• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ويسټ انډيز ښځينه کرېکټ لوبډلې له پاکستان څخه په خپل کور کې د لوبو دوه لوبلړۍ وګټلې

۱۵ غویی ۱۴۰۳ - ۴ می ۲۰۲۴، ۱۸:۵۲ GMT+۱

د پاکستان او ويسټ انډيز ښځینه کرېکټ لوبډلو ترمنځ د پنځو شل اوریزه لوبود لوبلړۍ څلور لوبې ويسټ انډيز لوبډلې وګټلې. د ويسټ انډيز ښځینه کرېکټ لوبډلې له پاکستانه د درې يو ورځنيو لوبو لړۍ هم ګټلې وه.

دغه سيالۍ د پاکستان په کوربتوب د کراچي په نشنل بانک لوبغالي کې تر سره شوې.

د پاکستان او ويسټ انډيز ښځينه کرېکټ لوبډلو د شل اوریزه لوبو د پنځمې لوبې پچه ويسټ انډيز لوبډلې وګټله او پریکړه یې وکړه چې توپوهنه وکړي.

د پاکستان ښځينه کرېکټ لوبغاړو په شل اورنو کې د ۸ لوبغاړو په سوځيدو سيالي لوبډلې ته ۱۳۴ منډې هدف وټاکه.

پاکستانۍ توپوهنکي سیدرا امین په ۵۲ توپونو ۴۸ مندې جوړې کړې.

د ویسټ انديز ښځينه لوبغاړو دغه هدف په ۱۸.۲ اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د لوبلړۍ وروستی لوبه یې د ۸ ويکټو په توپير سره وګټله.

د ویسټ انډیز ښځینه کرکټ ملي لوبډلې په پنځمه شل اوریزه لوبه کې پاکستان ته په ۸ ویکټو ماتې ورکولو سره دغه لوبلړۍ ۴ د يو په مقابل کې وګټله.

تر دې لوبو وړاندي د ويسټ انډيز د ښځو کرېکټ لوبډلې له پاکستانه د درې يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ هم درې د صفر پر وړاندي ګټلې وه.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

ذبیح الله مجاهد: د زوجینو د تفریق اصولنامې په اړه نیوکو ته باید هیڅ ارزښت ورنه کړل شي

۵

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ کې د هرات سرخپوشان او د فارياب سرسبز باشلر لوبې وګټلې

۱۵ غویی ۱۴۰۳ - ۴ می ۲۰۲۴، ۱۵:۵۰ GMT+۱

د افغانستان فوټبال فدراسيون وايي، چې د فوټبال اتلانو لیګ دریم پړاو سياليو کې نن شنبه فارياب سرسبز یاشلر لوبډلې د سرپل اف سي لوبډلي څخه لوبه وګټله او کابل استقلال لوبډلې بيا په لوی توپير د هرات له سرخپوشان لوبډلې ماته وخوړه

د افغانستان فوټبال فدراسيون د معلوماتو له مخې، د نن لومړۍ لوبه فارياب سرسبز ياشلر لوبډلې ۲ د ۱ په مقابل کې له سرپل اف سي لوبډلې څخه وګټله.

د فدراسیون د خبر له مخي، د نن دوهمه لوبه کې کابل استقلال لوبډلې ۶ د صفر په مقابل کې له هرات سرخپوشان لوبډلې ماته وخوړه.

پرون د دې سياليو لومړۍ لوبه کندهار عينومېنې ۲ د ۱ په مقابل کې له فراه عدلت لوبډلې او د فاریاب خراسان لوبډلې بيا ۲ د یو په مقابل کې د پکتيا له واحدي لوبډلې ګټلې وې.

د فوټبال اتلانو لیګ دغه سيالۍ په کابل کې شروع شوې او هره ورځ پکې دوې لوبې کيږي.

عمران خان: د پاکستان د پوځ مشر د تحریک انصاف د له منځه وړلو لپاره هر ډول تاکتیک وکاراوه

۱۵ غویی ۱۴۰۳ - ۴ می ۲۰۲۴، ۱۴:۱۳ GMT+۱

د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر وايي، د جنرال عاصم منیر په مشرۍ د پاکستان پوځ د پاکستان له سیاست څخه د تحریک انصاف د لرې کولو لپاره له هرې لارې هڅه کړې ده. عمران خان ویلي، چې د پوځ لپاره یوازنۍ د ده د وژل دي، خو دی له مرګه نه وېرېږي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د شنبې په ورځ د غويي په ۱۵مه په خپل اېکس اکاونټ کې د عمران خان له قوله لیکلي: "د پوځ د مشر جنرال عاصم منیر په مشرۍ پوځي سازمانونو د پاکستان له سیاست څخه زما د ګوند د لرې کولو لپاره هر ډول تاکتیک وکاراوه."

د دغه ګوند اعلامیې د عمران خان له خولې ویلي، چې د پاکستاني پوځ لپاره یوازینۍ لار د عمران خان وژل دي، چې له مرګه نه وېرېږي.

د تحریک انصاف ګوند د عمران خان له خولې ویلي: "اوس دوی ټول کار کوي چې ما ووژني، خو زه له مرګه وېره نه لرم."

د تحریک انصاف ګوند دغه تورونه داسې مهال د پاکستان پر پوځ لګولي، چې تېره اونۍ عمران خان د خپل ګوند درې مشران د خیبر پښتونخوا ایالت سر وزیر علي امین ګنډاپور او د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې د اپوزیسیون د مشر عمر ایوب په کډون د پوځ سره د خبرو لپاره غوره کړل.

تحریک انصاف ګوند وايي، له دریو ګوندونو مسلم لیګ نواز، عوامي نېشنل ګوند او متحده قومي موومنټ پرته له هر چا سره خبرو ته چمتو دي او په لویو مسایلو کې له پوځ سره خبرو ته چمتو دي، نه د شهباز شریف په مشرۍ له ایتلافي حکومت سره.

عمران خان چې د فساد او څو نورو قضیو په تور د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې دی، خپل ګوند ته له هغه ځایه امر کوي او د زندان په خونه کې دننه سیاست کوي.

د چمن پرلتوال: د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې ۶ کسان وژل شوي او ۲۲ ټپیان دي

۱۵ غویی ۱۴۰۳ - ۴ می ۲۰۲۴، ۱۳:۱۶ GMT+۱

د چمن پرلت‌ مشر غوث الله افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې پاکستاني ځواکونو پر پرلت وسلوال برید کړی، چې له امله یې ۶ پرلتوال وژل شوي دي او ۲۲ تنه نور ټپیان دي. په چمن کې د تېر اکتوبر له ۲۱ له افغانستان سره د تګ را تګ لپاره د پاسپورټ د جبري کېدو خلاف دا پرلت پیل شوی دی.

د پاکستان حکومت د چمن پرلت دا غوښتنه نه مني او په تېر کې یې هم بیا بیا د دوې د پرلت ختمولو هڅه کړې وه.

د چمن پرلت مشر غوث الله افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې نن لومړی د پاکستان اف سي سرحدي ځواکونو پرلتوالو ډزې وکړې او وروسته یې د دوی خېمو ته اور اچولی دی.

غوث الله د پاکستاني ځواکونو دا کار وغنده او زیاته کړه، چې دوی به خپل پرلت ته ادامه ورکوي.

دی زیاتوي شاوخوا اته میاشتې کېږي چې په سولیزه توکه یې پرلت ته ادامه ورکړې ده او د خپلو غوښتنو تر منل کېدو به یې دا اعتراض روان وي.

هغه ویډیوګانې چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي، په کې لیدل کیږي پاکستاني ځواکونه پر پرلت والو ډزونه کوي او خلک د سیمې پرېښودو په حال کې دي.

په وروستیو ویډیوو کې لیدل کېږي چې خلک خېمو ته اچول شوی اور مړ کوي او له خلکو غواړي چې ځانونه پرلت ته ورسوي.

پاکستان غواړي د تورخم په څېر د چمن- سپین بولدک له لارې هم له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره پاسپورټ او وېزه جبري کړي، چې دا کار د ځايي خلکو له غبرګون سره مخ شوی او د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسیې پرلت روان دی.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ځیني لوبغاړي د ټیسټ لوبې لپاره سريلانکا ته روان شول

۱۵ غویی ۱۴۰۳ - ۴ می ۲۰۲۴، ۱۳:۰۶ GMT+۱

افغانستان کرېکټ بورډ خبر ورکړ، چې د سريلانکا الف لوبډلې سره د ټيسټ لوبې لپاره د افغان ابداليانو یو شمېر لوبغاړي دغه هېواد ته روان شول. د دواړو هېوادونو د الف کرېکت لوبډلو ترمنځ څلور ورځنۍ لوبې به د مې مياشتي په ۱۱ پيل او تر ۱۴ به دوام وکړي.

د افغانستان او سريلانکا الف کرېکټ لوبډلو ترمنځ ټیسټ لوبه به د دې هېواد په پلازمېنه کولمبو کې تر سره شي.

کرېکټ بورډ لا تر اوسه د دې ټيسټ لوبې لپاره د افغان لوبغاړو نوملړ نه دی نشر کړی.

د افغان ابداليانو الف لوبډله دامهال د سريلانکا کريکټ لوبډلې سره په يو ورځنيو لوبو بوخته ده.

سرېلانکا لوبډلې له افغان لوبډلې درې يو ورځنۍ لوبې ګټلې دي.

د پاکستان د نړۍوال هوایي شرکت پي ای اې د پلورلو نېټه وځنډیډه

۱۴ غویی ۱۴۰۳ - ۳ می ۲۰۲۴، ۱۹:۴۴ GMT+۱

د پاکستان د پانګونې او د دولتي شتمنیو د خصوصي کولو وزیر د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د پاکستان نړۍوال هوایي شرکت پي ای اې د پلورلو نېټه یې ځنډولې ده.

د پاکستان د پانګونې او د دولتي شتمنیو د خصوصي کولو وزیر عبدالعلیم خان په یوه اعلامیه کې ویلي، چې لسو شرکتونو له وړاندې د دغه هوایي شرکت پیرلو ته لیوالتیا ښودلې وه.

هغه د د دولتي شتمنیو د خصوصي کولو بورډ ته په اشارې سره چې هغه یې مشري کوي وویل: «بورډ د دغه هوايي شرکت د اخیستلو لپاره د لیواله اړخونو د غوښتنې په اساس دغه نیټه غځولې ده.»

بلومبرګ نیوز د جمعې په ورځ راپور ورکړی و چې پاکستانی سوداګر عارف حبیب او د هوایی چلند شرکت ګیري ګروپ د هغو لسو داوطلبانو په ډله کې وو چې د پاکستان نړۍوال هوایی شرکت کې د اکثریت ونډې اخیستو په لټه کې دي.

د پاکستان حکومت مخکې ویلي وو، چې د پیسو د نړیوال صندوق له خوا د اصلاحاتو د یوې برخې په توګه یې د دغه هوايي شرکت یوه لویه برخه ونډې پلوري. د پاکستان نړیوال هوايي شرکت یوازې دا چې ګټه نه کوي، بلکې هره میاشت یو څه تاوان هم کوي.