• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایراني چارواکي وايي، ایران نور د دې وړتیا نه لري چې نوي افغانان ومني

۱۶ غویی ۱۴۰۳ - ۵ می ۲۰۲۴، ۱۰:۱۸ GMT+۱

په ایران کې د کډوالو د ملي ادارې د بهرنیو وګړو او د کډوالو چارو مشر اصغر بلوکیان ویلي، چې ایران نور د افغان کډوالو د منلو وړتیا نه لري. ښاغلي بلوكيان له طالبانو وغوښتل، چې د افغان كډوالو د ورستنېدو لپاره د ژوند ټولې اسانتیاوې برابرې كړي.

د ایرانۍ صدا او سیما رسنۍ د راپور له مخې، اصغر بلوکیان افغانستان یو «ویجاړ او له ټکنالوژۍ لرې» هېواد وباله او له طالبانو یې وغوښتل چې په ایران کې له مېشتو افغان کډوالو څخه د افغانستان د ودانولو لپاره کار واخلي.

وروسته له هغې چې طالبان په ۱۴۰۰ کال کې په افغانستان کې واک ته ورسول شول، ډېری خلک د ایران په ګډون نورو هېوادونو ته کډوال شول.

ورته مهال د ایران امنیتي ځواکونه هره اونۍ زرګونه افغان کډوال نیسي او افغانستان ته یې ستنوي.

اصغر بلوکیان د ایران په مشهد ښار کې له افغان کډوالو سره په یوه غونډه کې وویل چې په ایران کې د «بې اسنادو» افغان کډوالو شتون «د اسناد لرونکو لپاره هم ستونزې جوړولای شي.»

د دغه ایراني چارواکي په وینا، د اسناد لرونکو کسانو لپاره د زده‌کړو د ځای نشتوالی یوه له هغو ستونزو څخه ده چې ایران ته د بې اسنادو کډوالو له راتګ وروسته رامنځته شوې.

د هغه د څرګندونو له مخې، ايران نه شي کولى ټولو افغانانو ته د کار، پوهنتون، بيمه او روغتیایي اسانتیاوې وړاندې کړي.

اصغر بلوکیان دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې ایران د افغان کډوالو د منلو په برخه کې له نړیوالو په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو مرستې ترلاسه کوي. ایراني چارواکي وايي، دغه مرستې بسنه نه کوي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

ذبیح الله مجاهد: د زوجینو د تفریق اصولنامې په اړه نیوکو ته باید هیڅ ارزښت ورنه کړل شي

۵

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

•
•
•

نور کیسې

پرلتوالو د پاکستاني ځواکونو له ډزو وروسته د چمن ښار او کوټې ـ چمن لاره تړلې ده

۱۶ غویی ۱۴۰۳ - ۵ می ۲۰۲۴، ۰۹:۱۳ GMT+۱

تېره ورځ د پاکستاني ځواکونو له لوري د چمن په پرلتوالو ډزې وشوې چې له امله یې یو کس ووژل شو او نږدې شل کسان ټپیان شول. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته پرون ویلي و، چې شپږ کسان وژل شوي او تر ۲۰ زیات ټپیان دي خو وروسته معلومه شوه چې په ډزو یو کس وژل شوی و.

د چمن ځايي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د محمد ایوب په نوم هغه اعتراض کوونکی چې تېره ورځ د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې وژل شوی و، نن خاورو ته وسپارل شو.

خو د چمن پرلتوال وايي، د چمن ځايي حکومتي چارواکو پر هغه ځواکونو د قضيې د ثبتېدو څخه انکار کړی چې په ډزو کې یې یو تن وژل شوی او نږدې شل کسان نور ټپیان شوي دي.

د چمن پرلتوالو د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې د وژل شوي کس جنازه تېره شپه د اعتراض په ډول د پاکستاني ځواکونو د یوه مرکز مخې ته ایښې وه.

د چمن پرلت ویاند محمد صادق اڅکزی وايي، د پاکستاني ځواکونو له لوري پر پرلت له برید وروسته یې اوس په چمن ښار کې کاربندیز او د چمن ـ کوټې لویه لاره تړلې ده.

په چمن کې د تېر اکتوبر له ۲۱ له افغانستان سره د تګ را تګ لپاره د پاسپورټ د جبري کېدو خلاف دا پرلت پیل شوی دی.

تردې مهاله د پاکستان حکومت او پرلتوال دواړه لوري له خپلې پرېکړي او غوښتونو نه دي په شا شوي او د سپین ـ بولدک چمن لاره له پاسپورټ او ویزې پرته د تګ راتګ لپاره بنده ده.

سېلابونو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي

۱۶ غویی ۱۴۰۳ - ۵ می ۲۰۲۴، ۰۸:۴۱ GMT+۱

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته د وېډیوګانو په لېږلو په بدخشان، غور، سرپل، هرات، بغلان، فاریاب، تخار، کندز، جوزجان، کندهار او نورو ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو خبر ورکړی. سرچينې وايي، د هرات په ګلران ولسوالۍ کې سېلابونو درې کسان مړه کړي او ډېر مالي زيانونه یې اړولي دي.

همدارنګه سرچينې وايي، د سېلابونو راوتلو له امله د مړو او ټپيانو په شمېر کې د زياتوالي احتمال هم شته.

ځايي سرچیني وايي، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې په ډير شمېر د اوسیدو کورنه او کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې دي.

تر دې مهاله طالبانو د سېلابونو له امله د اوښتونو ځاني او مالي زیانونو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

خو طالبانو د یکشنبې په ورځ د (غوايي ۱۶مه) خبر ورکړ چې د بدخشان – تخار د لویې لارې په ګډون د یو شمېر نورو ولایتونو د مرکزونو او ولسوالیو تر منځ لارې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله د تګ راتګ لپاره تړل شوې دي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت: د اسلامي همکاریو سازمان په سرمشریزه کې مو ګډون کړی

۱۶ غویی ۱۴۰۳ - ۵ می ۲۰۲۴، ۰۸:۱۸ GMT+۱

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي، د اسلامي همکاریو سازمان سرمشریزې غونډې ته یې د دغه سازمان په بلنه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند لیږلی دی. د اسلامي همکاریو سازمان تل په طالبانو نیوکې کوي چې ځینې کړنې یې له اسلامي اصولو سره په ټکر دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له لوري د یکشنبې په ورځ د (غوايي ۱۶مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې، د یادې ډلې د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د اسلامي همکاریو سازمان په بلنه د دغه سازمان په ۱۵مې سرمشریزې غونډه کې ګډون کړی.

تر دې وړاندې د اسلامي همکاریو سازمان یو شمېر استازو کابل ته سفر کړی وو او د طالبانو له حکومت یې د نورو غوښتنو تر څنګ د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار د بندیزونو لرې کولو غوښنې کړې وې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، استازی به یې د یاد سازمان په عمومي غونډه کې د ګډون تر څنګ د اسلامي همکاریو سازمان له چارواکو او غړو هېوادونو له استازو سره هم د څو اړخیزو موضوع ګانو په اړه خبرې وکړي.

خو دا یې نه دي ويلي چې په کومو موضوع ګانو به د دغه سازمان له غړو سره خبرې کوي، د اسلامي همکاریو سازمان غړو په هره ناسته کې له طالبانو غوښتي چې په تېرو دوه نیمو کلو کې له خپل نیولي دريځ څخه په شا شي او په افغانستان کې د ټولو لوریو په ګډون یو پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي.

د اسلامي همکارایو سازمان تر دې وړاندې په طالبانو نیوکې کړې وې چې په ډیرو برخو کې یې کړنې اسلامي نه دي او باید ترې لاس په سر شي.

د اسلامي همکاریو سازمازمان ۱۵مه سرمشریزه غونډه د مۍ په څلورمه پیل او نن به هم د ګامبیا په پلاېمېنه، بانجول کې دوام ولري.

د طالبانو کډوالو وزارت: سلګونه افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه کړل شول

۱۶ غویی ۱۴۰۳ - ۵ می ۲۰۲۴، ۰۷:۴۴ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېره ورځ له پاکستانه په جبري ډول ۸۷۲ افغان کډوال راستانه کړل شول. دغه کډوال د سپین بولدک او تورخم له لارو افغانستان ته اړول شوي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خپله اېکس پاڼه نن یکشنبه د (غويي ۱۶مه) لیکلي چې، ۸۷۲ تنه افغان کډوال په جبري ډول له پاکستان څخه راستانه کړل شول.

د کډوالو وزارت د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي امریت د معلوماتو له مخې وايي، ۱۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۱۲ تنه کیږي له دغې لارې د پاکستان حکومت له لوري په جبري توګه راستنې کړل شوې دي.

همدارنګه یاد وزارت وايي، ۵۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۵۷ تنو ته رسېږي د تورخم له لارې په جبرې توګه راستنې شوې دي.

ويل کیږي، درې تنه نور مجرد کسان هم د دغو کډوالو په ډله کې وو.

د طالبانو د کډوالو وزارت وايي، تازه راستنې شوې کورنۍ یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د کډوالو او خوړو نړېوال سازمان دفترونو ته ور پېژندلې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر پاکستان د کډوالو د ملاتړو ادارو د فشارونو سربېره هم پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوامداره ساتلې ده.

د اروپايي ټولنې د معلوماتو له مخې چې په دې وروستیو کې یې خپاره کړي دي ویل کیږي چې، د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴ کال تر اپرېل میاشتې پورې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۱.۵ مېلیونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د بدخشان او تخار ترمنځ لویه لاره د سېلابونو راوتلو له امله د تګ راتګ لپاره وتړل شوه

۱۶ غویی ۱۴۰۳ - ۵ می ۲۰۲۴، ۰۷:۰۷ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس ویلي، چې د بدخشان او تخار لویه لاره د ډېرو سېلابونو راوتلو له امله د تګ راتګ لپاره وتړل شوه. په افغانستان کې د څو ورځو پرله پسې ورښتونو له امله د سر زیان تر څنګ مالي زیانونه اوښتي او د ولایتونو تر منځ غځېدلې لارې زیانمې شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس په بدخشان کې د دغې ډلې د ټولګټو چارو ریاست له قوله نن یک شنبه (غوايي ۱۶مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې د ډېرو سېلابونو راوتلو له امله د تخار او بدخشان تر منځ لویه لاره د تګ راتګ لپاره وتړل شوه.

دا په داسې حال کې چې د بدخشان په ارګو او داریم ولسوالیو کې د طالبانو په وړاندې خلکو لاریونونه پیل کړي چې په تاوتریخوالي اوښتي او د حل لپاره یې طالبانو له کابله یو پلاوی ګمارلی چې له کابله بدخشان ته سفر وکړي.

د طالبانو باختر اژانس د بدخشان د ټولګټو چارو ریاست د مسوولانو له قوله وړاندې ويلي، چې د دغې لویې لارې د خلاصون هڅې روانې دي.