• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

چمن پرلتوال: پر پرلت تر برید وروسته مو لویې لارې او د پاسپورټ دفتر وتړل

۱۷ غویی ۱۴۰۳ - ۶ می ۲۰۲۴، ۱۰:۳۳ GMT+۱

د سوېلي پښتونخوا چمن پرلت د مشرانو کمېټې غړی قاري امداد الله وايي، د خپلو اعتراضونو په لړ کې یې تازه په چمن ښار کې د پاسپورټ دفتر دروازه تړلې او د دغه دفتر مخې ته یې دا ځل پرلت وهلی. پرلت کوونکو ګواښ کړی چې په نږدې ورځو کې به نورې حکومتي ادارې هم وتړي.

قاري امداد الله افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: «پاکستاني ځواکونو په ډیرې سپین سترګۍ پر پرلت برید وکړ، زموږ ملګري یې شهیدان او ټپیان کړل او اوس هم ځینې کسان چې ټپیان دي، پاکستاني ځواکونو له ځان سره وړي. موږ نن د پاسپورټ دفتر دروازه وتړله او تردې به هم سخت ګامونه واخلو.»

همدارنګه پرلتوال وايي، سبا سه شنبه په چمن ښار کې د پاکستان د دولتي بانک څانګې هم تړي، پولیسو او دولتي کارکوونکو ته یې خبر ورکړی چې د پاکستان دولتي بانک ته دې له ورتګه ډډه وکړي.

د چمن پرلتوالو د خپلو اعتراضونو په دوام تردې وړاندې د چمن ـ کوټې لویه لاره هم تړلې وه او له تېرو دوو ورځو راهیسې پر دغه لاره هر ډول تګ راتګ بند دی.

پرلتوال وايي، د ښار خلکو د ستونزو کمولو لپاره یې نن سهار په چمن ښار کې کار بندیز پای ته رسولی.

دغه پرلت وال وايي، د خپل کار روزګار په موخه یې له تېرو اوو میاشتو راهیسې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون په سوله ییز ډول پرلت وهلی و، خو د دې پر ځای چې د پاکستان حکومت یې غږ واوري پر پرلتوالو یې برید وکړ.

د چمن پر پرلتوالو د پاکستاني ځواکونو د برید له امله د اوښتي مرګ ژوبلې په اړه ضد او نقیض راپورنه ورکړل شوي دي.

خو پرلت وایي د پاکستاني ځواکونو په ډزو د وژل شوي یوه کس جسد یې تېره ورځ خاورو ته سپارلی او نږدې شل کسان نور ټپیان دي.

تردې مهاله د پاکستان حکومت د چمن پر پرلتوالو د برېد او هغوی ته د اوښتي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د ایران د رېل پټلۍ ادارې ویلي، چې د افغانستان ترانزیټي ګاډی د تهران له لارې تېر شوی

۱۷ غویی ۱۴۰۳ - ۶ می ۲۰۲۴، ۰۹:۲۵ GMT+۱

د ایران د ریل پټلۍ ادارې ویلي، چې د اړینو جوازونو په نه لرلو سربېره یې ترکیې ته د افغانستان د صادراتي کارګو لس واګونونه د تهران له سټیشن څخه تېر شول. د ایران د رېل پټلۍ له افغانستان څخه ترکیې ته د سوداګریزو توکو د دویم ګاډي د لېږدولو لپاره د چمتووالي خبر ورکړی.

تسنیم خبري اژانس د یکشنبې په ورځ د (غوايي ۱۶مه) د ایران د رېل پټلۍ د ادارې په حواله راپور ورکړی چې د افغانستان ترانزیټي ګاډی له جواز پرته د رازي بندر په لور روان شوی.

دا رېل ګاډی چې له افغانستان څخه د تالک ډبرې لیږدوي په تېرو دوو اونیو کې د شمتګ پر پوله ودرول شو.

د ایران د رېل پټلۍ ادارې د لایسنس نه لرلو سره سره د دغه ګاډي د تېرېدو اجازه «ښه نیت او ملي ګټو ته پام» بللی دی.

د دغه راپور له مخې د تالک بار وړونکی ګاډی اوس د ایران په شمال لویدیځ کې د رازي پولې ته پر لاره دی.

د ایران د رېل پټلۍ د ادارې مشر ټینګار وکړ چې له افغانستان سره د رېل د دایمي تجارتي تبادلې د کرښې جوړول د ایران پر پولو، ګمرکونو او د ریل ګاډو اړوندو جوازونو د ترلاسه کولو په ګډون اصلاحاتو ته اړتیا لري.

مولانا فضل الرحمان پاکستاني پوځ ته: ۳۰ زره پاکستانیان په افغانستان کې جګړې ته څنګه تللي وو

۱۷ غویی ۱۴۰۳ - ۶ می ۲۰۲۴، ۰۷:۲۹ GMT+۱

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن په تازه بیان کې د پاکستان پوځ ته په اشارې ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا خلاف جګړې ته ۳۰ زره پاکستاني وسلوال څنګه او په کومه لاره تللي وو. مولانا وايي، هغه ۳۰ زره ځوانان افغانستان ته د طالبانو د ملاتړ لپاره تللي وو.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن یوې لویې ولسي غونډې ته چې ښکاري په لسګونو زرو خلکو په کې ګډون کړی، ویلي چې تر ۳۰ زرو پورې وسلوال پاکستانیان په کومه لاره او څنګه کولای شي افغانستان ته د طالبانو د ملاتړ په موخه د جګړې لپاره ولاړ شي؟.

ویل کیږي دغه غونډه د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند له لوري په کراچۍ کې ترسره شوې.

مولانا فضل الرحمان د هغو پاکستاني وسلوالو خبره کوي چې د تېر جمهوري حکومت پر مهال د طالبانو د ملاتړ لپاره په افغانستان کې د افغان حکومت او نړېوالو ځواکونو په وړاندې جنګېدل.

هغه وايي، «جنرال باجوه راته ویل، چې پر ډیورنډ کرښه یې په میلیارډونو روپیو اغزن تار لګولی او هېڅوک پرې تګ راتګ نه شي کولای.»

‏مولانا فضل الرحمن د پاکستان د پوځ مشران د پوښتنې په ډول ننګولي دي او وايي، « هغه له ۲۰ تر ۳۰ زرو پاکستاني وسله وال ځوانان، چې افغانستان کې یې د امریکایانو په خلاف جګړه کې د اسلامي امارت په ملاتړ برخه لرله، هغوی څنګه او کله تلل؟ او بیا چې طالبان هلته افغانستان کې واکمن شول، دغه ځوانان څنګه په کومه لاره او له بشپړ ځواک سره بېرته پاکستان ته راستانه شول؟»

هغه په ټینګار سره د پاکستان له پوځ پوښتلي چې، «تاسو خو د پولې په اوږدو کې ولاړ وئ، نو څنګه په دومره لوی شمېر وسلوال تګ راتګ کوي؟»

‏د نوموړي په وینا، که څه هم پاکستان ځواکمن پوځ او ډېر وسایل لري خو باور پرې نه شي کېدلی.

د مولانا فضل الرحمان دغو څرګندونو ته د پاکستان د پوځ او حکومت مشرانو او طالبانو لا غبرګون نه دی ښودلی. خو تر دې وړاندې بیا د پاکستان حکومت مشرانو په کابل کې په طالبانو تور پورې کړی چې د ټي ټي پي وسله وال له افغانستان څخه راځي او په پاکستان کې بریدونه کوي.

طالبانو د پاکستان داسې څرګندونې رد کړې او له ټي ټي پي سره د دوی مخالفت یې د دغه هیواد کورنۍ موضوع بللې.

د اسلامي همکاریو سازمان له طالبانو غوښتي چې د افغانانو ټولو حقونو ته درناوی وکړي

۱۷ غویی ۱۴۰۳ - ۶ می ۲۰۲۴، ۰۴:۲۹ GMT+۱

د اسلامي همکاریو سازمان د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره د افغان ښځو او نجونو د حقونو په ځانګړي ډول د زده کړې او کار له حق څخه په ملاتړ ټینګار وکړ. د دغه سازمان په ۱۵مه غونډه کې، چې د طالبانو پلاوي هم په کې برخه لرله، په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار وشو.

د اسلامي همکاریو سازمان غونډه د شنبې په ورځ د (غوايي ۱۵مه) د ګامبیا په پلازمېنه بنجول ښار کې د غړو هېوادونو د مشرانو او بهرنیو چارو وزیرانو په شتون کې جوړه شوه او د یکشنبې په ورځ پای ته ورسېده.

د دغه پرېکړه ليک په يوه برخه کې له يوه «سوله ييز، باثباته او ټولګډونه» افغانستان څخه د ملاتړ يادونه شوې او د بشري، امنيتي، بشري حقونو، قومي لانجو، ترهګرۍ او نشه يي توکو په ګډون د افغانانو د ننګونو پر حل کولو ټينګار شوى دى.

په دغه پرېکړه ليک کې د اسلامي همکاريو سازمان غړو هېوادونو د «بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو د کار او زده‌کړې حقونو» ته د بشپړ درناوي يادونه شوې او د دغو مسايلو په اړه يې له طالبانو سره د لا زياتو اړيکو غوښتنه کړې ده.

تر دې وړاندې هم دغه سازمان د ښځو د زده‌کړو پر حق ټینګار کړی و، خو طالبانو د دغه سازمان او نورو سترو اسلامي هېوادونو غوښتنه رد کړې وه.

د دغه سازمان سرمنشي د افغان ښځو د حقونو پر ورکړې د اسلامي همکاریو سازمان له ټینګار سره سره وویل چې له طالبانو سره به د بشري مرستو په چوکاټ کې خپلو خبرو ته دوام ورکړي.

کینیا کې د سېلابونو له امله د وژل شویو شمېر ۲۲۸ کسانو ته ورسېد

۱۶ غویی ۱۴۰۳ - ۵ می ۲۰۲۴، ۱۷:۳۲ GMT+۱

د کینیا د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ ویلي، چې په دغه هېواد کې د سختو بارانونو له امله د راوتلو سېلابونو او ځمکې ښوېیدنې په پایله کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۲۸ تنو ته رسېدلی دی.

تمه کیږي، چې په دغه هېواد کې طوفاني بارانونه چې په وروستیو اونیو کې د پراخو سېلابونو او ځمکې ښوېیدنې لامل شوي د می په میاشت کې د لا پسې ډېر شي.

د کینیا د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په ټیټو سیمو، سیندونو سره نږدې سیمو او ښاري سیمو کې د لا ډېرو سېلابونو تمه کیږي او ښايي د ځمکې ښوېیدنې په غرنیزو سیمو او درو کې پېښې شي.

سېلابونو د ختیځ افریقا تر ټولو لوی اقتصاد لرونکي دغه هېواد کې کورونه، سړکونه، پلونه او نور زېربناوې ویجاړې کړې دي.

د دغه وزارت په وینا؛ لږ تر لږه ۱۶۴ کسان په سېلابونو او ځمکې ښوېیدنې له کبله ټپیان شوي او ۲۱۲ زره ۶۳۰ کسان بې ځایه شوي دي.

د پاکستان د ترهګرۍ ضد اداره: په راولپنډۍ کې د ټي ټي پي دوه مهم غړي ووژل شول

۱۶ غویی ۱۴۰۳ - ۵ می ۲۰۲۴، ۱۶:۰۲ GMT+۱

د پاکستان د ترهگرۍ ضد اداره وايي؛ په راولپنډۍ ښار کې يې په عملياتو کې د پاکستاني طالبانو دوه "مهم" غړي وژلي دي. دغه ادارې زياته کړه، چې دغو پاکستاني طالبانو په ښار کې په تروريستي بريدونو کې لاس درلود.

د راولپنډۍ د ترهګرۍ ضد ادارې د یکشنبې په ورځ (د غويي ۱۶مه) په یوه خبرپاڼه کې د تحریک طالبان پاکستان د دغو "کليدي غړو" نومونه احسان الله او نصیب الله اعلان کړل.

دغه رياست زياته کړه، چې دغو دوو پاکستاني طالبانو تېره اونۍ په راولپنډۍ ښار کې د پوليسو پر يوه مامور په بريد کې لاس درلود.

تېره اونۍ په راولپنډۍ کې د پاکستاني طالبانو په ډزو کې د پاکستان ځانګړو ځواکونو یو چارواکی ووژل شو او د ځانګړو ځواکونو یو بل غړی ټپي شو.