
طالب سرچينې وايي، چې په مرکزي بغلان کې د دې ډلې د امنيې قوماندان ملا اختر د بغلان په برکه ولسوالۍ کې د طالبانو له يوه بل قوماندان ملا عزيز سره نښته کړې. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په دې جګړه کې ملا عزیز او د هغه د کورنۍ غړي نیول شوي او څلور کسان یې ټپیان شوي.
د طالبانو اړوندې سرچينې وايي، چې بغلان کې د طالب قوماندانانو ترمنځ د جمعې په ورځ د (غوايي۱۴مه) وروسته له هغه جګړه پيل شوه، چې ملا عزيز غوښتل په برکه بغلان ولسوالۍ کې کور جوړ کړي.
دوی وايي، کله چې نورو طالبانو د دغه کور د جوړېدو مخه ونیوله، نو د دوی ترمنځ شخړه پیل شوه.
سرچينو زياته کړې، چې په دې جګړه کې د ملا عزيز څلور کسان ټپيان شوي دي. ملا عزیز چې په حاجي طارق مشهور و، په بغلان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د اپراسیون امر دی.
د هغې نښتې په وېډیوګانو کې چې افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړي، د ډزو غږونه اورېدل کېږي.
په ورته وخت کې د ملا عزیز له خوا افغانستان انټرنشنل ته په رالېږل شوې غږیز فایل کې په بغلان کې له تاجک طالبانو سره د طالبانو پر چلند نیوکه کېږي.
په دې غږیز فایل کې د طالبانو دغه سیمه ییز قوماندان وايي، «کوم ظلمونه چې اوس په بغلان کې کېږي هغه مهال چې امریکا په افغانستان کې وه، نه وو شوي.»
نوموړی زیاتوي، چې طالبانو د ده پر کور برید کړی او د زوی په ګډون یې دوه تنه ټپیان شوي دي.
دغه طالب قوماندان زیاته کړه: «مسوولینو د تاجک مجاهدینو پر ضد جهاد پیل کړی دی.»
د طالبانو دننه سرچینو ویلي چې د شنبې په ورځ یې د کورنۍ یو شمېر غړي خوشي شوي، خو ملا عزیز او پنځه تنه یې لا هم بندیان دي.

د افغانستان د تېر حکومت د ملي اردو یو ضابط حزب الله شېرزاد د طالبانو له وېرې عراق ته تللی او هڅه کوي چې هلته ځان یوې امریکايی اډې ته ورسوي. حزب الله شېرزاد افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې شاوخوا ۲۲ ورځې کیږي د عراق پلازمینې بغداد کې اوسیږي.
د پخواني پوځ دغه ضابط افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې وویل، چې د طالبانو د بیا ځلي واک ته رسېدو وروسته د دغې ډلې جنګیالي د جلال اباد ښار په فارم اډې سیمه کې د هغه کور ته ورغلي او هغه یې بندي کړي و.
شېرزاد وايي، چې د سیمې د قومي مشرانو په هڅو د طالبانو له زندان څخه خوشې شو.
"له هغه وروسته په قاچاقي لارو ایران ته راغلم او په ایران کې ونیول شوم، چې بیا د څو ورځو بند څخه وروسته مې هڅه وکړه چې ترکیې ته ځان ورسوم خو په دې کار بریالی نشوم."
حزب الله شېرزاد وايي: "د طالبانو عمومي بښنه هڅې یوازې شعار دی او د دغې ډلې جنګیالي په ځانګړې توګه په ولایتونو کې پر عمومي بښنې باور نه لري.»
حزب الله شېرازد وايي، چې په افغانستان کې د دندې پرمهال یې بهرنیو ځواکونو سره هم په عملیاتو کې برخه اخیستې وه.
دی زیاتوي په تېر جمهوري نظام پرمهال د کندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو ترڅنګ د ارزګان څلورمې لوا په کشفي ارګانونو کې یې هم دنده ترسره کړې وه.
دغه پخوانی سرتیري اوس د بغداد په جمیله سېمه کې اوسیږي او له یو عراقي سره په خیټه نوکر دی.
هغه وايي، چې د دې په لټه کې دی چې یو لاره پیدا کړي چې په بغداد کې د امریکايي ځواکونو اډې ته ورشي او خپلې ستونزې ورسره شریکي کړي. نوموړي هیله لری چې امریکايي ځواکونه به یو خوندي هیواد ته د رسید په برخه کې ورسره مرسته وکړي.
شېرزاد سره په دغه سفر کې د افغانستان د تېر حکومت د سیمه ییزو پولیسو یو سرتیری چې ایمل نومیږي، هم ملګری دی.
د پخواني حکومت سرتیرو د امن د پیدا کولو له پاره ډیرې دروازې ټکولي، خو دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو له ډاره یې سر له عراقه راوځي.
واک ته بیاځلي له رسیدو وروسته د طالبانو مشر ملا هبت الله، د پخواني حکومت ټولو ملکي او پوځي کارکوونکو ته عمومي بخښنه وکړه، خو په ډیره مواردو کې طالبانو دغه بخښنه پلي نه کړه او ډیر شمیر پخواني پوځیان د طالبانو له خوا شکنجه شول، ووژل شول او یا هم تري تم شول، یو شمیر نور بیا د طالبانو له ویرې لا هم په پټه ژوند کوي.
په هند کې د افغانستان سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دغه هیواد کې د ۲۵ کیلوګرامه سرو زرو په قاچاق تورنه شوې افغانه د پخواني جمهوریت له ډيپلوماټیک ماموریت سره تړاو نه لري. ذکیه وردګ د جمهوریت په وخت کې په ممبيي کې سرکونسله ګومارل شوې وه او نن یې استعفا وکړه.
په دغه اعلامیه کې چې د سفارت پر اېکس خپره شوې راغلي، چې د هند له خوا د پخواني جمهوریت د ډیپلوماټانو د ویزو د نه نوي کیدو او سختو محدودیتونو له امله، د پخواني جمهوریت ډيپلوماټیک حضور په دغه هیواد کې د تیر کال د نومبر میاشتې په ۲۳ مه پای ته رسیدلی دی.
اعلامیه کاږي: “وروستي پاتې دوه ډیپلوماتان د ۲۰۲۳ کال د نومبر په ۲۳ مه له هند څخه ووتل.”
په دغه اعلامیه کې راغلي، چې د جمهوریت د استازیتوب په اړه د ذکیه وردګ ادعا ردوي او وايي چې په سفارت کې پاتې کسان د طالبانو په څارنه خپلې چارې په مخ بیابي.
هندۍ رسنۍ ټایمز اف اېنډیا راپور ورکړی، چې په هند کې د افغانستان جنرال کونسلې ذکیه وردګ سره د ممبيي په هوایي ډګر کې ۲۵کیلو ګرامه سره زر نیول شوي دي.
د دغه راپور له مخې، دغه سره زر چې ټولټال ۱۸.۶ کروړه روپۍ کېږي د دوبۍ څخه هند ته انتقال شوي.
د راپور په وینا، دغه پېښه د اپرېل په ۲۵مه شوې او د نوموړې خلاف د سرو زرو د قاچاق قضیه هم ثبت شوې ده.
د سرچینو په وینا، اغلې وردګ د ډیپلوماټیک خوندیتوب له امله نه ده نیول شوې.
د هند د قانون له مخې، که د سره زرو ارزښت څه باندې یو کروړ وي؛ نو قاچاق کوونکی باید ونیول شي او تر جنایي څار لاندې راشي.
په هند کې د افغانستان جنرال ګونسلې ذکیه وردګ د سره زرو قاچاق په اړه د ټایمز اف انډیا تر راپور وروسته استعفا وکړه.
اغلې وردګ په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په وروستیو کې هغه او د کورنۍ غړي یې له پراخو ننګونو او ګواښونو سره مخامخ شوي دي.
ذکیه وردګ د ځان پر وړاندې وروستي تورونه یوه دسیسه ګڼي او په خپل خپور شوي بیان کې یې ویلي:« په هغو سختو شرایطو کې د یوازینۍ ډیپلوماټې په صفت باید زما ملاتړ او ستاینه شوې وی؛ خو بر عکس ما ته خورا زیاتې دسیسې جوړې شوې.»
هغې په دغه بیان کې د هند دولت له ملاتړه هم مننه کړې ده.
په همدې حال کې تیر کال، فغانستان انټرنشنل – پښتو ته په ممبۍ کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې یو شمېر ډېپلوماتیکو سرچینو د ځینو ویډیوګانو په رالېږلو سره ویلي، چې په ممبۍ کې د افغانستان د قونسلګرۍ لومړی پوړ او انګړ هندیانو ته «د ودونو لپاره په کرایه ورکول کیږي.»
په ویډیوګانو کې ښودل کیږي، چې د قونسلګرۍ انګړ او د لومړي پوړ په تالار کې د یوې هندۍ جوړې واده روان دی او د ودانۍ ټولې خواوې په ګلانو پوښل شوې دي.
په دغه ویډیو کې د ډېپلوماټ نمبر پلیټ یو تور موټر هم ښکاري، چې په ممبيي کې د افغانستان د قونسلګرۍ اړوند دی، همدا راز د ممبيي د قونسلګرۍ ودانۍ مخې ته مشهوره د اوبو فواره هم پکې ښودل کیږي، چې د واده میلمانه ترې ګېرچاپېره ولاړ دي.
د ممبۍ په قونسلګرۍ کې یوې معتبرې ډېپلوماټیکې سرچینې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي و، چې له تېر یو نیم کال راهیسې په ممبۍ کې د افغانستان سر قونسله ذکیه وردګ په خپل سر د قونسلګرۍ ودانۍ په کرایه ورکوي او د کرایې پېسې د نوموړې شخصي جیب ته ځي.
د افغانستان فوټبال فدراسيون وايي، چې د فوټبال اتلانو لیګ دریم پړاو سياليو کې نن شنبه فارياب سرسبز یاشلر لوبډلې د سرپل اف سي لوبډلي څخه لوبه وګټله او کابل استقلال لوبډلې بيا په لوی توپير د هرات له سرخپوشان لوبډلې ماته وخوړه
د افغانستان فوټبال فدراسيون د معلوماتو له مخې، د نن لومړۍ لوبه فارياب سرسبز ياشلر لوبډلې ۲ د ۱ په مقابل کې له سرپل اف سي لوبډلې څخه وګټله.
د فدراسیون د خبر له مخي، د نن دوهمه لوبه کې کابل استقلال لوبډلې ۶ د صفر په مقابل کې له هرات سرخپوشان لوبډلې ماته وخوړه.
پرون د دې سياليو لومړۍ لوبه کندهار عينومېنې ۲ د ۱ په مقابل کې له فراه عدلت لوبډلې او د فاریاب خراسان لوبډلې بيا ۲ د یو په مقابل کې د پکتيا له واحدي لوبډلې ګټلې وې.
د فوټبال اتلانو لیګ دغه سيالۍ په کابل کې شروع شوې او هره ورځ پکې دوې لوبې کيږي.
د طالبانو د بدخشان د امنیه قومندانۍ ویاند وايي، د دغه ولایت په درایم ولسوالۍ کې، د دوی ځواکونو د کوکنارو کروندې له منځه وړلې چې خلک د ځینو کسانو په هڅونه د دوی په وړاندې ودریدل. خو ځايي خلک وايي، د طالبانو له خوا د خلکو «شخصي حریم» ته د نه درناوي له امله یې مظاهرې پیل کړې دي.
احسان الله کامګار د دې ادعا په ردولو سره وايي، چې د جمعې په ورځ د دوی ځواکونو د درایم په قرلک کلي کې کوکنار له منځه وړل چې د ځینې محدودو کسانو نور وهڅول او د طالبانو په مقابل کې یې ودرول.
نوموړی وايي، سیمه اییزو خلکو پر طالبانو د ډبرو او لرګو بریدونه کړي او هڅه یې کوله چې هغه وسایل هم وسوځوي چې د تاریاکو د وهلو له پاره سیمې ته وړل شوي وو.
نوموړي وايي، چې د لاریون کوونکو او طالبانو ترمنځ په رامنځ ته شوي اخ او ډب کې یو ملکي کس وژل شوی، خو دا لا معلومه نه ده چې دغه کس د لاریون کوونکو له خوا وژل شوی، که د طالبانو له لوري.
د غه طالب ویاند د خلکو شخصي حریم ته د دوی د ځواکونو ننوتل او د خلکو وهل او ډبول په اړه شوې ادعاوې ردوي.
نوموړي وايي، چې د پیښې د څیړلو لپاره سیمې ته یو پلاوی هم استاول شوی دی، خو سمیه ییزو سرچینو ویلي، چې د سیمو خلکو دغه پلاوی نه دی منلی.
په تیرو دوو ورځو کې د درایم او نن د ارګو ولسوالۍ اوسیدونکې د هغه څه پر وړاندې چې د طالبانو له خوا پر خپل حریم یې تیری بولی، د دغې ډلې په وړاندې لاریونونو پیل کړي، چې په دواړو ولسوالیو کې په تاوتریخوالي اوښتي دي.
بریتانوۍ ورځپاڼې ګارډین راپور ورکړی، چې شونې ده په افغانستان کې د بریتانوي پوځ د "جنګي جرمونو" دوسیې څېړل تر ۲۰۲۵ کال پورې وځنډول شي. د بریتانیا هوايي ځواک په هلمند ولایت کې د شاوخوا ۸۰ افغانانو په وژلو تورن شوی دی.
ګارډین ورځپاڼې د وکیلانو د یوه مکتوب پر اساس خبر ورکړی، چې د دې قضیې څارنوالان د دې قضیې په تړاو د اسنادو د نه وړاندې کولو له امله د بریتانیا له دفاع وزارت څخه په کلکه شکایت لري.
په لیک کې وکیل پیرز داګارت وویل: "اوسنی وضعیت د منلو نه دی او د دفاع وزارت ناکامي ده چې د خپلو مسؤلیتونو په ترسره کولو کې پاتې راځي."
د بریتانیا دفاع وزارت ویلي دي چې د دې قضیې په اړه د تحقیقاتو د ملاتړ لپاره یې ۲۱ میلیونه پونډه لګولي دي، خو ګارډین راپور ورکوي، چې د قضیې په اړه تحقیقات ممکن د ۲۰۲۵ کال تر مارچ پورې وځنډول شي.
ګارډین لیکي: "لیکونه ښیي چې ان که د دفاع وزارت اضافي حقوقي معاونین وګماري او متخصص سافټویر واخلي، د اسنادو چمتو کول به د اکتوبر یا نومبر پورې وخت ونیسي، پدې معنی چې د ۸۰ افغانانو د شکمنو وژنو اوریدل به د ۲۰۲۵ کال تر مارچ پورې وځنډول شي. "دا به وځنډول شي."
د برتیانوي ځانګړو ځواکونو له خوا د افغانانو د وژلو قضیه په افغانستان کې د جنګي جرمونو یوه مهمه قضیه ده.
په دې قضيه کې د بریتانوي پوځ دغه سرتېري په هلمند ولايت کې د شاوخوا ٨٠ افغانانو په وژلو تورن شوي دي.
ویل کیږي چې دغو عسکرو د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ دغه ټول افغانان یا په خوب کې وژلي او یا یې تر نیول کېدو وروسته وژلي دي.
د قضیې یو وکیل وویل چې په هلمند کې د بریتانوي ځانګړو ځواکونو پالیسي درلوده چې "د جګړې د عمر ټول وړ سړي" ووژني.
ټاکل شوې وه، چې سږ کال د دغه لوی تور یو شمېر دوسیې د قضیې له مخې وڅېړل شي، خو د بریتانیا د دفاع وزارت تورن دی چې د دې قضیې څارنوالانو ته یې کافي اسناد نه دي ورکړي.
حکومت ویلي چې په دې دوسیه کې شاوخوا ۸۰ کسان کار کوي او په دې وروستیو کې یې د دې قضیې د څېړلو د چټکتیا لپاره ۱۰ وکیلان نور هم شامل کړي دي.
په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د حضور د شلو کلونو په موده کې نه یوازې بریتانوي پوځیان په جنګي جرمونو تورن شوي، بلکې د استرالیا په ګډون د نورو هېوادونو پوځیان هم په جنګي جرمونو تورن شوي دي.