کینیا کې د سېلابونو له امله د وژل شویو شمېر ۲۲۸ کسانو ته ورسېد

د کینیا د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ ویلي، چې په دغه هېواد کې د سختو بارانونو له امله د راوتلو سېلابونو او ځمکې ښوېیدنې په پایله کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۲۸ تنو ته رسېدلی دی.

د کینیا د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ ویلي، چې په دغه هېواد کې د سختو بارانونو له امله د راوتلو سېلابونو او ځمکې ښوېیدنې په پایله کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۲۸ تنو ته رسېدلی دی.
تمه کیږي، چې په دغه هېواد کې طوفاني بارانونه چې په وروستیو اونیو کې د پراخو سېلابونو او ځمکې ښوېیدنې لامل شوي د می په میاشت کې د لا پسې ډېر شي.
د کینیا د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په ټیټو سیمو، سیندونو سره نږدې سیمو او ښاري سیمو کې د لا ډېرو سېلابونو تمه کیږي او ښايي د ځمکې ښوېیدنې په غرنیزو سیمو او درو کې پېښې شي.
سېلابونو د ختیځ افریقا تر ټولو لوی اقتصاد لرونکي دغه هېواد کې کورونه، سړکونه، پلونه او نور زېربناوې ویجاړې کړې دي.
د دغه وزارت په وینا؛ لږ تر لږه ۱۶۴ کسان په سېلابونو او ځمکې ښوېیدنې له کبله ټپیان شوي او ۲۱۲ زره ۶۳۰ کسان بې ځایه شوي دي.


د یروشلم پوسټ د راپور له مخې؛ د اسراییل کابینې په غوڅ اکثریت رایو سره په دغه هېواد کې د الجزیرې د دفتر تړل تصویب کړ.
تمه وه، چې دغه رایه اچونه د تېرې پنجشبنې په ورځ ترسره شي؛ خو د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د رایو نه تر لاسه کولو امله دغه بهیر ځنډولی و.
د اسراییل پارلمان تر دې مخکې یو قانون تصویب کړ، چې له مخې به یې بهرني تلویزیوني چینلونه چې ملي امنیت ته ګواښ بلل کیږي، په موقتي توګه په اسراییل کې بند شي.
د الجزیرې خبري چینل هم راپور ورکړی، چې د اسراییل د مخابراتو وزیر شلومو کرهي د دې شبکې پر ضد حکم صادر کړی، چې باید سمدستي په اسراییل کې پلي شي.
د دغه راپور له مخې؛ شلومو کرهي د دغې خبري شبکې د کامرې، مایکروفونونو، سرورونو، لپټاپونو او موبایل ټیلیفونونو په شمول د الجزیرې د دفتر د تجهیزاتو د ضبطولو امر کړی دی.
الجزیرې خبري چینل بیا د اسراییل د حکومت دغه پرېکړه «دښمني» بللې ده.

یوه ایراني قوماندان ویلي، چې له افغانستان سره د ایران پر ټولو پولو اغزن تار نه لګوي. نوموړی وایي، چې ایران به یوازې زیانمنونکي نقطې بندې کړي.
د ایران پوځ اعلان کړی، چې د څلور متره کانکریټي دېوال، اغزن تار او کټارو په مرسته به د پولې د تړلو پلان په درېیو کلونو کې عملي شي.
د ایران د محصلینو خبري اژانس اېسنا د راپور له مخې؛ سردار قاسم رضايي د یکشنبې په ورځ (د غويي۱۶مه) د ختیځو پولو د بندولو د پلان په اړه وویل: "د ځینو شمال لویدیځو او ختیځو پولو له خوا ګواښونه موجود دي، چې موږ ورسره مقابله کوو."
هغه زیاته کړه، د نشه یي توکو قاچاق، د انسان قاچاق او ان د ترهګرو نفوذ د دې پولو له لارې کېږي، نو له همدې امله پریکړه شوې، چې دا سرحدونه به بند کړي ترڅو کنټرول او اداره شي.
د ایران د قانون د پلې کولو دغه چارواکي وویل، چې له افغانستان سره د ختیځو پولو د بندولو پلان د ایران د اسلامي جمهوریت د پولیسو د قوماندانۍ د ادارې له خوا د پوله ساتو د کارپوهانو له نظرونو او د حکومت له خوا په پام کې نیول شوې بودیجې څخه په استفادې سره عملي کیږي.
ښاغلي رضايي زیاته کړه؛ دا یوه پروژه ده، چې پوځ یې د مناسبې تخنیکي پوهې په لرلو سره د عملي کولو لپاره په لاره اچولې ده او د دې دېوالونو په جوړولو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د انجنیرۍ له تاسیساتو څخه کار اخیستل کېږي.
څه موده وړاندې د ایران د کورنیو چارو وزارت چارواکو ویلي وو، چې هر کال له ۲۰ میلیاردو ډالرو ډېر قاچاقي توکي ایران ته واردېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي هېوادونو سازمان په پنځلسمه غونډه کې د ګډون لپاره ګامبیا ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل، چې په غزه کې د جګړو د پای ته رسېدو احتمال زیات شوی دی.
حسین امیرعبداللهیان زیاته کړه: «اسراییل په سیمه او نړۍ کې د عمومي افکارو له فشار سره مخ شوی دی.»
نوموړي وویل: «اوسمهال مونږ داسې یوه ځای ته رسېدلي یو، چې په غزه کې د جګړو د پای ته رسېدو احتمال زیات شوی دی.»
د ایران اسلامي جمهوریت د غزې په جګړه کې د اسراییلو پر ضد د حماس ډلې ملاتړ کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې ده، چې په ګامبیا کې د اسلامي هېوادونو په سرمشریزه کې د غزې په اړه هم بحث شوی دی.
حسین امیرعبداللهیان وویل؛ د دغې غونډې په څنډه کې یې د سعودي عربستان، ترکیې، اندونیزیا او مصر د بهرنیو چارو له وزیرانو سره دوه اړخیزې سلا مشورې وکړې او د سیمه ییزو مسایلو تر څنګ یې د غزې وضعیت ته په کتو سره د جګړې د بندولو پر اړتیا خبرې وکړې.
نوموړي هیله څرګنده کړه، چې د فلسطینیانو حقونه په نظر کې ونیول شي او په غزه کې د جګړو د پایته رسېدو لپاره شرایط برابر شي.
له دې سره، د امریکا د مرکزي اطلاعاتو سازمان مشر قاهرې ته تللی دی، تر څو په غزه کې د جګړو د پای ته رسېدو او د اسراییلي یرغمل شویو کسانو په اړه په مذاکراتو کې برخه واخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د حماس ډلې ویلي چې د یرغمل شویو خوشې کول یوازې هغه وخت شونې ده، چې جګړه په بشپړ ډول پای ته ورسېږي.

په سرپل کې د طالبانو د والي دفتر د غويي په ١٦مه اعلان وکړ، چې د صياد ولسوالۍ په ځينو سيمو کې د سېلابونو د راوتلو له امله دوه تنه مړه شوي دي. په ورته وخت کې د فراه ولایت سیمه ییزو چارواکو هم په دغه ولایت کې د سېلابونو د راوتلو له امله د یوه تن د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
په سرپل کې د طالبانو د والي وياند حبيب الله مسرور وايي؛ دغه دوه کسان تېره ورځ د صياد ولسوالۍ د "قاق افضل" او "خواجه يګانه" په کليو کې وژل شوي دي.
طالب چارواكي وايي، چې د شنبې د ورځې سېلابونو سلګونه جريبه كرنيزې ځمكې، پلونه، پلچكونه، د استوګنې كورونه او هغه سړكونه ويجاړ كړي، چې د صياد ولسوالۍ له مركز سره نښلوي.
بل خوا، په فراه کې د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس اسرایل سیار د دې ډلې تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي راډیو ته وویل، چې په دې ولایت کې په وروستیو ورځو کې د سختو بارانونو له امله ۲۲ کورونه ویجاړ شوي دي.
دغه طالب چارواکی وايي، په تېره یوه میاشت کې د سېلابونو له امله په دغه ولایت کې ۱۵ کسان وژل شوي دي.
که څه هم په بدخشان، غور، سرپل، هرات، بغلان، فاریاب، تخار، کندز، جوزجان، کندهار او نورو ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو مالي او ځاني زیانونه اوښتي، خو د تلفاتو په اړه یې تر اوسه کره شمېره نشته او په بیلا بیلو سیمو کې د سېلابونو له امله د زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

په ایران کې د کډوالو د ملي ادارې د بهرنیو وګړو او د کډوالو چارو مشر اصغر بلوکیان ویلي، چې ایران نور د افغان کډوالو د منلو وړتیا نه لري. ښاغلي بلوكيان له طالبانو وغوښتل، چې د افغان كډوالو د ورستنېدو لپاره د ژوند ټولې اسانتیاوې برابرې كړي.
د ایرانۍ صدا او سیما رسنۍ د راپور له مخې، اصغر بلوکیان افغانستان یو «ویجاړ او له ټکنالوژۍ لرې» هېواد وباله او له طالبانو یې وغوښتل چې په ایران کې له مېشتو افغان کډوالو څخه د افغانستان د ودانولو لپاره کار واخلي.
وروسته له هغې چې طالبان په ۱۴۰۰ کال کې په افغانستان کې واک ته ورسول شول، ډېری خلک د ایران په ګډون نورو هېوادونو ته کډوال شول.
ورته مهال د ایران امنیتي ځواکونه هره اونۍ زرګونه افغان کډوال نیسي او افغانستان ته یې ستنوي.
اصغر بلوکیان د ایران په مشهد ښار کې له افغان کډوالو سره په یوه غونډه کې وویل چې په ایران کې د «بې اسنادو» افغان کډوالو شتون «د اسناد لرونکو لپاره هم ستونزې جوړولای شي.»
د دغه ایراني چارواکي په وینا، د اسناد لرونکو کسانو لپاره د زدهکړو د ځای نشتوالی یوه له هغو ستونزو څخه ده چې ایران ته د بې اسنادو کډوالو له راتګ وروسته رامنځته شوې.
د هغه د څرګندونو له مخې، ايران نه شي کولى ټولو افغانانو ته د کار، پوهنتون، بيمه او روغتیایي اسانتیاوې وړاندې کړي.
اصغر بلوکیان دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې ایران د افغان کډوالو د منلو په برخه کې له نړیوالو په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو مرستې ترلاسه کوي. ایراني چارواکي وايي، دغه مرستې بسنه نه کوي.