• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د ترهګرۍ ضد اداره: په راولپنډۍ کې د ټي ټي پي دوه مهم غړي ووژل شول

۱۶ غویی ۱۴۰۳ - ۵ می ۲۰۲۴، ۱۶:۰۲ GMT+۱

د پاکستان د ترهگرۍ ضد اداره وايي؛ په راولپنډۍ ښار کې يې په عملياتو کې د پاکستاني طالبانو دوه "مهم" غړي وژلي دي. دغه ادارې زياته کړه، چې دغو پاکستاني طالبانو په ښار کې په تروريستي بريدونو کې لاس درلود.

د راولپنډۍ د ترهګرۍ ضد ادارې د یکشنبې په ورځ (د غويي ۱۶مه) په یوه خبرپاڼه کې د تحریک طالبان پاکستان د دغو "کليدي غړو" نومونه احسان الله او نصیب الله اعلان کړل.

دغه رياست زياته کړه، چې دغو دوو پاکستاني طالبانو تېره اونۍ په راولپنډۍ ښار کې د پوليسو پر يوه مامور په بريد کې لاس درلود.

تېره اونۍ په راولپنډۍ کې د پاکستاني طالبانو په ډزو کې د پاکستان ځانګړو ځواکونو یو چارواکی ووژل شو او د ځانګړو ځواکونو یو بل غړی ټپي شو.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

پرلتوالو د پاکستاني ځواکونو له ډزو وروسته د چمن ښار او کوټې ـ چمن لاره تړلې ده

۱۶ غویی ۱۴۰۳ - ۵ می ۲۰۲۴، ۰۹:۱۳ GMT+۱

تېره ورځ د پاکستاني ځواکونو له لوري د چمن په پرلتوالو ډزې وشوې چې له امله یې یو کس ووژل شو او نږدې شل کسان ټپیان شول. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته پرون ویلي و، چې شپږ کسان وژل شوي او تر ۲۰ زیات ټپیان دي خو وروسته معلومه شوه چې په ډزو یو کس وژل شوی و.

د چمن ځايي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د محمد ایوب په نوم هغه اعتراض کوونکی چې تېره ورځ د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې وژل شوی و، نن خاورو ته وسپارل شو.

خو د چمن پرلتوال وايي، د چمن ځايي حکومتي چارواکو پر هغه ځواکونو د قضيې د ثبتېدو څخه انکار کړی چې په ډزو کې یې یو تن وژل شوی او نږدې شل کسان نور ټپیان شوي دي.

د چمن پرلتوالو د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې د وژل شوي کس جنازه تېره شپه د اعتراض په ډول د پاکستاني ځواکونو د یوه مرکز مخې ته ایښې وه.

د چمن پرلت ویاند محمد صادق اڅکزی وايي، د پاکستاني ځواکونو له لوري پر پرلت له برید وروسته یې اوس په چمن ښار کې کاربندیز او د چمن ـ کوټې لویه لاره تړلې ده.

په چمن کې د تېر اکتوبر له ۲۱ له افغانستان سره د تګ را تګ لپاره د پاسپورټ د جبري کېدو خلاف دا پرلت پیل شوی دی.

تردې مهاله د پاکستان حکومت او پرلتوال دواړه لوري له خپلې پرېکړي او غوښتونو نه دي په شا شوي او د سپین ـ بولدک چمن لاره له پاسپورټ او ویزې پرته د تګ راتګ لپاره بنده ده.

د طالبانو کډوالو وزارت: سلګونه افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه کړل شول

۱۶ غویی ۱۴۰۳ - ۵ می ۲۰۲۴، ۰۷:۴۴ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېره ورځ له پاکستانه په جبري ډول ۸۷۲ افغان کډوال راستانه کړل شول. دغه کډوال د سپین بولدک او تورخم له لارو افغانستان ته اړول شوي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خپله اېکس پاڼه نن یکشنبه د (غويي ۱۶مه) لیکلي چې، ۸۷۲ تنه افغان کډوال په جبري ډول له پاکستان څخه راستانه کړل شول.

د کډوالو وزارت د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي امریت د معلوماتو له مخې وايي، ۱۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۱۲ تنه کیږي له دغې لارې د پاکستان حکومت له لوري په جبري توګه راستنې کړل شوې دي.

همدارنګه یاد وزارت وايي، ۵۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۵۷ تنو ته رسېږي د تورخم له لارې په جبرې توګه راستنې شوې دي.

ويل کیږي، درې تنه نور مجرد کسان هم د دغو کډوالو په ډله کې وو.

د طالبانو د کډوالو وزارت وايي، تازه راستنې شوې کورنۍ یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د کډوالو او خوړو نړېوال سازمان دفترونو ته ور پېژندلې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر پاکستان د کډوالو د ملاتړو ادارو د فشارونو سربېره هم پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوامداره ساتلې ده.

د اروپايي ټولنې د معلوماتو له مخې چې په دې وروستیو کې یې خپاره کړي دي ویل کیږي چې، د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴ کال تر اپرېل میاشتې پورې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۱.۵ مېلیونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د پاکستان پوځ وايي په شمالي وزیرستان کې یې د عملیاتو پر مهال شپږ وسله وال وژلي دي

۱۶ غویی ۱۴۰۳ - ۵ می ۲۰۲۴، ۰۴:۱۹ GMT+۱

د پاکستان پوځ د شنبې په ورځ وویل چې د دوی امنیتي ځواکونو په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو پر مهال شپږ «ترهګر» وژلي دي. پوځ وايي، په دغو عملياتو کې يې د «ترهګرو» پټنځايونه له منځه وړي دي.

پاکستاني رسنيو د شنبې ورځ د (غوايي ۱۵مه) د دغه هېواد د پوځ د رسنيو د څانګې په حواله خبر ورکړى، چې وژل شويو وسله والو د شمالي وزيرستان په ماین چاودنو او د يو شمېر اوسېدونکو په هدفي وژنو کې لاس درلود.

دوه ورځې وړاندې د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ په یوه راپور کې ویلي و، چې په دغه هېواد کې تېره میاشت «ترهګریز» بریدونه ۳۶ سلنه زیات شوي دي.

دغه بنسټ ویلي، چې په مارچ میاشت کې په پاکستان کې ۵۶ وسله وال بریدونه شوي، خو دغه هېواد په اپریل میاشت کې د ۷۷«ترهګریزو» بریدونو شاهد و.

په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي ویلي چې په دغه هېواد کې د پاکستاني طالبانو بریدونه ۶۵ سلنه او ځانمرګي بریدونه ۵۰ سلنه زیات شوي دي.

خو له شمالي وزیرستان څځه ځینې سرچینې بیا وايي، چې پاکستانی پوځ د عملیاتو پر مهال ولسي خلکو او د هغوی مالونو ته هم زیان اړوي.

ويسټ انډيز ښځينه کرېکټ لوبډلې له پاکستان څخه په خپل کور کې د لوبو دوه لوبلړۍ وګټلې

۱۵ غویی ۱۴۰۳ - ۴ می ۲۰۲۴، ۱۸:۵۲ GMT+۱

د پاکستان او ويسټ انډيز ښځینه کرېکټ لوبډلو ترمنځ د پنځو شل اوریزه لوبود لوبلړۍ څلور لوبې ويسټ انډيز لوبډلې وګټلې. د ويسټ انډيز ښځینه کرېکټ لوبډلې له پاکستانه د درې يو ورځنيو لوبو لړۍ هم ګټلې وه.

دغه سيالۍ د پاکستان په کوربتوب د کراچي په نشنل بانک لوبغالي کې تر سره شوې.

د پاکستان او ويسټ انډيز ښځينه کرېکټ لوبډلو د شل اوریزه لوبو د پنځمې لوبې پچه ويسټ انډيز لوبډلې وګټله او پریکړه یې وکړه چې توپوهنه وکړي.

د پاکستان ښځينه کرېکټ لوبغاړو په شل اورنو کې د ۸ لوبغاړو په سوځيدو سيالي لوبډلې ته ۱۳۴ منډې هدف وټاکه.

پاکستانۍ توپوهنکي سیدرا امین په ۵۲ توپونو ۴۸ مندې جوړې کړې.

د ویسټ انديز ښځينه لوبغاړو دغه هدف په ۱۸.۲ اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د لوبلړۍ وروستی لوبه یې د ۸ ويکټو په توپير سره وګټله.

د ویسټ انډیز ښځینه کرکټ ملي لوبډلې په پنځمه شل اوریزه لوبه کې پاکستان ته په ۸ ویکټو ماتې ورکولو سره دغه لوبلړۍ ۴ د يو په مقابل کې وګټله.

تر دې لوبو وړاندي د ويسټ انډيز د ښځو کرېکټ لوبډلې له پاکستانه د درې يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ هم درې د صفر پر وړاندي ګټلې وه.

عمران خان: د پاکستان د پوځ مشر د تحریک انصاف د له منځه وړلو لپاره هر ډول تاکتیک وکاراوه

۱۵ غویی ۱۴۰۳ - ۴ می ۲۰۲۴، ۱۴:۱۳ GMT+۱

د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر وايي، د جنرال عاصم منیر په مشرۍ د پاکستان پوځ د پاکستان له سیاست څخه د تحریک انصاف د لرې کولو لپاره له هرې لارې هڅه کړې ده. عمران خان ویلي، چې د پوځ لپاره یوازنۍ د ده د وژل دي، خو دی له مرګه نه وېرېږي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د شنبې په ورځ د غويي په ۱۵مه په خپل اېکس اکاونټ کې د عمران خان له قوله لیکلي: "د پوځ د مشر جنرال عاصم منیر په مشرۍ پوځي سازمانونو د پاکستان له سیاست څخه زما د ګوند د لرې کولو لپاره هر ډول تاکتیک وکاراوه."

د دغه ګوند اعلامیې د عمران خان له خولې ویلي، چې د پاکستاني پوځ لپاره یوازینۍ لار د عمران خان وژل دي، چې له مرګه نه وېرېږي.

د تحریک انصاف ګوند د عمران خان له خولې ویلي: "اوس دوی ټول کار کوي چې ما ووژني، خو زه له مرګه وېره نه لرم."

د تحریک انصاف ګوند دغه تورونه داسې مهال د پاکستان پر پوځ لګولي، چې تېره اونۍ عمران خان د خپل ګوند درې مشران د خیبر پښتونخوا ایالت سر وزیر علي امین ګنډاپور او د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې د اپوزیسیون د مشر عمر ایوب په کډون د پوځ سره د خبرو لپاره غوره کړل.

تحریک انصاف ګوند وايي، له دریو ګوندونو مسلم لیګ نواز، عوامي نېشنل ګوند او متحده قومي موومنټ پرته له هر چا سره خبرو ته چمتو دي او په لویو مسایلو کې له پوځ سره خبرو ته چمتو دي، نه د شهباز شریف په مشرۍ له ایتلافي حکومت سره.

عمران خان چې د فساد او څو نورو قضیو په تور د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې دی، خپل ګوند ته له هغه ځایه امر کوي او د زندان په خونه کې دننه سیاست کوي.