د سرچينې په خبره، چې طالبانو لاريون کوونکو ته د زورزیاتي او زنداني کولو ګواښونه کړي دي.
د بدخشان په درېیو ولسوالیو کې د پراخو لاریونونو په دوام او په درایم او ارګو ولسوالیو کې د دوو ملکي کسانو له وژل کېدو سره د طالبانو د لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت په مشرۍ د طالبانو پلاوی هڅه کوي؛ څو د لاریون کوونکو له استازو سره د تاوتریخوالو د پای ته رسولو په برخه کې هوکړې ته ورسېږي.
د سې شنبې په ورځ سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل: « پهلوان شمس الدین چې د طالبانو د پلاوي غړی او د ملاهبت الله د فرمان تعقیب او عملي کوونکی دی، د خلکو د وهلو او وژلو ګواښ کړی دی.»
همدا راز طالبانو یوشمېر اعتراض کوونکو ته مستقیم پیغام استولی او ګواښ یې کړی، چې که په لاريونونو کې ګډون وکړي بندیان به شي.
د ځايي خلکو يوه اساسي غوښتنه له بدخشانه د نورو سېمو څخه د راغلو طالبانو وتل دي.
د سرچينې په وينا؛ طالبانو ويلي، چې د خپلو ځواکونو د ځای پر ځای کولو په تغيراتو بوخت دي.
دا لا معلومه نه ده، چې د دغو ځواکونو ځای به څوک ډکوي.
سرچينې زياته کړې، چې د خلکو استازو سيمې ته د سيمه ييزو طالبانو پر لېږد موافقه کړې ده.
د هغو دوو کسانو په اړه، چې څو ورځې مخکې د درایم او ارګو په ولسواليو کې ووژل شول، طالبانو وویل، چې عاملين لا نه دې نيول شوي او د هويت په اړه يې هم معلومات نه دي شریک کړي.
د دې ډلې پلاوي له خلکو وغوښتل، چې د شکایتونو په صورت کې به د دوی غوښتنو ته پر وخت ځواب وايي.
سرچینو د دغه ولایت په مرکز فیض اباد ښار کې د طالبانو د زیات شمېر ځواکونو د ځای پرځای کېدو خبر ورکړی دی.
سيمه ييزو سرچينو افغانستان انټرنشنل ته ويلي، چې طالبانو له درایم او ارګو ولسواليو څخه ۳۵ لاریون کوونکي او اعتراض کوونکي د طالبانو د پوځ له مشر فصیح الدین فطرت سره د خبرو لپاره فيض اباد ته بيولي دي.
د ځايي سرچينو په وينا؛ دغه کسان نن سهار فيض اباد ته لېږدول شوي دي.
د طالبانو د پوځ مشر دوې ورځې وړاندې له اعتراض کوونکو سره د خبرو لپاره بدخشان ته تللی و.