• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پخواني افغان پوځ ضابط د طالبانو له وېرې عراق ته تللی او غواړي امریکايي اډې ته ځان ورسوي

۱۵ غویی ۱۴۰۳ - ۴ می ۲۰۲۴، ۱۸:۳۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ غویی ۱۴۰۳ - ۵ می ۲۰۲۴، ۱۸:۰۲ GMT+۱

د افغانستان د تېر حکومت د ملي اردو یو ضابط حزب الله شېرزاد د طالبانو له وېرې عراق ته تللی او هڅه کوي چې هلته ځان یوې امریکايی اډې ته ورسوي. حزب الله شېرزاد افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې شاوخوا ۲۲ ورځې کیږي د عراق پلازمینې بغداد کې اوسیږي.

د پخواني پوځ دغه ضابط افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې وویل، چې د طالبانو د بیا ځلي واک ته رسېدو وروسته د دغې ډلې جنګیالي د جلال اباد ښار په فارم اډې سیمه کې د هغه کور ته ورغلي او هغه یې بندي کړي و.

شېرزاد وايي، چې د سیمې د قومي مشرانو په هڅو د طالبانو له زندان څخه خوشې شو.

"له هغه وروسته په قاچاقي لارو ایران ته راغلم او په ایران کې ونیول شوم، چې بیا د څو ورځو بند څخه وروسته مې هڅه وکړه چې ترکیې ته ځان ورسوم خو په دې کار بریالی نشوم."

حزب الله شېرزاد وايي: "د طالبانو عمومي بښنه هڅې یوازې شعار دی او د دغې ډلې جنګیالي په ځانګړې توګه په ولایتونو کې پر عمومي بښنې باور نه لري.»

حزب الله شېرازد وايي، چې په افغانستان کې د دندې پرمهال یې بهرنیو ځواکونو سره هم په عملیاتو کې برخه اخیستې وه.

دی زیاتوي په تېر جمهوري نظام پرمهال د کندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو ترڅنګ د ارزګان څلورمې لوا په کشفي ارګانونو کې یې هم دنده ترسره کړې وه.

دغه پخوانی سرتیري اوس د بغداد په جمیله سېمه کې اوسیږي او له یو عراقي سره په خیټه نوکر دی.‌

هغه وايي، چې د دې په لټه کې دی چې یو لاره پیدا کړي چې په بغداد کې د امریکايي ځواکونو اډې ته ورشي او خپلې ستونزې ورسره شریکي کړي. نوموړي هیله لری چې امریکايي ځواکونه به یو خوندي هیواد ته د رسید په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

شېرزاد سره په دغه سفر کې د افغانستان د تېر حکومت د سیمه ییزو پولیسو یو سرتیری چې ایمل نومیږي، هم ملګری دی.

د پخواني حکومت سرتیرو د امن د پیدا کولو له پاره ډیرې دروازې ټکولي، خو دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو له ډاره یې سر له عراقه راوځي.

واک ته بیاځلي له رسیدو وروسته د طالبانو مشر ملا هبت الله، د پخواني حکومت ټولو ملکي او پوځي کارکوونکو ته عمومي بخښنه وکړه، خو په ډیره مواردو کې طالبانو دغه بخښنه پلي نه کړه او ډیر شمیر پخواني پوځیان د طالبانو له خوا شکنجه شول، ووژل شول او یا هم تري تم شول، یو شمیر نور بیا د طالبانو له ویرې لا هم په پټه ژوند کوي.

ترویج لرونکی

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو
۱

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو

۲

طالبانو کابل ښار کې څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۳

د ښځو حقونو د پراخو محدودیتونو تر څنګ؛ طالبان په یوه میاشت کې د ۳۸۸ قضیو د حل ادعا کوي

۴

واشنګټن پوسټ: د امریکا د بیا مېشتېدو ادارې له ۸۰۰ افغانانو سره د مرکو طرحه ترلاسه کړې ده

۵

د بدخشان پر لاره د طالبانو پر پوځي کاروان «برید» شوی

•
•
•

نور کیسې

په هند کې د افغانستان سفارت: ذکیه وردګ اوس د پخواني جمهوریت ډيپلوماټه نه ده

۱۵ غویی ۱۴۰۳ - ۴ می ۲۰۲۴، ۱۶:۳۱ GMT+۱
100%

په هند کې د افغانستان سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دغه هیواد کې د ۲۵ کیلوګرامه سرو زرو په قاچاق تورنه شوې افغانه د پخواني جمهوریت له ډيپلوماټیک ماموریت سره تړاو نه لري. ذکیه وردګ د جمهوریت په وخت کې په ممبيي کې سرکونسله ګومارل شوې وه او نن یې استعفا وکړه.

په دغه اعلامیه کې چې د سفارت پر اېکس خپره شوې راغلي، چې د هند له خوا د پخواني جمهوریت د ډیپلوماټانو د ویزو د نه نوي کیدو او سختو محدودیتونو له امله، د پخواني جمهوریت ډيپلوماټیک حضور په دغه هیواد کې د تیر کال د نومبر میاشتې په ۲۳ مه پای ته رسیدلی دی.

اعلامیه کاږي:‌ “وروستي پاتې دوه ډیپلوماتان د ۲۰۲۳ کال د نومبر په ۲۳ مه له هند څخه ووتل.”

په دغه اعلامیه کې راغلي‌، چې د جمهوریت د استازیتوب په اړه د ‌ذکیه وردګ ادعا ردوي او وايي‌ چې په سفارت کې پاتې کسان د طالبانو په څارنه خپلې چارې په مخ بیابي.

هندۍ رسنۍ ټایمز اف اېنډیا راپور ورکړی، چې په هند کې د افغانستان جنرال کونسلې ذکیه وردګ سره د ممبيي په هوایي ډګر کې ۲۵کیلو ګرامه سره زر نیول شوي دي.
د دغه راپور له مخې، دغه سره زر چې ټولټال ۱۸.۶ کروړه روپۍ کېږي د دوبۍ څخه هند ته انتقال شوي.

د راپور په وینا، دغه پېښه د اپرېل په ۲۵مه شوې او د نوموړې خلاف د سرو زرو د قاچاق قضیه هم ثبت شوې ده.
د سرچینو په وینا، اغلې وردګ د ډیپلوماټیک خوندیتوب له امله نه ده نیول شوې.
د هند د قانون له مخې، که د سره زرو ارزښت څه باندې یو کروړ وي؛ نو قاچاق کوونکی باید ونیول شي او تر جنایي څار لاندې راشي.

په هند کې د افغانستان جنرال ګونسلې ذکیه وردګ د سره زرو قاچاق په اړه د ټایمز اف انډیا تر راپور وروسته استعفا وکړه.
اغلې وردګ په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په وروستیو کې هغه او د کورنۍ غړي یې له پراخو ننګونو او ګواښونو سره مخامخ شوي دي.

ذکیه وردګ د ځان پر وړاندې وروستي تورونه یوه دسیسه ګڼي او په خپل خپور شوي بیان کې یې ویلي:« په هغو سختو شرایطو کې د یوازینۍ ډیپلوماټې په صفت باید زما ملاتړ او ستاینه شوې وی؛ خو بر عکس ما ته خورا زیاتې دسیسې جوړې شوې.»
هغې په دغه بیان کې د هند دولت له ملاتړه هم مننه کړې ده.

په همدې حال کې تیر کال، فغانستان انټرنشنل – پښتو ته په ممبۍ کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې یو شمېر ډېپلوماتیکو سرچینو د ځینو ویډیوګانو په رالېږلو سره ویلي، چې په ممبۍ کې د افغانستان د قونسلګرۍ لومړی پوړ او انګړ هندیانو ته «د ودونو لپاره په کرایه ورکول کیږي.»

په ویډیوګانو کې ښودل کیږي، چې د قونسلګرۍ انګړ او د لومړي پوړ په تالار کې د یوې هندۍ جوړې واده روان دی او د ودانۍ ټولې خواوې په ګلانو پوښل شوې دي.

په دغه ویډیو کې د ډېپلوماټ نمبر پلیټ یو تور موټر هم ښکاري، چې په ممبيي کې د افغانستان د قونسلګرۍ اړوند دی، همدا راز د ممبيي د قونسلګرۍ ودانۍ مخې ته مشهوره د اوبو فواره هم پکې ښودل کیږي، چې د واده میلمانه ترې ګېرچاپېره ولاړ دي.

د ممبۍ په قونسلګرۍ کې یوې معتبرې ډېپلوماټیکې سرچینې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي و، چې له تېر یو نیم کال راهیسې په ممبۍ کې د افغانستان سر قونسله ذکیه وردګ په خپل سر د قونسلګرۍ ودانۍ په کرایه ورکوي او د کرایې پېسې د نوموړې شخصي جیب ته ځي.

د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ کې د هرات سرخپوشان او د فارياب سرسبز باشلر لوبې وګټلې

۱۵ غویی ۱۴۰۳ - ۴ می ۲۰۲۴، ۱۵:۵۰ GMT+۱
100%

د افغانستان فوټبال فدراسيون وايي، چې د فوټبال اتلانو لیګ دریم پړاو سياليو کې نن شنبه فارياب سرسبز یاشلر لوبډلې د سرپل اف سي لوبډلي څخه لوبه وګټله او کابل استقلال لوبډلې بيا په لوی توپير د هرات له سرخپوشان لوبډلې ماته وخوړه

د افغانستان فوټبال فدراسيون د معلوماتو له مخې، د نن لومړۍ لوبه فارياب سرسبز ياشلر لوبډلې ۲ د ۱ په مقابل کې له سرپل اف سي لوبډلې څخه وګټله.

د فدراسیون د خبر له مخي، د نن دوهمه لوبه کې کابل استقلال لوبډلې ۶ د صفر په مقابل کې له هرات سرخپوشان لوبډلې ماته وخوړه.

پرون د دې سياليو لومړۍ لوبه کندهار عينومېنې ۲ د ۱ په مقابل کې له فراه عدلت لوبډلې او د فاریاب خراسان لوبډلې بيا ۲ د یو په مقابل کې د پکتيا له واحدي لوبډلې ګټلې وې.

د فوټبال اتلانو لیګ دغه سيالۍ په کابل کې شروع شوې او هره ورځ پکې دوې لوبې کيږي.

طالبان: بدخشان کې د کوکنارو له منځه وړلو نه لایونونه جوړ شول

۱۵ غویی ۱۴۰۳ - ۴ می ۲۰۲۴، ۱۴:۴۶ GMT+۱
100%

د طالبانو د بدخشان د امنیه قومندانۍ ویاند وايي، د دغه ولایت په درایم ولسوالۍ کې، د دوی ځواکونو د کوکنارو کروندې له منځه وړلې چې خلک د ځینو کسانو په هڅونه د دوی په وړاندې ودریدل. خو ځايي خلک وايي، د طالبانو له خوا د خلکو «شخصي حریم» ته د نه درناوي له امله یې مظاهرې پیل کړې دي.

احسان الله کامګار د دې ادعا په ردولو سره وايي، چې د جمعې په ورځ د دوی ځواکونو د درایم په قرلک کلي کې کوکنار له منځه وړل چې د ځینې محدودو کسانو نور وهڅول او د طالبانو په مقابل کې یې ودرول.

نوموړی وايي، سیمه اییزو خلکو پر طالبانو د ډبرو او لرګو بریدونه کړي او هڅه یې کوله چې هغه وسایل هم وسوځوي چې د تاریاکو د وهلو له پاره سیمې ته وړل شوي وو. ‌

نوموړي وايي، چې د لاریون کوونکو او طالبانو ترمنځ په رامنځ ته شوي اخ او ډب کې یو ملکي کس وژل شوی، خو دا لا معلومه نه ده چې دغه کس د لاریون کوونکو له خوا وژل شوی، که د طالبانو له لوري.

د غه طالب ویاند د خلکو شخصي حریم ته د دوی د ځواکونو ننوتل او د خلکو وهل او ډبول په اړه شوې ادعاوې ردوي.

نوموړي وايي،‌ چې د پیښې د څیړلو لپاره سیمې ته یو پلاوی هم استاول شوی دی، خو سمیه ییزو سرچینو ویلي، چې د سیمو خلکو دغه پلاوی نه دی منلی.

په تیرو دوو ورځو کې د درایم او نن د ارګو ولسوالۍ اوسیدونکې د هغه څه پر وړاندې چې د طالبانو له خوا پر خپل حریم یې تیری بولی، د دغې ډلې په وړاندې لاریونونو پیل کړي، چې په دواړو ولسوالیو کې په تاوتریخوالي اوښتي دي.

ګارډین: په افغانستان کې د بریتانوي پوځ د جنګي جرمونو څېړل ښايي یو کال وځنډېږي

۱۵ غویی ۱۴۰۳ - ۴ می ۲۰۲۴، ۱۴:۳۳ GMT+۱
100%

بریتانوۍ ورځپاڼې ګارډین راپور ورکړی، چې شونې ده په افغانستان کې د بریتانوي پوځ د "جنګي جرمونو" دوسیې څېړل تر ۲۰۲۵ کال پورې وځنډول شي. د بریتانیا هوايي ځواک په هلمند ولایت کې د شاوخوا ۸۰ افغانانو په وژلو تورن شوی دی.

ګارډین ورځپاڼې د وکیلانو د یوه مکتوب پر اساس خبر ورکړی، چې د دې قضیې څارنوالان د دې قضیې په تړاو د اسنادو د نه وړاندې کولو له امله د بریتانیا له دفاع وزارت څخه په کلکه شکایت لري.

په لیک کې وکیل پیرز داګارت وویل: "اوسنی وضعیت د منلو نه دی او د دفاع وزارت ناکامي ده چې د خپلو مسؤلیتونو په ترسره کولو کې پاتې راځي."

د بریتانیا دفاع وزارت ویلي دي چې د دې قضیې په اړه د تحقیقاتو د ملاتړ لپاره یې ۲۱ میلیونه پونډه لګولي دي، خو ګارډین راپور ورکوي، چې د قضیې په اړه تحقیقات ممکن د ۲۰۲۵ کال تر مارچ پورې وځنډول شي.

ګارډین لیکي: "لیکونه ښیي چې ان که د دفاع وزارت اضافي حقوقي معاونین وګماري او متخصص سافټویر واخلي، د اسنادو چمتو کول به د اکتوبر یا نومبر پورې وخت ونیسي، پدې معنی چې د ۸۰ افغانانو د شکمنو وژنو اوریدل به د ۲۰۲۵ کال تر مارچ پورې وځنډول شي. "دا به وځنډول شي."

د برتیانوي ځانګړو ځواکونو له خوا د افغانانو د وژلو قضیه په افغانستان کې د جنګي جرمونو یوه مهمه قضیه ده.

په دې قضيه کې د بریتانوي پوځ دغه سرتېري په هلمند ولايت کې د شاوخوا ٨٠ افغانانو په وژلو تورن شوي دي.

ویل کیږي چې دغو عسکرو د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ دغه ټول افغانان یا په خوب کې وژلي او یا یې تر نیول کېدو وروسته وژلي دي.

د قضیې یو وکیل وویل چې په هلمند کې د بریتانوي ځانګړو ځواکونو پالیسي درلوده چې "د جګړې د عمر ټول وړ سړي" ووژني.

ټاکل شوې وه، چې سږ کال د دغه لوی تور یو شمېر دوسیې د قضیې له مخې وڅېړل شي، خو د بریتانیا د دفاع وزارت تورن دی چې د دې قضیې څارنوالانو ته یې کافي اسناد نه دي ورکړي.

حکومت ویلي چې په دې دوسیه کې شاوخوا ۸۰ کسان کار کوي او په دې وروستیو کې یې د دې قضیې د څېړلو د چټکتیا لپاره ۱۰ وکیلان نور هم شامل کړي دي.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د حضور د شلو کلونو په موده کې نه یوازې بریتانوي پوځیان په جنګي جرمونو تورن شوي، بلکې د استرالیا په ګډون د نورو هېوادونو پوځیان هم په جنګي جرمونو تورن شوي دي.

د چمن پرلتوال: د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې ۶ کسان وژل شوي او ۲۲ ټپیان دي

۱۵ غویی ۱۴۰۳ - ۴ می ۲۰۲۴، ۱۳:۱۶ GMT+۱
100%

د چمن پرلت‌ مشر غوث الله افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې پاکستاني ځواکونو پر پرلت وسلوال برید کړی، چې له امله یې ۶ پرلتوال وژل شوي دي او ۲۲ تنه نور ټپیان دي. په چمن کې د تېر اکتوبر له ۲۱ له افغانستان سره د تګ را تګ لپاره د پاسپورټ د جبري کېدو خلاف دا پرلت پیل شوی دی.

د پاکستان حکومت د چمن پرلت دا غوښتنه نه مني او په تېر کې یې هم بیا بیا د دوې د پرلت ختمولو هڅه کړې وه.

د چمن پرلت مشر غوث الله افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې نن لومړی د پاکستان اف سي سرحدي ځواکونو پرلتوالو ډزې وکړې او وروسته یې د دوی خېمو ته اور اچولی دی.

غوث الله د پاکستاني ځواکونو دا کار وغنده او زیاته کړه، چې دوی به خپل پرلت ته ادامه ورکوي.

دی زیاتوي شاوخوا اته میاشتې کېږي چې په سولیزه توکه یې پرلت ته ادامه ورکړې ده او د خپلو غوښتنو تر منل کېدو به یې دا اعتراض روان وي.

هغه ویډیوګانې چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي، په کې لیدل کیږي پاکستاني ځواکونه پر پرلت والو ډزونه کوي او خلک د سیمې پرېښودو په حال کې دي.

په وروستیو ویډیوو کې لیدل کېږي چې خلک خېمو ته اچول شوی اور مړ کوي او له خلکو غواړي چې ځانونه پرلت ته ورسوي.

پاکستان غواړي د تورخم په څېر د چمن- سپین بولدک له لارې هم له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره پاسپورټ او وېزه جبري کړي، چې دا کار د ځايي خلکو له غبرګون سره مخ شوی او د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسیې پرلت روان دی.