• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان په اسلام اباد کې د ښځینه زده کونکو او ښوونکو لپاره وړیا ټرانسپورټي سیستم جوړي

۱۷ غویی ۱۴۰۳ - ۶ می ۲۰۲۴، ۲۲:۴۰ GMT+۱

د پاکستان حکومت د نجونو د تعلیم د ودې لپاره یو لړ نوښتونه پیل کړي او په وروستي اقدام کې به ۲۰ بسونه په پلازمینه اسلام اباد کې ښځینه زده کوونکو او ښوونکو ته وړیا ترانسپورټي خدمتونه برابروي.

د پاکستان د معارف وزارت د سیمه ییزو ادارو سره په ګډه دغه ۲۰ بسونه برابر کړي، چې په پلازمینې اسلام اباد کې دغه ټرانسپورټي خدمتونه وړاندې کوي.

د ګلابي رنګ لرونکي دغه بسونه به په ځانګړې توګه ښځینه زده کونکو او ښوونکو ته وړیا ټرانسپورټي خدمات وړاندې کړي، چې د ښار په کلیوالو او ښاري سیمو کې ژوند کوي.

د پاکستان حکومت دا پرېکړه ځکه کړې ده، چې شته ټرانسپورټي اسانتیاوې په ځانګړې توګه د زده ښځو له پاره کافي نه دي.

په اسلام اباد کې د ټولو ۳۸۵ بسونو له ډلې شاوخوا ۳۰ سلنه د بېلابېلو دلایلو له امله له کاره وتلي دي.

د پاکستان د ټرانسپورټ وزارت په پام کې لري چې دغه بسونه د راتلونکې جون میاشتې تر نیمايي پورې بېرته ورغوي او د ښاري ټرانسپورټ برخه یې کړي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

جعفر مندوخېل د بلوچستان د نوي والي په توګه وټاکل شو

۱۷ غویی ۱۴۰۳ - ۶ می ۲۰۲۴، ۱۵:۴۴ GMT+۱

پاکستاني رسنۍ جيو نيوز په خپل خبر کې ويلي، چې جعفر مندوخېل د والي په دفتر کې د بلوچستان د نوي والي په توګه لوړه وکړه. نوموړی د پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند غړی د سويل لوېديځي صوبې بلوچستان ۲۴م والي شو.

پاکستاني رسنۍ جيو نيوز د دوشنبې په ورځ په يوه خبر کې ويلي، چې د بلوچستان د نوي والي جعفر مندوخېل د لوړې په مراسمو کې د سترې محکمې قاضيانو، سياسيون او دولتي چارواکو برخه اخيستې وه.

د لوړې له مراسمو وروسته د بلوچستان نوي والي مندوخېل په خپل دفتر کې ژمنه وکړه، چې د فدراسيون او ولایت ترمنځ به د پله رول لوبوي.

هغه زياته کړه: « د سيمې د ستونزو او مشکلاتو اړوند به له فدرالي حکومت سره خبرې کوي، په سيمه کې د حکومتدارۍ په برخه کې د ښه کارونو لپاره ځای شته.»

مندوخېل د ګوادر بندر د اغزن تار په اړه وويل، چې د داسې کوم پرمختګ په اړه معلومات نه لري.

نوموړي زياته کړه: « په ګوادر کې د اغزن تار په اړه هېڅ معلومات نه شته، که دا د امنيتي موخو لپاره نصب شي نو ښه خبره ده.»

جعفر خان مندوخېل په ۱۹۵۶ کال په کوېټه کې زېږېدلی او د بلوچستان پوهنتون کې يې تر ماسټری زده کړې کړي دي.

نوموړی په ۱۹۷۴ کې سياست ته داخل شوی او پر بېلابيلو ګوندي او حکومتي څوکيو یې دندې ترسره کړي دي.

چمن پرلتوال: پر پرلت تر برید وروسته مو لویې لارې او د پاسپورټ دفتر وتړل

۱۷ غویی ۱۴۰۳ - ۶ می ۲۰۲۴، ۱۰:۳۳ GMT+۱

د سوېلي پښتونخوا چمن پرلت د مشرانو کمېټې غړی قاري امداد الله وايي، د خپلو اعتراضونو په لړ کې یې تازه په چمن ښار کې د پاسپورټ دفتر دروازه تړلې او د دغه دفتر مخې ته یې دا ځل پرلت وهلی. پرلت کوونکو ګواښ کړی چې په نږدې ورځو کې به نورې حکومتي ادارې هم وتړي.

قاري امداد الله افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: «پاکستاني ځواکونو په ډیرې سپین سترګۍ پر پرلت برید وکړ، زموږ ملګري یې شهیدان او ټپیان کړل او اوس هم ځینې کسان چې ټپیان دي، پاکستاني ځواکونو له ځان سره وړي. موږ نن د پاسپورټ دفتر دروازه وتړله او تردې به هم سخت ګامونه واخلو.»

همدارنګه پرلتوال وايي، سبا سه شنبه په چمن ښار کې د پاکستان د دولتي بانک څانګې هم تړي، پولیسو او دولتي کارکوونکو ته یې خبر ورکړی چې د پاکستان دولتي بانک ته دې له ورتګه ډډه وکړي.

د چمن پرلتوالو د خپلو اعتراضونو په دوام تردې وړاندې د چمن ـ کوټې لویه لاره هم تړلې وه او له تېرو دوو ورځو راهیسې پر دغه لاره هر ډول تګ راتګ بند دی.

پرلتوال وايي، د ښار خلکو د ستونزو کمولو لپاره یې نن سهار په چمن ښار کې کار بندیز پای ته رسولی.

دغه پرلت وال وايي، د خپل کار روزګار په موخه یې له تېرو اوو میاشتو راهیسې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون په سوله ییز ډول پرلت وهلی و، خو د دې پر ځای چې د پاکستان حکومت یې غږ واوري پر پرلتوالو یې برید وکړ.

د چمن پر پرلتوالو د پاکستاني ځواکونو د برید له امله د اوښتي مرګ ژوبلې په اړه ضد او نقیض راپورنه ورکړل شوي دي.

خو پرلت وایي د پاکستاني ځواکونو په ډزو د وژل شوي یوه کس جسد یې تېره ورځ خاورو ته سپارلی او نږدې شل کسان نور ټپیان دي.

تردې مهاله د پاکستان حکومت د چمن پر پرلتوالو د برېد او هغوی ته د اوښتي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

مولانا فضل الرحمان پاکستاني پوځ ته: ۳۰ زره پاکستانیان په افغانستان کې جګړې ته څنګه تللي وو

۱۷ غویی ۱۴۰۳ - ۶ می ۲۰۲۴، ۰۷:۲۹ GMT+۱

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن په تازه بیان کې د پاکستان پوځ ته په اشارې ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا خلاف جګړې ته ۳۰ زره پاکستاني وسلوال څنګه او په کومه لاره تللي وو. مولانا وايي، هغه ۳۰ زره ځوانان افغانستان ته د طالبانو د ملاتړ لپاره تللي وو.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن یوې لویې ولسي غونډې ته چې ښکاري په لسګونو زرو خلکو په کې ګډون کړی، ویلي چې تر ۳۰ زرو پورې وسلوال پاکستانیان په کومه لاره او څنګه کولای شي افغانستان ته د طالبانو د ملاتړ په موخه د جګړې لپاره ولاړ شي؟.

ویل کیږي دغه غونډه د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند له لوري په کراچۍ کې ترسره شوې.

مولانا فضل الرحمان د هغو پاکستاني وسلوالو خبره کوي چې د تېر جمهوري حکومت پر مهال د طالبانو د ملاتړ لپاره په افغانستان کې د افغان حکومت او نړېوالو ځواکونو په وړاندې جنګېدل.

هغه وايي، «جنرال باجوه راته ویل، چې پر ډیورنډ کرښه یې په میلیارډونو روپیو اغزن تار لګولی او هېڅوک پرې تګ راتګ نه شي کولای.»

‏مولانا فضل الرحمن د پاکستان د پوځ مشران د پوښتنې په ډول ننګولي دي او وايي، « هغه له ۲۰ تر ۳۰ زرو پاکستاني وسله وال ځوانان، چې افغانستان کې یې د امریکایانو په خلاف جګړه کې د اسلامي امارت په ملاتړ برخه لرله، هغوی څنګه او کله تلل؟ او بیا چې طالبان هلته افغانستان کې واکمن شول، دغه ځوانان څنګه په کومه لاره او له بشپړ ځواک سره بېرته پاکستان ته راستانه شول؟»

هغه په ټینګار سره د پاکستان له پوځ پوښتلي چې، «تاسو خو د پولې په اوږدو کې ولاړ وئ، نو څنګه په دومره لوی شمېر وسلوال تګ راتګ کوي؟»

‏د نوموړي په وینا، که څه هم پاکستان ځواکمن پوځ او ډېر وسایل لري خو باور پرې نه شي کېدلی.

د مولانا فضل الرحمان دغو څرګندونو ته د پاکستان د پوځ او حکومت مشرانو او طالبانو لا غبرګون نه دی ښودلی. خو تر دې وړاندې بیا د پاکستان حکومت مشرانو په کابل کې په طالبانو تور پورې کړی چې د ټي ټي پي وسله وال له افغانستان څخه راځي او په پاکستان کې بریدونه کوي.

طالبانو د پاکستان داسې څرګندونې رد کړې او له ټي ټي پي سره د دوی مخالفت یې د دغه هیواد کورنۍ موضوع بللې.

د پاکستان د ترهګرۍ ضد اداره: په راولپنډۍ کې د ټي ټي پي دوه مهم غړي ووژل شول

۱۶ غویی ۱۴۰۳ - ۵ می ۲۰۲۴، ۱۶:۰۲ GMT+۱

د پاکستان د ترهگرۍ ضد اداره وايي؛ په راولپنډۍ ښار کې يې په عملياتو کې د پاکستاني طالبانو دوه "مهم" غړي وژلي دي. دغه ادارې زياته کړه، چې دغو پاکستاني طالبانو په ښار کې په تروريستي بريدونو کې لاس درلود.

د راولپنډۍ د ترهګرۍ ضد ادارې د یکشنبې په ورځ (د غويي ۱۶مه) په یوه خبرپاڼه کې د تحریک طالبان پاکستان د دغو "کليدي غړو" نومونه احسان الله او نصیب الله اعلان کړل.

دغه رياست زياته کړه، چې دغو دوو پاکستاني طالبانو تېره اونۍ په راولپنډۍ ښار کې د پوليسو پر يوه مامور په بريد کې لاس درلود.

تېره اونۍ په راولپنډۍ کې د پاکستاني طالبانو په ډزو کې د پاکستان ځانګړو ځواکونو یو چارواکی ووژل شو او د ځانګړو ځواکونو یو بل غړی ټپي شو.

پرلتوالو د پاکستاني ځواکونو له ډزو وروسته د چمن ښار او کوټې ـ چمن لاره تړلې ده

۱۶ غویی ۱۴۰۳ - ۵ می ۲۰۲۴، ۰۹:۱۳ GMT+۱

تېره ورځ د پاکستاني ځواکونو له لوري د چمن په پرلتوالو ډزې وشوې چې له امله یې یو کس ووژل شو او نږدې شل کسان ټپیان شول. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته پرون ویلي و، چې شپږ کسان وژل شوي او تر ۲۰ زیات ټپیان دي خو وروسته معلومه شوه چې په ډزو یو کس وژل شوی و.

د چمن ځايي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د محمد ایوب په نوم هغه اعتراض کوونکی چې تېره ورځ د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې وژل شوی و، نن خاورو ته وسپارل شو.

خو د چمن پرلتوال وايي، د چمن ځايي حکومتي چارواکو پر هغه ځواکونو د قضيې د ثبتېدو څخه انکار کړی چې په ډزو کې یې یو تن وژل شوی او نږدې شل کسان نور ټپیان شوي دي.

د چمن پرلتوالو د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې د وژل شوي کس جنازه تېره شپه د اعتراض په ډول د پاکستاني ځواکونو د یوه مرکز مخې ته ایښې وه.

د چمن پرلت ویاند محمد صادق اڅکزی وايي، د پاکستاني ځواکونو له لوري پر پرلت له برید وروسته یې اوس په چمن ښار کې کاربندیز او د چمن ـ کوټې لویه لاره تړلې ده.

په چمن کې د تېر اکتوبر له ۲۱ له افغانستان سره د تګ را تګ لپاره د پاسپورټ د جبري کېدو خلاف دا پرلت پیل شوی دی.

تردې مهاله د پاکستان حکومت او پرلتوال دواړه لوري له خپلې پرېکړي او غوښتونو نه دي په شا شوي او د سپین ـ بولدک چمن لاره له پاسپورټ او ویزې پرته د تګ راتګ لپاره بنده ده.