• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عمران خان د سعودي عربستان د اعتراض پر بنسټ شېر افضل مروت د ګوند له رهبرۍ شورا لرې کړ

۲۰ غویی ۱۴۰۳ - ۹ می ۲۰۲۴، ۱۵:۱۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۰ غویی ۱۴۰۳ - ۹ می ۲۰۲۴، ۱۶:۲۱ GMT+۱

د پاکستان تحريک انصاف جنرل سيکرټري عمر ايوب نن په یوې خبري غونډې کې ویلي، چې د ګوند زنداني بنسټګر عمران خان له رهبرۍ شورا او سیاسي کمېټې څخه د شېر افضل مروت د لرې کولو پرېکړه کړې ده.

شېر افضل مروت چې په خپل سیاسي ژوند کې ډېر ژر مشهور او په ټولنیزو رسنیو کې د خپلو ویناوو له مخې ډېر مینوال لري، دا مهال د پاکستان د پارلمان او پي ټي ای ګوند غړی دی.

عمر ایوب له عمران خان سره په اډیاله زندان کې له لیدنې وروسته له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې شېر افضل مروت د سعودي عربستان حکومت سره د تعلقاتو د خرابولو کوښښ کړی دی.

د عمر ایوب په خبره، شېر افضل مروت ته د عمران خان له خوا په بار - بار لارښوونې شوې؛ خو هغه په بار - بار د دوی د حزب اصول تر پښو لاندې کړي دي.
عمر ایوب زیاته کړه: "د پي ټي ای مشر همداراز ویلي، چې موږ د سعودي عربستان له ولیعهد سره ښې اړیکې لرو".

نوموړی زیاتوي، چې دوی به د خپل حزب د اصولو له مخې له مروت سره انظباطي چلند کوي او په اړه به یې عمران خان ته خپل راپور وړاندې کوي.

څه موده وړاندې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند او د پاکستان د پارلمان غړي شیر افضل مروت د سعودي عربستان حکومت د عمران خان د حکومت په نسکورولو کې په لاس لرلو تورن کړ.

په پاکستان کې د سعودي عربستان سفیر خپل رسمي اعتراض د دغه ګوند د نورو مشرانو په وسیله عمران خان ته لېږلی و.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د کتابونو بنجاره؛ د خدايي خدمتګارو د تحریک غړی او د پښتو ژبې مشهور شاعر اکمل لېونی مړ شو

۲۰ غویی ۱۴۰۳ - ۹ می ۲۰۲۴، ۱۴:۴۷ GMT+۱

عوامي نشنل ګوند په یوې خبرپاڼې کې د دغه ګوند د غړي او د پښتو ژبې د مشهور شاعر اکمل لیوني د مړینې خبر ورکړی. نوموړی د اوه اویا کلونو په عمر په خیبر پښتونخوا کې پرون مړ شوی دی.

عوامي نشنل ګوند اکمل لېونی د خدایي خدمتګار د تحریک یو باتجربه غړی یاد کړی او ويلي یې دي، چې په قامي بیدارۍ کې د نوموړي ونډه غښتلې وه.

د دغه ګوند صوبايي مشر ایمل ولي خان د نوموړي مړینه د دوی د ګوند او د فکر د لارویانو لپاره یوه ضایع بللې ده او ویلي یې دي، چې اکمل لیوني د خپل شعر پر بنسټ د پښتون قام د فکري روزنې دنده ترسره کړې ده.

اکمل لیونی چې د خیبر پښتونخوا د مردان اوسېدونکی و؛ د خپلو انقلابي او نشنالیستیکو شعرونو له امله په پښتونخوا او افغانستان کې مشهور دی، په دې وروستیو کې یې کتابونه پلورل.

نوموړی سیمه په سیمه ګرځېده او پر پښتنو یې د پښتو ژبې کتابونه خرڅول.

هغه په د پښتورګو له ناروغیو کړېده او له څه مودې راهیسې بیستري و، چې تېره ورځ له همدغې ناروغۍ مړ شو.

سرچینې: د طالبانو مرستیال دفاع وزیر او د پاکستاني طالبانو مشر نور ولي مسید سره ولیدل

۲۰ غویی ۱۴۰۳ - ۹ می ۲۰۲۴، ۱۱:۵۰ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د پاکستاني طالبانو مشر په کابل کې د طالبانو له مرستیال دفاع وزیر فاضل مظلوم سره وړمه ورځ ولیدل. دا لیدنه په داسې مهال ده چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې نن بیا له طالبانو وغوښتل، چې د ټي ټي پي په ګډون د مختلفو وسلوالو پرضد ګام پورته کړي.

د سرچینو په خبره، ملا فاضل او نور ولي مسید په دې لیدنه کې د ډیورنډ کرښې پر اداره او پر پاکستاني طالبانو غورځنګ د پاکستان پر فشار خبرې وکړې.

پاکستاني او افغان طالبانو د دې لیدنې په هکله څه نه دي ویلي.

د طالبانو په واکمنېدو او په پاکستان کې د وسلوالو بریدونو په زیاتېدو سره اسلام اباد افغان طالبان د پاکستان ضد وسلوالو په ساتلو تورنوي.

افغان طالبان د پاکستان ورته تورونه ردوي او وايي چې پاکستان کې تاوتریخوالی د دغه هېواد کورنۍ ستونزه ده او پاکستاني طالبان په پاکستان کې ځمکه په واک کې لري او افغانستان ته اړتیا نه لري.

اوسنۍ لیدنه په داسې حال ده چې د پاکستان پوځ وړمه ورځ وویل، د پښتونخوا په شانګله کې د چینايي انجینرانو په موټر برید افغان طالب کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ نن په اسلام اباد کې دې پېښې ته په اشاره بیا له طالبانو وغوښتل چې د ټي ټي پي په ګډون د مختلفو وسلوالو پرضد ګامونه پورته کړي.

خو افغان طالبان بیا بیا وايي چې د افغانستان خاوره به د کوم هېواد پرضد ونه کارېږي.

د بلوچستان په ګوادر کې د ناپېژاندو وسله‌والو په ډزو کې اتو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

۲۰ غویی ۱۴۰۳ - ۹ می ۲۰۲۴، ۰۵:۳۵ GMT+۱

د ګوادر په سربندان سيمه کې ۷ تنه په داسې حال کې په ډزو وژل شوي، چې په خپلو خونو کې ويده وو. د ګوادر یو پوليس چارواکي محسن علي ویلي، چې ناپېژانده کسانو په ګوادر کې د استوګنې پر کوارټر ډزې کړې دي چې په پایله کې يې اووه کسان وژلي او يو کس ژوبل شوی دی.

محسن علي وايي، وژل شوي او ټپيان د ګوادر روغتون ته لېږدول شوي دي.
د نوموړي په وینا، وژل شوي او ژوبل شوی کس د پنجاب د خانیوال ولسوالۍ اوسېدونکي وو.

د محسن علي په خبره، دغه پېښه د شپې ناوخته درې بجې شوې ده.
څه موده وړاندې هم وسله‌والو د ګوادر په هوايي ډګر د بريد هڅه کړې وه، چې د پاکستان امنيتي ځواکونو له‌خوا ناکامه شوې وه.
د پولیسو یوه سیمه‌ییز چارواکي ویلي، چې په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

ورته مهال د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي دغه پېښه په کلکه غندلې ده.
محسن نقوي ويلي، چې د قربانيانو له کورنيو سره د زړه له کومې خواخوږي څرګندوي.
له بل پلوه د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیا لانګو هم دغه پېښه غندلې ده.
هغه ويلي، چې د بې ګناه مزدورانو وژنه ښکاره ترهګري ده او له ترهګرو سره به سخت چلند وشي.
د صوبايي حکومت وياند وايي د پېښې د پلټنې امر يې کړی او ويلي يې دي، چې دوی د ولسوالۍ له ادارې سره په تماس کې دي.

عمران خان: د پاکستان ولسمشر، لومړی وزیر او د پنجاب مشره وزیره په درغلۍ ګومارل شوي

۱۹ غویی ۱۴۰۳ - ۸ می ۲۰۲۴، ۱۷:۳۵ GMT+۱

د پاکستان تحریک انصاف ګوند زنداني مشر عمران خان په اډیاله زندان کې له یو شمېر خبریالانو سره په غیر رسمي خبرو کې ویلي، چې د پاکستان ولسمشر اصف زرداري، لومړی وزیر شهباز شریف، د پنجاب مشره وزیره مریم نواز شریف په درغلیو ګومارل شوي دي.

نوموړي د سنا په ټاکنو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د سنا په ټاکنو کې پراخه درغلي شوې ده.

جیونیوز د خپل خبریال په حواله وايي، چې د ۲۰۱۴ کال د پرلت او لاریون په اړه څېړنو ته اماده دی او دی غواړي چې د څېړنې یوه کمېټه وټاکل شي.

نوموړي ویلي، چې دوی د پاکستان له پوځ سره هېڅ ډول ستونزه نه لري او د ګوند په ۲۷ کلن تاریخ کې یې له دوو حکومتونو د سیاسي او مدني لارو چارو د باور رایې اخیستي دي.

هغه زیاته کړه: " سیاسي ګوندونه کله هم ګډوډي نه غواړي".

د روان کال د فېبرورۍ د میاشتې په ټولټاکنو کې که څه هم د عمران خان ګوند ډېرې چوکۍ ګټلې وې؛ خو د ایتلاف د نه رامنځته کېدو له امله د نواز شریف او اصف علي زرداري ګوندونو مشترک حکومت جوړ کړ.

عمران خان دا مهال په زندان کې دی او د ګوند له رسمي ادرسه یې د پاکستان وروستۍ ټولټاکنې له درغلۍ ډکې بللې دي.

دا لومړی ځل نه دی، چې عمران خان د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري، لومړي شهباز شریف او د پنجاب د مشرې وزیرې مریم نواز شریف په اړه د درغلیو څرګندونې کوي؛ بلکې له دې پخوا هم د پاکستان تحریک انصاف ګوند ګڼو غړو ورته څرګندونې کړې دي.

د چین په مرسته د پاکستان لومړنی فضايي سټیلایټ په بریالیتوب سره د سپوږمۍ مدار ته داخل شو

۱۹ غویی ۱۴۰۳ - ۸ می ۲۰۲۴، ۱۷:۰۵ GMT+۱

د پاکستان فضايي څېړنیز ماموریت خبر ورکړی، چې د چین په همکارۍ د پاکستان لومړنی فضايي ماموریت «ای کیوب قمر» په بریالیتوب سره ترسره شوی او سپوږمکۍ د سپوږمۍ مدار ته داخله شوې ده.

پاکستاني رسنیو د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې دا سپوږمکۍ به خپل ماموریت به له درېیو څخه تر شپږو میاشتو پورې د سپوږمۍ په مدار کې تېر کړي.

د پاکستان د فضايي څېړنو ماموریت (سپارکو) ویاند ویلي، چې د پاکستان سپوږمکۍ «ای کیوب قمر» د سپوږمۍ مدار ته ننوتې، چې لومړیی انځور به د می میاشتې په ۱۶مه نېټه ځمکې ته راولېږي.

د ای کیوب قمر په نوم دا سپوږمکۍ د چین د شانګهای پوهنتون او د پاکستان ملي فضايي ایجنسۍ له خوا جوړه شوې ده.

د سپارکو ویاند وویل چې «ای کیوب قمر» د پاکستان پر وخت د ماسپښین په ۱:۱۴ بجو د سپوږمۍ مدار ته داخل شو، سپوږمۍ ته له استولو وروسته دا سټلایټ د ډیزاین شوې تخنیک له مخې کار کوي.

ویاند وویل، چې د ای کیوب قمر د کنټرولرانو، سب سیسټمونو او پروتوکولونو په مدار کې ازموینه روانه ده، دا ماموریت به د سپوږمۍ مدار ته له رسېدو وروسته له ۵ څخه تر ۶ ورځو پورې په ازماېښتي مرحله کې وي.

د ویاند په وینا؛ د سپوږمۍ لومړی عکس به د می په ۱۶مه د ازموینو او وسایلو له فعالېدو وروسته ترلاسه شي.

پاکستان د سپوږمکۍ او پلټونکي د توغولو لپاره تاسیسات نه لري او د چین په همکارۍ فضايي ماموریت تر سره کوي.

پاکستان د چین د فضايي مرکز په همکارۍ د می میاشتې په درېیمه نېټه په تاریخ کې د اول ځل لپاره د سپوږمۍ مدار ته د یوې سپوږمکۍ په لېږلو سره لومړنی فضايي ماموریت پیل کړ.

د ای کیوب قمر په نوم دا سپوږمکۍ د چین په هینان ولایت کې له یوه فضايي مرکز سهار وختي د پاکستان په وخت نږدې دوه نیمې بجې وتوغول شوه.