سویلي افریقا ته د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د سفر مهالویش اعلان شو

د پاکستان کرېکټ بورډ د جمعې په ورځ (د غوایي ۱۴مه) اعلان وکړ، چې د دغه هیواد ملي لوبډله به د ۲۰۲۴ کال په دوېیمه نیمایي کې سویلي افریقا ته د درې نړۍوالو شل اوریزو، درې یو ورځنیو او دوو ټسټ لوبو لپاره سفر وکړي.