د چین په مرسته د پاکستان لومړنی فضايي سټیلایټ په بریالیتوب سره د سپوږمۍ مدار ته داخل شو
د پاکستان فضايي څېړنیز ماموریت خبر ورکړی، چې د چین په همکارۍ د پاکستان لومړنی فضايي ماموریت «ای کیوب قمر» په بریالیتوب سره ترسره شوی او سپوږمکۍ د سپوږمۍ مدار ته داخله شوې ده.
پاکستاني رسنیو د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې دا سپوږمکۍ به خپل ماموریت به له درېیو څخه تر شپږو میاشتو پورې د سپوږمۍ په مدار کې تېر کړي.
د پاکستان د فضايي څېړنو ماموریت (سپارکو) ویاند ویلي، چې د پاکستان سپوږمکۍ «ای کیوب قمر» د سپوږمۍ مدار ته ننوتې، چې لومړیی انځور به د می میاشتې په ۱۶مه نېټه ځمکې ته راولېږي.
د ای کیوب قمر په نوم دا سپوږمکۍ د چین د شانګهای پوهنتون او د پاکستان ملي فضايي ایجنسۍ له خوا جوړه شوې ده.
د سپارکو ویاند وویل چې «ای کیوب قمر» د پاکستان پر وخت د ماسپښین په ۱:۱۴ بجو د سپوږمۍ مدار ته داخل شو، سپوږمۍ ته له استولو وروسته دا سټلایټ د ډیزاین شوې تخنیک له مخې کار کوي.
ویاند وویل، چې د ای کیوب قمر د کنټرولرانو، سب سیسټمونو او پروتوکولونو په مدار کې ازموینه روانه ده، دا ماموریت به د سپوږمۍ مدار ته له رسېدو وروسته له ۵ څخه تر ۶ ورځو پورې په ازماېښتي مرحله کې وي.
د ویاند په وینا؛ د سپوږمۍ لومړی عکس به د می په ۱۶مه د ازموینو او وسایلو له فعالېدو وروسته ترلاسه شي.
پاکستان د سپوږمکۍ او پلټونکي د توغولو لپاره تاسیسات نه لري او د چین په همکارۍ فضايي ماموریت تر سره کوي.
پاکستان د چین د فضايي مرکز په همکارۍ د می میاشتې په درېیمه نېټه په تاریخ کې د اول ځل لپاره د سپوږمۍ مدار ته د یوې سپوږمکۍ په لېږلو سره لومړنی فضايي ماموریت پیل کړ.
د ای کیوب قمر په نوم دا سپوږمکۍ د چین په هینان ولایت کې له یوه فضايي مرکز سهار وختي د پاکستان په وخت نږدې دوه نیمې بجې وتوغول شوه.
د دغې پټلۍ د جوړولو لګښت څه باندې څلور نیم میلیارډه ډالره اټکل شوی دی او ۵۷۳ کیلومتره اوږدوالی لري. د دغه پلان پر بنسټ؛ دا پټلۍ د ازبکستان له ترمز پیلېږي او له مزارشریف او کابل ښارونو تر تېرېدو وروسته د پاکستان پېښور ته رسېږي.
د سلطان اذلان شاه هاکي کپ په ۳۰م پړاو سياليو کې نن چهار شنبه پاکستان لوبډلې ۵ پر ۴ کاناډا لوبډلې ته ماته ورکړه.
دا د پاکستان څلورمه لوبه وه، چې د ماليزيا په ايپور ښار کې تر سره شوه.
پاکستان د دې لوبې په بريا سره د ۱۰ نومرو په ترلاسه کولو د جدول د سر ځای ونیولی او پايلوبې ته يې لاره پېدا کړه.
په دې سياليو کې پاکستان په خپله لومړۍ لوبه کې کوربه هېواد ماليزيا ته ۵ – ۴ او جنوبي کوريا ته ۴ - ۰ په مقابل کې ماتي ورکړې وې او درېيمه لوبه یې د جاپان سره ۱ په ۱ مساوي کړې وه.
دوی وایي، چې سرطاني او د نورو بیړنیو ناروغیو ناروغان باید له دې لارې په شناختي کارډونو سفر وکړي. پرلتوال زیاتوي؛ د دوی اعتراضونه به تر هغه وخته روان وي چې یاد ۱۵ کسیزه پلاوی مثبت ځواب ترلاسه نه کړي. د انګور اډې یو پرلتوال او د پښتون ژغورنې غورځنګ ځايي مشر محمد رسول له پښتنو مشرانو او چارواکو غواړي چې د دې جرګې یا کمېټې ملاتړ وکړي او زیاتوي چې غوښتنې یې منل شوې نه وي، پرلت به جاري وي.
نوموړی د پاکستان پر حکومت هم غږ کوي، چې د دوی پروړاندې خپله پالیسي بدله کړي او ور سره مذاکرات وکړي. د سویلي وزیرستان په انګور اډه کې اعتراضونه تر هغه وروسته پیل شول، چې د پاکستان حکومت د سپین بولدک ـ چمن په دروازه د تګ راتګ پرمهال د پاسپورټ او ویزې تر جبري کېدو وروسته د انګور اډې او برمل تر منځ په تګ راتګ پاسپورټ او ویزې جبري کړې. د انګور اډې اوسېدونکو د دغه پرلت په لومړیو ورځو کې د پاکستان له حکومته څوارلس غوښتنې کړې وې، چې په څوارلسو غوښتنو کې په پاسپورت د تګ راتګ نه منل، د پوځ له خوا د افغانانو نه ځورول، د مالونو ازاد وړل راوړل، پر مالونو د مالیې کمښت، د دولتي ښوونځیو پرانیستل، په ځڼغوزیو د مالیې نه وضعه کېدل، د خمرانګ دروازې له منځه وړل، د حکومت له بندخونو د سیمې د ځوانانو خوشې کېدل، د لارې د امنیت ټینګول، د روغتیايي اسانتیاو او دې ته ورته نورې غوښتنې شاملې وې. د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه خپل دريځ نه دی روښانه کړی.
تر انګور اډې څو ورځې مخکې په چمن کې هم ځايي خلکو ورته پرلت پیل کړی او د سپین بولدکـ - چمن ترمنځ د تګ راتګ لپاره د ویزې او پاسپورټ مخالف دي، خو لا یې هم حکومت غږ نه دی اورېدلی.
د چمن پرلتوالو تېره جمعه د پاکستان ملېشه ځواک د دوی خېمو ته په اور اچولو او د څلورو پرلتوالو په وژلو او ۲۲ نورو په ټپي کولو تورن کړ.
دوی وویل، چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له ورته چارو سره سره به خپل پرلت جاري ساتي.
د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د پاکستان د پوځ د ویاند تازه څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان له خاورې افغانستان ته داعش را اوړي او د دوی پر ضد کارول کیږي، چې باید پاکستان یې ځواب ورکړي.
تازه د پاکستان د پوځ ویاند په راولپنډۍ کې د خبري غونډې پر مهال وویل، چې په سیمه کې پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې مهم کردار ادا کوي.
هغه وویل، چې ټي ټي پي د افغان خاورې په کارولو سره د دوی پر ضد فعاليت کوي او پاکستان په هره کچه له طالبانو سره مرسته کړې؛ خو د افغانستان موقت حکومت (طالبان) لا هم پر ژمنو عمل نه دی کړی او شواهد ښيي، چې ټي ټي پي د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کاروي.
بل خوا د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د پاکستان د پوځ د ویاند وروستۍ ادعاوې بې مسوولیته او له حقیقت څخه لرې دي.
د پاکستان د پوځ ویاند د داسو د پېښې اصلي عاملین افغانان ګڼلي وو؛ خو خوارزمي وايي، چې د خیبر پښتونخوا په یوه داسې سیمه کې چې د پاکستان د پوځ تر کلک امنیتي پوښښ لاندې ده د چینايي اتباعو وژل کېدل د پاکستاني امنیتي ارګانونو کمزوري او یا هم له حمله کونکو سره همکاري په ډاګه کوي، چې په دواړو صورتونو کې یې مسوولیت د پاکستان حکومت ته متوجې دی.
نوموړی وايي، چې دوی له خپلې خوا د چین هېواد ته په دې مورد ډاډ ورکړی او هغوی هم په حقیقت پوه شوي دي، چې دوی په داسې موضوعاتو کې ښکیل نه دي.
خوارزمي زیاته کړې: "موږ د داعش خوارجو ګڼ موارد لرو، چي د پاکستان له خاورې څخه افغانستان ته را اوښتي، د هغوی خاوره زموږ پر ضد کارول شوې او پېښې له هغه هېواد څخه تنظیمیږي، چې پاکستان یې باید په اړه ځواب ووايي."
نوموړي زیاته کړې، چې طالبان د پاکستان ثبات او امنیت د افغانستان او سیمي په ګټه بولو او د افغانستان او پاکستان د ولسونو په ورورۍ او ښو اړیکو باور لري.
د پاکستان او طالبانو تر منځ د ترهګرو پر موجودیت ناندرۍ وروسته له هغه پيل شوې، چې په کابل کې طالبان یو ځل بیا واک ته ورسېدل او په ورته وخت کې پاکستاني طالبانو په پاکستان کې خپل بریدونه زیات کړل.