• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بریتانیا د کارګر ګوند څخه صادق خان د دریم ځل لپاره د لندن ښاروال وټاکل شو

۱۵ غویی ۱۴۰۳ - ۴ می ۲۰۲۴، ۱۹:۲۶ GMT+۱

صادق خان د کارګر ګوند له خوا د ۶۱ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د دریم ځل لپاره د لندن ښاروال وټاکل شو. د محافظه کار ګوند او د صادق خان اصلي سیالې سوزان هال شاوخوا ۲۶ سلنې رایې ترلاسه کړې دي.

په خټه پاکستانی صادق خان له ۲۰۱۶ کال راهیسې د لندن ښاروال دی.

د بریتانیا په ځینو برخو کې رای ورکوونکي د پنجشنبې په ورځ د ښاري شورا د غړو او د ښاروالانو د ټاکلو له پاره د رایې اچونې صندوقونو ته ولاړل.

د لندن د ښاروال ټاکنې په دې پړاو کې تر ټولو مهمه سیالي بلل کیږي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

ذبیح الله مجاهد: د زوجینو د تفریق اصولنامې په اړه نیوکو ته باید هیڅ ارزښت ورنه کړل شي

۵

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

•
•
•

نور کیسې

روانډا ته د لیږلو د ګواښ سربیره ډېری کډوال د مانش کانال له لارې په کښتیو کې بریتانیا ته ځي

۱۵ غویی ۱۴۰۳ - ۴ می ۲۰۲۴، ۱۹:۲۱ GMT+۱

روانډا ته د لیږلو له پاره د کډوالو د نیولو له پیل سربیره، لسګونه کسان د شنبې په ورځ په دوو کښتیو کې د بریتانیا سویلي ساحل ته ورسېدل.

دغه پناه غوښتونکي چې ډېری یې نارینه وو، د ډوور بندر ته څېرمه د برتیانیا د سرحدي ځواکونو یوې کښتۍ ته لېږدول شوي دي.

د دغو کښتیو راتګ د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک ته یوه ننګونه ده، چې د «ناقانونه» کډوالۍ د مخنیوي او د «کښتیو د بندولو» ژمنه یې کړې ده.

سږ کال تر ۸۰۰۰ ډیر پناه غوښتونکي په کوچنیو کښتیو کې د اروپا له لارې بریتانیا ته راغلي دي.

ریشي سوناک هیله لري چې روانډا ته د ناقانونه پناه غوښتونکو د لیږلو پلان به بریتانیا ته د نورو پناه غوښتونکو د راتګ مخه ونیسي.

د هغه حکومت تمه لري چې روانډا ته لومړۍ الوتنې به په ۹تر ۱۱ اونیو کې ترسره شي.

د حماس مرکچیان له اسراییل سره پر اوربند د خبرو لپاره قاهرې ته ورسېدل

۱۵ غویی ۱۴۰۳ - ۴ می ۲۰۲۴، ۱۵:۵۰ GMT+۱

د حماس یوه چارواکي رویټرز ته وویل چې د دې ډلې مرکچیان د شنبې په ورځ قاهرې ته رسیدلي چې په غزه کې پر داسې احتمالي اوربند خبرې وکړي چې ور سره ځینې یرغمل شوي هم خوشي کېږي.

د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې سي ای اې مشر هم په قاهره کې دی.

قاهرې ته د حماس د پلاوي د تګ خبر د مصر له حکومت سره تړلې د القاهره نیوز ټلویزیوني شبکې هم تایید کړی دی.

یوې مصري امنیتي سرچینې رویټرز ته وویل: «د نن ورځې پایلې به متفاوتې وي. موږ پر ډېرو شیانو هوکړه کړې او یو څه پاتې دي.»

د منځګړیتوب له هڅو خبر یو فلسطیني چارواکی هم هیله منتیا ښودلې.

دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته وویل: «دا ځل حالات سم ښکاري، خو دا دې پورې اړه لري چې ایا اسراییل به هغه څه وړاندې کړي چې اړین دي.»

د حماس پلاوی له قطر څخه قاهرې ته تللی. قطر او مصر په غزه کې د اوربند لپاره د منځګړتوب هڅه کوي.

تر دې مخکې ځینو سرچینو واشنګټن پوسټ ته ویلي و، چې امریکا قطر ته ویلي، که حماس اوربند ته غاړه نه ږدي او یرغمل شوي کسان خوشي نه کړي، په دوحه کې دې د دې ډلې دفتر وتړي.

تاس خبري اژانس: روسیې د اوکراین ولسمشر په تور لیست کې شامل کړ

۱۵ غویی ۱۴۰۳ - ۴ می ۲۰۲۴، ۱۵:۴۷ GMT+۱

د روسیې دولتي خبري اژانس تاس نن د دغه هېواد د کورنیو چارو د وزارت په حواله راپور ورکړ ی، چې روسیې د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پر ضد جنایي قضیه پرانیستې او هغه یې په تور لیست کې شامل کړی دی. دغه وزارت په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې له اوکراین سره د جګړې له پیل راهیسې د یو شمېر اوکرایني او نورو اروپايي سیاستوالو د نیولو امر صادر کړی دی.

د روسیې پولیسو په فبرورۍ میاشت کې د استونیا لومړی وزیر کاجا کالاس، د لیتوانیا د کلتور وزیر او د لیتوانیا د پخواني پارلمان غړي د شوروي د دورې د اثارو د ویجاړولو له امله په تور لیست کې شامل کړي وو.

روسیې هم د جرمونو د نړیوالې محکمې «ICC» د څارنوال د نیولو امر هم وروسته له هغه صادر کړ چې تیر کال هغه د جنګي جرمونو په تور د ولسمشر ولادیمیر پوتین د نیولو امر ترتیب کړی و.

عمران خان: د پاکستان د پوځ مشر د تحریک انصاف د له منځه وړلو لپاره هر ډول تاکتیک وکاراوه

۱۵ غویی ۱۴۰۳ - ۴ می ۲۰۲۴، ۱۴:۱۳ GMT+۱

د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر وايي، د جنرال عاصم منیر په مشرۍ د پاکستان پوځ د پاکستان له سیاست څخه د تحریک انصاف د لرې کولو لپاره له هرې لارې هڅه کړې ده. عمران خان ویلي، چې د پوځ لپاره یوازنۍ د ده د وژل دي، خو دی له مرګه نه وېرېږي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د شنبې په ورځ د غويي په ۱۵مه په خپل اېکس اکاونټ کې د عمران خان له قوله لیکلي: "د پوځ د مشر جنرال عاصم منیر په مشرۍ پوځي سازمانونو د پاکستان له سیاست څخه زما د ګوند د لرې کولو لپاره هر ډول تاکتیک وکاراوه."

د دغه ګوند اعلامیې د عمران خان له خولې ویلي، چې د پاکستاني پوځ لپاره یوازینۍ لار د عمران خان وژل دي، چې له مرګه نه وېرېږي.

د تحریک انصاف ګوند د عمران خان له خولې ویلي: "اوس دوی ټول کار کوي چې ما ووژني، خو زه له مرګه وېره نه لرم."

د تحریک انصاف ګوند دغه تورونه داسې مهال د پاکستان پر پوځ لګولي، چې تېره اونۍ عمران خان د خپل ګوند درې مشران د خیبر پښتونخوا ایالت سر وزیر علي امین ګنډاپور او د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې د اپوزیسیون د مشر عمر ایوب په کډون د پوځ سره د خبرو لپاره غوره کړل.

تحریک انصاف ګوند وايي، له دریو ګوندونو مسلم لیګ نواز، عوامي نېشنل ګوند او متحده قومي موومنټ پرته له هر چا سره خبرو ته چمتو دي او په لویو مسایلو کې له پوځ سره خبرو ته چمتو دي، نه د شهباز شریف په مشرۍ له ایتلافي حکومت سره.

عمران خان چې د فساد او څو نورو قضیو په تور د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې دی، خپل ګوند ته له هغه ځایه امر کوي او د زندان په خونه کې دننه سیاست کوي.

مسکو: ناټو له روسیې سره ممکنه جګړې ته سخت تیاری نیسي

۱۵ غویی ۱۴۰۳ - ۴ می ۲۰۲۴، ۱۴:۰۵ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، له سړې جګړې را وروسته د ناټو تر ټولو ستر پوځي تمرینات ښيي، چې دغه اتحاد له روسیې سره احتمالي جګړې ته کلک تیاری نیسي. ماریا زاخارووا وویل، چې د ناټو چارواکي هم په دې اړه په ښکاره خبرې کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن د زاخارووا له قوله ليکلي: «موږ باید دا ومنو چې ناټو له موږ سره د احتمالي شخړې لپاره جدي تیاری نیسي.»

ناټو په ۱۴۰۲ کال د سلواغې په مياشت کې په اروپا او شمالي اتلانتیک کې له سړې جګړې را وروسته خپل تر ټولو لوی تمرين پيل کړ.

د شمالي اتلانتیک تړون سازمان په یوه بیان کې ویلي چې د « ۲۰۲۴کلک مدافع» په نوم پوځي تمرینات د سړې جګړې له پای ته رسیدو راهیسې د ناټو ترټولولوی نظامي تمرین دی.

په دې تمرین کې د ناټو د غړو هېوادونو څه باندې ۹۰ زره پوځي ځواکونه برخه اخلي او د ماریا زاخارووا په وینا دا تمرینونه د روسیې پولو ته څېرمه ترسره کېږي.