوي فصل پیل شوی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارت حجم د پام وړ زيات شوی دی.
د پاکستاني رسنیو د رپوټ له مخې؛ هغه دغه څرګندونې د سعودي عربستان د تجارت له وزير ماجد الكسبي سره په رياض كې د نړۍوال اقتصادي کنفرانس په څنډه كې په یوه لیدنه کې کړي دي.
لومړي وزیر شریف ویلي، چې د پاكستان خصوصي پانګونې شورا بهرنۍ پانګونې ته د ودې وركولو او پانګهوالو ته د اسانتياو برابرولو له پاره په بشپړه توګه فعاله ده.
د سعودي د تجارت وزیر هم ویلي، چې د دغه هېواد د وليعهد محمد بن سلمان د هدایت له مخې پاکستان د پانګونې او تجارت په برخه کې د سعودي لومړیتوب دی.
نوموړي ویلي، چې تر راتلونكې یو تر يو نيم كال پورې د دوه اړخيزه اقتصادي او تجارتي اړيكو د زياتولو لپاره موخې ټاكل شوې دي.
د سعودي د تجارت وزير وويل، چې د سعودي د سوداګريزو ټولنو يو پلاوی به ډېر ژر د پاکستان ته سفر وکړي وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د دوشنبې په ورځ له حماس څخه وغوښتل، چې د غزې په جګړه کې د اوربند او د دغې فلسطیني وسله والې ډلې له خوا د نیول شویو اسراییلي یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره دې د اسراییل وړاندیز ژر تر ژره ومني.
تمه وه، چې د حماس مذاکره کوونکي د دوشنبې په ورځ په قاهره کې له قطري او مصري منځګړو سره وویني؛ تر څو د اوربند هغه وړاندیز ته ځواب ووايي، چې اسراییل د اونۍ په پای کې وړاندې کړی و.
بلېنکن د سعودي په پلازمینه ریاض کې د نړۍوال اقتصادي کنفرانس په یوه غونډه کې وویل: "حماس ته د اسراییل وړاندیز بیخي ډېر سخاوتمندانه دی."
هغه وویل: "یوازینی ډله چې د غزې د خلکو او اوربند ترمنځ ولاړه ده هغه حماس دی. دوی باید د اوربند په اړه پرېکړه وکړي او دا پرېکړه باید ژر تر ژره وکړي. زه هیله مند یم چې دوی به سمه پرېکړه وکړي."
یوه سرچینه چې د خبرو اترو په جریان کې ده وايي، چې د اسراییل د وړاندیز له مخې؛ د شاوخوا ۱۳۰ یرغمل شویو له ډلې د ۴۰ کسانو په بدل کې به په اسراییل کې یو شمېر بندي فلسطینیان خوشې شي.
د دایمي اوربند په اړه د حماس غوښتنې ته د اسراییل ځواب دا دی، چې په غزه کې به د "دوامداره ارامۍ دوره" رامنځته کیږي.
د اکټوبر په اوومه په سویلي اسراییل کې د حماس په برید کې ټول ۲۵۳ کسان یرغمل نیول شوي وو او شاوخوا ۱۲۰۰ اسراییلیان هم وژل شوي وو.
د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا؛ اسراییل په غزه کې د بشپړې محاصرې په پلي کولو او د هوايي او ځمکني برید په په ترسره کولو سره شاوخوا ۳۴ زره ۵۰۰ فلسطینیان وژلي دي.

د خیبر پښتونخوا صوبې د ترهګرۍ ضد ادارې اعلان کړی، چې پر چینايي کارکوونکو د تېرې میاشتې د برید په تړاو یې څلور کسان نیولي، چې یو یې د تحریک طالبان پاکستان غړی دی.
تحریک طالبان پاکستان په دغه برید کې لاس لرل رد کړي وو.
دغې ادارې د دوشنبې په ورځ (د غويي ۱۰مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې د عدیل شهباز، محمد رفیق قریشي، زاهد قریشي او نذیر حسین په نومونو څلور تنه یې د خیبر پښتونخوا له مانسهرې ولسوالۍ څخه د چینايي کارکوونکو د برید په تور نیولي دي.
د ترهګرۍ ضد دغه اداره وايي؛ د تحریک طالبان پاکستان غړي عدیل شهباز په دغه برید کې د لاس لرلو اعتراف کړی دی.
تېره میاشت د خیبر پښتونخوا په بشام سیمه کې د یوه برید په ترڅ کې پنځه چینايي انجینران له خپل پاکستاني ډرېور سره ووژل شول.
دغه چینايي انجینران له اسلام اباد څخه د داسو د برېښنا سټیشن ته روان وو.
له دغه برید وروسته چین د دې پېښې د جدي څېړنې غوښتنه وکړه او د پاکستان سیاسي او پوځي مشرانو ژمنه وکړه، چې د دغه برید عاملین به د عدالت منګولو ته وسپاري.
تر دې برید څو ورځې وروسته یو شمېر چینايي پلټونکي د دې قضیې د تعقیب لپاره اسلام اباد ته ولاړل.
د چینایي کارکونکو ساتنه د پاکستان لپاره ډېر اهمیت لري؛ ځکه چې چینایي انجینران او شرکتونه د پاکستان په مهمو زیربناو کې کار کوي.
د یوې لارې او یو کمربند د پروژو لپاره د لویو لارو د جوړولو څخه نیولې تر لویو برېښنا کوټونو پورې چینايي متخصصین په پاکستان کې په کار بوخت دي.

د سکاټلنډ لومړي وزیر حمزه یوسف له یو کال او یوې میاشت دندې وروسته استعفا وکړه. دغه پاکستاني نژاد سیاستوال تېره اوونۍ له شنه ګوند سره د سکاټلنډ ملي ګوند ایتلافي حکومت نسکور کړ او د روانې اوونۍ په پای کې به پارلمان کې د نه باور له رایې سره مخامخ شي.
ښاغلي یوسف د دوشنبې په ورځ د غويي په لسمه په یوه خبري غونډه کې د سکاټلنډ د ملي ګوند له مشر او د سکاټلنډ د لومړي وزیر له څوکۍ خپله استعفا اعلان کړه.
هغه وویل تر څو چې بل څوک نه وي ټاکل شوی تر هغه به خپلې دندې ته دوام ورکړي.
تېره اونۍ حمزه یوسف د خپل ګوند او سکاټلنډ شنه تر منځ واکمن ایتلاف ختم کړ.
دا احتمال چې ښاغلی یوسف به د سکاټلنډ په پارلمان کې د نه باور په رایه کې بریالی شي، ډېر کم و.
ښاغلي یوسف وویل:" زه چمتو نه یم چې د خپلو ارزښتونو او اصولو تجارت وکړم او یا یوازې د واک د ساتلو لپاره له یو چا سره تجارت وکړم."
حمزه یوسف د تېر کال په مارچ میاشت کې د نیکولا سټرجن له استعفا وروسته واک ته ورسید.
نوموړی پاکستانی نژاد دی او له یوولسو کلونو راهیسې په سکاټلینډ کې په سیاست کې ښکیل دی.
د سکاټلنډ ملي ګوند له انګلستان څخه د خپلواکۍ غوښتونکي دي.

ترکي رسنیو د ادیرنه د سیمه ییزو چارواکو له خولې لیکلي، چې په تېره یوه اوونۍ کې په دغه ښار کې د استوګنې له اسنادو پرته ۴۶۸ پناه غوښتونکي نیول شوي دي. د راپورونو له مخې د ترکیې پولیسو په ګډو عملیاتو کې ۱۸ تنه د «انساني قاچاق» په تور نیولي دي.
د دغه هېواد چارواکو دا هم ویلي، چې تېره اوونۍ اووه شکمن موټر یې درولي، چې په پایله کې یې دغه پناه غوښتونکي نیول شوي دي.
د راپورونو له مخې، نیول شوي پناه غوښتونکي د ادیرنه د کډوالۍ ادارې ته سپارل شوي او ۱۸ نور تورن کسان محکمې ته وړاندې شوي دي.
رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د پولیسو د ګډو عملیاتو په پایله کې اووه موټر چې کډوال یې لېږدول، نیول شوي دي.
تېره میاشت د دغه ښار سیمه ییزو چارواکو د افغانستان او پاکستان څه باندې زر کډوال د اوسېدو له اسنادو پرته ونیول.
په تیرو میاشتو کې د ترکیې پولیسو په بېلابېلو ښارونو کې د کډوالو د پیژندلو، نیولو او په زوره د شړلو لپاره پراخ عملیات پیل کړي دي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۴ میلادي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د دغه هېواد د ساحلي ساتونکو له خوا ۱۵ زره او ۸۱۶ کډوال نیول شوي او د دغه هېواد په سواحلو کې د کډوالۍ په بېلابېلو پېښو کې ۲۸ کډوال مړه شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن منځني ختیځ ته د خپل سفر په لومړي پړاو کې سعودي عربستان ته ورسېد. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې ښاغلی بلېنکن به د سعودي عربستان له چارواکو سره د غزې او د سعودي عربستان او اسراییل ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو په اړه خبرې وکړي.
له ریاض څخه به ښاغلی بلېنکن اردن او اسراییل ته سفر وکړي، او په غزه کې به د ناوړه بشري وضعیت د ښه کولو پر هڅو تمرکز وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلی بلېنکن به د خپل سفر په ترڅ کې غزې ته د بشري مرستو د زیاتولو په اړه هم خبرې وکړي.
منځني ختیځ ته د انتوني بلېنکن تر سفر مخکې، د امریکا ولسمشر جوبایډن د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره د غزې په اړه په ټیلیفون خبرې کړې وې.
سپینې ماڼۍ د یکشنبې په ورځ وویل چې جوبایډن په ټیلیفوني خبرو کې د غزې په سرحدي ښار رفح باندې د اسراییل د احتمالي برید په اړه خپل واضح دریځ تکرار کړ.
واشنګټن ویلي چې د مناسب او باوري بشري پلان پرته به د رفح ښار د عملیاتو ملاتړ ونه کړي.
