• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اطلاعاتو محدود لاسرسی؛ملا خیرخواه وايي ویاندان باید پر وخت له رسنیو سره اطلاعات شریک کړي

۱۹ غویی ۱۴۰۳ - ۸ می ۲۰۲۴، ۲۰:۵۰ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر د دې ډلې د حکومتي اداروله ویاندویانو غوښتي چې له رسنیو سره پر خپل وخت اطلاعات شریک کړي. د رسنیو ملاتړې ادارې وايي؛ پر رسنیو او معلوماتو ته پر لاسرسي د طالبانو محدودیتونو اطلاعاتو ته د خلکو لاسرسی سخت کړی دی.

خو ملا خیرالله خیرخواه نن د دې ډلې د ویاندانو ترمنځ د همغږۍ په سیمینار کې ویلي:«پر وخت د اطلاعاتو شریکول د شایعاتو په مخنیوي کې مهم دي.»

د نوموړي په خبره، «د امارتي ادارو ویاندویان دنده لري، چې په خپل وخت له رسنیو او خلکو سره د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه اطلاعات شریک کړي.»

د طالبانو په واک کې ملي رادیو تلوېزون وايي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال مولوي عتیق‌الله عزیزي هم پخپل وخت د اطلاعاتو شریکول «د هېوادوالو اړتیا ګڼلې او د ناسمو اطلاعاتو له خپرېدو څخه په مخنیوي کې یې مهم بللي دي.»

طالب چارواکي په نږدې هرو درې میاشتو کې د خپلو ادارو ویاندانو ته په ورته سیمینارونو کې دا ډول څرګندونې کوي؛ خو په عمل کې له رسنیو سره د اطلاعاتو په شریکولو کې د دې ډلې په چلن کې بدلون نه دی راغلی.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د طالبانو په واکمنېدو پسې نه یوازې دې ډول ګام پر ګام پر رسنیو او د بیان پر ازادۍ محدویت زیات کړی، چې ور سره اطلاعاتو ته لاسرسی هم سخت شو دی.

طالبانو د ځینې هغو نړۍوالو رسنیو پر خپرونو او یا هم وېبپاڼو فلټر کولو ته مخه کړې ده، چې خلک یې د اطلاعاتو په برخه کې مهمې بولي.

ډېر لیدل شوي

د زمري ۱۵مه؛ د افغانستان د سقوط د پیل پنځه کاله او دوامدارې ننګونې
۱

د زمري ۱۵مه؛ د افغانستان د سقوط د پیل پنځه کاله او دوامدارې ننګونې

۲

طالبان: په افغانستان کې د «ال‌نینو» پدیدې نښې نښانې څرګندې شوې دي

۳

چینایي رسنۍ: طالبان له سترو قدرتونو سره اړیکې د سیاسي امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره کاروي

۴
ځانګړی

طالبانو کروندګرو ته تر ځانګړو شرایطو لاندې د کوکنارو د کر پټه اجازه ورکړې ده

۵

د جرمني د پارلمان غړې: اندېښنه لرم چې د افغان کډوالو ایستل به نور هم زیات شي