ایرانی چارواکی: ایرانیان دې په افغانستان کې د کانيزو سرچینو د کارولو وړتیا رامنځته کړي

AP ۱۴۰۳ غویی ۲۰

د خراسان رضوي یو لوړپوړي چارواکي له ایراني پانګه‌والو غوښتي، افغانستان ته د پوهې او ټکنالوژۍ په صادرولو سره په دغه هېواد کې دې له کاني وړتیاوو د کارونې زمینه برابره کړي.

هغه له دغه فرصته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې د دوام لپاره یوه ښه تګلاره یاده کړه.

د خراسان رضوي د اقتصادي چارو د همغږۍ مرستیال اېرنا خبري اژانس سره له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو او د دغه هېواد سره د سوداګریزو چارو پر اسانتیا او پراختیا خبرې وکړې.
حسن نوري‌زاده د چهارشنبې په ورځ په دغو خبرو کې د ایران او افغانستان د پولو د چارواکو ترمنځ د همغږۍ د لومړۍ ناستې د خبرو د پایلې په اړه اېرنا خبري اژانس ته وویل:« له افغانستان سره د سوداګرۍ د پراختیايي بنسټونو په برخه کې یو له اړینو پروژو څخه د شمال-سوېل دهلیز او د چابهار او سیستان د ازادو سیمو د سوېلي خراسان او رضوي خراسان ولایتونه له ازادو سیمو او په ټوله کې له سرخس سره نښلول دي چې له افغانستان سره د ایران د سوداګرۍ په تګلاره کې ځانګړی اهمیت لري.
ښاغلي نوري‌زاده زیاته کړې، چې د هرات_خواف رېل پټلۍ چې عملیاتي چارې یې روانې دي له افغانستان سره د پولې د تعاملاتو ترټولو اړینه تکلاره بلل کېږي.
تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي چې په دغې ناسته کې ګډون لاره ویلي و، چې له افغانستان سره پر پوله د اسانتیاوو رامنځته کول کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لامل شي.

نور خبرونه

رادیو