• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مسکو: ناټو له روسیې سره ممکنه جګړې ته سخت تیاری نیسي

۱۵ غویی ۱۴۰۳ - ۴ می ۲۰۲۴، ۱۴:۰۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ غویی ۱۴۰۳ - ۴ می ۲۰۲۴، ۱۵:۲۰ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، له سړې جګړې را وروسته د ناټو تر ټولو ستر پوځي تمرینات ښيي، چې دغه اتحاد له روسیې سره احتمالي جګړې ته کلک تیاری نیسي. ماریا زاخارووا وویل، چې د ناټو چارواکي هم په دې اړه په ښکاره خبرې کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن د زاخارووا له قوله ليکلي: «موږ باید دا ومنو چې ناټو له موږ سره د احتمالي شخړې لپاره جدي تیاری نیسي.»

ناټو په ۱۴۰۲ کال د سلواغې په مياشت کې په اروپا او شمالي اتلانتیک کې له سړې جګړې را وروسته خپل تر ټولو لوی تمرين پيل کړ.

د شمالي اتلانتیک تړون سازمان په یوه بیان کې ویلي چې د « ۲۰۲۴کلک مدافع» په نوم پوځي تمرینات د سړې جګړې له پای ته رسیدو راهیسې د ناټو ترټولولوی نظامي تمرین دی.

په دې تمرین کې د ناټو د غړو هېوادونو څه باندې ۹۰ زره پوځي ځواکونه برخه اخلي او د ماریا زاخارووا په وینا دا تمرینونه د روسیې پولو ته څېرمه ترسره کېږي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

واشنګټن پوسټ: امریکا قطر ته ویلي، که حماس د یرغملو د تړون مخه نیسي مشران یې وباسه

۱۵ غویی ۱۴۰۳ - ۴ می ۲۰۲۴، ۱۱:۴۲ GMT+۱

یوه امریکايي چارواکي واشنګټن پوسټ ته ویلي، امریکا له قطر غوښتي، که حماس اوربند رد کړي او د یرغمل کسانو پر سر معاملې ته دوام ورکړي ، باید له دغه هېواده وشړل شي. ځینو ډیپلوماټانو ویلي، چې قطر د حماس مشرانو ته سپارښتنه کړې، چې د وتلو د اړتيا پر مهال د ځان لپاره نوی ځای پیدا کړي.

د امریکايي چارواکو په وینا، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د اپریل په میاشت کې د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمان ال ثاني ته ویلي وو، چې له حماس سره د «حساسو خبرو اترو» په اړه خبري وکړي.

له دې موضوع خبرو درې ډيپلوماټانو وویل، چې دوی له میاشتو راهیسي د دې غوښتنې اټکل کړی و، خو په وروستيو اونيو کې د اوربند په اړه اوږد مهاله کړکېچ له امله دا تمې زياتې شوې.

یوه ډیپلومات ویلي، قطري چارواکو د حماس د سیاسي مشر اسماعیل هنيه په ګډون د دې ډلې نورو مشرانو ته، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې ژوند کوي، سپارښتنه کړې، چې له قطر څخه د وتلو د اړتيا پر مهال باید د اوسېدولو لپاره نوی ځای پیدا کړي.

پر همدې مهال ځيني سيمه ييز چارواکي او شنونکي خبرداری ورکوي، چې په دوحه کې د حماس د سياسي دفتر تړل د دې ډلې له مشرانو سره د خبرو اترو او د يرغمل شويو د خلاصون لپاره د راتلونکو خبرو اترو د بيا پيلولو هڅې پېچلې کوي.

بلينکن، چې د شاوخوا ۱۳۰ پاتې یرغمل شویو خوشې کولو او د غزې په جنوبي ښار رفح کې د اسراییلو د پلان شوي برید د مخنیوي په هدف منځني ختیځ ته راستون شوی، له حماس سره په خبرو کې د منځګړیتوب او د قطر له رول څخه مننه وکړه او دغه ډله یې وهڅوله چې د اسراییلو د اوربند وړاندیز ومني.

بلینکن د چهارشنبه په ورځ په تل ابیب کې وویل: «موږ هوډ لرو، چې د یرغمل شویو کورونو ته د رسیدو لپاره اوربند وکړو او یوازینی دلیل چې دا به نه کیږي حماس دی.»

قاهرې ته د حماس د پلاوي راتګ

د حماس یوه چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د دې ډلې یو پلاوی د شنبې په ورځ قاهرې ته رسیدلی دی.

تمه ده، چې دغه پلاوی به په غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون په اړه د اسراییلو وړاندیز ته لیکلي ځواب ورکړي.

د سي آی اې مشر هم په غزه کې د اوربند په اړه د خبرو لپاره مصر ته تللی دی.

د روسیې دفاع وزیر: اوکرایني ځواکونو د کال له پیله هره ورځ شاوخوا زر پوځیان له لاسه ورکړي

۱۴ غویی ۱۴۰۳ - ۳ می ۲۰۲۴، ۲۰:۴۱ GMT+۱

د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو ویلي، چې اوکرایني ځواکونو لسګونو الوتکو او بې پیلوټه الوتکو سربېره د روانو پوځي عملیاتو په پایله کې د اپرېل میاشتې له پیله هره ورځ شاوخوا زر سرتېري له لاسه ورکوي.

سبا نیوز د جمعې په ورځ (د مې درېیمه) راپور ورکړ، چې شویګو د روسیې د پوځ له قوماندانانو سره د ویډیويي ناستې په ترڅ کې ویلي، چې اوکرایني ځواکونو په ۲۰۲۴کال کې له ۱۱۱زره ډېر پوځیان او ۲۱زره وسلې او پوځي تجهیزات هم له لاسه ورکړي دي.

ښاغلي شویګو څرګنده کړه، چې د روسیې پوځ په تېرو دوو اونیو کې پر ۵۴۷ کیلو متر مربع خاورې ولکه ټینګه کړې او د «نووباخمتوفکا، سیمینوفکا او بردیچی» په ګډون یو شمېر ښارګوټی یې ازاد کړي دي.

روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین بشپړ یرغل پیل کړ او د جګړې په لومړیو څو اونیو کې د سولې مستقیمې خبرې اترې وشوې؛ خو کومه پایله یې نه درلوده.

د پاریس پولیسو هغه فلسطین پلوه محصلین لرې کړل چې ساینس پو پوهنتون یې نیولي و

۱۴ غویی ۱۴۰۳ - ۳ می ۲۰۲۴، ۱۴:۴۱ GMT+۱

په پاریس کې پولیسو د جمعې په ورځ د فرانسې د ساینس پو په نوم معتبر پوهنتون ته ننوتل او هغه محصلین یې لرې کړل چې په غزه کې یې د اسراییل د چلند په وړاندې د اعتراض په توګه د پوهنتون ودانۍ نیولې وه.

رویټرز خبري اژانس د یو عیني شاهد له قوله ویلي، چې پولیس ودانۍ ته ننوتي او د ۷۰ څخه ډیر اعتراض کونکي یې نیولي دي.

د فرانسې په پوهنتونو کې لاریونونه د متحده ایالاتو تر ځینو پوهنتونونو سوله ییز وو او د تاوتریخوالي نښې نښانې پکې نه دي لیدل شوې.

ساینس پو پوهنتون په غزه کې د اسراییل د جګړې او له اسراییل سره د فرانسې د اکاډمیکو اړیکو په اړه د فرانسوي زدکونکو د لاریونونو مرکز ګرځیدلی دي.

دغه لاریونونه په ټوله فرانسه کې ترسره شوي، خو د امریکا په پرتله محدود پاتې شوي دي.

100%

ساینس پو پوهنتون د جمعې په ورځ تړل شوی و او د دغه پوهنتون د مرکزي ودانۍ شاوخوا ډیر شمیر پولیسو ټول شوی وو.

د ساینس پو پوهنتون یو محصل چې د خپل نوم له ورکولو ډډه کوي، وايي، چې هغه د شاوخوا ۷۰ محصلینو څخه یو دی چې د پنجشنبې شپه یې د پاریس په مرکز کې د پوهنتون په یوه ودانۍ کې تیره کړه.

هغه د جمعې په سهار وویل، چې لاریونوالو د پوهنتون د چارواکو له خوا د ودانۍ د لویو برخو د پریښودو او یوې محدودې ساحې ته د راټولیدو په اړه ټاکل شوی نیټه رد کړې وه.

د ساینس پو پوهنتون یو ویاند د پولیسو له مداخلې وړاندې وویل، چې پوهنتون د خپلو زدکونکو سره د "د کړکیچ پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو" په لټه کې دی.

100%

په امریکايي پوهنتونونو کې پر غزې د اسراییل د جګړې پر ضد د فلسطیني زدکړیالانو لاریونونه روان دي او د لاریونیانو د نیولو لړۍ هم دوام لري.

په وروستیو پېښو کې، ۲۳ زدکړیالان د شنبې ورځ په انډیانا پوهنتون کې او ۱۰۲ نور په بوسټن کې د نورډ ایسټرن پوهنتون کې ونیول شول.

په بوسټن کې د نورډ ایسټرن پوهنتون هم په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې پوهنتون ته یې هغه مهال پولیس راوبلل کله چې د لاریونونو یو شمیر سمبالوونکو چې له پوهنتون سره یې تړاو نه درلود د لاریون کوونکو محصلانو په ډله کې ننوتي وو.

۶۹ نور اعتراض کوونکي زدکړیالان د ایروزونا ایالت په پوهنتون کې هم نیول شوي.

دفلسطین پلوه محصلانو لاریونونه هغه مهال د امریکا په ټولو پوهنتونونو کې پراخ شول چې پولیسو تېره اونۍ د کولمبیا په پوهنتون کې شاوخوا ۱۰۰ لاریون کوونکي زده‌کړیالان ونیول.

د ایران د بشري حقونو سازمان: ایران په ۱۴ ورځو کې په هرو پنځو ساعتونو کې یو کس اعدام کړی

۱۴ غویی ۱۴۰۳ - ۳ می ۲۰۲۴، ۱۳:۴۶ GMT+۱

د ایران د بشري حقونو سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې د اپریل میاشتې په وروستیو دوو اونیو کې لږ تر لږه ۶۳ کسان د ایران په زندانونو کې اعدام شوي دي. په اعدام شویو کسانو کې لږ تر لږه ۱۶ بلوڅان، شپږ افغانان او درې ښځې شاملې دي.

د دغه راپور له مخې، ایران په تېرو دوو اونیو کې په هرو پنځو ساعتونو کې یو کس اعدام کړی دی.

د ایران د بشري حقونو د سازمان د احصایې د ادارې له خوا راټولې شوې شمېرې ښيي، چې په اپریل میاشت کې د ایران په ۲۴ بېلابېلو زندانونو کې لږ تر لږه ۷۱ بندیان اعدام شوي، چې له دې جملې څخه ۶۳ تنه په وروستیو دوو میاشتو کې په اعدام محکوم شوي ول.

د ۷۱ اعدام شویو بندیانو له جملې څخه ۴۴ تنه د مخدره موادو په تور، ۲۶ تنه د قتل په تور او یو تن د جنسي تیري په تورونو محکوم شوي دي.

د دغه راپور له مخې، د روان کال له پیل څخه د اپریل میاشتې تر پایه، د ۱۴۰۲ کال د وري له ۱۱ څخه تر ۱۱ غويي ۱۴۰۳ پورې، لږ تر لږه ۱۷۱ کسان د ایران په بېلابېلو زندانونو کې اعدام شوي دي.

د مطبوعاتو له نړیوالې ورځې سره همهاله په پاکستان کې خبریال ووژل شو

۱۴ غویی ۱۴۰۳ - ۳ می ۲۰۲۴، ۱۲:۲۳ GMT+۱

د بلوچستان د "خضدار پريس کلب" مشر محمد صادق منګل نن په يوه چاودنه کې ووژل شو. د مې په دریمه د مطبوعاتو د نړیوالی ورځی په مناسبت د رسنۍ د دغه کارکونکي ترور د پاکستان د ژورنالیستانو ټولنې ته ټکان ور کړ.

پاکستاني ویلي په دې چاودنه کې ۹ تنه ټپیان شوي او روغتون ته وړل شوي دي.

د پاکستان سما ټلویزیون د پولیسو له قوله راپور ورکړ، چې محمد صادق منګل د جمعې د لمانځه لپاره جومات ته روان و، چې موټر ته څېرمه یې چاودنه وشوه.

په رسنیو کې یوه ویډیو هغه شیبه ښیي کله چې د دغه رسنیز فعال موټر ته څېرمه بم وچاودونه شوې ده.

د پاکستاني رسنیو په وینا، محمد صادق منګل له ژورنالیزم سره د خپلې ژمنې او په سیمه ییزو مطبوعاتو کې د فعالې ونډې له امله مشهور و.

تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.