• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بدخشان او تخار ترمنځ لویه لاره د سېلابونو راوتلو له امله د تګ راتګ لپاره وتړل شوه

۱۶ غویی ۱۴۰۳ - ۵ می ۲۰۲۴، ۰۷:۰۷ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس ویلي، چې د بدخشان او تخار لویه لاره د ډېرو سېلابونو راوتلو له امله د تګ راتګ لپاره وتړل شوه. په افغانستان کې د څو ورځو پرله پسې ورښتونو له امله د سر زیان تر څنګ مالي زیانونه اوښتي او د ولایتونو تر منځ غځېدلې لارې زیانمې شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس په بدخشان کې د دغې ډلې د ټولګټو چارو ریاست له قوله نن یک شنبه (غوايي ۱۶مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې د ډېرو سېلابونو راوتلو له امله د تخار او بدخشان تر منځ لویه لاره د تګ راتګ لپاره وتړل شوه.

دا په داسې حال کې چې د بدخشان په ارګو او داریم ولسوالیو کې د طالبانو په وړاندې خلکو لاریونونه پیل کړي چې په تاوتریخوالي اوښتي او د حل لپاره یې طالبانو له کابله یو پلاوی ګمارلی چې له کابله بدخشان ته سفر وکړي.

د طالبانو باختر اژانس د بدخشان د ټولګټو چارو ریاست د مسوولانو له قوله وړاندې ويلي، چې د دغې لویې لارې د خلاصون هڅې روانې دي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

ذبیح الله مجاهد: د زوجینو د تفریق اصولنامې په اړه نیوکو ته باید هیڅ ارزښت ورنه کړل شي

۵

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت:متقي د ترکیې له سفیر سره د لاجورد له لارې په سوداګرۍ خبرې وکړې

۱۶ غویی ۱۴۰۳ - ۵ می ۲۰۲۴، ۰۵:۵۴ GMT+۱

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د افغانستان لپاره د ترکیې له سفیر سره په لیدنه کې د لاجورد له لارې د سوداګرۍ د پیل تر څنګ په ترکیه کې د سوداګرۍ د ګډو نندارتونو د پرانیستلو په اړه خبرې وکړې.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل د یک شنبې په ورځ د (غوايي ۱۶مه) په اېکس پاڼه لیکلي، چې د یادې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د ترکیې له سرپرست سفیر جنګ اونال سره په کتنه کې له ترکیې سره د لاجورد له لارې د سوداګرۍ د پیل او افغان سوداګرو په ګډو هڅو په ترکیه کې د مشترکو نندارتونونو د پرانیستلو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو بهریو چارو وزارت د ترکیې د سفیر له قوله لیکلي چې، د ترکیې او طالبانو تر منځ د اړیکو د پراختیا په برخه کې به په ګډه کار وشي، او په نږدې راتلونکې کې به د ترکیش هوايي شرکت پروازونه کابل ته پیل شي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د یادې لیدنې په اړه زیاتوي چې، امیرخان متقي د ترکیې سوداګر ستایلي چې په غزه کې د اسراییل د جګړې له امله یې له اسراییل سره د ترکیې له لوري سوداګریز پریکون کړی دی.

د ترکیې د احصایې د انسټیټیوټ د راپور له مخې په ۲۰۲۳ کال کې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ۶،۸ میلیارده ډالره وه چې ۷۶ سلنه یې د ترکیې صادرات وو.

بغلان کې د دوو ډلو ترمنځ شخړه؛ طالبانو خپل يو قوماندان بندي کړی دى

۱۶ غویی ۱۴۰۳ - ۵ می ۲۰۲۴، ۰۵:۱۸ GMT+۱

طالب سرچينې وايي، چې په مرکزي بغلان کې د دې ډلې د امنيې قوماندان ملا اختر د بغلان په برکه ولسوالۍ کې د طالبانو له يوه بل قوماندان ملا عزيز سره نښته کړې. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په دې جګړه کې ملا عزیز او د هغه د کورنۍ غړي نیول شوي او څلور کسان یې ټپیان شوي.

د طالبانو اړوندې سرچينې وايي، چې بغلان کې د طالب قوماندانانو ترمنځ د جمعې په ورځ د (غوايي۱۴مه) وروسته له هغه جګړه پيل شوه، چې ملا عزيز غوښتل په برکه بغلان ولسوالۍ کې کور جوړ کړي.

دوی وايي، کله چې نورو طالبانو د دغه کور د جوړېدو مخه ونیوله، نو د دوی ترمنځ شخړه پیل شوه.

سرچينو زياته کړې، چې په دې جګړه کې د ملا عزيز څلور کسان ټپيان شوي دي. ملا عزیز چې په حاجي طارق مشهور و، په بغلان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د اپراسیون امر دی.

د هغې نښتې په وېډیوګانو کې چې افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړي، د ډزو غږونه اورېدل کېږي.

په ورته وخت کې د ملا عزیز له خوا افغانستان انټرنشنل ته په رالېږل شوې غږیز فایل کې په بغلان کې له تاجک طالبانو سره د طالبانو پر چلند نیوکه کېږي.

په دې غږیز فایل کې د طالبانو دغه سیمه ییز قوماندان وايي، «کوم ظلمونه چې اوس په بغلان کې کېږي هغه مهال چې امریکا په افغانستان کې وه، نه وو شوي.»

نوموړی زیاتوي، چې طالبانو د ده پر کور برید کړی او د زوی په ګډون یې دوه تنه ټپیان شوي دي.

دغه طالب قوماندان زیاته کړه: «مسوولینو د تاجک مجاهدینو پر ضد جهاد پیل کړی دی.»

د طالبانو دننه سرچینو ویلي چې د شنبې په ورځ یې د کورنۍ یو شمېر غړي خوشي شوي، خو ملا عزیز او پنځه تنه یې لا هم بندیان دي.

د پخواني افغان پوځ ضابط د طالبانو له وېرې عراق ته تللی او غواړي امریکايي اډې ته ځان ورسوي

۱۵ غویی ۱۴۰۳ - ۴ می ۲۰۲۴، ۱۸:۳۷ GMT+۱

د افغانستان د تېر حکومت د ملي اردو یو ضابط حزب الله شېرزاد د طالبانو له وېرې عراق ته تللی او هڅه کوي چې هلته ځان یوې امریکايی اډې ته ورسوي. حزب الله شېرزاد افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې شاوخوا ۲۲ ورځې کیږي د عراق پلازمینې بغداد کې اوسیږي.

د پخواني پوځ دغه ضابط افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې وویل، چې د طالبانو د بیا ځلي واک ته رسېدو وروسته د دغې ډلې جنګیالي د جلال اباد ښار په فارم اډې سیمه کې د هغه کور ته ورغلي او هغه یې بندي کړي و.

شېرزاد وايي، چې د سیمې د قومي مشرانو په هڅو د طالبانو له زندان څخه خوشې شو.

"له هغه وروسته په قاچاقي لارو ایران ته راغلم او په ایران کې ونیول شوم، چې بیا د څو ورځو بند څخه وروسته مې هڅه وکړه چې ترکیې ته ځان ورسوم خو په دې کار بریالی نشوم."

حزب الله شېرزاد وايي: "د طالبانو عمومي بښنه هڅې یوازې شعار دی او د دغې ډلې جنګیالي په ځانګړې توګه په ولایتونو کې پر عمومي بښنې باور نه لري.»

حزب الله شېرازد وايي، چې په افغانستان کې د دندې پرمهال یې بهرنیو ځواکونو سره هم په عملیاتو کې برخه اخیستې وه.

دی زیاتوي په تېر جمهوري نظام پرمهال د کندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو ترڅنګ د ارزګان څلورمې لوا په کشفي ارګانونو کې یې هم دنده ترسره کړې وه.

دغه پخوانی سرتیري اوس د بغداد په جمیله سېمه کې اوسیږي او له یو عراقي سره په خیټه نوکر دی.‌

هغه وايي، چې د دې په لټه کې دی چې یو لاره پیدا کړي چې په بغداد کې د امریکايي ځواکونو اډې ته ورشي او خپلې ستونزې ورسره شریکي کړي. نوموړي هیله لری چې امریکايي ځواکونه به یو خوندي هیواد ته د رسید په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

شېرزاد سره په دغه سفر کې د افغانستان د تېر حکومت د سیمه ییزو پولیسو یو سرتیری چې ایمل نومیږي، هم ملګری دی.

د پخواني حکومت سرتیرو د امن د پیدا کولو له پاره ډیرې دروازې ټکولي، خو دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو له ډاره یې سر له عراقه راوځي.

واک ته بیاځلي له رسیدو وروسته د طالبانو مشر ملا هبت الله، د پخواني حکومت ټولو ملکي او پوځي کارکوونکو ته عمومي بخښنه وکړه، خو په ډیره مواردو کې طالبانو دغه بخښنه پلي نه کړه او ډیر شمیر پخواني پوځیان د طالبانو له خوا شکنجه شول، ووژل شول او یا هم تري تم شول، یو شمیر نور بیا د طالبانو له ویرې لا هم په پټه ژوند کوي.

په هند کې د افغانستان سفارت: ذکیه وردګ اوس د پخواني جمهوریت ډيپلوماټه نه ده

۱۵ غویی ۱۴۰۳ - ۴ می ۲۰۲۴، ۱۶:۳۱ GMT+۱

په هند کې د افغانستان سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دغه هیواد کې د ۲۵ کیلوګرامه سرو زرو په قاچاق تورنه شوې افغانه د پخواني جمهوریت له ډيپلوماټیک ماموریت سره تړاو نه لري. ذکیه وردګ د جمهوریت په وخت کې په ممبيي کې سرکونسله ګومارل شوې وه او نن یې استعفا وکړه.

په دغه اعلامیه کې چې د سفارت پر اېکس خپره شوې راغلي، چې د هند له خوا د پخواني جمهوریت د ډیپلوماټانو د ویزو د نه نوي کیدو او سختو محدودیتونو له امله، د پخواني جمهوریت ډيپلوماټیک حضور په دغه هیواد کې د تیر کال د نومبر میاشتې په ۲۳ مه پای ته رسیدلی دی.

اعلامیه کاږي:‌ “وروستي پاتې دوه ډیپلوماتان د ۲۰۲۳ کال د نومبر په ۲۳ مه له هند څخه ووتل.”

په دغه اعلامیه کې راغلي‌، چې د جمهوریت د استازیتوب په اړه د ‌ذکیه وردګ ادعا ردوي او وايي‌ چې په سفارت کې پاتې کسان د طالبانو په څارنه خپلې چارې په مخ بیابي.

هندۍ رسنۍ ټایمز اف اېنډیا راپور ورکړی، چې په هند کې د افغانستان جنرال کونسلې ذکیه وردګ سره د ممبيي په هوایي ډګر کې ۲۵کیلو ګرامه سره زر نیول شوي دي.
د دغه راپور له مخې، دغه سره زر چې ټولټال ۱۸.۶ کروړه روپۍ کېږي د دوبۍ څخه هند ته انتقال شوي.

د راپور په وینا، دغه پېښه د اپرېل په ۲۵مه شوې او د نوموړې خلاف د سرو زرو د قاچاق قضیه هم ثبت شوې ده.
د سرچینو په وینا، اغلې وردګ د ډیپلوماټیک خوندیتوب له امله نه ده نیول شوې.
د هند د قانون له مخې، که د سره زرو ارزښت څه باندې یو کروړ وي؛ نو قاچاق کوونکی باید ونیول شي او تر جنایي څار لاندې راشي.

په هند کې د افغانستان جنرال ګونسلې ذکیه وردګ د سره زرو قاچاق په اړه د ټایمز اف انډیا تر راپور وروسته استعفا وکړه.
اغلې وردګ په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په وروستیو کې هغه او د کورنۍ غړي یې له پراخو ننګونو او ګواښونو سره مخامخ شوي دي.

ذکیه وردګ د ځان پر وړاندې وروستي تورونه یوه دسیسه ګڼي او په خپل خپور شوي بیان کې یې ویلي:« په هغو سختو شرایطو کې د یوازینۍ ډیپلوماټې په صفت باید زما ملاتړ او ستاینه شوې وی؛ خو بر عکس ما ته خورا زیاتې دسیسې جوړې شوې.»
هغې په دغه بیان کې د هند دولت له ملاتړه هم مننه کړې ده.

په همدې حال کې تیر کال، فغانستان انټرنشنل – پښتو ته په ممبۍ کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې یو شمېر ډېپلوماتیکو سرچینو د ځینو ویډیوګانو په رالېږلو سره ویلي، چې په ممبۍ کې د افغانستان د قونسلګرۍ لومړی پوړ او انګړ هندیانو ته «د ودونو لپاره په کرایه ورکول کیږي.»

په ویډیوګانو کې ښودل کیږي، چې د قونسلګرۍ انګړ او د لومړي پوړ په تالار کې د یوې هندۍ جوړې واده روان دی او د ودانۍ ټولې خواوې په ګلانو پوښل شوې دي.

په دغه ویډیو کې د ډېپلوماټ نمبر پلیټ یو تور موټر هم ښکاري، چې په ممبيي کې د افغانستان د قونسلګرۍ اړوند دی، همدا راز د ممبيي د قونسلګرۍ ودانۍ مخې ته مشهوره د اوبو فواره هم پکې ښودل کیږي، چې د واده میلمانه ترې ګېرچاپېره ولاړ دي.

د ممبۍ په قونسلګرۍ کې یوې معتبرې ډېپلوماټیکې سرچینې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي و، چې له تېر یو نیم کال راهیسې په ممبۍ کې د افغانستان سر قونسله ذکیه وردګ په خپل سر د قونسلګرۍ ودانۍ په کرایه ورکوي او د کرایې پېسې د نوموړې شخصي جیب ته ځي.

د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ کې د هرات سرخپوشان او د فارياب سرسبز باشلر لوبې وګټلې

۱۵ غویی ۱۴۰۳ - ۴ می ۲۰۲۴، ۱۵:۵۰ GMT+۱

د افغانستان فوټبال فدراسيون وايي، چې د فوټبال اتلانو لیګ دریم پړاو سياليو کې نن شنبه فارياب سرسبز یاشلر لوبډلې د سرپل اف سي لوبډلي څخه لوبه وګټله او کابل استقلال لوبډلې بيا په لوی توپير د هرات له سرخپوشان لوبډلې ماته وخوړه

د افغانستان فوټبال فدراسيون د معلوماتو له مخې، د نن لومړۍ لوبه فارياب سرسبز ياشلر لوبډلې ۲ د ۱ په مقابل کې له سرپل اف سي لوبډلې څخه وګټله.

د فدراسیون د خبر له مخي، د نن دوهمه لوبه کې کابل استقلال لوبډلې ۶ د صفر په مقابل کې له هرات سرخپوشان لوبډلې ماته وخوړه.

پرون د دې سياليو لومړۍ لوبه کندهار عينومېنې ۲ د ۱ په مقابل کې له فراه عدلت لوبډلې او د فاریاب خراسان لوبډلې بيا ۲ د یو په مقابل کې د پکتيا له واحدي لوبډلې ګټلې وې.

د فوټبال اتلانو لیګ دغه سيالۍ په کابل کې شروع شوې او هره ورځ پکې دوې لوبې کيږي.