داعش په بامیان کې پر بهرنیو سیلانیانو د خونړي برید پړه پر غاړه واخیسته

داعش د یوې اعلامیې په خپرولو سره په بامیان کې پر بهرنیو سیلانیانو د وسله وال برید مسوولیت منلی دی.

داعش د یوې اعلامیې په خپرولو سره په بامیان کې پر بهرنیو سیلانیانو د وسله وال برید مسوولیت منلی دی.
په دې ډزو کې چې د ثور په ۲۸مه د جمعې په ورځ وشوې، درې اسپانوی سیلانیان او درې افغانان ووژل شول.
سربېره پر دې، یو هسپانوي او یو لیتوانیایي ټپیان شول.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د څلورو بهرنیو سېلانیانو په ګډون د ټپیانو شمېر اعلان کړ.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، په بامیان کې یې د دغه وسله وال برید په تړاو اووه کسان نیولي دي.
په بامیان کې وسله وال برید له پراخو نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شو او ځینو هېوادونو خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړ، چې د امنیتي اندېښنو او د ترهګریزو بریدونو د احتمال له امله افغانستان ته سفر نه کوي.


د لغمان لپاره د طالبانو امنیه قومانداني وايي، چې د کابل - جلال اباد پر لویې لارې د ترافیکي پېښې له امله پنځه تنه مړه شوي او یو زخمي دی.
د طالبانو امنیه قوماندانۍ نن یکشنبه په یوې خبرپاڼې کې لیکلي ، چې نن ماښام ۷:۳۰ د کابل - جلال اباد پر لویه لار د لغمان ولایت اووم نمبر شهرا اړوند خیروخیلو سیمه کي یو ټیلر او ویکسار موټر ټکر کړی دی.
اعلامیه زیاتوي، چې ټپي شوی شخص روغتون ته انتقال شوی دی.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک په يوې اعلامیه کې ويلي، چې د دې بانک مشر د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې سره په ليدنه کې له نړۍوالو غوښتي، چې د افغانستان په بانکي سکتور دې لګول شوي بنديزونه لرې کړي.
د طالبانو تر واک لاندې افغانستان بانک د یکشنبې په ورځ په يوې اعلاميه کې د دې بانک د مشر هدایت الله بدري او د ملکرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې روزماري دیکارلو د لېدنې خبر ورکړی.
په اعلاميه کې راغلي، چې د بانک طالب مشر هدایت الله بدري په لېدنه کې د افغانستان پر بانکي سکتور د لګول شويو بنديزونو لرې کېدو ته په اشارې ويلي: « د دغو بندیزونو لرې کېدل د ټولو افغانانو بشري حق او غوښتنه ده»
بدري زياتوي، چې د بنديزونو له امله د افغانستان بانک د قوانينو او پاليسو خلاف ټولې راکړې ورکړې د غیر رسمي چینلونو له لارې تر سره کيږي.
نوموړي له نړۍوالو غوښتي: « نړۍوال دې د افغانستان په بانکي سکتور د لګول شویو بندیزونو په لرې کولو، د افغانستان په اقتصادي وده او د بشري حقونو په ورکړه کې مثبت رول ولوبوي.»
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيالې ويلي، چې په «افغانستان کې د مالي شموليت پراختيا، د کوچنيو پورونو د ورکړې او د اسلامي تمويلاتو په برخه کې» ګډ کار ته اړتيا ده.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د افغانستان شاخوا ۹ میلیارده ډالره شتمني په امریکا او نورو هېوادونو کې کنګل شوې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر متقي په ګډون یو شمېر طالب چارواکو په کراتو له نړۍوالو غوښتي چې دغه محدودیتونه لرې کړي.

ایسنا خبري اژانس د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزي په حواله ویلي، چې دغه ډله له ایران سره د سوداګریزو راکړو ورکړو د کچې د لوړولو په لټه کې ده. ایسنا لیکلي، چې ښاغلي عزیزي ویلي چې طالبان غواړي له ایران سره سوداګري ۱۰ میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.
ښاغلي عزيزي د چابهار بندر منځنۍ اسيا ته د ايران او افغانستان تر منځ تر ټولو نږدي لار په توګه ياده کړه او له دې لارې يې د مالونو د دايمي لېږد رالېږد د زمينې د برابرولو غوښتنه وکړه.
په هغه راپور کې چې د شنبې په ورځ (د غويي په ۲۹مه) د ایسنا خبري اژانس له خوا خپور شوی، راغلي چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر په روسیه کې د ایران له سفیر سره په لیدنه کې ویلي: "موږ د دوه اړخیزې سوداګرۍ د کچې د ۱۰ میلیارده ډالرو څخه ډېرې تبادلې د لوړولو په لټه کې یو."
د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزیر وايي، د سوداګریزو راکړو ورکړو د سرعت د زیاتولو په موخه دغه ډله غواړي د ګمرکونو کاري ساعتونه د ورځې ۲۴ ساعته کړي.
ښاغلي عزیزي کازان ته د خپل سفر او د روسیې-اسلامي نړۍوال اقتصادي فورم په څنډه کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر سره وکتل.
د "روسیې-اسلامي نړۍ" پنځلسم نړۍوال اقتصادي فورم د سې شنبې په ورځ د غويي په ۲۳مه پیل شو او د یکشنبې په ورځ د غويي ۳۰مه یې وروستۍ ورځ ده.

د ننګرهار، کونړ او لغمان یو شمېر بزګر وايي، چې سږکال یې د غنمو او سبزیجاتو فصلونه د بارانونو له امله خراب شوي دي؛ خو طالبان بیا هم کلي په کلي ګرځي او له دوی څخه په زور عشر غواړي.
د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ یو بزګر چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د غنمو لو یې روان دی؛ خو طالبان پټي په پټي ګرځي او بزګرو ته عشر د ټولونې خبر ورکړي.
نوموړي زیاته کړه: "ما لا غنم نه دي تهریشر کړي؛ خو د طالبانو د خپل عشر بوجۍ راولېږلې، یو خو بارانونو زموږ ټول غنم خراب کړي او ورپسې دوی عشر غواړي موږ ته به څه پاتې شي."
د دغه بزګر په خبره؛ طالبانو ورته ویلي، کوم بزګر که عشر نه ورکوي؛ نو ولسوالۍ ته به یې بیايي.
هغه زیاته کړه: "دا یوازې موږ نه یو، کوټ، بټي کوټ، شینواري، لعلپوره او دې نېږدې څومره ولسوالیو څخه چې خبر یم دوی ظالمان له دهقانانو عشر ټولوي".
همدا راز د لغمان د قرغیو ولسوالۍ یو بل بزګر چې د امنيتي ستونزو له امله رسول جان خپل مستعار نوم ښيي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د غنمو سربېره د سبزیجاتو عشر ترې غوښتل شوی دی.
هغه زیاته کړه: "یو افت خو باران و، چې زموږ ټوله خواري یې راخرابه کړې ده، دویم افت طالبان دي، چې په زوره عشر غواړي".
نوموړی وايي، چې دی یې دوه ځله ولسوالۍ ته غوښتی او ورته یې ویلي، چې عشر دې پر خپل وخت ورکړي.
هغه زیاته کړه: "خبریال صیب! ما سره هېڅ نه شته که یې مړ کړم دا غږ مې بیا نشر کړه، زه عشر مشر نه لرم او نه یې ورکوم".

بل خوا د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ یو بزګر اسماعیل افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د دوی په سیمه کې یو شمېر بزګرو ته د طالبانو له خوا د عشر بوجۍ ورکړل شوي او ځینو ته لا خبر نه دی ورکړل شوی.
نوموړی وايي: "بس مجبور یو باید عشر ورکړو، ټول سل منه غنم وي په هغه کې چې ذکات، مصارف او د طالبانو عشر وباسې اخر کې موږ ته شل منه هم نه پاتې کیږي".
اسماعیل زیاتوي، چې تېر کال یې یو نېږدې خپلوان عشر نه و ورکړی، د طالبانو له خوا بندي شو او د عشر سربېره یې ترې لس زره کلدارې هم واخیستې.
دا مهال د افغانستان په ګرم سېرو ولایتونو کې د غنمو لو روان دی او په ځینو سیمو کې د سختو بارانونو له امله فصلونه خراب شوي دي.
د طالبانو په بیا واکمنېدو سره دغې ډلې د نورو درنو ټېکسونو تر څنګ عشر ټولول هم پیل کړل او بزګران یې مکلف کړل، چې د خپلې سیمې حاکمو طالبانو ته د فصلونو عشر ورکړي.

طالبان وايي، چې د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې روزمېري ډیکارلو سره په لیدنه کې د دوحې راتلونکې ناستې پر اجنډا او ترکیب خبرې کړې دي.
متفي ویلي، چې دوحه راتلونکې ناسته کې د مخدره موادو پرخلاف مبارزه، مالي او بانکي مسایل او اقلیمي بدلون اغېزو په اړه بحث ښه موارد کېدلی شي.
د طالبانو تر واک لاندې د بهرنیو چارو وزارت ویاند نن یکشنبه (د غويي ۳۰مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دغه ناسته کې د سرمنشي مرستیالې وویل، چې دوحه ۳ ناسته کې به د غړو هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو د استازو ترڅنګ دا ځل د نړۍوال بانک او اسیايي بانک استازي هم ګډون کوي.
په خبر پاڼه کې راغلي چې اغلې روزمېري ډیکارلو وویل، چې دوحه ۳ ناسته کې به د بحث محورونه پر مالي او بانکي موضوعاتو، مخدره موادو پر خلاف مبارزه او کروندګرو ته بدیل معیشیت او همدا راز د اقلیم بدلون او ترې افغانستان ته راټوکېدلو زیانونو په اړه خبرې اترې وشي.
خبرپاڼه زیاتوي؛ مرستیالې وویل، چې د دوحې په راتلونکې ناسته کې د افغانستان حکومت سره تعامل غواړي او ښايي واضح بحثونه او د دواړو لوریو پر غوښتنو او اندېښنو په اړه خبرې اترې ولري.
د طالبانو په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې اغلې ډیکارلو وویل، چې د دوحه درېیمه ناستې اساسي هدف افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې اړیکې عادي کول دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې متقي وویل اوس دغه ډله له یوناما سره په کابل کې ښې اړیکې لري او متقي ټينکار کړی چې په ملګرو ملتونو کې باید د افغانستان واقعي استازی د نظام استازیتوب وکړي او په دې اړه پراته خنډونه باید لرې شي.
متقي په دغه لیدنه کې د دوحې تېرې غونډې ته په اشارې سره وویل، چې د دوحې په دویمه ناسته کې هم معناداره ګډون غوښت او د نوموړي په وینا یوازې تشریفاتي ګډون ګټور ونه بلل شو.
په دغه لیدنه کې متفي ویلي؛ د دوحې په درېیمه ناسته کې د پورتنیو د بحث مواردو ترڅنګ ښايي د ترکیب په اړه یې هم هوکړې ته ورسېږي.
سیاسي چارو کارپوهان په دې باور دي، چې د دوحې ناستې څخه د طالبانو وېره دا ده، چې نړۍ په دغه ناسته کې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکلي، هغه څه چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده ورسره کلک مخالفت څرګند کړی دی.
د دوی په باور نړۍ غواړي په دوحه کې له طالبانو سره د افغانستان په اساسي موضوعاتو بحث وکړي، چې له هغې جملې څخه له شپږمه پورته د انجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونو پرانېستل، ښځو ته د کار اجازه او په افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت جوړل دي.