• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زلمی خلیلزاد د واشنګټن مجلې د ۵۰۰ اغېزمنو شخصیتونو په نوملړ کې شامل شو

۱۶ غویی ۱۴۰۳ - ۵ می ۲۰۲۴، ۰۳:۳۶ GMT+۱

واشنګټن مجلې د هغو ۵۰۰ «اغېزمنو» کسانو نوملړ خپور کړی چې د «واشنګټن په سیاستونو کې یې لوی رول» لوبولی دی. په دغه نوملړ کې د افغانستان په چارو کې د امریکا د پخواني استازي زلمي خلیلزاد نوم هم لیدل کېږي.

د واشنګټن مجلې د دغو کسانو د ټاکلو معیارونه د «د هیواد په بنسټیزو مسلو باندې پوهېدل او په اړه یې تخصصي پوهه درلودل» ګڼلي دي.

سربېره پر دې، واشنګټن مجلې د ۵۰۰ «اغېزمنو» خلکو د ټاکلو لپاره د یو بل معیار په توګه «د یوې ځانګړې موضوع د پیچلتیا په ډیرو وړو برخو پوهیدل» په پام کې نیولي دي.

په دغه نوملړ کې د زلمي خلیلزاد په اړه ویل شوي چې د روسیې له سفیر سره یې لیدلي او د اوکراین په اړه یې د خپلې تګلارې په اړه خبرې ورسره کړې دي. د هغه په پېژندلیک کې راغلي چې ښاغلي خلیلزاد د امریکا د ولسمشر جوبایډن له ادارې هم غوښتي و چې له طالبانو سره د سولې د هوکړې د عملي کولو لپاره هڅې وکړي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

ذبیح الله مجاهد: د زوجینو د تفریق اصولنامې په اړه نیوکو ته باید هیڅ ارزښت ورنه کړل شي

۵

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

•
•
•

نور کیسې

د یوروویژن سیالۍ د غزې د جګړې له امله د رامنځ ته شوو ګواښونو تر سیورې لاندې پیل شوې

۱۵ غویی ۱۴۰۳ - ۴ می ۲۰۲۴، ۱۹:۲۹ GMT+۱

د یوروویژن د ۲۰۲۴ کال د غږ سیالۍ، په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې له امله د رامنځ ته شوو ګواښونو تر سیورې لاندې، د شنبې په ورځ د سویډن په سویل کې د مالمو په ښار کې پیل شوه.

د یوروویژن په سږنۍ سیالۍ کې ۳۷هېوادونه ګډون لري ​​او د دې سیالیو وروستی پړاو به د راتلونکې شنبې په ورځ ترسره شي.

د فرانس خبري اژانس راپور ورکړی چې په دې سیالۍ کې د اسراییل ګډون د غزې د جګړې له امله جنجالي شوی دی.

په ۲۰۲۲ کال کې، په اوکراین کې د جګړې له پیلیدو وروسته، د اروپایی نشراتو اتحادیې د روسی نشراتي شرکتونه، د یوروویژن له نظارت څخه لېرې کړي وو.

د روان کال له پیله، د سږ کال د سیالیو څخه د اسراییلو د ویستلو کمپاین پیل شوی دی.

همدا راز، د مارچ په پای کې د سویسي سندرغاړې نمو مټلر په ګډون د څو هېوادونو سندرغاړو چې د دې سیالیو له ګټونکو څخه دی، په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه کړې ده.

د اسراییل په استازولی دغو سیالیو ته راغلي سندرغاړي ادن ګولان پر ضد هم ګواښونه شوي، چې د اروپايي خپرونو ټولنه یې په غوسه کړې ده.

په مالمو کې د سیالۍ ترسره کولو ځای کې، دغه سازمان د ګډون کوونکو د بیرغونو پرته بل هر ډول بیرغ، او همدارنګه د سیاسي پیغامونو هر ډول بنرونه منع کړی دي.

په ۲۰۲۲کال کې، اوکراینې موسیقۍ ډلې د "سټیفانیا" سندرې پر مټ د ایټالیا په تورین کې د یوروویژن اواز سیالي ګټلې وه.

هر ګټونکی هېواد د راتلونکي کال د سیالۍ کوربه وي، خو دا چې اوکراین د جګړې له امله د سیالۍ کوربه توب نه شو کولی، تېر کال یوروویژن په بریتانیا کې ترسره شو.

سویډنۍ سندرغاړې، لورین د "ټټو" سندرې په ویلو سره دبربتانیا په لیورپول کې د ۲۰۲۳کال د یوروویژن غږ سیالۍ د ۶۷مې دورې ګټونکې شوه.

هغه د یوروویژن په تاریخ کې لومړنۍ ښځه ده چې بیاځلي دا جایزه ترلاسه کوي.

د بریتانیا د کارګر ګوند څخه صادق خان د دریم ځل لپاره د لندن ښاروال وټاکل شو

۱۵ غویی ۱۴۰۳ - ۴ می ۲۰۲۴، ۱۹:۲۶ GMT+۱

صادق خان د کارګر ګوند له خوا د ۶۱ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د دریم ځل لپاره د لندن ښاروال وټاکل شو. د محافظه کار ګوند او د صادق خان اصلي سیالې سوزان هال شاوخوا ۲۶ سلنې رایې ترلاسه کړې دي.

په خټه پاکستانی صادق خان له ۲۰۱۶ کال راهیسې د لندن ښاروال دی.

د بریتانیا په ځینو برخو کې رای ورکوونکي د پنجشنبې په ورځ د ښاري شورا د غړو او د ښاروالانو د ټاکلو له پاره د رایې اچونې صندوقونو ته ولاړل.

د لندن د ښاروال ټاکنې په دې پړاو کې تر ټولو مهمه سیالي بلل کیږي.

روانډا ته د لیږلو د ګواښ سربیره ډېری کډوال د مانش کانال له لارې په کښتیو کې بریتانیا ته ځي

۱۵ غویی ۱۴۰۳ - ۴ می ۲۰۲۴، ۱۹:۲۱ GMT+۱

روانډا ته د لیږلو له پاره د کډوالو د نیولو له پیل سربیره، لسګونه کسان د شنبې په ورځ په دوو کښتیو کې د بریتانیا سویلي ساحل ته ورسېدل.

دغه پناه غوښتونکي چې ډېری یې نارینه وو، د ډوور بندر ته څېرمه د برتیانیا د سرحدي ځواکونو یوې کښتۍ ته لېږدول شوي دي.

د دغو کښتیو راتګ د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک ته یوه ننګونه ده، چې د «ناقانونه» کډوالۍ د مخنیوي او د «کښتیو د بندولو» ژمنه یې کړې ده.

سږ کال تر ۸۰۰۰ ډیر پناه غوښتونکي په کوچنیو کښتیو کې د اروپا له لارې بریتانیا ته راغلي دي.

ریشي سوناک هیله لري چې روانډا ته د ناقانونه پناه غوښتونکو د لیږلو پلان به بریتانیا ته د نورو پناه غوښتونکو د راتګ مخه ونیسي.

د هغه حکومت تمه لري چې روانډا ته لومړۍ الوتنې به په ۹تر ۱۱ اونیو کې ترسره شي.

د حماس مرکچیان له اسراییل سره پر اوربند د خبرو لپاره قاهرې ته ورسېدل

۱۵ غویی ۱۴۰۳ - ۴ می ۲۰۲۴، ۱۵:۵۰ GMT+۱

د حماس یوه چارواکي رویټرز ته وویل چې د دې ډلې مرکچیان د شنبې په ورځ قاهرې ته رسیدلي چې په غزه کې پر داسې احتمالي اوربند خبرې وکړي چې ور سره ځینې یرغمل شوي هم خوشي کېږي.

د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې سي ای اې مشر هم په قاهره کې دی.

قاهرې ته د حماس د پلاوي د تګ خبر د مصر له حکومت سره تړلې د القاهره نیوز ټلویزیوني شبکې هم تایید کړی دی.

یوې مصري امنیتي سرچینې رویټرز ته وویل: «د نن ورځې پایلې به متفاوتې وي. موږ پر ډېرو شیانو هوکړه کړې او یو څه پاتې دي.»

د منځګړیتوب له هڅو خبر یو فلسطیني چارواکی هم هیله منتیا ښودلې.

دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته وویل: «دا ځل حالات سم ښکاري، خو دا دې پورې اړه لري چې ایا اسراییل به هغه څه وړاندې کړي چې اړین دي.»

د حماس پلاوی له قطر څخه قاهرې ته تللی. قطر او مصر په غزه کې د اوربند لپاره د منځګړتوب هڅه کوي.

تر دې مخکې ځینو سرچینو واشنګټن پوسټ ته ویلي و، چې امریکا قطر ته ویلي، که حماس اوربند ته غاړه نه ږدي او یرغمل شوي کسان خوشي نه کړي، په دوحه کې دې د دې ډلې دفتر وتړي.

تاس خبري اژانس: روسیې د اوکراین ولسمشر په تور لیست کې شامل کړ

۱۵ غویی ۱۴۰۳ - ۴ می ۲۰۲۴، ۱۵:۴۷ GMT+۱

د روسیې دولتي خبري اژانس تاس نن د دغه هېواد د کورنیو چارو د وزارت په حواله راپور ورکړ ی، چې روسیې د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پر ضد جنایي قضیه پرانیستې او هغه یې په تور لیست کې شامل کړی دی. دغه وزارت په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې له اوکراین سره د جګړې له پیل راهیسې د یو شمېر اوکرایني او نورو اروپايي سیاستوالو د نیولو امر صادر کړی دی.

د روسیې پولیسو په فبرورۍ میاشت کې د استونیا لومړی وزیر کاجا کالاس، د لیتوانیا د کلتور وزیر او د لیتوانیا د پخواني پارلمان غړي د شوروي د دورې د اثارو د ویجاړولو له امله په تور لیست کې شامل کړي وو.

روسیې هم د جرمونو د نړیوالې محکمې «ICC» د څارنوال د نیولو امر هم وروسته له هغه صادر کړ چې تیر کال هغه د جنګي جرمونو په تور د ولسمشر ولادیمیر پوتین د نیولو امر ترتیب کړی و.