
افغانستان کرېکټ بورډ خبر ورکړ، چې د سريلانکا الف لوبډلې سره د ټيسټ لوبې لپاره د افغان ابداليانو یو شمېر لوبغاړي دغه هېواد ته روان شول. د دواړو هېوادونو د الف کرېکت لوبډلو ترمنځ څلور ورځنۍ لوبې به د مې مياشتي په ۱۱ پيل او تر ۱۴ به دوام وکړي.
د افغانستان او سريلانکا الف کرېکټ لوبډلو ترمنځ ټیسټ لوبه به د دې هېواد په پلازمېنه کولمبو کې تر سره شي.
کرېکټ بورډ لا تر اوسه د دې ټيسټ لوبې لپاره د افغان لوبغاړو نوملړ نه دی نشر کړی.
د افغان ابداليانو الف لوبډله دامهال د سريلانکا کريکټ لوبډلې سره په يو ورځنيو لوبو بوخته ده.
سرېلانکا لوبډلې له افغان لوبډلې درې يو ورځنۍ لوبې ګټلې دي.

د تهران د املاکو د اتحادیې منشي وویل چې د ایران د اسلامي جمهوریت د قانون له مخې "بې اسنادو" افغانان نه شي کولای کور واخلي او یا یې په کرایه ورکړي. سعید لطفي پر هغو افغانانو نیوکه کړې، چې د ایراني وګړو په نوم کور اخلي او په خپل منځ کې تړون لیکي.
سعید لطفي په ایران کې له «انتخاب» رسنۍ سره په مرکه کې وویل: «د مقرراتو له مخې موږ اجازه نه لرو چې غیر ایرانیانو ته کورونه او دوکانونه په کرایه ورکړو».
د ښاغلي لطفي په وینا، "بې اسنادو" افغانان نه شي کولای کور واخلي، خو دوی د یوه ایراني په نوم کور اخلي او په خپل منځ کې تړون لیکي. "دا پیښې په ۲۲ سیمو او د تهران په ختیځ کې ډیرې لیدل کیږي."
د تهران د املاکو د اتحادیې سکرتر وايي چې افغانان که د "ګرځېدو کارت، پاسپورټ او د پوليسو جواز چې په ايران کې د دوی د اوسېدو رسمي جواز ولري، د کور کرايه کولو وړ دي."
د سعید لطفي په وینا، د هغو کسانو د اسنادو کاپي چې په ایران کې اوسیږي د څارنې لپاره د اسلامي جمهوریت مقاماتو او پولیسو ته استول کیږي.
هغه د دې په بیانولو سره چې په وروستیو کلونو کې یو زیات شمیر افغانان ایران ته داخل شوي دي، ادعا وکړه: "دا خلک ممکن په خپل منځ کې داسې ډلې جوړې کړي چې ستونزې را منځته کړي."
د تهران د املاکو د مشاورینو د اتحادیې مرستیال داوود بیګنزاد هم د غويي په ۱۲مه وویل: که د املاکو مشاورین "د بهرنیو وګړو اسناد د تصدۍ ادارې ته وسپاري نو د قانون د نهمې مادې له مخې د سوداګرۍ اتحادیې د قانون د ۸۱ مادې اجرایوي مقرراتو له مخې به ورسره چلند وشي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت د ۱۴۰۳ کال د وري په ۲۰ مه وویل، چې د افغانانو لپاره په ایران کې د نور اوسیدل امکان نه لري او هغه افغان کډوال چې د اوسیدو جواز نه لري وېستل کیږي.
که څه هم ایران د افغان کډوالو د منلو په برخه کې له نړیوالو په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو څخه مرستې ترلاسه کوي، خو ایراني چارواکي وايي چې دغه مرستې کافي نه دي.
د بریتانیا اینډیپنډنټ ورځپاڼه د کډوالو اړوند یوې خیریه ادارې له قوله وايي، د هغو کډوالو د نوملړ په هرو ۵ کسانو کې یو افغان دی، چې بریتانیا یې روانډا ته استول غواړي. د بریتانیا د پرلمان د پرېکړې له مخې لندن افریقايي هېواد روانډا ته هغه کډوال ستنوي چې له اسنادو پرته ورغلي دي.
د کیرفور کالیز په نوم اداره وايي، ستنېدونکو کډوالو د لومړۍ ګروپ سره چې دوی خبرې کړې دي، ۱۸ سلنه یې افغانان دي او ور پسې په دې ګرو پکې ۲۱ سلنه سوریایان دي چې بیا هم هرو پنځو کې یو کس کېږي.
د بریتانیا حکومت د چارشنبې په ورځ د هغو پنا غوښتونکو انځورونه خپاره کړل چې د لومړني ګروپ په توګه به یې روانډا ته ولېږي.
کیرفور کالیز وايي، دې کډوالو کې له افغانانو او سوریایانو وروسته ۱۵ سلنه هم سوډانیان او ایرانیان او ایریترانیان هم ۱۴- ۱۴ سلنه جوړوي.
پانې ۱۸ سلنه هم د کویټ، عراق او سریلانکا وګړي دي.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د کډوالو برخې ادارې د دوشنبې په ورځ په کورونو او یا هم د کډوالۍ مرکز ته رسېدلو همدې بې اسناده کډوالو بې ساري نیول پیل کړل.
د پارلمان د پرېکړې له مخې، ټاکلې ده چې روانډا ته د دې کډوالو لومړنۍ جوپه تر جولای پیل شي.
د بریتانیا له دغې پرېکړې ایرلنډ هم اغېزمن دی او چارواکي یې وايي، بریتانیا ته تللي بې اسنادو کډوال اوس روانډا ته د تلو پر ځای ایرلنډ ته ور مات دي.
د ایرلنډ مرستیال لومړی وزیر میکاییل مارټن د روانې اونۍ په لومړیو کې له بریتانوۍ ورځپاڼې ټلیګراف سره په خبرو کې وویل، پنا غوښتونکي روانډا ته د تلو پر ځای دلته او په اروپايي ټولنه کې د پنا موندلو په لټه کې دي.
د ښځو یو شمېر اعتراضي خوځښتونو ویلي، چې په افغانستان کې د بیان ازادي محدوده شوې او طالبانو پر رسنیو او ښځینه خبریالانو سخت بندیزونه لګولي دي. دغو خوځښتونو له ملګرو ملتونو او نړېوالې ټولنې غوښتي چې د بیان د ازادۍ پر ضد د طالبانو د کړنو په اړه دې اقدام وکړي.
د عدالت او ازادۍ لپاره د ښځو اعتراضي خوځښت، د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې او د سولې او ازادۍ لپاره د ښځو خوځښت د مطبوعاتو د نړۍوالې ورځې په مناسبت په جلا جلا اعلامیو کې له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې د رسنیو د کاري وضعیت په اړه دې له طالبانو سره حساب او کتاب وکړي.
د افغانستان ښځو د سیاسي مشارکت شبکې ویلي، چې طالبانو د بیان ازادي محدوده کړې، اطلاعاتو ته لاسرسی شتون نه لري او دغه ډله رسنۍ سانسور کوي او ښځینه خبریالانې د جبري پوښښ په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.
د عدالت او ازادۍ لپاره د افغانستان د ښځو خوځښت هم په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بیان ازادۍ شا تګ کړی او له مبهم او ناڅرګند راتلونکي سره مخامخ ده.
دغه خوځښت ویلي، چې په افغانستان د طالبانو د واک ترلاسه کولو راهیې، په دغه هېواد کې د بیان ازادي کمزورې شوې او د ټولنې د واقعیتونو خپرول جرم ګڼل کیږي.
دغه خوځښت پر رسنیو د طالبانو د بندیزونو په اړه ویلي، چې طالبانو ښځینه خبریالانې د ماسک او «طالبي حجاب» اغوستلو ته اړ کړي او په ټلویزیونونو کې یې له راڅرګندېدو منع کړي دي.
د عدالت او ازادۍ لپاره د ښځو خوځښت ټینګار کړی، چې طالبانو د دغې ډلې تر کنټرول لاندې افغانستان کې د رسنیو ازادي محدوده کړې او ټولې کورنۍ رسنۍ د طالبانو تر کنټرول او سانسور لاندې دي.
د سولې او ازادۍ لپاره د ښځو خوځښت هم په یوه اعلامیه کې ویلي، چې طالبان د بیان ازادي یو "ګواښ" ګڼي او دې ډلې په تېرو درېیو کلونو کې معلوماتو ته د خلکو د لاسرسۍ حق په بې ساري ډول محدود کړی دی. "په لسګونه خبریالان یې بندیان، شکنجه او په مرموز ډول وژلي دي.
دغه خوځښت زیاته کړې، چې طالبانو ښځې د رسنیو له کاري محیطه ګوښه کړي او دا چې کورنۍ رسنۍ یې په خپل تبلیغاتي وسیلې بدلې کړې دي.
د دغه خوځښت په اعلامیه کې راغلي چې «د رسنیو د کنټرول لپاره د طالبانو هڅه تر دې حده ده چې د دغې ډلې مشر او دفترونه هره ورځ د رسنیو پر کار کولو، ښځینه کارکوونکو او د هغوی پر جامو په عامه توګه نیوکې کوي.»
دغو خوځښتونو له ملګرو ملتونو او نړۍوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د بیان له ازادۍ ملاتړ وکړي او د بیان د ازادۍ پر ضد د طالبانو د کړنو پر وړاندې اقدام وکړي.
په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د افغانستان سفیر او دایمي استازي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا دوریې جلسه چې، د دغه هیواد د بشري حقونو د راپورونو په اړه وه، بریالې وبلله.
نصیر احمد اندیشه وویل، چې د افغانستان په اړه ۷۰ هېوادونو خپل نظرونه څرګند کړي دي.
د کاري ډلې غونډه کې چې د ۲۰۲۴ کال د اپریل ۲۹مې نه د مې تر ۱۰مې نېټې په جینوا کې ترسره کیږي، د افغانستان په ګډون د ۱۴هېوادونو د بشري حقونو کړنې څیړل کیږي.
د دوشنبې په غونډه کې چې د اپریل په ۲۹مه نېټه ترسره شوه، ښاغلي اندېشه د افغانستان په اړه ملي راپور وړاندې کړ. ښاغلي اندېشه په دې غونډه کې وویل، چې افغانستان د خلکو د مدني، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي حقونو په ګډون د بشري حقونو په برخه کې له سخت شاه تګ سره مخاخ شوی دی.
په جینوا کې د افغانستان سفارت په تازه اعلامیې کې راغلي، چې ملي راپور، د ملګرو ملتونو د اژانسونو راپورونه او د بېلابېلو نړیوال سازمانونه راپورونه، په افغانستان کې د بشري حقونو سختې ننګونې ښيي.
د دغو راپورونو له مخې، د طالبانو مشرتابه د خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو د اساسي ازادۍ د محدودولو له پاره تر ۲۰۰ ډېر فرمانونه صادر کړي، چې له ټولنې څخه د هغوی څڼډې ته کیدو لامل شوي دي.
د افغان استازي هیله څرګنده کړې چې د په دغه هیواد کې د بشري حقونو وضعیت څیړنه به د روان کړکېچ په اړه د نړیوال غبرګون په بڼه مهم اغیز ولري.
د پاکستان کرېکټ بورډ د جمعې په ورځ (د غوایي ۱۴مه) اعلان وکړ، چې د دغه هیواد ملي لوبډله به د ۲۰۲۴ کال په دوېیمه نیمایي کې سویلي افریقا ته د درې نړۍوالو شل اوریزو، درې یو ورځنیو او دوو ټسټ لوبو لپاره سفر وکړي.
درې نړیوالې شل اوریزې لوبې د ډسمبر له ۱۰ مې تر ۱۴مې ترسره کیږي چې ډربن، سنچورین او جوهانسبرګ یې کوربتوب کوي، درې یو ورځنې لوبې د دسمبر له ۱۷مې تر ۲۲ مې په پارل، کیپ ټاون او جوهانسبرګ کې ترسره شي او د ای سي سي دوه ټسټ لوبې به په سینچورین کې د دسمبر (۲۶-۳۰) او کیپ ټاون کې د جنوري (۳-۷) ترسره شي.
د پاکستان کرېکټ بورډ پر خپلې ویپ پاڼه لیکلي، چې لوبډله به د نومبر په ۱۹مه نېټه د اسټرالیا څخه له راستنیدو وروسته د ډسمبر په ۲مه ډربن ته ځي.
د پاکستان کرېکټ بورډ زیاتوي چې د اسټرالیا او سویلي افریقا د سفر نه مخکې به پاکستان د بنګله دیش او انګلستان سره د دوو او دریو ټیسټ لوبو کوربه وي. دا په دې مانا ده چې دوی به د ۲۰۲۴ له اګسټ څخه د ۲۰۲۵ جنوري پورې د شپږو میاشتو په موده کې اوه ټیسټ لوبې، لږ تر لږه ۱۰ یو ورځنۍ او شپږ شل اوریزې لوبې وکړي.
دا د ۱۹۹۵-۱۹۹۴ راهیسې سویلي افریقا ته د پاکستان د ملي لوبډلې اووم سفر دی. د دوی دوه ټسټ بریا د ۱۹۹۸-۱۹۹۷ او ۲۰۰۷-۲۰۰۶ لوبلړۍ کې ترلاسه شوې وې.