• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عمران خان: د پاکستان د پوځ مشر د تحریک انصاف د له منځه وړلو لپاره هر ډول تاکتیک وکاراوه

۱۵ غویی ۱۴۰۳ - ۴ می ۲۰۲۴، ۱۴:۱۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ غویی ۱۴۰۳ - ۴ می ۲۰۲۴، ۱۶:۰۷ GMT+۱

د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر وايي، د جنرال عاصم منیر په مشرۍ د پاکستان پوځ د پاکستان له سیاست څخه د تحریک انصاف د لرې کولو لپاره له هرې لارې هڅه کړې ده. عمران خان ویلي، چې د پوځ لپاره یوازنۍ د ده د وژل دي، خو دی له مرګه نه وېرېږي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د شنبې په ورځ د غويي په ۱۵مه په خپل اېکس اکاونټ کې د عمران خان له قوله لیکلي: "د پوځ د مشر جنرال عاصم منیر په مشرۍ پوځي سازمانونو د پاکستان له سیاست څخه زما د ګوند د لرې کولو لپاره هر ډول تاکتیک وکاراوه."

د دغه ګوند اعلامیې د عمران خان له خولې ویلي، چې د پاکستاني پوځ لپاره یوازینۍ لار د عمران خان وژل دي، چې له مرګه نه وېرېږي.

د تحریک انصاف ګوند د عمران خان له خولې ویلي: "اوس دوی ټول کار کوي چې ما ووژني، خو زه له مرګه وېره نه لرم."

د تحریک انصاف ګوند دغه تورونه داسې مهال د پاکستان پر پوځ لګولي، چې تېره اونۍ عمران خان د خپل ګوند درې مشران د خیبر پښتونخوا ایالت سر وزیر علي امین ګنډاپور او د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې د اپوزیسیون د مشر عمر ایوب په کډون د پوځ سره د خبرو لپاره غوره کړل.

تحریک انصاف ګوند وايي، له دریو ګوندونو مسلم لیګ نواز، عوامي نېشنل ګوند او متحده قومي موومنټ پرته له هر چا سره خبرو ته چمتو دي او په لویو مسایلو کې له پوځ سره خبرو ته چمتو دي، نه د شهباز شریف په مشرۍ له ایتلافي حکومت سره.

عمران خان چې د فساد او څو نورو قضیو په تور د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې دی، خپل ګوند ته له هغه ځایه امر کوي او د زندان په خونه کې دننه سیاست کوي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

مسکو: ناټو له روسیې سره ممکنه جګړې ته سخت تیاری نیسي

۱۵ غویی ۱۴۰۳ - ۴ می ۲۰۲۴، ۱۴:۰۵ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، له سړې جګړې را وروسته د ناټو تر ټولو ستر پوځي تمرینات ښيي، چې دغه اتحاد له روسیې سره احتمالي جګړې ته کلک تیاری نیسي. ماریا زاخارووا وویل، چې د ناټو چارواکي هم په دې اړه په ښکاره خبرې کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن د زاخارووا له قوله ليکلي: «موږ باید دا ومنو چې ناټو له موږ سره د احتمالي شخړې لپاره جدي تیاری نیسي.»

ناټو په ۱۴۰۲ کال د سلواغې په مياشت کې په اروپا او شمالي اتلانتیک کې له سړې جګړې را وروسته خپل تر ټولو لوی تمرين پيل کړ.

د شمالي اتلانتیک تړون سازمان په یوه بیان کې ویلي چې د « ۲۰۲۴کلک مدافع» په نوم پوځي تمرینات د سړې جګړې له پای ته رسیدو راهیسې د ناټو ترټولولوی نظامي تمرین دی.

په دې تمرین کې د ناټو د غړو هېوادونو څه باندې ۹۰ زره پوځي ځواکونه برخه اخلي او د ماریا زاخارووا په وینا دا تمرینونه د روسیې پولو ته څېرمه ترسره کېږي.

د چمن پرلتوال: د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې ۶ کسان وژل شوي او ۲۲ ټپیان دي

۱۵ غویی ۱۴۰۳ - ۴ می ۲۰۲۴، ۱۳:۱۶ GMT+۱

د چمن پرلت‌ مشر غوث الله افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې پاکستاني ځواکونو پر پرلت وسلوال برید کړی، چې له امله یې ۶ پرلتوال وژل شوي دي او ۲۲ تنه نور ټپیان دي. په چمن کې د تېر اکتوبر له ۲۱ له افغانستان سره د تګ را تګ لپاره د پاسپورټ د جبري کېدو خلاف دا پرلت پیل شوی دی.

د پاکستان حکومت د چمن پرلت دا غوښتنه نه مني او په تېر کې یې هم بیا بیا د دوې د پرلت ختمولو هڅه کړې وه.

د چمن پرلت مشر غوث الله افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې نن لومړی د پاکستان اف سي سرحدي ځواکونو پرلتوالو ډزې وکړې او وروسته یې د دوی خېمو ته اور اچولی دی.

غوث الله د پاکستاني ځواکونو دا کار وغنده او زیاته کړه، چې دوی به خپل پرلت ته ادامه ورکوي.

دی زیاتوي شاوخوا اته میاشتې کېږي چې په سولیزه توکه یې پرلت ته ادامه ورکړې ده او د خپلو غوښتنو تر منل کېدو به یې دا اعتراض روان وي.

هغه ویډیوګانې چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي، په کې لیدل کیږي پاکستاني ځواکونه پر پرلت والو ډزونه کوي او خلک د سیمې پرېښودو په حال کې دي.

په وروستیو ویډیوو کې لیدل کېږي چې خلک خېمو ته اچول شوی اور مړ کوي او له خلکو غواړي چې ځانونه پرلت ته ورسوي.

پاکستان غواړي د تورخم په څېر د چمن- سپین بولدک له لارې هم له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره پاسپورټ او وېزه جبري کړي، چې دا کار د ځايي خلکو له غبرګون سره مخ شوی او د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسیې پرلت روان دی.

واشنګټن پوسټ: امریکا قطر ته ویلي، که حماس د یرغملو د تړون مخه نیسي مشران یې وباسه

۱۵ غویی ۱۴۰۳ - ۴ می ۲۰۲۴، ۱۱:۴۲ GMT+۱

یوه امریکايي چارواکي واشنګټن پوسټ ته ویلي، امریکا له قطر غوښتي، که حماس اوربند رد کړي او د یرغمل کسانو پر سر معاملې ته دوام ورکړي ، باید له دغه هېواده وشړل شي. ځینو ډیپلوماټانو ویلي، چې قطر د حماس مشرانو ته سپارښتنه کړې، چې د وتلو د اړتيا پر مهال د ځان لپاره نوی ځای پیدا کړي.

د امریکايي چارواکو په وینا، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د اپریل په میاشت کې د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمان ال ثاني ته ویلي وو، چې له حماس سره د «حساسو خبرو اترو» په اړه خبري وکړي.

له دې موضوع خبرو درې ډيپلوماټانو وویل، چې دوی له میاشتو راهیسي د دې غوښتنې اټکل کړی و، خو په وروستيو اونيو کې د اوربند په اړه اوږد مهاله کړکېچ له امله دا تمې زياتې شوې.

یوه ډیپلومات ویلي، قطري چارواکو د حماس د سیاسي مشر اسماعیل هنيه په ګډون د دې ډلې نورو مشرانو ته، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې ژوند کوي، سپارښتنه کړې، چې له قطر څخه د وتلو د اړتيا پر مهال باید د اوسېدولو لپاره نوی ځای پیدا کړي.

پر همدې مهال ځيني سيمه ييز چارواکي او شنونکي خبرداری ورکوي، چې په دوحه کې د حماس د سياسي دفتر تړل د دې ډلې له مشرانو سره د خبرو اترو او د يرغمل شويو د خلاصون لپاره د راتلونکو خبرو اترو د بيا پيلولو هڅې پېچلې کوي.

بلينکن، چې د شاوخوا ۱۳۰ پاتې یرغمل شویو خوشې کولو او د غزې په جنوبي ښار رفح کې د اسراییلو د پلان شوي برید د مخنیوي په هدف منځني ختیځ ته راستون شوی، له حماس سره په خبرو کې د منځګړیتوب او د قطر له رول څخه مننه وکړه او دغه ډله یې وهڅوله چې د اسراییلو د اوربند وړاندیز ومني.

بلینکن د چهارشنبه په ورځ په تل ابیب کې وویل: «موږ هوډ لرو، چې د یرغمل شویو کورونو ته د رسیدو لپاره اوربند وکړو او یوازینی دلیل چې دا به نه کیږي حماس دی.»

قاهرې ته د حماس د پلاوي راتګ

د حماس یوه چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د دې ډلې یو پلاوی د شنبې په ورځ قاهرې ته رسیدلی دی.

تمه ده، چې دغه پلاوی به په غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون په اړه د اسراییلو وړاندیز ته لیکلي ځواب ورکړي.

د سي آی اې مشر هم په غزه کې د اوربند په اړه د خبرو لپاره مصر ته تللی دی.

د روسیې دفاع وزیر: اوکرایني ځواکونو د کال له پیله هره ورځ شاوخوا زر پوځیان له لاسه ورکړي

۱۴ غویی ۱۴۰۳ - ۳ می ۲۰۲۴، ۲۰:۴۱ GMT+۱

د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو ویلي، چې اوکرایني ځواکونو لسګونو الوتکو او بې پیلوټه الوتکو سربېره د روانو پوځي عملیاتو په پایله کې د اپرېل میاشتې له پیله هره ورځ شاوخوا زر سرتېري له لاسه ورکوي.

سبا نیوز د جمعې په ورځ (د مې درېیمه) راپور ورکړ، چې شویګو د روسیې د پوځ له قوماندانانو سره د ویډیويي ناستې په ترڅ کې ویلي، چې اوکرایني ځواکونو په ۲۰۲۴کال کې له ۱۱۱زره ډېر پوځیان او ۲۱زره وسلې او پوځي تجهیزات هم له لاسه ورکړي دي.

ښاغلي شویګو څرګنده کړه، چې د روسیې پوځ په تېرو دوو اونیو کې پر ۵۴۷ کیلو متر مربع خاورې ولکه ټینګه کړې او د «نووباخمتوفکا، سیمینوفکا او بردیچی» په ګډون یو شمېر ښارګوټی یې ازاد کړي دي.

روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین بشپړ یرغل پیل کړ او د جګړې په لومړیو څو اونیو کې د سولې مستقیمې خبرې اترې وشوې؛ خو کومه پایله یې نه درلوده.

د پاکستان د نړۍوال هوایي شرکت پي ای اې د پلورلو نېټه وځنډیډه

۱۴ غویی ۱۴۰۳ - ۳ می ۲۰۲۴، ۱۹:۴۴ GMT+۱

د پاکستان د پانګونې او د دولتي شتمنیو د خصوصي کولو وزیر د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د پاکستان نړۍوال هوایي شرکت پي ای اې د پلورلو نېټه یې ځنډولې ده.

د پاکستان د پانګونې او د دولتي شتمنیو د خصوصي کولو وزیر عبدالعلیم خان په یوه اعلامیه کې ویلي، چې لسو شرکتونو له وړاندې د دغه هوایي شرکت پیرلو ته لیوالتیا ښودلې وه.

هغه د د دولتي شتمنیو د خصوصي کولو بورډ ته په اشارې سره چې هغه یې مشري کوي وویل: «بورډ د دغه هوايي شرکت د اخیستلو لپاره د لیواله اړخونو د غوښتنې په اساس دغه نیټه غځولې ده.»

بلومبرګ نیوز د جمعې په ورځ راپور ورکړی و چې پاکستانی سوداګر عارف حبیب او د هوایی چلند شرکت ګیري ګروپ د هغو لسو داوطلبانو په ډله کې وو چې د پاکستان نړۍوال هوایی شرکت کې د اکثریت ونډې اخیستو په لټه کې دي.

د پاکستان حکومت مخکې ویلي وو، چې د پیسو د نړیوال صندوق له خوا د اصلاحاتو د یوې برخې په توګه یې د دغه هوايي شرکت یوه لویه برخه ونډې پلوري. د پاکستان نړیوال هوايي شرکت یوازې دا چې ګټه نه کوي، بلکې هره میاشت یو څه تاوان هم کوي.